هالند د افغانستان له بشري مرستو صندوق سره ۱۶ میلیونه یورو مرسته وکړه

35

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې هالند د افغانستان له بشري مرستو صندوق سره ۱۶ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
اوچا نن (پنج‌شنبه، د سنبلې ۱۲مه) پر اېکس د یوه پوسټ له لارې د دغې مرستې له امله د هالند له حکومت څخه مننه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې د هالند دوامداره ملاتړ له اړمنو خلکو سره د ژوند ژغورونکو مرستو او هیلې رسولو کې مرسته کوي.
دا مرسته داسې مهال کېږي چې د «افغانستان د بشري مرستو د غبرګون» پلان له سخت مالي کمښت سره مخ دی.
ملګرو ملتونو سږ کال په افغانستان کې د ۱۷.۵ میلیونه اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره د ۱.۷ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې یوازې ۳۰.۲۹ سلنه بودیجه برابره شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.