د امریکا ولسمشر رونالډ ریګن او محمد عمر ببرک زی په مشرۍ د افغان پلاوي تاریخي لیدنه

لیکوال: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

0 54

د امریکا ولسمشر رونالډ ریګن او محمد عمر ببرک زی په مشرۍ د افغان پلاوي تاریخي لیدنه

د لوګر د پادخواب شانه کلي کې خونړۍ پېښه د ملکي وګړو عام‌ وژنه

د افغانستان معاصر تاریخ د داسې ګڼو دردناکو او زړه‌ بوږنوونکو پېښو شاهد دی، چې د شوروي اتحاد د پوځي یرغل پر مهال د افغان ولس پر وړاندې ترسره شوې دي. د دغو پېښو په لړ کې د لوګر ولایت د مرکز اړوند د پادخواب شانه په کلي کې د ملکي وګړو عام‌ وژنه ځانګړی ځای لري؛ یوه داسې غمیزه چې د بېګناه انسانانو د ژوند اخیستلو ترڅنګ یې د جګړې د وحشت او د انساني ارزښتونو د تر پښو لاندې کېدو یوه توره پاڼه هم پرېښودلي ده.

ځینې تاریخي عکسونه یوازې د یوه مجلس انځور نه وي؛ د یوه ملت د کړاوونو، مبارزې او هغو هڅو کیسه هم ورسره تړلې وي، چې غواړي نړۍ یې غږ واوري.

د 1983 کال د فبرورۍ په دویمه د امریکا د ولسمشر رونالډ ریګن او شپږو افغانانو لیدنه له همدې پېښو څخه یوه ده. دا هغمهال و چې افغانستان د شوروي اتحاد د پوځي یرغل او جګړې په اور کې سوځېده، د افغانانو د ژوند، کلیو او کورنیو په اړه د نړۍ په سیاسي مرکزونو کې بېلابېل روایتونه وړاندې کېدل.

د امریکا ولسمشر رونالډ ریګن د ولسمشرۍ کتابتون، د هغه د ورځني یادښتونو او د سپینې ماڼۍ د رسمي عکسونو آرشیف دا اسناد تاییدوي، چې په دې نېټه شپږ افغانان د امریکا ولسمشر رونالډ ریګن سره د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر (Oval Office) کې ولیدل. د لیدنې اصلي موضوع په افغانستان کې د شوروي ځواکونو له خوا د ملکي وګړو پر وړاندې د ترسره شویو ظلمونو راپورونه ول.

په دغه ورځ شپږ افغانان د امریکې ولسمشرۍ سپینې ماڼۍ ته ورغلل. هغوی د افغانستان د جګړې په اړه د خپلو تجربو او مالوماتو د شریکولو لپاره امریکا ته تللي وو. د ریګن د شخصي ورځني یادښتونو کتابچې له مخې، د لیدنې اصلي موضوع د شوروي ځواکونو له خوا د افغانانو پر وړاندې ترسره شوي ظلمونه ول. د سپینې ماڼۍ رسمي عکسونه هم د دې لیدنې نېټه، ځای او د ګډونوالو نومونه ثبت کړي دي.

د دې لیدنې تاریخي اهمیت یوازې په دې کې نه دی چې افغانان په لومړی ځل له یوه ستر نړیوال ځواک له امریکې ولسمشر سره کښېناستل؛ مهمه دا هم ده چې د شوروي يرغلګرو پوځیانو د ظالمانه خونړۍ جګړې له ډګر څخه راپورته شوی افغان غږ د امریکا د ولسمشر په رسمي ورځني یادښت کتابچه کې ثبت شو او ټوله نړۍ له روسي وحشتونو او ظلمونو خبره کړل شوه. د 1983 کال د فبرورۍ دویمه مه د تاریخ هغه ورځ چې د مظلوم افغان ولس غږ د امریکا تر ولسمشره او نړیوالې ټولنې تر مشرانو پورې ورسېد.

د افغانستان د معاصر تاریخ په اوږدو کې داسې پېښې هم شته، چې د جګړو تر سیوري لاندې پاتې شوې، خو د قربانیانو درد، د عیني شاهدانو روایتونه او تاریخي اسناد لا هم د هېرېدو اجازه نه ورکوي. د پډخوآب شانه کلي پېښه د همدې خونړیو تاریخي پېښو له ډلې څخه ده؛ هغه پېښه چې د ۱۹۸۲ کال په سپټمبر کې رامنځته شوه او وروسته د امریکايي رسنیو، څېړونکو او سیاسي کړیو پام ځانته واړاوه.

