د صلصال مجسمې نه هېریدونکې غمجنه تاریخي کیسه
طالبانو په افغانستان کې ونړوله، ویټنامیانو بیا ورغوله او په نیویارک کې یې نړۍ ته ودروله

د پټ جنت ګندهارا لرغوني او تاریخي تمدن اغېز، د زرګونو کلونو تمدني میراث، غمجن برخلیک تاریخي روایت، د صلصال مجسمه له بامیانه تر نیویارکه د هنر، تاریخ او کولتور اوږد سفر، د افغانستان لرغوني بوډا مجسمه د څو میاشتو راهېسې د نیویارک په ستر اقتصادي مېټروپول ښار کې نندارې ته نصبه شوي ولاړه ده.
مخکې له دې چې په اسلامی نړۍ کې او د افغان مقتدرو شاهانو، واکمنانو او امپراتورانو له خوا د مجسمو د ساتنې تاریخ او دریځ وڅیړل شي، اړینه ده چې د صلصال مجسمې د جوړیدو هنر، د دې لرغوني تاریخي اثر د بیا رامنځته کیدو انګېزه او په کې د کارول شویو موادو په اړه لنده کنته وړاندې شي.
په 1976 کال کې ښاغلی توان انډریو نګوین د ویټنام د سیګون ٬٬اوسني هو چی مین ښار٬٬ کې زېږېدلی دی. نوموړی دا مهال د ویټنام په هو چی مین ښار کې ژوند کوي او هنري فعالیت لري.
نګوین د نړۍ په ګڼو معتبرو هنري موزیمونو او هنري بنسټونو کې خپلې انفرادي نندارتونونه وړاندې کړي، چې له هغو څخه د شیکاګو د هنر انسټیټیوټ (2025)، د سمیتسونین امریکایي هنرونو موزیم په واشنګټن ډي سي (2024)، زیټز موکا په کیپټاون، سویلي افریقا کې (2024)، فونډاسیو جوان میرو په بارسلونا، اسپانیه کې (2023) او د نیویارک ښار په نیو موزیم کې هنري اثار د یادونې وړ دي.
ښاغلي نګوین د خپل هنري فعالیت له امله ګڼ معتبر نړیوال ویاړونه او جایزې ترلاسه کړې دي، چې له هغو څخه د 2025 کال د مکآرتور فیلوشپ ( (Mac Arthur Fellowshipترلاسه کول یو له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.
د 2026 کال د اپریل له پای څخه د 2027 کال تر مني پورې به دا هنري اثر نندارې ته ولاړ وي. دا مجسمه د روبین د همالیا آرټ موزیم، د کولمبیا پوهنتون، او د یوې بلې یادګارونو ساتلو ادارې یا بنسټ په مرسته او همکارۍ رامینځته شوي ده.
دا شانداره 25 فوټه لوړه شګلنه مجسمه د بامیانو بوډا صلصال ته یو ځانګړي درنښت وړاندې کوي، د شپږمې پیړۍ دوه لویې مجسمې چې په مرکزي افغانستان کې ولاړې وې.
په 2001 کال د مارچ میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دغه تاریخي مجسمې په ډېره غمجنه توګه ویجاړې شوې او په بمونو والوزولي شولې.
د ښاغلي نګوین هنري نوښت د صلصال مجسمې دقیق تاریخ بیانول نه دي، بلکې یو انعکاس دی، د بې عدالتۍ پر ضد یوه چېغه ده، چې موخه یې د افغانانو د ورکې شوي لمنځه تللي کولتوري میراث یا خزانې یادونه بیا راژوندۍ کول دي.
د نګیوین په هنري شهکار کې د بیا زیږیدنې یوه تکراري بڼه لیدل کیږي، چې د یوې معنوي یا روحاني مفکورې او یوې قوي سیاسي استعارې په توګه نړۍ ته د نندارې لپاره وړاندې کیږي. نوموړي څیړي چې څنګه تیر وختونه تېر شول.
ویټنامۍ هنرمند مجسمه جوړونکی ښاغلي توان انډریو نګوین خپل خورا مهم هنري اثر
“The Light That Shines Through the Universe” هغه رڼا چې د کایناتو له لېارې ځلیږي٬٬ په نامه نندارې ته وړاندې کړي.
د دې هنري اثر سرلیک په مستقیم ډول هغو مینه ناکو القابو ته اشاره کوي، کوم چې افغانان د لوی بودا لپاره کارولي دي. ٬٬صلصال٬، چې مانایې “هغه رڼا چې پر ټولو کایناتو باندې ځلیږي” ژباړل کیږي.
هنرمند دا څېړي چې څنګه پخوانۍ یا زړې بې عدالتۍ زموږ په معاصر ژوندانه چاپیریال کې لا هم په دوامداره توګه دوام لري او په دې ډول بیا راڅرګندیږي.
هنرمند په خپله مجسمه کې د موادو کارولو لېارې هم ورته پېچلو حساسو موضوعاتو ته اشاره کوي؛ په ځانګړي توګه، مجسمه جوړونکی هنرمند د (1955-1975) د ویټنام جګړې میراث ته اشاره کوي، او دوامداره تاوتریخوالي او روحي تراوما ته چې تر نن ورځې پورې پر سیمه یېزو خلکو او ټولنو اغیزه کړي بیانوي. افغانستان هم د ویټنام په څېر د پخوانۍ شوروي اتحاد او د امرېکې د ویټنام جګړې خونړۍ تاریخ لري.
د افغانستان جګړه او د ویټنام جګړه په پراخه کچه د بشري تاریخ ترټولو لوی بې رحمه هوایي عملیاتو په نامه پیژندل او شمېرل کیږي، امریکایانو په ویټنام کې د ناچاودیدونکو توکو او ګڼ شمیر د درنو وسلو مرمۍ شاته پریښودلې، دغه پوځي چاودیدوکې توکې ونه توانیدل چې وچاودي- لکه غټ غټ بمونه، لاسي بمونه، او د توپخانې درنې مرمۍ کومې چې په چاودیدنه کې پاتې راغلي یا پوچک شوي پاتې شوې وې.
هنرمند نګیوین د تاوتریخوالي دا اوسپنېزه خطرناکه شیان د مسو او جست فلزي توکې را اخیستي، هغه بیا ویلې کړي، او د بوډېزم مذهب په فلسفه کې د شفا بښونکې توکو انعطاف په کې راولي او دا توکې په دې مانا کاروي او نندارې ته وړاندې کړي.
د نوموړي نور هنري اثار هم اکثرأ د جګړې، د کولونیالزم یا استعمار، بې ځایه کیدو او د ډله ییزې خاطرو پایلې سره پرتله کوي. خو دا هنري کار یوه پیاوړي سېمبولیکه مانا لري، په ځانګړې توګه د افغانستان تاریخ او کولتور لپاره
دا مجسمه د یوه بېساري کولتوري میراث د له لاسه ورکولو یادونه کوي، خو دا هم ښیي چې د بامیانو د بوډا کیسه په ټوله نړۍ کې دوام لري – د کولتوري ویجاړۍ په وړاندې د امید او انعطاف سېمبول په توګه.
د جګړه ییزو موادو بیا کارونه او هنري بیا تولید
د نوموړي د هنري کړنلارې له بنسټیزو تخنیکونو څخه یو دا دی چې د جګړې پاتې شوني توکي په فزیکي ډول ویلې کوي او له هغوی څخه نوې هنري بڼې رامنځته کوي. د بېلګې په توګه، د بودا د لاسونو د مجسمو په جوړولو کې د توپ مرمیو (artillery shells) پاتې شوني پوښونه کارول شوي دي. په دې توګه، د ویجاړۍ مادي نښې او سېمبولیک عناصر د داسې هنري اثارو په بڼه بدلېږي، چې د درملنې، شفقت او مقاومت مفاهیم انعکاسوي.
انځورګر نګوین د پنځوس ټنه شګلنې ډبرې دا جوړښت د یوې دقیقې کاپۍ په توګه نه، بلکې د حافظې له ژورو کندو څخه راټوکېدلي یو ٬٬غږ٬٬ په توګه تشریح کوي؛ داسې یو هنري بیان چې د تېر وخت، ویجاړۍ او انساني ترخو تجربو انعکاس په کې لیدل کېږي.
د مجسمې د شګلن بدن او د سرو زرو د اوسپنیزو لاسونو ترمنځ قصدي واټن یوازې یو فزیکي تشه نه ده، بلکې ژوره هنري او فلسفي مانا لري. دغه واټن څرګندوي چې، سره له دې چې مجسمه د نه جبرانېدونکې ویجاړۍ نښه ګرځېدلې، د هیلو، بیا راژوندي کېدو او معنوي حیات څرک لا هم ژوندی دی. هنرمند په همدې سېمبولیک واټن سره دا پیغام وړاندې کوي، چې د فرهنګي حافظې او انساني روح ځواک د فزیکي ویجاړۍ تر سیوري لاندې هم نه مري، بلکې د بیا رغونې او نوې مانا موندنې امکان تل پاتې وي.
د مجسمې د لاسونو موقعیت په بشپړه توګه د بوډایي دودونو او سېمبولیکو اشارو پیروي کوي.
د مجسمې ښي لاس: ٬٬ Abahya Mudrā٬٬ د ساتنې، ډاډمنتوب او له وېرې څخه د خلاصون استازیتوب کوي.
د مجسمې کین لاس: ٬٬ Varada Mudrā ٬٬ د شفقت، رحمت او د هیلو د پوره کیدو سېمبول ګڼل کیږي.
د مجسمې سرو زرو لاسونه په ځانګړي ډول سېمبولیک اهمیت لري. دغه لاسونه په ویټنام او افغانستان کې د امریکایې او روسي توپخانو او ثقیله مهماتو د مرمیو د پوښونو څخه جوړ شوي دي
په دې توګه، دا هنري کار جګړې او د ویجاړیو یادونه د هیلو، شفا او کولتور نوي کولو سره نښلوي.
انځورګر نګوین دا اثر د ویجاړ شوي مجسمې دقیق بیارغونه نه ګڼي، بلکه دی دا ښودل غواړي، چې کولتور، حافظې او خاطرې د تاوتریخوالي سربېره ژوندي پاتې کیدلي شي.
نګوین له تاوتریخوالي ډک توکې او شیان رااخیستي، هغه بیا ولي کړي او د شفا بښونکې توکو په توګه یو هیله بښوونکی شکل ورکوي.
ویټنامی هنرمند د بودا سرو زرو لاسونه د بیا تصور کولو لپاره (form of alchemy) د الکیمې هنري بڼه په کې کارولي. د مجسمې اوسپنېزه توکې د ویلې شوي امریکایې توپخانې ګولیو او بمونو څخه جوړ شوي دي او د مجسمې په جوړښت کې ترینه کار اخیستل شوي دی.
د بامیان صلصال بوډا مجسمه چې 8,2 متره لوړوالي لري، دغه مجسمه په ویټنام کې جوړه شوي، په کښتی کې تر امریکې پورې لیږدولي شوي ده. په افغانستان کې د ویجاړه شوي بوډا صلصال مجسمې څخه الهام اخیستي دی. دا مجسمه به د نیویارک ښار مانهاټن سېمه کې د لسم ایونیو او د 30 سړک په کونج کې د هایلاین په تخته کې د عامو خلکو نندارې ته درول شوي ده.
د 2026 کال پسرلی راهېسې کله چې په نیویارک ښار کې نیویارکیان د (High Line Avenue)
هاې لاین اوېنیو کې چکر وهي، دوی د خپل نوی ګاونډی “بودا “ هره ورځ وینې. د دې نوی ګاونډی تاریخ زرګونو کلونو، سترو براعظمونو او جګړیېږو شخړو ته ورغځیدلي دی.
دا مجسمه د 18 میاشتې لپاره نیویارک په ښار کې هر سیلاني ته د لیدلو او کتلو وړ ده. دا مجسمه د نیویارک ښار په مانهاټن سیمه کې د یوې ګڼې ګوڼې څلور لارې په سر کې نصب شوي ده.
