په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان ځوانان د پرله پسې جګړو، سیاسي بدلونونو، د زدهکړو او تیکنالوژۍ د ودې او په وروستیو کې د سختو محدودیتونو او بېکارۍ تر منځ له سترو ناورینونو او بدلونونو سره مخ شول.
که د هېواد تېر تاریخ ته ځیـرشو، د ویښ ځلمیانو د خوځښتونو نه رانیولې بیا د سیاسي کیڼو او ښیولارو ایجاد شوو خوځښتونو او غورزنګونو کې اکثریت همدغه ځوانان وو، چې په پوهنتونونو او ښوونځیو کې یې سر راپورته کړ.
د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د سیاسي ویښتیاوو په لړ کې چپ او راست ګوندونو سرونه را پورته کړي، د نظر او ایدیالوژیو توپېر یې لرلی، مګر د خبرو او تفاهم له لارې یې د خپلو مبارزو او موخو د لاسته راوړلو په لار کې هلېځلې کړي او کوي یې. مګر په خواشېنۍ سره چې زموږ په هېواد کې د ځوانانو له لورې د جوړو شوو ګوندونو ترمینځ د نظریاتو توپېر له پیل نه په جګړو اخ او ډب او حتا د وژنو تر کچې صرفه نه ده شوي، چې له ۱۳۴۰ نه تر ۱۳۴۸کلونو پورې د کابل پوهنتون، ننګرهار او هرات ولایتونو کې تشنج او سیاسي اختلافاتو په لړ کې د عمر، عبد الرحمن او سیدال سخندان وژنې یې د مثال په توګه یادولای شو.
په هرصورت د دموکراسۍ په لسیزه کې د هېواد د ځوانانو رول او د دوي سیاسي هلې ځلې نه هېریدونکي او د ستایلو وړ دي.
په شاهي نظام کې د ځوانانو لهپاره د کار شرایط محدود و، په زرګونو د دولسم ټولګیو نه وتلی ځوانان د بیکارۍ سره لاس او ګریوان وو، یوازې د لوړ قشر او اشرافو ځامنو ته د کار شرایط مناسب و، بیکاریو، اقتصادي ستونزو،ځوانان دې ته اړویستل تر څو د هغه وخت د سیاسي ګوندونو ښکار شي، دغه ستونزمن وضعیت د ولسونو ورپیښو ستونزو د داودخان سپینې کودتا ته لاره هواره کړه، چې د چنګاښ د میاشتې په ۲۶ مه نیټه شاهي نظام په جمهوري نظام بدل شو، چې البته په دغه کودتا کې هم د ځوانو افسرانو رول د یادولو وړ دي.
د افغانستان د لومړي ولسمشر شهید سردار محمد داود خان په جمهوري نظام کې(۱۳۵۲ – ۱۳۵۷ لمریز) کال پورې ځوانانو ته د کار او تحصیل شرایط د هېواد په کچه د یو لړ اساسي او بنسټیزو پرمختګونو شاهد وو. داود خان د خپل اووه کلن پرمختیايي پلان پر مټ هڅه وکړه چې افغان ځوانان له فکري، علمي او اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودروي. د هغه په جمهوري دوره کې ځوانانو ته د تحصیل او کار د شرایطو د برابرولو په لړ کې یو شمېر تحولات د یادولو وړ دي.
داود خان پوهنې او د ځوانانو علمي روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړه، د پوهنتونونو او عالي تحصیلاتو موسسو پراختیا وموندله د کابل پوهنتون ترڅنګ په ولایتونو کې لکه ننګرهار او نورو سیمو کې د پوهنځیو او مسلکي دارالمعلیمینو ظرفیت لوړ شو، ترڅو له لېرې پرتو سیمو څخه هم راغلي ځوانان د لوړو زده کړو چانس ترلاسه کړي.
په دې دوره کې د کانکورد ازموینو سیستم په منظم او ډېر روښانه ډول پلې شو، ترڅو بااستعداده ځوانان د بډو او واسطو پرته، د خپل لیاقت پر بنسټ پوهنځیو ته لار پیدا کړي. بهرني بورسونولهپاره بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول شوروي اتحاد، جرمني، فرانسې او امریکا ته واستول شول.
د مسلکي او تخنیکي ښوونځیو جوړول د هېواد د صنعتي کېدو لهپاره د تخنیکومونو او میخانیکي لیسو ته د زدهکوونکو جذب زیات شو، ترڅو ځوانان په مستقیم ډول د کار بازار ته چمتو شي.
همدا ډول د مسلکي کدرونو روزنه، د تخنیکومونو او صنایعو مکتبونو تقویه، د صنعتی کاري ځواک چمتو کول په فابریکو او ودانیزو پروژو او دولتی ادارو کې د کار پراخ چانسونه برابر شول او خپل بساینې ته زیاته پاملرنه تر سره شوه.
د داود خان د جمهوري نظام په دوره کې د اقتصادي پروژو د پیل له امله د کاري ځواک کچه کابو ۵۰ سلنه لوړه شوه په لويو ملي پروژو کې د ځوانانو ګمارنه د سترو فابریکو، د غازو او نفتو د استخراج، د بندونو او لویو لارو لکه د سالنګ د بیارغونې او کابل-کندهار لویې لارې د جوړولو په پروژو کې زرګونه ځوان انجنیران او کارګران پر دندو وګمارل شول.
په دولتي ادارو او اردو کې جذب د نوي جمهوري نظام په چوکاټ کې لوستو ځوانانو ته په وزارتونو، بانکونو او اداري برخو کې پراخ ځای ورکړل شو. همدا راز په پوځ کې نويو فارغ شوو ځوانو افسرانو ته ځانګړی اهمیت ورکول کېده.
داود خان له اداري فساد او واسطه بازۍ سره سخت مخالف و، له همدې امله ځوانانو ته د هغوی د لیاقت، مسلک او تخصص پر بنسټ په دولتي دندو کې لومړیتوب ورکول کېده.
په ټوله کې، د داود خان د واکمنۍ پنځه کلنه دوره (۱۳۵۲-۱۳۵۷) د افغان ځوانانو لهپاره د ملي هویت د بیدارۍ، د معاصر تحصیل د ودې او په اقتصادي بډاینې کې د هغوی د کارولو یو زرین او منظم پړاو ګڼل کېږي.
خپله زه لیکوال هم د شاهي نظام د هغو ځوانانو په کتګورۍ کې راتلم چې د کار میندلو لهپاره مې د هغه وخت د نظام سلګونو دروازو ته مراجعه وکړه خو چا په دنده ونه ګمارلم. مکر په جمهوري نظام کې د هغو زرګونو دولسم پاس ځوانانو په جمله کې چې په دندو وګمارل شول، زه هم د بغلان ولایت د پلخمري په یوه فابریکه کې په کار وګمارل شوم.
باید وویل شي چې دغه دوره د ځوانانو د تحصیل او کار لهپاره د یوه ښه پیل په توګه حسابولای شو، خو په خواشینۍ سره چې د نړیوال استعماري تاقتونو، حریصو ګاونډیو له لورې د هېواد د خرڅ شوو داخلي دښمنانو له لارې دوي ته په بهر کې د کمپونو جوړولو، تجهیزولو او هېواد ته د ورانکاریو لهپاره د رالیږلو له لارې، د داود خان د اقتصادي او ټولنیزو پروګرامونو په لار کې یې خنډونه رامنځته کړل، له بله پلوه د داود خان د کاري ټیم ضعف، د کارمل د ډلې په پرچمي اړخ چې د شوروي د (ک ګ ب )باوري او اصلي اجنټان وو خورا باور کول، یو شمېر نورې تېروتنې او بې وخته د خلق دموکراتیک ګوند په رهبرانو حمله کول، زنداني کول، د هغوي د وژنو اعلانول چې په حقیقت کې یې د داود خان له حکومت او پروگرامونو نه یې هم پلوي اعلان کړي وه، د دغه ګوند د نظامي برخې ځوانو کدرونو د حفیظ الله امین د قوماندې پر بنسټ د خپلو رهبرانو د نجات له پاره په وسلوال عمل لاس پورې کړ او د ۱۳۵۷ کال د غوایې د میاشتې په ۷ مه نیټه د داود خان جمهوري نظام پای ته ورسید او خلقی نظام را منځته شو.
د افغانستان د خلق دموکراټیک ګوند د ثور له کودتا وروسته د ۱۳۵۷ څخه بیا د شوروي تر یرغل پورې په ځانګړې توګه د خلق ډلې د واکمنۍ پر مهال د ځوانانو لهپاره د کار او تحصیل په برخو کې ځني پروګرامونه پلي شول. په دغه وخت کې په زرګونو محصلین د لوړو او مسلکي زده کړو لهپاره شوروي اتحاد او د دغه بلاک سوسیالستي هېوادو ته لکه کیوبا، چکوسلواکیا، شرقی المان، بلغاریا، پولند او یو شمېر نورو هېوادو ته واستول شول.
خلقي نظام د معارف د عصری کولو او سواد زده کړو لهپاره پراخ کمپاینونه پیل کړل، خو د هېواد د دښمنانو د شومو پلانونو له امله دغه بهېر له جدي ننګونو سره مخ شو، همدا ډول د ځوانانو لهپاره د کورنیو جګړو د پیل له امله د تحصیل او کار شرایط د سترو ستونزو سره مخ شوول په خاص ډول د شوروي د یرغل وروسته په هېواد کې جګړو او نا امنیو زور وموند او ځوانان دې ته اړویستل شول تر څو د تحصیل او کار پر ځای عسکري خدمت ته جلب شي، جبرې جلب او جذب پیل شو، خورا ډېر ځوانان د دې لهپاره چې عسکري خدمت ته ولاړ نه شي، تحصیلات یې نیمګړی پاتې شوول او له هېواده بهر پاکستان او ایران ته کډوال شوول.
د شوروی د یرغل او د هغوي د ګوډاګیانو دغه څه د پاسه لس کلنه دوره په هېواد کې د ټولو افغانانو له پاره د تاریخ توره دوره د زجر، وژنو، هېواد ورانونو نه هېریدونکي تاریخ دي، په دغه دوره کې تر ټولو زیات ځوانان د جګړو په دواړه خواوو کې متضرر شوول په زرګونو ځوانانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ، معیوب، معلول شوول، هېواد پریښوولو ته اړ ویستل شول او تر څنګ یې د کلتوري، فرهنګي یرغلونو تر اغیزو لاندې راغلل.
نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.