حقیقت وافترا د ښاغلی محمد داود مومند په باره کی

پاچا – کلیفورنیا – امریکا

57

حقیقت وافترا د ښاغلی محمد داود مومند په باره کی ، یوکس چی مومند صاحب یی نوم په واضح ډول نه دی لیکلی او یواځی یی د یو غلام بچه او ټپوس(لاشخور) په نوم راپیژندلی دی، وایی چی دی ټپوس، محمد داود مومند د ګلشالی (ګلشاه علی) سره چی د پادشاه ظاهر شاه په وخت کی یو عالیرتبه جنرال وو د ښاغلی مومند دخپلوانو څخه وو؟

ګلشالی (ګلشاه علی) دغره د مومندو د قبایلو څخه وو، د ګلشالی دوه ځامن زما سره په خوشحال خان لیسه کی ذده کوونکې ووچی مشر ځوی یی زما څخه په بره ټولګی یعنی صنف کی وو اود هغه کشر ورور زما سره د الف صنف زده کوونکی وو اوزه (پاچا) په (ب) صنف کی ووم.

راځی چه د مومندو قبیلې په دوه مهمو ډلو وویشو، سره ددی چی مومند په سلهاوو ښاخونه لری، خو زه به دا په دوه سمیزیو سیمو وویشم یعنی دغره مومند او دسمی مومند.

د غره مومند چی په ګنداب، آټا جوړ(جوړ چی فارسی او یا دری کی ورته حوض ویل کیږی) چی سرحد یی تر سرکو ډاګ چی د افغانستان د ګوشتی ولسوالۍ سره ګډه پوله لری رسیږی، د شبقدر سیمه چی د پیښور سره په کمه فاصله قرار لری د ګنداب سره څنګ په څنګ مؤقعیت لری. شبقدرپخوا په سیهکو ډیرۍ باندی مشهوره وه ځکه چی دلته پخوا ډیر سیهکان اوسیدل خو د پاکستان د جمهور رئیس ایوب خان په وخت کی یی نوم په شبقدر بدل شو.

د مومندو قبیله ډیره پراخه ده چی یویی د غره مومنده دې اوبله یی د سمی مومند دې، دغره مومند ددواړو هیوادونو یعنی اوسنی پاکستان او افغانستان په سرحدونو کی اوسیږی اود سمی مومند دننګرهار ولایت په لعلپوره، مومند دره، کنړ،کابل، غزنی، قندوز، بلخ او حتی کندهار او نورو ولایتونو کی اوسیږی.

مومند صاحب د سمی د مومندو یعنی د مومند دری څخه دی او د ابا او اجداد څخه یی په مومند دره کی ژوند کړی دی، دغره او سمی مومندو تر مینځ ډیره فاصله موجوده ده. زه د مومند صاحب محترمه کورنۍ تقریباْ د نیمی پیړۍ څخه زیاته پیژنم.

زه د مومند صاحب او مرحوم میوندوال د اړیکو په باره کی کوم ثیقه معلومات نلرم، خو میوندال دیو وطنپرست او پاک نفسه انسان په توګه هر کس پیژنی خو بدبختانه میوندوال د صمد اظهر لغمانی لخوا چه د داود خان د ریاست جمهورۍ په وخت کی د ژاندرام او پولیسو عمومی آمر وو په بیرحمانه ډول په شهادت ورسید، بهانه یی دا وه چی میوندوال پخپله نکټای خود کشی وکړه عجب منطق او نامعقول استدلال، سوال ایا یو څوک چی په زندان کی وی د کومی خوشحالۍ لپاره نکټای په غاړه کوی؟ دا بی منطقه استدلال هیڅ د قبول وړ نه دی.

باید ووایم چی ما (پاچا) هم د غره مومندو او هم د سمی د مومندو سیمی لیدلی او ددوې دسیمو او کلتور اوعنعنانو په باره کی یو اندازه معلومات لرم. هم په دی ځای به بسنه وکړم ځکه که د هر څه په باره کی په تفصیل خبرې وکړم نو دا لیکنه به ډیراوږده شی.

مننه او کور ودان

August 31, 2026

وصیت ونصیحت آمیر عبدالرحمان خان به اولادهای خود

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.