د چین ولسمشر شمالي کوریا ته سفر کوي

42

د چین رسنۍ راپور ورکوي چې د دغه هېواد ولسمشر شي جین‌پینګ به د شمالي کوریا په یو ورځني رسمي سفر ولاړ شي.

د شنبې په ورځ، د جون په ۶مه، د شینهوا خبري اژانس راپور ورکړی چې شي جین‌پینګ به له اوو کلونو وروسته یو ځل بیا د چین رسمي متحد، شمالي کوریا، ته سفر وکړي.

د راپور له مخې، دا سفر د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون په رسمي بلنه ترسره کېږي او د چین او شمالي کوریا ترمنځ د دوستۍ، همکارۍ او متقابلې مرستې د تړون د ۶۵مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي.

ویل کېږي چې شمالي کوریا ته دا سفر د روان میلادي کال په ترڅ کې د شي جین‌پینګ لومړنی بهرنی سفر دی.

چین د شمالي کوریا یوازینی رسمي متحد بلل کېږي او د دغه هېواد د سکرو په پېرلو سره یې د بندیزونو لاندې اقتصاد ته د پام وړ مرسته کړې ده.

کیم جونګ اون او شي جین‌پینګ وروستی ځل د تېر میلادي کال د سپټمبر په لومړیو کې سره لیدلي وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.