دلته زياتره ليکوونکي په هغو موضوعاتو ليکل کوي چې د درد او ځور په هکله وي. داسې فکر کيږي چې که داستان غمجن وي يا غمجن پای ولري نو ډېر اغيزمن به وي، ډېر پام به ور اوړي. خو زه په دې وروستيو کې تل په دې سوچ کې يمه چې دومره ډېر د دردونو بیانول اخر د څه لپاره؟
درد او ځور زموږ له ژوند سره تړلي شيان دي، ټول یې ښه پيژنو، تجربه کړی مو دي او ښه پوهېږو چې زياتره وخت د زغم وړ هم نه وي. په دې سربیره بیا هم معمولا داسې ليکل کوو/لولو چې بیا ځلې پکې له خپل ځور يا يو بل درد سره مخ کيږو. په دې سره ليکنه لوستونکي ته د خپل کړاو په سيوري بدليږي او ښایې پريښودلی به یې له دې امله نه شي چې دوی خپلې تجربې پکې حس کوي، اشنا ورته ښکاري.
دا سمه ده چې ځينې ليکوونکي پخپلو ليکنو کې خپل ډک زړونه تشوي او پدې سره دوی راحته کيږي. خو لوستونکي بیا هر وخت د يو چا د زړه په بارونو کې څه نه شي موندلی يا اصلا پرې غميږي به. ايا زموږ د اکثره لوستونکو فکر په هغه کچه کې دی چې د يو ژور درد په حسولو سره دې د مثبت بدلون پريکړه وکړي؟
په ليکنه کې خو زياتره وخت هدف دا وي چې يو چاته د مثبت بدلون راتلو په هيله يو څه ور احساس کړل شي او دلته خلکو ته د يو څه د ورليدلو لپاره يوازې د ځورونکو کيسو لمن کلکه نيول شوې. يوازې بدۍ پرې ويني. په خوشالۍ ډېري لږي کيسې ليکل کيږي. ډېر لږ وخت ښه په داستان بدليږي. ډېر کم خلک د هغو هيلو او خوشبینيو کيسه کوي چې د سختيو پر مهال یې ساتلې. موږ د بدلون لپاره يوه بله زاويه را نه وړه. حال دا چې ښه والي يادول ښایې په لا ډېره اسانۍ سره لوستونکي په واقعي ژوند کې هغه ښه والي ته يوسي.
موږ يوازې د دردونو انځورول زده کړي دي. د خوښۍ صحنې نه شو جوړولی، چل یې نه راځي. ټولې کيسې مو له غمونو، انديښنو، ناکاميو، ژړاوو، بدو رواجونو او د ټولنې له خرابو ټکو ډکې دي. په اصل کې موږ د خپلې ټولنې او خلکو يو ډېر خراب انځور وړاندې کړی. هغو ښو ټکو ته مو شا اړولې چې موږ ته ښه احساس راکوي. يوه هيله او انرژي راکوي. زموږ د زياترو داستانونو پای مرګ او ناهيلۍ وي. موږ نه پوهېږم ولې دومره بدبین يو؟ ولې دومره سخت زړي يو چې بايد په مرګ او ناهيلۍ سره دې وويرول شو؟
موږ د تر ټولو بدو، ظالمو او غمجنو کرکټرانو په جوړولو کې ښه تکړه يو، حال دا چې ټولنه په ډېرو ښو ښو خلکو هم ډکه ده. د يوه ښه والی هم چا کيسه نه کړ. د يو ټوکي او شوخ طبعه کرکټر پر ځای مو تل غمجن کرکټر پنځولی. موږ د طنز په ژبه هم نه پوهېږو. ليکل مو طنز نه لري او دا ښایې له دې امله چې په ټوله کې طنز او ټوکو ته په ښه نظر نه ګورو. خو رښتيا دا دي چې د انسانانو په توګه دې هر څه ته اړتيا لرو. بايد وکولی شو چې پخپل ژوند کې يوڅه ته د شوخۍ له زاويې وګورو. پوهه او مانا هر وخت په درد کې نه موندل کيږي. پوخوالی يوازې د سختيو له تجربه کولو نه، بلکې د بيلابيلو حالتونو له تيرولو راځي، نو ځکه خو به اړتيا نه وي چې په لوستونکو د يوڅه ليدلو لپاره يوازې کړاوونه او منفي ټکي بيان کړو.
پښتانه متل کوي چې وينه په وينې پاکيږي. د داستان په برخه کې هم همدا ناسم ذهنيت خپور شوی چې ځور بايد بیرته په ځور سره اشباع شي. د بديو، بدوالي ته مو بايد د بدوالي په ليدلو سره ور پام شي. دريغه داسې خو نه وای.
ولې بايد د منفي کيسې په کولو سره خامخا د مثبتو پايلو په تمه اوسو؟ ليکوونکي که واقعا هم د لوستونکو په غم کې وي نو بايد يو داسې صحنه ورته ترسيم کړي چې هغوی ته په اساني سره خپل ښه والي ور په ياد کړي، نه منفيات. يو ښه کرکټر ور مخکې کړي. مثلآ زما له ډېر پخوا په يوه هندي سريال کې يوه انجلۍ ډېره خوښيده. د هغې کړنو، چلند او خبرو به ډېر خوند راکاوه. په لاشعوري توګه په دې هڅه کې وم چې د هغې غوندې شمه او د هغې رنګ اوس هم راپکې پاته ده. فکر کوم موږ د فکر پر ځای تقليد ډېر ژر او اسانه کولی شو.
دا فکر په ډېره پراخه کچه خپور ده چې که بد شيان بیان کړل شي نو د خلکو به ورپام شي او مثبت بدلون به پکې راشي. که ځور بیان شي درک به یې اسانه وي. دا هر څه سمه ده. خو موږ يوازې همدې ته ځای ورکړی. ژوند يوازې د دردونو کيسه نه ده. همدومره خوښۍ هم لري او که موږ لږ پکې هنرمند اوسو نو خوښۍ یې تر کړاوونو ډېريږي. که په خوشحاليو ليکل وکړو د خلکو پام کیږي چې دوی هم د هغسې اوسيدلو هڅه کولی شي. موږ کولی شو يو څه په دومره ښه والي انځور کړو چې لوستونکي هم زړه ورته وشي، هيله، انګيزه او انرژي ورکړي. د دې پر ځای چې خپل دردونه لا ژور وپلټي، را ولاړ شي او يوه له خوښۍ ډکه صحنه وپنځوي، ژوند وکړي. موږ د يو جنجالي کرکټر حالت هغومره نه شي اغيزمنولی لکه يو مهربانه کرکټر، ځکه په لاشعور کې ټول ښه والې او مثبتيت ته ميلان لرو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.