!د کونړ د ښوونځي غم؛ د ټول بشریت ګډ درد 

زړګی ویسا صافي

0 15
په ډېرې خواشینۍ او ژور خپګان مې د کونړ ولایت په یوه ښوونځي کې د چاودنې د غمجن خبر اورېدلی، چې له امله یې یو شمېر بې‌ګناه ماشومان شهیدان او ټپیان شوي دي د ماشومانو او ښوونځیو په نښه کول نه یوازې د انسانیت او بشریت خلاف یو وحشیانه جنایت دی، بلکې د اسلامي او ټولو انساني ارزښتونو ښکاره سرغړونه هم ده. ښوونځی د علم، روښانتیا او د یوه ملت د راتلونکي د جوړېدو ځای دی، نه د وېرې، مرګ او وینې تویېدو ډګر د دې ستر جنایت عاملین باید د ملت او قانون په وړاندې حساب ورکړي، په عادلانه توګه محاکمه شي او د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي. د بې‌ګناه ماشومانو وینه باید بې‌ځوابه پاتې نه شي.
د ټولو شهیدو ماشومانو لپاره د الله تعالی له درباره د جنت الفردوس غوښتنه کوم، د کونړ له دردېدلي ولس او د شهیدانو له کورنیو سره د زړه له کومې خواخوږي او تسلیت څرګندوم. الله تعالی دې ټپیانو ته عاجله او بشپړه شفا، کورنیو ته صبر او زغم او د دې ستر غم د زغملو توان ورکړي د ماشومانو ژوند، د هغوی زده‌کړې او د ښوونځیو خوندیتوب زموږ ګډ انساني، ملي او اخلاقي مسؤلیت دی.
کونړ د ماشومانو حقونه د بشري حقونو ساتنه تعلیم د ټولو حق دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply