ټکنده غرمه ده. په ټول کور کې زه او ناديه ويښې يو. په دې خدايي د غرمې خوب دريدلی وي، ګرده ګرځي. زه چې د ورځې ويده کيږم داسې راته ايسي لکه له ځان سره چې ظلم کوم. دوی مې بیا همدا نه ويده کېدل په ځان نامهرباني بولي.
….
ورغلم، د کور لويي د کتابونو المارۍ ته ودريدم. په زړو، نوو، لويو او وړو کتابونو ډکه ده. پلار یې زياتره وخت تاريخي کتابونه لولي. زما له تاريخ سره نه لګيږي. تاريخ يوازې د لويو پيښو کيسې کوي. زه د جزيياتو انجلۍ يمه.
د کتابونو له منځه مې د کافکا محاکمه راواخستله. درې کاله مخکې مې لوستې وه. نه وم پرې پوهیدلې، په نيمه کې مې پريښی وو. کيسه یې بيخي راته ګنګسه وه، ان د مجرم جرم یې لا نه وو مالوم. بیرته مې کيښود. ښایې د لوستلو لپاره به یې لا مناسب وخت نه وي.
څنګ ته یې د تولستوی جګړه او سوله ايښي وو. ورپسې د همينګوې او چيخوف کتابونه وو. دا ترتيب هم پلار ورته جوړ وو، لکه بل هر وخت چې په هر څه کې آساني جوړوي
په پخلنځي کې د لوښو کړنګ شو. پوه شوم چې ناديه ده. ورو مې ور غږ کړل: اې مرچکۍ څه دې وکړل؟
-هيڅ هم نه دي شوي. له هر غږ سره خو به يو څه نه ماتيږي به بو! کله کله يوازې غږ وي.
خندا او غوسه مې سره ګډ شول. د دې شيشکې عمر او خبرې ډېر سره په تضاد کې دي.
پام مې بیرته کتابونو ته واوښت. تولستوی پخپل ټول وقار سره د جګړې او سولې له منځه راکتل. سترګو ته مې بې شميره پيښې، کرکټرونه او اوږده روسي نومونه ودريدل. په کتابونو دغسې لرغوني انځورونه ما يو عجيب احساس ته وړي. هغه وخت ته چې دوی تازه د انسان په اروا ليکل کول. چې د (ولې) پوښتنې به یې کولې.
اوسني ليکوالان یې د کتابونو پر مخونو خپل انځورونه نه راوړي. ليکنې یې هم په (څنګه) راڅرخي.
په لاندې پوړ کې ټول د وطني ليکوالانو کتابونه دي. ټول مې لوستي او ټول یې يوازې د بدو رواجونو، وژنو، جنګونو او غريبۍ کيسې دي. موږ يوازې خپه کوي. زور مو نه پرې رسيږي. دلته د يو لوی او غټ غم کيسه پکې شوې، ځکه خو ټولو پردی بللی. دوی که موږ له ځان سره يوازې د يوه انسان کوچنۍ نړۍ ته ور کښته کړي وای، د هغه په درون کې یې چکر راکړی وای نو خامخا به له هغې خوا بدل راوتلو. موږ يوازې د ځان لپاره يو څه کولی شو.
له پخلنځي يو ځل بیا د لوښو کړنګا او لويدلو غږ راغی. نه مې کړل ور غږ. تر ويلو تجربه ډېر د انسان پام کوي.
پريږده چې يو لوښی ترې مات شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320