دا یوازې د یوه کلي د اوسېدونکو د وژل کېدو کیسه نه وه، بلکې د افغانستان د هغه اوږدې جګړې یوه دردناکه بېلګه وه چې د شوروي اتحاد د پوځي مداخلې پر مهال د سلګونو زرو ملکي بیګناه وګړو ژوند واخیست او د افغانانو پر ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او تاریخي جوړښت یې ژور اغېزې وکړ.

دا لیکنه د امریکا ولسمشر د اصلي یادښتونو، د سپینې ماڼۍ د رسمي عکسونو، د هغه وخت د خبري رسنیو د راپورونو او د لوګر د پېښې په اړه د خپرو شویو څېړنو پر بنسټ چمتو شوې ده.

د عامو ولسي افغانانو پناه ځای په ډله‌ ییز قبر بدلیدل

په 1982 کال کې د سپټمبر په 13 مه د کابل سوېل ته د لوګر پډخوآب شانه په نوم کلی د شوروي ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې کلابند شو. د پېښې د روایتونو له مخې، کله چې شوروي ځواکونو پر کلي برید پیل کړ، یو شمېر کلیوالو د ځان ژغورلو لپاره د اوبو لګولو په یوه کاریز کې پناه واخیسته. په دوی کې سپینګیري، ماشومان، ځوانان او بزګران شامل وو. دغو خلکو نه د جګړې وسلې لرلې او نه یې د مقاومت توان درلود؛ یوازې یې غوښتل د جګړې له لمبو ځانونه خوندي کړي. خو د هغوي د پناه ځای ډېر ژر د مرګ په یوه وحشتناک ډګر بدل شو.

د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې، کله چې شوروي پوځیانو د پناه اخیستو له ځایه خبر شول، د دې پر ځای چې ملکي وګړي له هغه ځایه راوباسي، د کاریز خولې ته یې سوځېدونکي تېل، کیمیاوي مواد او چاودېدونکي توکي واچول. وروسته یې د ماشینګڼو ډزې او چاودنې پیل کړې او په پایله کې یې په کاریز کې دننه اور بل کړ.

د راپورونو له مخې په دې وحشتناکه پېښه کې په کاریز کې پناه اخیستونکي ملکي کسان د اور او لوګي په منځ کې راګیر شول او ګڼ شمېر په خورا دردناکه توګه خپل ژوند له لاسه ورکړ. د عیني شاهدانو په وینا، په دې پېښه کې 105 افغانان ووژل شول، چې 12 ماشومان هم په کې شامل وو. دغه شمېر د کلیوالو د روایتونو له مخې وړاندې شوی او باید د خپلواکو ثبت شوو نوملړونو له شمېر سره جلا وڅېړل شي.

د واشنګټن پوسټ تاریخي راپور او د پېښې نړیوال انعکاس راپور له مخې او د امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوست ژورنالیست پاتریک ټایلر (Patrick E. Tyler) د 1983 کال د فبرورۍ په 12 مه د دې پېښې په اړه یوه مفصله څېړنیزه لیکنه د دې سرلیک لاندې خپره کړي:

The Horrors and Rewards of the Soviet Occupation of Afghanistan))

د پاتریک ټایلر په راپور کې د کلي د مشر حبیب الرحمن هاشمي څرګندونې ځانګړی ځای لري. نوموړي د وژل شویو کسانو یو لیکلی نوملړ له ځان سره ساتلی و، چې د کورنیو پېژندنې او د ورکو شویو کسانو د مالوماتو پر بنسټ ترتیب شوی و.

په دغه نوملړ کې 61 کسان ثبت شوي وو. د هر قرباني نوم، د پلار نوم، قومي تړاو، اصلي کلی، عمر، کسب او سیاسي تړاو لیکل شوي وو. د نوملړ له مخې، لس ماشومان هم د وژل شویو کسانو په ډله کې وو.

دا ټکی مهم دی: د کلیوالو د روایت له مخې د وژل شویو ټول شمېر 105 و، خو د کلي د مشر په لیکلي نوملړ کې 61 کسان ثبت شوي وو. له همدې امله باید د 105 شمېر د پېښې د شاهدانو د راپور په توګه او د 61 شمېر د نوملړ د مستندو نومونو په توګه بیان شي؛ دواړه شمېرې باید سره ګډې نه شي.

د عیني شاهدانو روایتونه او د پلټنې بهیر: د پېښې د حقیقت موندلو لپاره د پاریس یوې خپلواکې څېړنیزې ډلې د 1982 کال په نوامبر کې افغانستان ته سفر وکړ. د دې څېړنې له مهمو غړو څخه یو مایکل اېل بېري (Michael L. Barry) و، چې د منځني ختیځ د مطالعاتو څېړونکی او د سیمې خلکو په ژبو بلد کس و.

