کړکۍ/ لنډه کيسه

ستاره ويسا

34

د کلي په کور کې زما خونه دوه وړې کړکۍ لري، چې هغه هم بيخي لوړې دي، څه نه ترې ښکاري. ما هم نه دې ورکتلي. هلته هر څه غلي دي. يوازې يوه خړه المارۍ ده چې سپين لوښي پکې ايښي. يو د ابا پخوانی کټ ده، سپينه روجايې پرې هواره ده. ديوالونه یې ساده دي، زما دا هر څه همداسې خوښ دي. په خونه کې د غوړيدلو قالينو نقشونه يو ډول متواضع راته ښکاري. لکه زما ټول لوستلي کتابونه، لکه صبوره پياله مې چې چای یې تل راته يخ شوي وي، لکه د کلي آرامې کوڅې.
هلته خلک لږ دي. زما ملګرې لا لږ دي، په دې سربیره مو ښایې تر منځ يو بل څه هم وي. لکه زما د ارامۍ او د دوی د شور ټکر، لکه زما او دوی تر منځ زموږ د بغاوتونو ټکر، لکه يو څه ته د خندلو او نه خندلو تر منځ ټکر.
خو دلته د ښار په زړه کې بیا کيسه بدله ده. دلته هغسې ارامي او خاموشي نه ده. په درېيم پوړ کې مې د خونې کړکۍ لويه ده، لکه نړۍ ته چې ورخلاصه وي. د ننه يو شور ترې راننوځي. نه پوهېږم په دې شور کې څومره کيسې سره ګډیږي چې يو دغسې مبهم شی ترې جوړيږي. داسې چې زه هيڅ هم نه شم پکې مشخص کولی، خو لکه هرڅه چې پکې وي، لکه د تورو له منځه چې هر څه جوړولی شو. دا شور چې بيګا سترګې پټوم هم وي، سهار چې یې لوڅوم هم. زه په کلماتو کې د دې ځوږ د انځورولو هنر نه لرم. ښایې يوه ډېره عادي کيسه مې کړې وي، خو حسوم یې بیا بل ډول.
له دې کړکۍ مخامخ ډېرې نورې کړکۍ هم ښکارې. نه پوهېږم چیرته مې دغسې رسامي ليدلې وه. په يو کړکۍ کې یې يوه وړه توره پيشو ناسته وه، د ځينو کړکيو مخې ته ډول ډول ګلدانونه ځوړند وو. دې ګواکې د کورونو د څښتنانو د ذوق نمايندګي کوله. خو دلته په دې سربیره چې ټولې کړکۍ ظاهرا يو ډول دي، بیا هم داسې ايسي لکه د سلګونو بيلابيلو نړيو لاره چې يوې سترې نړۍ ته راخلاصيږي. لکه همدومره کيسې، تر هغه ډېر انسانان او تر دوی ډېر احساسات.
دا لوړې ودانۍ د يو عظمت کيسه هم راته کوي، خو داسې عظمت چې بیرته د بې وسه خلکو د سترګو په ژورو کې محوه کيږي.
دا دنګې ودانۍ همداسې باثباته ولاړې دي. لکه ظاهرا چې مړې وي، خو دننه یې يو ژوند، نه، ژوند نه، ژوندونه روان دي.
کله چې تر ښيښو لاندې ګورم(نه مې خوښيږي چې وګورم) لسګونه نابلدې څيرې وينم، له خپلو نابلده غږونو سره، د خپلو ژوندونو د کيسو اتلان.
ډېر مخکې به مې يوازې هغوی پام ور اړاوه چې يا به ډېر خپه وو يا هم ډېر خوشاله. اوس مې يو بل څه پام وراړوي. اصلا د غم او خوښۍ تر منځ ډېر نور څه هم شته چې د پام وړ دي، چې په پام ارزي. مخکې به مې ښایې ډېرو څرګندو شيانو ته پام اوښت، اوس لکه په ورکو پسې چې ګرځم.
ځينې وخت د همدې نااشنا څيرو تر منځ يو اشنا احساس وينم، هغه خبره چې ما هم غوښتل ويې کړم، هغه جامې چې زه هم غواړم وايې غوندم، هغه چلند چې زه یې هم خپلول غواړم.
ما د دې کړکۍ تر ټولو عادي شيبې په فکر کې اچوي. که څه هم د دې کړکۍ ننداره له کلونو راهيسی روانه ده. دا هر څه راته نوي هم نه دي، بیخي راته عادي دي. خو لکه اندازونه چې یې تل متفاوت وي، يا لکه زه چې تل په يو بیل موډ کې يمه.
ښار مې خوري. لکه تاب چې یې نه لرم. لکه په يو ځل د دومره ډېرو شيانو د ليدلو توان چې راسره نه وي، لکه د هضم وړ چې راته نه وي. لکه زما ارواه چې د يوه غلي ځای لپاره جوړه شوې وي. زړه مې له دغسې بې شميره د ليدلو وړ شيانو سره په بې تفاوتي نه شي چليدلی. چې رښتيا شي، رانه ژړل کيږي او دا ځکه چې اکثره وخت ځورونکي شيان وينم، يا خو به خوښۍ کمې وي يا يې زه د ليدلو په هنر نه پوهېږم.
پرون مې پريکړه وکړه چې نور به د کړکۍ لور ته نه ورځم، نه غواړم په ډېرو شيانو فکر وکړم. نه غواړم د يوې بلې نا آرامې انسانې په توګه د نړۍ د ناآرامه خلکو په ستره ډله ورګډه شم.
خو اوس داسې حسوم لکه کړکۍ چې زما لور ته راګوري، لکه ټول ښار چې ترې راننوځي او خدای خبر له څو سوه ځلې وروسته يو ځل بیا د يو مرموز شور، د يوې بلې مخامخ کړکۍ او يوې نابلدې څيرې کيسه راته کوي.
د باندې چې ووځم، پام مې لا ډېر عجيبو لورو ته اوړي. نه پوهېږم له ښه مرغه یې وبولم که له بده مرغه. زه د ښار له انجونو هم پردۍ يم. د دوی نړۍ له ما بیله ده. دوی زما عقايد نه شي منلی يا مسخره به ورته ښکاري. هغوی په يوه بله نړۍ کې اوسي، په يوه درېيمه نړۍ کې.
يوازې شپه ده چې کړکۍ ته له کتلو مې ښه راځي. پرده یې نه ځوړندوم. په تيارو کې د مخامخ بلاکونو رڼې کړکۍ ښه احساس راکوي. داسې فکر کوم دا چې خلک یې رڼا ته اوسي، يعني ژوند کوي. خوشحالوي مې‌
کړکۍ هوايي ميدان ته مخامخ ده. د الوتکو کښته کيدل او جګيدل هم عجیبې کيسې لري. ناخوداګاه مې يو څه سترګو ته دروي. هغه احساسات چې له خپلوانو د تللو يا ورته راتللو پر مهال راځي. له ښاره بې شميره روان او راتلونکي نوي انسانان، هيلې، خوښۍ، اوښکې…
هغوی چې ليکل کوي، بده به نه وي چې داسې شيان وويني، سوژې په لاس ورشي. خو چې تر حد ډېر شي، ليکوونکي هم خوري، د سوژې حق هم خوړل کيږي.
زه ښه ده چې د خپل کلي په غلې او ارامه خونه کې واوسم، چې ډېر څوک و نه وينم، ډېر څه وا نه اورم، له يوه ګونګ شوره بې غمه واوسم، له بې شميره بې وسه خلکو سره مخ نه شم او تر ډېره د هغو شيانو تر منځ راګیره نه شم چې د يو لورې د ټاکلو پریکړه دی وکړم.
زما خونه بايد کړکۍ و نه لري.
هماغه سپين، ساده ديوالونه هم په کافي کچه کيسې راته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.