افغان کډوال په جرمني کې د ټولنیزو مرستو درېیمه لویه ترلاسهکوونکې ډله ده
د جرمني د دولت د شمېرو له مخې، افغان وګړو تېر کال د هغو کورنیو لپاره چې تر ۱۸ کلونو کمعمره ماشومان لري، شاوخوا یو میلیارد او ۶۰ میلیونه یورو ځانګړې ټولنیزې مرستې ترلاسه کړې دي.
په دې توګه، افغانان په جرمني کې د اوکرایني او سوریایي وګړو وروسته د دغو مرستو درېیمه لویه بهرنۍ ترلاسهکوونکې ډله ګڼل کېږي.
جرمني ورځپاڼې «وېلت» د شنبې په ورځ، د لړم په ۲۳مه راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د ماشومانو لرونکو کورنیو ته د ورکړل شویو ټولنیزو مرستو نږدې ۶۰ سلنه هغو کسانو ته ځانګړې شوې چې د جرمني تابعیت نه لري.
دغه شمېرې د جرمني د حکومت له لوري د «جرمني لپاره بدیل» ګوند د استازو د یوې پوښتنې په ځواب کې وړاندې شوې دي.
د دغو شمېرو له مخې، تېر کال له ۱۸ کلونو کمعمره ماشومانو لرونکو کورنیو ته د ورکړل شویو ټولنیزو مرستو ټولیزه کچه ۲۰ میلیارده او ۵۴۰ میلیونه یورو وه. له دې ډلې ۱۲ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه یورو بهرنیو وګړو او اته میلیارده او ۳۴۰ میلیونه یورو د جرمني وګړو ته ورکړل شوې دي.
د بهرنیو مرستو ترلاسهکوونکو په منځ کې اوکرایني وګړي د درې میلیارده او ۴۴۰ میلیونه یورو په ترلاسه کولو سره لومړی ځای لري. ورپسې سوریایي وګړي د دوه میلیارده او ۲۰۰ میلیونه یورو او افغان وګړي د یو میلیارد او ۶۰ میلیونه یورو په ترلاسه کولو سره په دویم او درېیم ځای کې دي.
دغو درېیو ډلو په ګډه شاوخوا شپږ میلیارده او ۶۹۰ میلیونه یورو ټولنیزې مرستې ترلاسه کړې دي، چې د ماشومانو لرونکو بهرنیو کورنیو ته د ورکړل شویو ټولو مرستو نږدې ۵۵ سلنه جوړوي.
د جرمني د دولت شمېرې همداراز په تېرو ۱۵ کلونو کې د دغو مرستو د ترلاسهکوونکو په جوړښت کې د پام وړ بدلون ښيي. په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د جرمني وګړي د دغو مرستو ۷۰.۶ سلنه او بهرني وګړي ۲۹.۴ سلنه ترلاسهکوونکي وو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320