بېري او د فرانسې سوربون پوهنتون د نړیوالو حقوقو استاد ریکارډو فرایلي (Riccardo Fraile) د پېښې په اړه له پنځوسو څخه د زیاتو کلیوالو سره مرکې کړې وې. د څېړنې یوه برخه د شپې له خوا کلي ته د ننوتلو او د سوځېدلي کارېز د لیدلو په اړه وه.

د راپور له مخې، څېړونکو د کارېز له دېوالونو څخه تورې او سوځېدلې نمونې هم راټولې کړې وې. هغوي د قربانیانو تازه قبرونه لیدلي او له هغو کورنیو سره یې خبرې کړې وې چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي وو.

د پېښې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم خپلواک مالومات ترلاسه کړي وو. د واشنګټن پوسټ په راپور کې ویل شوي و، چې دغه مالومات د کلیوالو له روایتونو سره همغږي وو. دا د پېښې د مستند کولو له مهمو برخو څخه وه.

د واشنګټن سفر او له ولسمشر رونالډ ریګن سره لیدنه

د ۱۹۸۳ کال په فبرورۍ کې د لومړې ځل لپاره د افغانانو یو شپږ کسیز پلاوی امریکا ته ولاړ. د فبرورۍ په ۲مه یې د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې د امریکا له ولسمشر رونالډ ریګن سره ولیدل. دا لیدنه د افغانستان د معاصر تاریخ او د سړې جګړې د سیاسي تاریخ له مهمو پېښو څخه ده؛ ځکه افغانانو هڅه کوله چې د خپل هېواد د نابرابره جګړې او د ملکي وګړو د وژنو موضوع د امریکا تر ولسمشر او د نړیوالو سیاسي مرکزونو پورې ورسوي.

د پډخوآب شانه د پېښې له قربانیانو سره د تړاو لرونکو افغانانو دنده یوازې د خپلو وژل شویو خپلوانو د غم بیانول نه وو؛ بلکې هغوی غوښتل د افغانستان د جګړې په اړه د نړۍ پام راواړوي.

د ریګن د ولسمشرۍ کتابتون په رسمي اسنادو کې او د رسمي عکسونو پېژندپاڼه کې د ګډونوالو نومونه ثبت شوي دي. په دې تاریخي لیدنه کې شپږو افغانانو ګډون درلود.

  • قاضي محمد عمر ببرک زی د رسمي ثبت شویو مالوماتو له مخې پخوانی قاضي لیکلي شوی.
  • فریده احمدي د کابل پوهنتون د طب پوهنځي محصله وه.
  • میر نعمت ‌الله د لوګر ولایت له کلیوالو څخه و.
  • حبیب ‌الرحمن هاشمي د لوګر له سیمې سره تړلی افغان ګډونوال و.
  • ګل محمد د لوګر ولایت له کلیوالو څخه و.
  • محمد غفور یوسفزی په رسمي ثبت کې د مقاومت د یوه مشر په توګه یاد شوی دی.

د دې پلاوي په اړه یو مهم ټکی دا دی چې ټول ګډونوال د یوه واحد سیاسي یا پوځي سازمان یا د جهادي تنظیمونو د غړو په توګه نه وو تللي؛ بلکې په هغوی کې د سیمې اوسېدونکي، یو پخوانی قاضي، د مقاومت یو مشر او د یوه طب پوهنځي یوه محصله شامله وه.

د دې لیدنې موخه یوازې د یوې تاریخي پېښې بیانول نه وو، بلکې افغان پلاوي غوښتل د شوروي ځواکونو د کړنو او په افغانستان کې د روانو ضعیت په اړه د امریکې او نړیوالو پام راواړوي. دوی هڅه کوله د افغانانو د مقاومت غږ تر نړیوالو ورسوي او د شوروي یرغل پر وړاندې د خپل ولس د مبارزې لپاره د امریکا سیاسي او عملي ملاتړ ترلاسه کړي. د واشنګټن پوسټ خبریال پاتریک ټایلر هم په خپل راپور کې د دې لیدنې سیاسي اړخ ته اشاره کړې ده.

دا لیدنه په داسې یوه حساس نړیوال سیاسي وضعیت کې ترسره کېده چې د سړې جګړې سیالي خپل اوج ته رسېدلې وه. امریکا او شوروي اتحاد د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د نفوذ د پراخولو په سیالۍ کې ښکېل وو او افغانستان هم د دغې سیالۍ پر یوه مهم ډګر بدل شوی و. په همدې لړ کې د رونالډ ریګن ادارې د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغان مجاهدینو ملاتړ کاوه. له همدې امله له افغان پلاوي سره د ریګن لیدنه یوازې یوه عادي سیاسي ناسته نه وه، بلکې د افغانستان د جګړې د نړیوال سیاسي اهمیت او د هغه وخت د سترو قدرتونو د سیالۍ څرګند انځور هم وړاندې کاوه.

په دې انځورونو کې مایکل بېري (Michael Barry) هم لیدل کېږي؛ هغه د سیمې د مطالعاتو څېړونکی و او د افغانانو د روایتونو پر نړیوال کچ د خپرولو په بهیر کې مرسته کړې وه. د دې نومونو ثبت ځکه مهم دی چې د تاریخ په څېړنه کې عکس هغه وخت لا ډېر ارزښت پیدا کوي چې نېټه، ځای، ګډونوال او د پېښې اړوند اسناد یې هم مالوم وي.

د ۱۰۵ بېګناه انسانانو شهادت

د خپرو شویو نړیوالو راپورونو او د سیمې د عیني شاهدانو د روایتونو له مخې، په دې عام‌ وژنه کې لږ تر لږه ۱۰۵ ملکي وګړي ووژل شول. ځینې روایتونه د قربانیانو شمېر تر ۱۸۰ تنو پورې هم یادوي؛ خو د ټولو قربانیانو د کره شمېر په اړه بشپړ او خپلواک اسناد لا هم تاریخي څېړنې ته اړتیا لري.

په وژل شویو کسانو کې ۱۱ ماشومان، سپینګیري، بزګران او نور بې ‌وسلې کلیوال شامل وو. هغوی د جګړې ښکېل لوري نه وو، بلکې عادي کلیوال خلک وو چې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره یې په کاریز کې پناه اخیستې وه.

د سیمه ‌ییزو روایتونو له مخې، د قربانیانو جسدونه د اور له امله دومره سوځېدلي وو، چې د ډېرو پېژندل ستونزمن وو. د کلي پاتې اوسېدونکو شاوخوا اووه ورځې هڅه وکړه، چې د کاریز له منځه د خپلو خپلوانو او کلیوالو جسدونه راوباسي او د هغوي د وروستي ارام ځای خپلې پلارنې هدېرې ته وسپاري.

د دې خونړۍ پېښې نړیوال افشا کېدل

د لوګر ولایت د پادخواب شانه کلي ېښه؛ هغه پېښه چې نړۍ ته یې د افغانانو او شورویانو د جګړې بل انځور ور وښود.

د پادخواب شانه د عام‌ وژنې د افشا کېدو په برخه کې د امریکايي څېړونکي او د افغانستان د جګړې د تاریخ لیکونکي مایکل بیري (Michael Barry) نوم هم یاد شوی دی. د خپرو شویو روایتونو له مخې، نوموړي د پېښې د څېړلو لپاره سیمې ته سفر کړی و او د عیني شاهدانو څرګندونې یې راټولې کړې وې.

د دغو مالوماتو یوه برخه وروسته په نیویارک کې د خبري کنفرانس له لارې نړیوالو رسنیو ته وړاندې شوه او د افغانستان د جګړې پر مهال د ملکي وګړو د وژنې موضوع یې د نړیوالو پام ته ورسوله.

د ۱۹۸۲ کال د ډسمبر په ۱۴مه (خبري اژانسUPI ) د ډیپلوماتانو د راپور پر بنسټ خبر ورکړ، چې شوروي ځواکونو د اوبو لګولو یوه تر ځمکې لاندې ویاله یا کاریز ته اور اخیستونکي مواد اچولي او هلته پناه اخیستونکي ۱۰۵ ملکي وګړي یې وژلي دي. په راپور کې د ماشومانو د وژل کېدو یادونه هم شوې وه. شوروي پلوه افغان خبري اژانس بختَر بیا دا پېښه رد کړې وه او د لوېدیځو رسنیو تبلیغات یې بللي وو.

د ریګن په شخصي ورځني یادښت کې هم د ۱۰۵ کسانو د سوځول کېدو یادونه شوې ده. خو د تاریخي دقت لپاره باید ووایو، چې د ریګن یادښت د افغانانو له خوا وړاندې شوي روایت ثبتوي؛ خو په خپله د پېښې خپلواکه پلټنه نه ده.

