د وریښمو تاریخی لار او د واخان کریدور (دویمه برخه)

شاه‌ولی ارین

0 63

د وریښمو تاریخی لار او د واخان کریدور

(دویمه برخه)

افغانستان د يوه نړيوال تجارتي دهلېز په توګه:

افغانستان د خپل ځانګړي ستراتېژيک موقعیت په اساس تل د سيمې په امنيت، اقتصاد، ثبات او هراړخيز پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی. د آسيا د زړه په حيث، د افغانستان پلازمېنه کابل د ورېښمو لارو د اتو لويو کرښو د تقاطع نقطه وه او اوس هم کیدای شي.

ټول تجارتي کاروانونه افغانستان ته له ننوتلو وروسته مخامخ کابل ته تلل او يا د حلقوي سړک له لارې نورو هېوادونو ته تېرېدل. حلقوي سړک اوس هم په هماغه پخوانۍ بڼه شتون لري چې ډېرې برخې يې اوس په اساسي او پاخه ډول جوړې شوې او يو شمېر نورې برخې يې لا هم د کليوالي لارې په توګه پاتې دي او د اساسي اړتياوو او خدماتو د وېش او تګ راتګ له‌پاره کارول کېږي.

د ورېښمو لارې په اتو نقطو کې د افغانستان له پولو څخه تېرېدي:

۱ـله ترمز څخه بلخ ته.

۲ـله مروې څخه هرات ته.

۳ـ نېشاپور څخه هرات ته.

۴ـله کوټې او بولان څخه کندهار (پخواني بُست) ته.

۵ـله بنو څخه د ګومل درې او خوست له لارې غزني ته.

۶ـله پېښور څخه ننګرهار ته.

۷ـله کاشغر څخه فيض آباد ته.

۸ـاو له خُتن څخه تاشقرغان، کندز او بلخ ته.

د ورېښمو لارې له پورتنيو نقطو څخه تر ننوتلو او له بېلابېلو ولايتونو څخه تر تېرېدلو وروسته په کابل کې له يو بل سره يو ځای کېدي.

په (۸۱۶مېلادي) کال کې افغانانو د کورنيو او بهرنيو تجارتي کاروانونو د خونديتوب او پراختيا په موخه په ټول افغانستان کې د ورېښمو لارو په اوږدو کې کاروانسرايونه جوړ کړل. کاروانسرايونه (رباطونه) د کاروانيانو له‌پاره د شپې تېرولو خوندي ځايونه وو، هغوی ته يې خواړه چمتوکول او د لارې رهنمايي به يې ورته کوله. پر دې ټولو برسېره د پوستي خدماتو له‌پاره هم کارول کېدل. د کاروانسرايونو د شاوخوا سيمو اوسېدونکو به له کاروانسرايونو څخه په استراري حالاتو کې د پټنځايونو په توګه هم کار اخېست.

د ورېښمو لارو په اوږدو کې د مختلفو سيمو اوسېدونکو به خپل حيوانات لکه آسونه، اوښان او خره د تجارتي اموالو د لېږد رالېږد له‌پاره په کرايه ورکول چې له اوسني ترانسپورتي شرکتونو سره يې ورته والی درلود. د رباطونو پاتې شوني اوس هم د افغانستان په ډېری برخو کې د لويو لارو پر شاوخوا ترسترګو کېږي.

هغه لوی ښارونه چې د ورېښمو لارې ورڅخه تېرېږي:

د ورېښمو لار د بلخ، هرات، کندهار، غزني، کندز، بُست، باميان، بګرام، خوست، بدخشان، او هډې له لويو ښارونو څخه له تېرېدو وروسته په کابل کې چې يو نړيوال تجارتي مرکز وو، يو او بل سره قطع کول.

هغه ښارونه چې حلقوي سړک ورڅخه تېرېږي:

حلقوي سړک د ميدان وردګ، غزني، پکتيا، خوست، زابل، کندهار، هلمند، فراه، نيمروز، هرات، بادغيس، فارياب، جوزجان، بلخ، پل خمری، سرپل، پروان، کاپيسا، لغمان، ننګرهار، او لوګر ولايتونو څخه تېرېږي.

