د ځینو راټولو شوو معلوماتو له مخې رسمي شمېرې ښیې چې په افغانستان کې شاو خوا د نورو روږدو کسانو تر څنګ شل زره ماشومان په مخدره توکو روږد دي، چې دا شمېره ورځ تر بلې د زیاتیدو په حال کې دي، بله خوا، ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې په افغانستان کې د کوکنارو کر کیله باید د جدي کنترول لاندې ونیول شي او د دې ترڅنګ طالبان هم د دغې بدمرغه پدېدې د له منځه وړلو په هکله جدي دي.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر وایي چې په افغانستان کې لا هم دودیز مخدره توکي تر ټولو ډېر کارول کېږي. د دې ادارې د نوې ارزونې له مخې، د افغانستان د نارینهوو تر منځ د چرسو د کارونې کچه( ۴۶ ) سلنه، د تریاکو( ۱۹ ) سلنه، ټابلېټ K (۱۱) سلنه او د مېتامفېټامین یا شیشې(۷) سلنه ده. د راپور له مخې، د مخدره توکو د کارونې بڼه لا هم تر ډېره د دودیزو موادو تر واک لاندې ده، خو ورسره هممهاله د صنعتي مخدره توکو کارونه او د افیوني درملو ناوړه استعمال د زیاتېدو په حال کې دی. دا نوې ارزونه په داسې حال کې خپرېږي چې طالبانو څو ځله ادعا کړې ده چې په افغانستان کې یې د مخدره توکو کر، تولید او قاچاق په بشپړ ډول له منځه وړي دي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې تایید کړې وه چې د مخدره توکو کر کم شوی، خو د صنعتي مخدره توکو کارونه نږدې(۵۰ ) سلنه زیاته شوې ده. دغه راز دا اداره وایي چې څېړنې ښيي د دغو کسانو لهپاره د درملنې د خدمتونو د وېش، لاسرسي، کیفیت او د جنسیتي پوښښ په برخه کې لا هم جدي تشې موجودې دي.
افغانستان کې د نشه يي توکو د استعمالولو په اړه تازه سروې نه ده شوې، خو په دغه هیواد کې د نشه يي توکو د استعمال په باب یوه سروې چې په( ۲۰۱۴ )کال کې شوې ښیي چې په دغه هیواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمیر درې میلیونو ته لوړ شوی وو.
دا سروې چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د قانون د ټینګښت د ادارې په مرسته شوې ښيي چې د ( ۲۰۱۲ )او( ۲۰۱۴ ) کلونو په موده کې په افغانستان کې تر یو نیم میلیون پورې نوي کسان په مخدره موادو روږدې شوي وو.
خو د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په پرله پسې ډول په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمیر نږدې پنځه میلیونه ښودلی او ویلي یې دي چې ددغه شمیر یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې اوس مهال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د معتادینو د درملنې( ۱۱۰) مرکزونه فعال دي چې د ماشومانو او ښځو په ګډون په کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر”یوناما” د نشه يي توکو او ورڅخه د ناوړې کار اخیستنې او غیرقانوني نشه يي توکو د قاچاق د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې ویلي چې د یو او دوو میلیونو ترمنځ افغانان په نشه يي توکو روږدي دي چې ۳۵ فیصده یې ښځې دي.
یومانا د جون په ۲۶ مه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د کابل د جنګلک په سیمه کې په نشه يي توکو د روږدو د درملنې له یو روغتون څخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې د لیدنې یوه لنډه ویډیو هم خپره کړې ده.
د جنګلک په سیمه کې په دې روغتون کې د اوږدو کلنو راهیسې په نشه يي توکو باندې د اخته کسانو درملنه کیږي. یوناما ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته، ددې سره سره چې د اپینو په تولید کې( ۹۵ )فیصده کموالی راغلی، خو لا هم په دغه هیواد کې د یو میلیون څخه تر دوو میلیونو پورې کسان چې ۳۵ فیصده یې ښځې دي نشه يي توکي کاروي.
نور بیا
Our Pashto-Dari Website

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320