د افغان تاریخ نه هېرېدونکې غمیزه؛ د پادخواب شانه د قربانیانو کیسه او د سړې جګړې په سیوري کې د افغانانو درد، د یوې غمېزې تاریخي او انساني انځور

د پادخواب شانه پېښه یوازې د یوه کلي د اوسېدونکو د وژل کېدو یوه دردناکه کیسه نه ده؛ بلکې د افغانستان د معاصر تاریخ د هغو تورو پاڼو له ډلې ده، چې د بهرني پوځي یرغل، جګړې او سیاسي سیالیو تر سیوري لاندې د بېګناه انسانانو د برخلیک انځور وړاندې کوي. په دې غمېزه کې ماشومان، ښځې، سپینګیري او بې ‌وسلې کلیوال د جګړې قرباني شول؛ هغه انسانان چې نه یې د جګړې د پیل پرېکړه کړې وه او نه یې د جګړې په سیاسي او پوځي معادلو کې کوم رول درلود.

جګړه ښايي د ښکېلو لورو لپاره پوځي اهداف، سیاسي محاسبې او ستراتجیکې ګټې ولري، خو د دغو موخو په نوم د ملکي وګړو ژوند او انساني کرامت تر پښو لاندې کول هېڅ ډول توجیه نه لري. نړیوال بشردوستانه حقوق د جګړې د ښکېلو لورو ترمنځ د جګړې او ملکي وګړو ترمنځ روښانه توپیر کوي. د ملکي وګړو قصدي په نښه کول او ډله ‌ییزه وژنه د نړیوالو بشردوستانه اصولو له مخې جدي سرغړونې دي.

Related Posts
1 of 63,581

د پادخواب شانه د قربانیانو یادونه یوازې د تېر تاریخ د یوې غمجنې پېښې یادول نه دي؛ دا د تاریخي حقیقت، انساني کرامت او عدالت د غوښتنې یوه برخه ده. د قربانیانو د نومونو او هویتونو ثبتول، د پېښې د اسنادو راټولول، د عیني شاهدانو د روایتونو خوندي کول او د بېلابېلو سرچینو پرتله کول هغه مسوولیت دی چې د تاریخ څېړونکي، لیکوالان او راتلونکي نسلونه یې پر غاړه لري.

تاریخ یوازې د پاچاهانو، ولسمشرانو، واکمنانو او جګړه ‌مارانو په نومونو نه لیکل کېږي. د تاریخ تر ټولو دردناکې پاڼې ډېر ځله د هغو بېګناه انسانانو په برخلیک لیکل کېږي، چې د قدرتونو د سیالیو او جګړو په منځ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي. د پادخواب شانه قربانیان هم باید د افغانستان له تاریخي حافظې څخه هېڅکله هېر نه شي.

د امریکا نامتو ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د ۱۹۸۳ کال د فبرورۍ په ۱۲مه د پادخواب شانه د پېښې په اړه یو تفصیلي راپور خپور کړ. د راپور لیکوال خبریال پاتریک ټایلر و. نوموړي په خپل راپور کې د کلي د اوسېدونکو روایتونه، د وژل شویو کسانو نوملړ او د پېښې په اړه د ترسره شویو پلټنو مالومات وړاندې کړل.

د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د پېښې په اړه خپلواک مالومات او راپورونه ترلاسه کړي وو؛ هغه مالومات چې د کلیوالو له روایتونو سره یې د پاموړ ورته والی درلود. دا راپور د دې پېښې د نړیوال انعکاس په برخه کې یوه مهمه تاریخي سرچینه ګڼل کېدای شي.

خو د تاریخي انصاف او څېړنیز امانت غوښتنه دا ده، چې د پېښې په اړه د هغه وخت د شوروي پلوه افغان حکومت رسمي دریځ هم له پامه ونه غورځول شي. نوموړي حکومت ادعا کوله چې په کلي کې د حکومت مخالف وسله‌وال ځپلي دي او د ملکي وګړو د ډله ‌ییزې وژنې روایت یې رد کړی و.

د کابل حکومت انکار او د روایتونو ترمنځ اختلاف د پډخوآب شانه پېښې په اړه د هغه وخت د کابل حکومت او افغان کلیوالو روایتونه یو له بل سره توپیر درلود.

د شوروي پلوه افغان حکومت رسمي رسنیو ادعا کوله، چې په کلي کې د ٬٬انقلاب ضد عناصرو٬٬ د ځپلو عملیات ترسره شوي دي. وروسته د کابل راډیو د پېښې د نه رامنځته کېدو خبره هم ورکړ.

