UNODC په افغانستان کې د کوکنارو بدیل په توګه زعفران او ګل محمدي دودوي.
د نشهيي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر (UNODC) وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل په توګه د زعفرانو او ګل محمدي کرکېله دودوي.
دغه سازمان نن، دوشنبه، د وږي/سنبله په ۲۳مه، په ایکس کې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دا پروګرام اوس مهال د ایټالیا د حکومت په مالي ملاتړ په ننګرهار او هرات ولایتونو کې پلي کېږي.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر وايي، په دغو ولایتونو کې بزګرانو ته د کوکنارو د بدیل په توګه د ګل محمدي او زعفرانو د کرکېلې او پروسس چارې ور زده او دودېږي.
همدارنګه، بزګرانو ته د کرنې او مالدارۍ اړوند مهارتونه، لکه د وړۍ اوبدل، د ورېښمو اوبدنه او د سبزیجاتو پروسس هم ور زده کېږي.
په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام پر مهال د نشهيي توکو، په ځانګړي ډول د کوکنارو چې تریاک ترې تولیدېږي، کرکېله، تولید او سوداګري منع وه؛ خو د حکومت له کنټرول څخه بهر سیمو او د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د کوکنارو کرکېله موجوده وه.
طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې، افغانستان ته له بیا واکمنېدو وروسته، اعلان وکړ چې د نشهيي توکو کرکېله، تولید او سوداګري منع ده.
ملګري ملتونه وايي، د طالبانو دغه فرمان په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله تر ۹۵ سلنې پورې راکمه کړې ده؛ خو بزګرانو ته د بدیل معیشت نشتوالی او د نشهيي توکو د سوداګرۍ لوړه ګټه لا هم د دې لامل کېږي چې د نشهيي توکو کروندې په بشپړه توګه له منځه ولاړې نه شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320