د مجسمې درول د افغانانو تمدن، تاریخ او کولتور ته یو ډول ځانګړی درنښت دی. دا یو تش٬٬ غږ٬٬ دی، چې موخه یې د خاطرو بیا راژوندي کول، نه د تاریخ بیا راژوندي کول دي.
دا مجسمه د یوې مهمې پېښې یادونه کوي، کله چې پر کولتوري شیانو برید وشي، له منځه یوړل شي یا قصدأ ټوټه ټوټه او ویجاړ کړل شي، هغه کیداې شي بیا وروسته را ژوندی شي، ځینې وختونه حتی د اتو مترو په لوړوالي کې بیا سر د عصري نړۍ په مرکز او د نړیوال اقتصاد په ستر ښار نیویارک کې راپورته کړي او راڅرګنده شي.
د نیویارک ښار د متحده ایالاتو یو تر ټولو زیات لیدل کېدونکی مشهور ګرځندوي ښار دی. په هر کال کې د 60 میلیونو زیات سیلانیان ځان ته راجذبوي. د سیلانیانو تګ راتګ د نیویارک ښار او ایالت لپاره یوه لویه حیاتي مالي سرچینه ګڼل کیږي.
د 2001 کال د مارچ په میاشت کې طالبانو د افغانستان په مرکزي دره کې د بامیان تاریخي بودا مجسمې ویجاړې کړې. د شپږمې پیړۍ مجسمې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د کولتوری او اقتصادي تبادلې نقطې په توګه د اسلام سپیڅلي دین څخه مخکې تاریخ یادونې کوي.
د 120 او 175 فوټو په لوړوالي سره د بوډا مجسمې د تنوع، هنر، کولتور او ختیځ بودایې مذهب سېمبولونه ګڼل کیدل. خو په خواشېنۍ سره طالبانو دغه مجسمې نه شوې زغملي. دوی دغه تاریخي یادګارونو د ژغورلو لپاره د نړیوال فشارونه له پامه وغورځول او د زرګونو کلونو تاریخ د له منځه وړلو لپاره چاودیدونکي توکي وکارول.
د ګندهارا تمدن د بودایي هنر مکتب او د بامیانو د بودا مجسمو ترمنځ هنري او تاریخي اړیکې
د بامیانو درې کولتوري ښکلي منظره او لرغوني پاتې شوني د افغانستان، مرکزي آسیا او د بشري تمدن د ګډ فرهنګي میراث له ارزښتمنو آثارو څخه شمېرل کېږي. دغه سیمه د لومړۍ میلادي پېړۍ څخه تر دیارلسمې میلادي پېړۍ پورې د مذهبي، هنري او تمدني ودې یو مهمه مرکز و. د بامیانو درې د ورېښمو پر تاریخي لارې موقعیت درلود او د هند، پارس، مرکزي آسیا او چین ترمنځ یې د سوداګرۍ، د افکارو تبادلې، مذهبونو او هنري دودونو د تبادلې لپاره د یوه مهم پُل رول لوباوه.
په همدې تاریخي بهیر کې، د ګندهارا پټ جنت تمدن د بودایي هنر مکتب د بامیانو د هنري هویت په جوړېدو کې بنسټیز رول ادا کړي. د ګندهارا هنري مکتب، چې د لومړۍ پېړۍ مخکې له میلاد څخه تر پنځمې میلادي پېړۍ پورې د ګندهارا په سیمه کې د لوی افغانستان د پېښور شاوخوا او د اوسنې افغانستان ختیځو برخو کې وده وکړه، دا د بودایي، هندي، یوناني ـ هیلنیستي، رومي او ساساني ـ پارسي هنري دودونو د ګډ تعامل پایله وه. د اسکندر مقدوني له لښکرکښۍ وروسته په سیمه کې د هیلنیستي هنر نفوذ د دې لامل شو، چې د بودا انځورونه د لومړي ځل لپاره د انساني بڼې په څېر په خورا طبیعي او هنري ډول مجسم شي.