د افغان حکومت په پاریس سفارت کې د پېښې د روایتونو د ردولو لپاره دا استدلال وړاندې شوی و. چې د اوبو کانال دومره تنګ دی چې دومره خلک په کې نه شي پټېدای. خو د پاریس د څېړنیزې ډلې غړو د خپل سفر پر مهال کانال لیدلی و او ویلي یې وو چې لوړوالی یې په منځني ډول له څلورو فوټو څخه زیات و.

د همدې لپاره، د پېښې هر اړخیزه ارزونه باید یوازې پر یوه روایت ولاړه نه وي. د کلیوالو شهادتونه، د وژل شویو کسانو نوملړ، د بهرنیو خبریالانو راپورونه، د خپلواکو څېړونکو موندنې او د هغه وخت رسمي دریځونه باید له یو بل سره پرتله او په انتقادي ډول وارزول شي. تاریخي حقیقت هغمهال ښه روښانه کېدای شي چې د شواهدو، سرچینو او روایتونو ترمنځ توپیر په علمي امانتدارۍ سره څرګند شي.

دلته یو مهم تاریخي ټکی هم د پاموړ دی: د ۱۰۵ کسانو د وژل کېدو شمېره یوازې د امریکا د ولسمشر رونالډ ریګن په یوه یادښت کې نه وه یاده شوې؛ د ریګن د لیدنې تر مخه هم په نړیوالو رسنیو کې د دې شمېرې په اړه راپورونه خپاره شوي وو او وروسته په نورو څېړنیزو روایتونو کې هم یادونه شوې ده. له همدې امله، د دغې شمېرې تاریخي ارزونه باید د هغې د لومړنیو سرچینو او مستندو شواهدو پر بنسټ وشي.

د امریکا موخه؛ بشري خواخوږي او د سړې جګړې سیاسي محاسبې

د پادخواب شانه د پېښې د تاریخي اهمیت او د افغانانو د امریکا سفر د ارزونې لپاره اړینه ده چې د هغه وخت نړیوال سیاسي وضعیت هم په پام کې ونیول شي. ځکه دا لیدنه یوازې یوه بشري او عاطفي پېښه نه وه؛ بلکې د سړې جګړې له پراخو سیاسي او ستراتیجیکو سیالیو سره هم تړاو درلود.

په ۱۹۷۹ کال کې افغانستان ته د شوروي اتحاد د پوځونو له ننوتلو وروسته، دغه هېواد د سړې جګړې په یوه مهم او خونړي ډګر بدل شو. د رونالډ ریګن ادارې د شوروي اتحاد د نړیوال نفوذ د محدودولو سیاست تعقیباوه او د افغان مجاهدینو ملاتړ یې د خپلې بهرنۍ تګلارې یوه مهمه برخه ګرځولې وه. په دې بهیر کې پاکستان د امریکا او افغان مجاهدینو ترمنځ د مرستو او ملاتړ په لېږد کې مهم رول درلود.

د ۱۹۸۳ کال د فبرورۍ په لومړیو کې د افغانانو سفر یوازې سپینې ماڼۍ ته په ورتګ نه محدودېده. د واشنګټن پوسټ د هماغه وخت د راپور له مخې، دغو افغانانو تر دې لیدنې وړاندې په نیویارک کې هم خپلې تجربې او روایتونه له خلکو سره شریک کړي وو او په پاریس کې د یوې نړیوالې غونډې ګډونوالو ته د پېښې په اړه خپل شهادت وړاندې کړی و.

د راپور له محتوا څخه څرګندېږي، چې د دغو افغانانو هڅه یوازې د یوې غمېزې بیانول نه وو؛ هغوی غوښتل د شوروي ځواکونو د کړنو په اړه نړیواله پاملرنه راجلبه کړي او په عین وخت کې د افغان مقاومت لپاره د امریکا سیاسي او عملي ملاتړ هم ترلاسه کړي.

همدا ټکی د دې تاریخي لیدنې سیاسي او انساني اړخونه سره نښلوي. له یوې خوا، د پادخواب شانه د قربانیانو د برخلیک، د ملکي وګړو د ځورونې او د جګړې د بشري پایلو د بیانولو هڅه روانه وه؛ له بلې خوا، امریکا هم د خپلو ستراتیجیکو ګټو له مخې د دغو روایتونو سیاسي اهمیت درک کاوه.

له همدې امله د دې لیدنې ارزونه باید نه یوازې د بشري خواخوږۍ په چوکاټ کې وشي او نه هم یوازې د سړې جګړې د تبلیغاتي سیاست یوه برخه وګڼل شي. دا دواړه اړخونه په یوه تاریخي شېبه کې سره یو ځای شوي وو.