Related Posts
1 of 63,862

هغه تجارتي توکې چې افغانستان د ورېښمو له لارو څخه صادرول:

منسوجات، هليله، نيل، وچې مېوې، صابون، کتان، او شراب (تراسلام وړاندې)،اوښان، غلامان، صابون، کنځلې، وريجې، چارمغز، بادام، خوراکي غوړي، چرم، سرپ، اورلګيت، د انارو شربت او د انګورو شربت، همدا ډول لاجورد، مشک، رنګه ډبرې، سټيل، منسوجات، ديبا، کشمش، پسته، وريجې، ياقوت، سپين زر، لاجورد، سره زر، جواهرات او د قره قل پوستکي.

افغانستان ته د هوان تسنګ د سفر پر مهال د افغانستان او هند په سرحدي ښارونو کې سره زر، عنبر، ورېښم، سپینې وړۍ، ياقوت، او بېلابېل جواهرات پلورل کېدل. د کابل په شمال کې د بګرام په تجارتي ښار کې نژدې هر ډول تجارتي اموال تر لاسه کېدای شوای.

۱ـ ورېښم، مشک او عنبر د واخان او تخار له لارې له چين څخه واردېدل. د دې وارداتو يوه لويه برخه بېرته ايران، هند، خليج او اروپا ته صادرېدل. د دې توکو واردات په پنځمه او شپږمه مېلادي پېړۍ کې هغه مهال کم شول چې په مروه او روم کې د ورېښمو کارخانو په کار پيل وکړ.

۲ـ عود، قرنفيل، ناګيل، لوښي، ورېښمينې جامې، الماس، او پيلان له هندوستان او سند څخه واردېدل. د هندي عود لس کيلو په ۲۰۰ ديناره پلورل کېدل. افغانانو له عود څخه د ټاپو (مُهر) د جوړولو له‌پاره کار اخېست.

۳ـ له کشمير څخه رنګينې جامې واریدېدې.

۴ـ کاغذ، نوشادر، مشک، او کوټونه له ماوراءالنهر (بغداد) څخه واردېدل. په بغداد کې خليفه منصور د افغانانو له‌پاره يو ځانګړی کاروانسرای جوړ کړ او د بغداد يوه دروازه يې د باب الخراسان په نوم جوړه کړه.

۵ـ له بخارا څخه فرشونه او پنبه واردېدل.

پورتنيو صادراتو او وارداتو ته په کتو سره ويلای شو چې افغانستان له چين، عربي هېوادونو او مرکزي آسيا سره اقتصادي، کلتوري، او ټولنيزې اړيکې درلودې او د آسيايي، افريقايي او اروپايي توکو د پېر او پلور او لېږد رالېږد له‌پاره يې يوه خوندي فضا رامنځته راکړې وه.

د ورېښمو لارې پاتې شونې:

د ورېښمو لارې يوازي د تجارتي اموالو د لېږد رالېږد له‌پاره نه کارېدلې، بلکه د يادې لارې په مټ کلتورونه، دينونه، عقيدې، فلسفې، او حتی ناروغۍ هم انتقالېدلې. په افغانستان او سيمه کې د بوديزم خپرېدل په ډاګه کوي چې د ورېښمو لارې د مشترکو ارزښتونو او ګټو په پياوړتيا کې مهم رول لوبولی دی.

د افغانستان په ډېرو سيمو کې بېلابېل ابدات، سيمې، کاروانسرايونه، منارونه، سکې، او نور آثار شتون لري چې د ورېښمو لارو مسيرونه په ډاګه کوي. لکه:

۱ـ تنګي ابرېشم.

۲ـ په غزني کې بېلابېل منارونه.

۳ـ د کابل بالاحصار.

۴ـ د لويو لارو په اوږدو کې کاروانسرايونه.

۵ـ په ننګرهار ولايت کې د هډې سيمه.

۶ـ په باميانو کې بودا.

۷ـ په کابل کې د رستم تخت.

پورتنۍ سيمې او آبدات د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ورېښمو د لارې مسيرونه په ډاګه کوي.

نوربیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply