مونږ د مسلحې جګړې ځکه خلاف یو چې په مسلحه جګړه کې بیګناه کسان وژل کیږي، کلي او کورونه ورانیږي، فکرونه وژل کیږي، ټوپک او
قانون د ځنګل حاکم کیږي. مسلحه جکړه کې فقط اکټران بدلیږي رابدلیږي او یا عینې اکټران بیلابیل رول لوبوي. یوه ډله ټوپک والا شکست خوري او بله د ټوپک والاو ډله قدرت نیسي. افغانستان د مسلحو جګړو ښه لابراتوار و او دی.
د تحقیقي ادارو بیلابیل ارقام ښایي چې د هر کال کورنیو جګړو له امله یو هیواد د ۵-۱۰ کلونو پورې شاته پاتې کیږي. پدیتوګه اوس فکر وکړې چې یوازې په تیرو پنځوسو کلونو کې مونږ څومره د دنیا د پرمختګ نه وروسته پاتې شوې یو. په دې هم بحث نه کوو چې په تیرو څو سدیو کې د جنګونو د اختیاري، تحمیلي او نیابتي جګړو له امله افغانستان څومره وروسته پاتې شوې دی.
په غیر مسلحو جګړو یا فکري مبارزه کې فکرونه تقویه کیږي، متبادل نظریات اوریدل کیږي، د بحران د ایجاد او وژلو په عوض د بحران د حل لارې او د ژوند کولو طرحې وړاندې کیږي.
د جګړې په تناسب د فکري مبارزې مصرف په نشت حساب دی. هیوادونه همیشه د فکر په زور ترقي کوي او د جنګي ماشین تولید هم د فکر په اساس دی. که فکرونه سم نشي، جنګي فکرونه یو هیواد د تباهې کندې ته غورځوي.
اوس هر څوک باید د خپل ځان سره فکر وکړي چې کومه مبارزه د ولس، وطن، او حتی د خپل ځان او کورنۍ په خیر ده؟ دلته عاطفي برخورد نه دی بلکې د محاسبې ده چې کومه یوه ګټه او تاوان لري.
هو!
په فکري او حتی جنګي مبارزه کې هم مهم فکتور د جهت ټاکل دی چې کوم جهت سره ودریږي.
د بیلګې په توګه د طالبانو حاکمیت په غلط جهت روان دی، ایا مونږ خپل فکر او فکري مبارزه د هغوي سره وتړو که هغه وغندو او په مقابل کې یې په ژبه او قلم مبارزه وکړو یا د طالبانو د غلطو کړنو له امله که د یو بل غلط جهت سره ودریږو چې د هغوي تیر تاریخ او کړنې د طالبانو د کړنو سره څه توپیر نه لري؟
پدیتوګه هر څوک د خپلو خبرو او مبارزې په اړه خپله پریکړه پخپله د خپلې محاسبې په اساس کوي. که جنګي مبارزه وي یا فکري، په لنډ وخت کې لاسته راوړنه یې نه لمسیږي او شاید کامیابه هم نشي خو یو کس باید خپل خدای، خپل وجدان او خپلو ولس ته خجالته نه اوسي چې د خپلو شخصي او مقطعي ګټو په خاطر یې د غلط جهت ملاتړ کړېدی.
په لنډ تاریخ کې افغانانو څلویښت کاله جنګي مبارزه وکړله خو ملي فکري مبارزې لپاره لږ کار شویدی. که جنګي مبارزې په څلویښتو کلونو کې نتیجه نه ده ورکړې نو که څوک د فکري مبارزې د لارویانو نه سمدستي توقع لري چې بریالي به شي، سمه ده. خو د فکري مبارزې قوت د ټوپک د قوت نه زیات دی ځکه ټوپک والا کوښښ کوي چې د ټوپک په زور د خلکو فکرونه ووژني او حکومت وکړي. د ټوپک په زور ټوپک له منځه وړلې شي خو د ټوپک په زور د خلکو فکرونه هيڅکله وژلې او کنترول کولې نشي. د طالبانو او یا مقابل لورې ټوپک والاو باید په دې خبره سر خلاص وي.
له همدغه دلایلو او د خپلو محاسبو په اساس زمونږ فکري ملګري د مسلح جنګونو په عوض، د فکري مبارزې پلویان دي. جنګ کې به ته مجبوره کیږي چې د جنګ د تمویل لپاره د استخباراتو، ګاوڼډیانو او نورو ډیرو غیر مشروع لارو نه مرستې او حمایت تر لاسه کړي. هیڅوک چا سره د خدای لپاره یا د افغانانو د ګټو لپاره مرسته نه کوي.
په فکري مبارزه کې ته د غیر مشروع لارې نه مجبوره کیږي چې د چا نه مرسته وغواړي.
له بله خوا، همیشه استعماري قوتونه او د یو هیواد دښمنان کوښښ کوي چې د یو هیواد فکر او فکري مبارزین له منځه یوسي، بدنامه، ضعیفه او بیا خپلې مؤخې د بیسواده او هغوي ته د وفاداره رهبرې په وسیله عملي کړي. ښه مثالونه یې د ټولنیزو شبکو ځیني نابغه ګان دي چې د نیوکو او منفي څرګندونو نه بله دنده نه لري او فکر کوم چې اکثره همدې کار ته مؤظفه شویدي چې د افغانانو منځ کې بې اعتمادي او نفرت خپور او ملي نفاق ته لمن ووهي.
پدیتوګه مونږ مبارزه د خپلې محاسبې په اساس کړیده نه د ټولنیزو رسنیو د منفي بحثونو په اساس. البته د دغه بحثونو نه یو څه یادو ځکه د مقابل جهت د منفي خبرو او بحثونو نه ښه زده کړه کیږي.
ارواښاد ګل پاچا الفت صیب وایي:
که هر یو رانه وژنې خیال او فکر مې مه وژنه
په دې کې مې وطن ته لوی تاوان لیدلی دی
څوک چې د افغانانو فکر وژني، هغوي د جنګسالارانو یا ټوپک والا نه زیات مسووله دي.
شاه محمود میاخیل
د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.