د جګړې تر شا د انسانانو ناویلې کیسې د دغې تاریخي لیدنې یو له مهمو اړخونو څخه دا و، چې افغانانو هڅه کوله نړیوالو ته یوازې د پوځي مقاومت انځور وړاندې نه کړي، بلکې د جګړې تر شا د عادي انسانانو دردونه هم ور وښيي.

هغوی د ملکي وګړو د مرګ ‌ژوبلې، د ښځو د بندي کېدو، شکنجو، ځورونې او د جګړې په ترڅ کې د بېګناه خلکو د کړاوونو کیسې بیانولې. دا هغه واقعیتونه وو، چې د جګړې په پوځي او سیاسي راپورونو کې ډېر ځله د لویو پېښو او ستراتجیکو تحلیلونو تر سیوري لاندې پاتې کېدل.

د پادخواب شانه غمېزه موږ ته دا را زده کوي، چې د جګړې د تاریخ لیکنه باید یوازې د پوځونو د خوځښتونو، سیاسي پرېکړو او نظامي بریاوو په بیانولو محدوده نه شي. د تاریخ اصلي انساني څېره هغمهال راڅرګندېږي چې د قربانیانو غږونه واورېدل شي، د هغوی نومونه ثبت شي او د هغوی د ژوند او مرګ کیسې د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي شي.

د پادخواب شانه قربانیان یوازې د تېر وخت د یوې غمېزې نومونه نه دي؛ هغوی د هغو بېګناه انسانانو استازیتوب کوي چې د جګړې په اور کې یې خپل ژوند بایللی دی. د هغوی یاد ساتل د تاریخ د امانت ساتل، د انساني کرامت درناوی او د راتلونکو نسلونو پر وړاندې زموږ اخلاقي مسوولیت دی.

د عکس تر شا تاریخ؛ ولې دا لیدنه نن هم ارزښت لري؟

نن چې د امریکا د ولسمشر رونالډ ریګن او افغانانو دغه تاریخي عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي، ډېری وخت یوازې د ٬٬ریګن له افغان مجاهدینو سره٬٬ تر سرلیک لاندې معرفي کېږي؛ خو د دې انځور تاریخي ارزښت تر دې لنډې پېژندنې ډېر پراخ دی.

دا عکس د یوه مستند تاریخي ملاقات شاهد دی. د امریکا د ولسمشرۍ کتابتون د لیدنې نېټه، ځای او ګډونوال ثبت کړي، د ریګن شخصي یادښت د لیدنې موضوع روښانوي او د هغه وخت رسنیز راپورونه د لوګر د پادخواب شانه د پېښې او د افغانانو د نړیوال سفر په اړه نور جزئیات وړاندې کوي.

د دې لیدنې اهمیت په دې کې نغښتی دی چې د جګړې په منځ کې د افغان ملکي وګړو د کړاوونو، د یوه کلي د قربانیانو او د هغوی د کورنیو غږ د امریکا تر ولسمشره ورسېد او په رسمي امریکايي اروپایې اسنادو کې ثبت شو.

د پېښې نړیوال مستندات

د پډخوآب شانه د پېښې په اړه یوازې د واشنګټن پوسټ راپور موجود نه دی. د ۱۹۸۲ کال د ډسمبر په ۱۴مه د یونایټډ پرېس انټرنېشنل (UPI) خبري اژانس هم د ۱۰۵ افغانانو د وژل کېدو په اړه راپور خپور کړي. په هغه راپور کې د مایکل بېري د څېړنې او د شوروي تر کنټرول لاندې د افغان خبري اژانس د انکار یادونه شوې وه.

همدارنګه، په ۱۹۸۵ کال کې د امریکا د کانګرس په رسمي اسنادو کې د پډخوآب شانه پېښه یاده شوې وه. په دغو اسنادو کې د ۱۹۸۲ کال د سپټمبر د ۱۳مې نېټه، د لوګر ولایت، د شاوخوا ۱۰۵ وژل شویو کسانو او د ۱۲ ماشومانو یادونه شوې ده. دا اسناد ښيي چې د پېښې موضوع د ۱۹۸۰مې لسیزې په نړیوالو سیاسي او بشري حقونو بحثونو کې هم مطرح شوي وه.