کله چې د شپږمې او اوومې میلادي پېړۍ په اوږدو کې د بامیانو سترې بودایي مجسمې جوړېدې، د ګندهارا تمدن د مکتب هنري ځانګړتیاوې په څرګند ډول په هغو کې انعکاس وموند. د بدن متناسب جوړښت، د پښتنو څېرو طبیعي بڼه، د جامو اغوستلو ډولونه او روانې چینې، د یوناني ـ رومي مجسمه سازۍ اغېز، او د بودا د څېرو ارام شکل، متین او روحاني حالت ټول د همدې هنري دود څرګندې نښې نښانې دي.
خو د بامیانو هنرمندانو یوازې د ګندهارا هنري سبک تقلید ونه کړ، بلکې هغوي د خپل ځمکنۍ چاپېریال، کولتور او تخنیکي وړتیاوو له مخې نوره هم وده ورکړه. دوی د شګلنو غرونو په زړه کې دوه سترې بودایي مجسمې شهمامه او صلصال، چې شاوخوا 38 او 55 متره لوړوالی یې درلود، جوړې کړې. دغه مجسمې وروسته د خټې، ګچ او رنګونو په پوښښ ښکلې رنګ شوې او د سرو زرو او نورو قیمتي رنګونو په وسیله سینګار شوې وې. له همدې امله د بامیانو بوداګان د ډبره تراشۍ، مجسمه سازۍ او دیوالي انځورګرۍ د ګډ هنر بېساری شهکار ګڼل کېږي.
د بامیانو سلګونه غارونه، چې د بودایي راهبانو د عبادت، مراقبې او استوګنې لپاره جوړ شوي وو، په ښکلو دیوالي انځورونو پوښل شوي وو. د دغو انځورونو د کیمیاوي څېړنو پایلو ښودلې، چې ځینې یې د نړۍ له تر ټولو پخوانیو د تېلو یا روغني رنګونو انځورونو څخه دي، چې دا د بامیانو د هنرمندانو د لوړې تخنیکي پوهې او هنري نوښت څرګندونه کوي.
بامیان یوازې یو مذهبي مرکز نه و، بلکې د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د تمدنونو د نښلېدو یو مهم پُل هم و. دلته د ګندهارا تمدن هنري دود د مرکزي آسیا، ساساني ایران او سیمه ییزو هنري عناصرو سره یو ځای شول او یو ځانګړی سیمه ییز سبک یې وزېږاوه. له همدې امله د بامیانو بودایي هنر د ګندهارا تمدن د مکتب د تکامل وروستۍ او تر ټولو ستره هنري مرحله بلل کېږي.
په 2001 کال کې طالبانو د بامیانو دواړه سترې بودایي مجسمې په چاودنو سره ویجاړې کړې. که څه هم دغه نړیوال فرهنګي میراث له منځه ولاړ، خو د مجسمو تشې سمڅې، غارونه، دیوالي انځورونه او نور لرغوني پاتې شوني لا هم د ستر بشري تاریخ او تمدن ژوندۍ نښې نښانې دي. همدې ارزښت ته په کتو، یونسکو په 2003 کال کې د بامیانو درې کولتوري منظره او لرغوني پاتې شوني د نړیوال میراث په نوملړ او هممهاله د له خطر سره مخ نړیوال میراثونو په نوملړ کې شاملې کړلې.
په پایله کې ویلای شو، چې د ګندهارا تمدن د بودایي هنر مکتب د بامیانو د بودا مجسمو د هنري جوړښت اساسي بنسټ جوړوي، خو د بامیانو هنرمندانو د سیمه ییزو، مرکزي آسیایي او ساساني هنري عناصرو په ورګډولو سره دغه دود یوې نوې او خپلواکې مرحلې ته ورساوه. له همدې امله د بامیانو بودا مجسمې د ګندهارا تمدن د هنري مکتب د نړیوال نفوذ، د ورېښمو لارې د فرهنګي تبادلې او د افغانستان د لرغوني تمدن د هنري نوښت تر ټولو ستره نښه ګڼل کېږي.
بودیزم په څلورمه پیړۍ کې د ختیځ هند څخه پیل شو او وسمهال د عیسویت، یهودیت، اسلام او هندویزم وروسته په نړۍ کې څلورم لوی مذهب دی.
له ګندهارا څخه تر بامیانو پورې د بودایي هنر تاریخي سفر
د بودایي هنر د تاریخ په اوږده بهیر کې د ګندهارا تمدن د هغه ځای په توګه ځانګړی اهمیت لري، چې د بودا د انځوریزې او مجسمه سازۍ دود په کې په یوه نوې هنري بڼه کې راڅرګند شو. تر دې وړاندې په لومړیو بودایي دورو کې د بودا د شخصیت د مستقیمې مجسمې پر ځای د هغه د حضور سېمبولونه لکه د بودا د پښو نښې، د بودا ونې او د بودا تش تخت انځور کیده یا کارېدل. خو د ګندهارا تمدن په سیمه کې، د یوناني ـ هیلنیستي هنر له اغېزو سره یو ځای، د بودا انساني څېره د لومړي ځل لپاره په منظم هنري شکل رامنځته شوه.
د ګندهارا تمدن سېمه د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د ختیځ او لویدیځ د تمدنونو د یو ځای کېدو سیمه وه. د اسکندر مقدوني له یرغلونو وروسته په دې سیمه کې یوناني هنري دودونه، او وروسته د کوشاني امپراتورۍ د پراخ فرهنګي چاپېریال اغېزې، د بودایي هنر له هندي دودونو سره یو ځای شوې. د همدې تعامل په پایله کې د ګندهارا ځانګړی هنري سبک و، چې د بودا مجسمو ته یې طبیعي بڼه، انساني احساسات او کلاسیک هنري ښکلا ورکړه.
د کوشاني دورې، په ځانګړي ډول د ستر پاچا کنیشکا (لومړۍ ـ دویمه میلادي پېړۍ) په وخت کې، بودیزم د مرکزي آسیا په لور پراخ شو. د ورېښمو لارې له لارې بودایي راهبان، هنرمندان او فکري جریانونه له ګندهارا څخه باختر، تخارستان او بالاخره بامیانو ته ورسېدل. په دې بهیر کې بامیان د بودایي فرهنګ یو مهم کولتوري مرکز شو.
په بامیانو کې بودایي هنر د ګندهارا تمدن له بنسټونو څخه الهام واخیست، خو د سیمې د ځانګړو شرایطو له مخې یې نوی هم شکل پیدا کړ. د بامیانو هنرمندانو د ګندهارا د طبیعي مجسمه سازۍ دود له مرکزي آسیایي او ساساني هنري عناصرو سره یو ځای کړ. پایله یې داسې سترې ډبرینې مجسمې وې، چې په نړۍ کې د بودایي هنر په تاریخ کې بېسارې بلل کېږي.
د بامیانو سترې بودا مجسمې یوازې مذهبي نښې نه وې؛ بلکې د هغه وخت د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ځواک څرګندونه هم کوله. د دوی ستر ابعاد د دې ښکارندویي کوي، چې بامیان د سیمې په کچه یو مهم زیارتي، تصوفي او فرهنګي مرکز و. زرګونه راهبان او مسافر د ورېښمو لارې له لارې دې ځای ته راتلل او د بامیانو خانقاهيي مرکزونو د بودایي زده کړو په خپرولو کې مهم رول درلود.
د بامیانو غارونه او نقاشۍ هم د دې فرهنګي سفر مهم اسناد دي. په دغو انځورونو کې د هند، مرکزي آسیا، ایران او حتی د مډیترانې سیمې هنري اغېزې لیدل کېږي. دا ښيي چې بامیان د بېلابېلو تمدنونو د ګډ ژوند او هنري تعامل یو روښانه مثال او مرکز و.
په لوی افغانستان کې د بوډا مجسمې نږدې 1400 کاله د مسلمانانو د دولتونو تر واک لاندې سېمو کې ولاړې وې، خو هېڅکله ونه نړولي شوې.
د بامیانو بوډا مجسمې شاوخوا 14 پېړۍ د مسلمانانو امپراتورۍ او ټولواکانو تر واک لاندې وې، د غزنوي، غوري، تیموري، مغولي، صفوي او ابدالي واکمنان راغلل، خو هیچا ویجاړې نه کړلي.
د اسلام سپیڅلي دین عملي او علمي تاریخ ښيي، چې د مجسمو ساتل د اسلامي ټولنو لپاره یوه عادي خبره ده، کله چې شرک په کې نه وي. ځکه ویجاړول د اسلام مبین دین “طبیعي” یا تاریخي سیاست نه دی، بلکې دا د معاصر افراطیت، تنګنظرۍ، سختدریځۍ او له تاریخ د ناخبرۍ محصول دی.
د نړۍ اسلامي امپراتوریو او دینې علماو دریځ د لرغونو تاریخي مجسمو په اړه
اسلام د توحید یو سپیڅلي جهانشموله دین دی او د شرک ډېر سخت مخالفت کوي، خو د تاریخ په اوږدو کې اسلامي امپراتوریو د غیر اسلامي لرغونو آثارو په اړه بېلابېل عملي دریځونه درلودل. د اموي خلافت او عثماني امپراتورۍ تاریخ ښيي، چې د لرغونو مجسمو ویجاړول د دوی رسمي سیاست نه وو.
اموي خلافت، چې د اسلام له لومړیو دولتونو څخه و، ډېر تمرکز یې د سېمو په اداره، مالیه راټولو او امنیت په اړه و. په هغو سېمو کې چې بودایي مجسمې موجودې وې، زیاتره دا مجسمې د فعال عبادت لپاره نه کارېدلې، بلکې د تاریخي پاتې شونو په توګه پاتې وې. له همدې امله اموي واکمنانو هغوی ته د عاجل مذهبي ګواښ په سترګه ونه کتل.
عثماني امپراتورۍ، چې څو پېړۍ یې دوام وکړ، د حنفي فقهي مذهب پیروان وو. د دې مذهب له مخې، که پر کومې مجسمې عبادت نه کېږي، نو ویجاړول یې لازم نه دي.
همدې اسلامي فقهي زغم او پوهه د دې لامل شو، چې د عثماني امپراتورۍ تر واک لاندې سېمو کې ډېر لرغوني اثار وساتل شي.
د بامیانو د بوډا مجسمې د دې تاریخي چلند ښکاره بېلګه ده. دا مجسمې نږدې څوارلس سوه کاله د مسلمانانو تر واک لاندې سېمو کې ولاړې وې، خو هېچا ویجاړ نه کړې. دا ښيي چې د اسلام په تاریخي عمل کې د لرغونو آثارو ساتل یو عادي کار و، تر هغه چې د شرک سبب نه ګرځيدل یا کېدل. بیشکه چې اسلام د سولې اود زغم ستر نړیوال یا جهانشموله دین دی.
په پایله کې ویلای شو، چې د بودا مجسمو ویجاړول د اسلامي امپراتوریو عمومي دود نه و، بلکې دا د معاصر افراطي سختدریځه او تنګنظره فکر پایله ده. اسلام د عقیدې اصلاح ته اهمیت ورکوي، نه د تاریخي میراثونو له منځه وړلو ته. اموي، عثماني او افغاني امپراتورۍ واکمنانو د بودا مجسمو ته یې د تاریخي میراثونو په سترګه کتل. دوی ځکه نه نړولې، چې فعاله عبادت پرې نه کېدلو.
تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې عثماني امپراتورۍ په ترکیه، سوریه، عراق، ایران او نورو اسلامي هیوادونو کې او اموي امپراتوي په شمالي افریقا اسلامي هیوادونو کې لکه تونس، الجزاېر، لیبیا او مصر کې سترو سترو مجسمو ته هېڅ ډول زیان ونه رسولو. کله چې دلته اسلام مبین دین خپور شو، بیا هېڅکله مسلمانانو د دغې مجسمو عبادت ونه کړ. دا مجسمې یوازې کولتوري او تاریخې مېراثونو ارزښت لري او بس.
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.