په خوست کې د یوه تنکي ځوان ځان‌وژنې پېښه

34

د خوست ولایت د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د ځان‌وژنې د پېښو په دوام، یوه تنکي ځوان د زهري تابلیټونو په خوړلو سره ځان‌وژنه کړې ده.

سرچینې تأییدوي چې دا پېښه د چهارشنبې په سهار، د وږي/سنبله پر ۱۱مه، د خوست د لتکوي سیمې په اړوندو برخو کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، یاد تنکي ځوان د زهري تابلیټونو په خوړلو سره خپل ژوند پای ته رسولی؛ خو د دې پېښې لامل او انګېزه لا تر اوسه نه ده معلومه.

سرچینې زیاتوي چې په تېره یوه اوونۍ کې د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې، چې ښځې او ځوان هلکان هم په کې شامل دي، د ځان‌وژنې له لسو ډېرې پېښې شوې دي.

ویل کېږي چې په خوست کې د ځان‌وژنې د ډېری پېښو قربانیان ښځې او ځوانې نجونې دي، خو طالبان د دغو پېښو د پراخ رسنیز کېدو مخه نیسي.

اقتصادي ستونزې، نامعلوم راتلونکی، بې‌کاري، کورنی تاوتریخوالی او د طالبانو له لوري لګېدلي محدودیتونه د ځان‌وژنې د پېښو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.