سازمان روغتیا نړیوال: په افغانستان کې دې د پولیو کور په کور واکسیناسیون بېرته پیل شي
د روغتیا نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د کور په کور واکسیناسیون کمپاینونه بېرته پیل کړي.
دغه سازمان د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۲مه، په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ویروس د اخته کېدو ۲۵ پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د ۲۰۲۴ کال له اکتوبر راهیسې د دغو کمپاینونو درول د ټولو ماشومانو، په ځانګړي ډول د کمعمره ماشومانو، واکسینول ستونزمن کړي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې په ثابتو روغتیايي مرکزونو کې د واکسیناسیون کمپاینونه د ټولو ماشومانو د پوښښ وړتیا نه لري او له همدې امله یو شمېر ماشومان له واکسین څخه بېبرخې پاتې کېږي.
سازمان زیاته کړې، چې د ښځینه واکسیناتورانو محدود ګډون، په ځانګړي ډول د افغانستان په جنوبي سیمو کې، ماشومانو ته د واکسین د رسولو پر وړاندې بله ننګونه ده.
د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، چې ښځینه واکسیناتورانې د میندو او ماشومانو په لاسرسي کې مهم رول لري.
دغه سازمان د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان سوېلي سیمې لا هم د پولیو ویروس د خپرېدو له پلوه د اندېښنې وړ سیمو په توګه یادې کړې دي.
د راپور له مخې، په دغو سیمو کې د خلکو د معافیت د کچې ټیټوالی د دې لامل شوی، چې د ویروس لېږد په پراخه کچه دوام وکړي.
### د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې دې د پولیو کور په کور واکسیناسیون بېرته پیل شي
د روغتیا نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې دې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) د کور په کور واکسیناسیون کمپاینونه بېرته پیل کړي.
د دغه سازمان په هغه راپور کې چې د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۲مه خپور شوی، راغلي چې د ۲۰۲۶ کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د پولیو پر ویروس د اخته کېدو ۲۵ پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې د دغو کمپاینونو درول د دې لامل شوي چې ټولو ماشومانو، په ځانګړي ډول کوچنیانو ته د واکسین رسېدل ستونزمن شي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې په ثابتو روغتیايي مرکزونو کې د واکسیناسیون کمپاینونه د ټولو ماشومانو پوښښ نه شي کولای او له همدې امله یو شمېر ماشومان له واکسین څخه بېبرخې پاتې کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې د ښځینه واکسیناتورانو محدود ګډون، په ځانګړي ډول د افغانستان په جنوبي سیمو کې، ماشومانو ته د واکسین د رسولو پر وړاندې یوه بله ننګونه ده.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې ښځینه واکسیناتورانې میندو او ماشومانو ته د لاسرسي په برخه کې مهم رول لري.
د روغتیا نړیوال سازمان د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سوېلي سیمې لا هم د پولیو ویروس د خپرېدو له پلوه د اندېښنې وړ سیمو په توګه یادې کړې دي.
د راپور له مخې، د خلکو ترمنځ د معافیت ټیټې کچې په دې سیمه کې د ویروس د لېږد بهیر پراخ او دوامدار ساتلی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320