په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په هرات ولایت کې د حجاب جبري اغوستلو او د طالبانو اصولو د نه مراعاتولو په تور د ګڼو ښځو پر نیولو او بندي کولو جدي اندېښنه ښودلې ده.
یوناما په خپل نوي بیان کې ویلي چې د طالبانو لخوا د حجاب په پلمه د ښځو دغه ډول نیونې او توقیفونه، په هېواد کې د بشري حقونو د نقض په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
دغه نړیوال بنسټ طالبانو ته یادونه کړې چې د ټولنې ټول وګړي د ازاد تګ راتګ حق لري او باید د هغوی دغه حق تر پښو لاندې نشي.
یوناما په خپل غبرګون کې ټینګار کړی چې په هېواد کې ټول خلک، که هغه ښځې دي او که نارینه، د قانون په وړاندې د مساوي حقونو او برابرۍ مستحق دي او باید ورسره یو شان چلند وشي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په هرات کې د طالبانو امر بالمعروف وزارت لخوا د بې حجابۍ په تور د بېلابېلو نجونو او ښځو د نیول کېدو راپورونه ورکړل شوي وو، چې په کور دننه او نړیواله کچه یې توند غبرګونونه پارولي دي.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.