زما خپله تاریخي ارزونه

د پادخواب شانه پېښه د افغانستان د معاصر تاریخ یوه دردناکه او د یادونې وړ پاڼه ده. د ۱۹۸۳ کال په فبرورۍ کې یو شمېر افغانان له ولسمشر رونالډ ریګن سره ولیدل، څو په خپل کلي کې د شوروي ځواکونو د پوځي عملیاتو او د ملکي وګړو د ډله ‌ییزې وژنې په اړه خپل روایتونه ورسره شریک کړي. هغمهال د افغانستان جګړه له درېیو کلونو زیاته موده روانه وه او د افغانانو هڅه دا وه چې د جګړې تر سیاسي او پوځي بحثونو هاخوا، د ولسونو انساني کړاوونه هم نړیوالو ته ورسوي.

البته، دغه لیدنه باید د سړې جګړې له سیاسي شرایطو جلا ونه څېړل شي. د شوروي پوځي حضور، د افغان مقاومت، د امریکا ستراتیجیکې موخې او د پاکستان له لارې د مرستو لېږد ټول د دې تاریخي لیدنې د شالید مهم اړخونه دي.

په پای کې، د دې عکس اصلي پیغام دا دی چې تاریخ یوازې د ولسمشرانو، پوځونو او سیاسي پرېکړو تاریخ نه دی؛ بلکې د هغو بېګناه انسانانو کیسې هم دي چې د جګړو قرباني شوي دي. د تاریخ مسوولیت دا دی چې د هغوی غږ ژوندی وساتي، شواهد ثبت کړي او د هرې پېښې په اړه د حقیقت موندلو هڅه وکړي.

تاریخي پایله؛ د قربانیانو د نومونو او روایتونو د ساتنې مسوولیت

د ۱۹۸۳ کال د فبرورۍ دویمه د افغانستان او امریکا په تاریخي اړیکو کې د یادونې وړ ورځ ده. په دې ورځ شپږ افغانان د خپل هېواد د جګړې، د ملکي وګړو د کړاوونو او د لوګر د پادخواب شانه د خونړۍ پېښې د بیانولو لپاره د امریکا د ولسمشر رونالډ ریګن حضور ته ورغلل. د دې لیدنې عکسونه او رسمي یادښتونه نن هم د امریکا د ولسمشرۍ په تاریخي آرشیف کې خوندي دي.

د دې لیدنې تر ټولو مهم تاریخي پیغام دا دی، چې د یوه ملت تاریخ یوازې د واکمنانو او سیاسي پرېکړو له مخې نه بشپړېږي؛ د عامو خلکو شهادتونه، د قربانیانو برخلیکونه او د عیني شاهدانو روایتونه هم د تاریخي حقیقت مهمې برخې دي. البته، د تاریخي حقیقت د روښانولو لپاره باید دغه روایتونه له خپلواکو راپورونو، مستندو اسنادو او د پېښې له سیاسي شرایطو سره یو ځای وڅېړل شي.

د پادخواب شانه د پېښې په اړه د وژل شویو کسانو د نومونو ساتل، د عیني شاهدانو د څرګندونو ثبتول او د پېښې د ځای څېړل د تاریخي مستند کولو مهمې هڅې دي. د حبیب الرحمن هاشمي له خوا د قربانیانو د نومونو ساتنه، د مایکل بېري او ریکارډو فرایلي څېړنې، د واشنګټن پوسټ ژورنالیستي راپور او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مالومات د دې پېښې د تاریخي ارزونې لپاره ارزښتناکې سرچینې بلل کېږي.

د تاریخي انصاف غوښتنه دا ده چې د قربانیانو نومونه، د کورنیو دردونه او د شاهدانو څرګندونې د سیاسي تبلیغاتو تر سیوري لاندې ورک نه شي. هره ادعا باید له شواهدو سره وارزول شي او د قربانیانو د شمېر او د پېښې د جزئیاتو په اړه موجود اختلافونه په علمي صداقت بیان شي.

پادخواب شانه یوازې د یوه کلي نوم نه دی؛ دا د هغو بېګناه افغانانو د ژوند، درد او برخلیک تاریخي روایت دی، چې د جګړې په منځ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د هغوی د نومونو او کیسو ژوندي ساتل یوازې د تېر تاریخ یادونه نه ده، بلکې د راتلونکو نسلونو پر وړاندې زموږ تاریخي، افغاني، انساني او اخلاقي مسوولیت دی. د هغوی یاد ساتل د افغانستان د معاصر تاریخ د مستندولو یوه مهمه برخه ده.

پای

د څېړنې مهمې سرچینې:

* Ronald Reagan Presidential Foundation & Institute —

* Ronald Reagan Presidential Library —

* The Washington Post —⁠

* United Press International —

* Ronald Reagan Presidential Library— White House Diaries—

Public Papers of The Presxidents-1983 Appendix*

د امیر عبدالرحمن خان شاهي خریطه

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply