یک بام و دو هوا، اما در اینجا یک بام و چندین هوا است

پاچا

4

یک بام و دو هوا، اما در اینجا یک بام و چندین هوا است

د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د دوو وزیرانو د نیولو امرونه صادر کړل

“(دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۳ مه) د جرمونو نړیوالې محکمې نن (دوشنبې) په هاګ کې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب‌الله آغا او د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو امرونه خپاره کړل.” ۱۳ تله/میزان، ۱۴۰۵(October 5, 2026)

“دا دوه چارواکي په دې خاطر چې د ښځو او نجونو د زده کړو په شمول یې د هغوی خلاف محدودیتونه لګولي، د بشریت پر ضد د جرمونو په ترسره کولو تورن شوي دي .”

د تاند په ویبسایت کی می ولوستل چی د جنایاتو نړیوالی محکمی لخوا چی مرکزیی د هالینډ د هاګ په ښار کی دی د طالبانو په دوه وزیرانو د پوهنې وزیر حبیب‌الله آغا او د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو امرونه خپاره کړل.

په دی کی هیڅ شک نشته چی مونږ ټول دطالبانو ددی کړنی سره چی د شپږم ټولګی پورته او دښځو په کار بندیز لګولی مطلق مخالف یو، اما پوښنته داده چی ایا د هاګ دجنایاتو بین المللی محکمی دهغه بشر ضد جنیایتکارانو په اړه کوم اقدامات کړیدې چی د بشر پر ضد یی بیشماره جنایتونه، ټول وژنه او جبنوسایډ کړی او دا لړۍ اوس هم بلا انقطاع روانه ده.

ډیر وړاندی به نه ځو، لومړی د پخوانی شوروی اتحاد د سرو لښکرو تجاوزات او د افغانو وژنه چی په سلهاوو زره افغانان یی د مرګ کندی ته ور ټیله کړل، او په میلینونو نور دهیواد څخه په کډوالۍ مجبور شول، ایا دا د بشر پر ضد جنایات نه ګڼل کیږی؟

بل د افغانستان په پاکه خاوره باندی د امریکا او ناټو دهوایی او ځمکنیو قواوو بیرحمانه او نا برابره تجاوز چی شل کاله یی د افغانستان په مظلومو او بیګناه خلکو باندی خپله خاوره د اور تنور او دوزخ ګرځولی وو او په سلهاوو زره خلک یی په ډیر بیرحمانه او دستجمعی ډول په شهادت ورسول او په میلینونو وګړې د خپل کلی او کور پریښودو ته اړ شول او ګاونډیو او نورو ملکونو ته په فرار او هجرت کولو مجبور شول، دبګرام او ګوانتانامو زندانونو قیصې دهیچا هیری نه دې چی دبندیانو سره به د بشر او انسانیت پر ضد څه ډول چلند کیده، ایا دا د یرغلګرو قواو د بشر پر ضد جنایات نه ګڼل کیږی؟

بل د اسرائیلو دبشر ضد جنایات په غزه او فلسطین کی چه داسرائیلی بیرحمه قواو لخوا ترسره شول او دا لړۍ تر اوسه هم روانه چی ددی نابرابره جنګ له امله یواځی په غزه کی دڅلویښتو زرو څخه زیات بیګناه خلک د ښځو، ماشومانو او ځوانانو په ګډون ډیر په بیرحمۍ سره په شهادت ورسول شول، کورونه وران او ویجاړ شول، نو ایا دا هم دجنګی جنایتونو په قطار کی نه ګڼل کیږی؟ دا خو د اسرئیلی قواو جنایات او ټول وژنه وه، دنړۍ ځینو خیریه مؤسسو د فلسطینیانو لپاره ضروری خوړو ترتیبات نیولې وو خو د اسرائیلی ظالم اومستبد رژ یم لخوا ورته اجازه ور نکړل شوه چی داد فلسطنیانو لپاره د ولږی یوه بله سونامی ده.

دا خو د خارجی قواو ظلمونه وو، خو د هغه افغان جنایتکارانو او د بشر دحقوقو افغان جنایتکاران چی د امریکای قواو په امر یی په سلهاوو زره وطنپرسته افغانان په بیرحمانه ډول ووژل چی حتی قبرونه یی هم معلوم نه دې، ددی جنایتکا رانه عمل یو مهم عامل عبدالرشیم دوستم دی چی دلیلی په دښته کی یی د پنځو زرو په شاوخوا کی تسلیم شوې طالبان په شهادت ورسول . که چیری د جنایاتو نړیواله محکمه په واقعیت کی دجنایاتو د څیړلو واقعی منبع وی نو ولی د جنایتکار دوستم او نورو هغه کسانو په باره کی چی د امریکای جنایتکارو قواو په حضور کی یی په سلهاوو جنایات تر سره کړیدې ولی تحقیق نه کوی. په دی جنایتونو که ډیر معتبر او د قدرت وږی او مست اشخاص لکه امرالله صالح کله چی د ملی امنیت رئیس وو هم شامل دې.

بل مهم او زړه دردونکی واقعه، کله د داکټر نجیب حکومت د مجاهیلینو لخوا چی د پاکستان د آی اس آی لخوا قدرت ته ورسول شول، یواځی د کابل په ښار کی څو حکومتونه او پاټک سالاری چلیده، په ارګ، شهرنو او خیرخانه کی د برهان الدین ربانی بی واکه رهبری چی دملی خاین احمد شاه مسعود لخوا رهبری کیده چلیده، په میرویس میدان، دشت برچی، کارته چهار وکارته سی کی دحزب وحدت هزاره شیعه ګانو لخوا چی مشری یی د عبدالعلی مزاری، کریم خلیلی او محمد محقق لخوا کیده چلیده، دغو ټولو جنایتکارانو په هر پنځو کیلومتره کی پاټکونه جوړ کړی وو چی دبیګناه خلکو وژل او ازارول وو. دکریم خلیلی، محقق او عبدالعلی اوباشانو د کابل په غریبو خلکو د انسانیت په خلاف ډیر ظلوونه وکړل، لکه د خلکو په سرونو کی میخونه ټکوهل، د ښځو د سینو پریکول، رقص مرده، واړه ماشومان په اوبو کی پخول او جوشول او غوښې په بندیانو په زور خوړل، د باردراو او حامله ښځو د ولادت تماشه کول، په ښځو او وړو انجونو دستجمعی جنسی تیری کول او بیا په بیرحمانه ډول وژل، دا ټول غیر بشری غیر انسانی عمال به د کریم خلیلی، محقق او عبدالعلی مزازی داوباشانو لخوا په اسیرانو تر سره کیدل. باید وویل شی چی په افغانستان کی بیشمره بشری ضد جنایات تر سره شویدې، خو په دی باره کی د جنایاتو بین المللی محکمی هیڅ ډول څیړنه او اقدام نه دی کړی، زه په دی اړه ببخی حیران یم چی ولی ددی جنایتکارانو په اړه د جنایاتو د بین المللی محکمی لخو تر اوسه کوم عملی اقدام نه دی ترسره شوی؟

له بله طرفه دجنایاتو بین المللی محکمه او د انټرپول اداره ښه پوهیږی چی دا افغان جنایتکاران اوس چیری اوسیږی، دا جنایتکاران په ایران، ترکیه، دوبۍ او اروپای هیوادونو کی په عیش اوعشرت ژوند کوی، خو سره ددی ټولو شواهدو بیا هم دا سازمانونه چپه خوله دې.

عمده مثال د جنرال یا خرشال دوستم د جنایتونو په اړه دی، کله چی د امریکا خونخوار عساکر د رشید دوستم او دشمال مفسدی ډلی لخوا پر افغانستان حاکم شول او دوستم اود شمالی وطنفروشه مفسدی ډلګئ ته یی د افغانستان دبربادۍ جاسوسۍ او وطنفروشۍ ټول واک او اختیار ورکړ، دوستم په دشت لیلی که دطالبانو ټول کسان چی د دوستم خاینی جنایتکاری ډلی ته تسلیم شوې وو، چی د ځینو احصایو او امارو له مخی ددغو تسلیم شویو طالبان شمیر د پنځه او یا شپږ زرو اسیرانو په شاوخوا کی اټکل شوی وو ، قاتل دوستم دغه ټول تسلیم شوې طالبان د امریکای جنرالانو په امر بیرحمانه قتل کړل.

د امریکا متحده ایالات او اسرائیل د واړه د نړیوالی جنای محکمی غړیتوب نلری او نه یی په رسمیت پیژنی. سره ددی د جنایاتو بین المللی محکمی د اسرائیلو د صدراعظم نتنیاهو د نیولو آمر د یو جنایتکار په توګه صادر کړیدی، خو د هغه موږکانو خبره څوک به دپیشو په غاړه کی ګونګری یا زنګوله واچوی.

د طالبانو حکومت چی رسمی نطاق یی ذبیح الله مجاهد دی په خبری ناسته کی وویل چی د افغانستان اسلامی امارت د جنایاتو بین المللی اداره هیڅ په رسمیت نه پیژنی او نه ورته کوم تعهد لری.

که په دی باره کی د ټولو لویو قدرتونو د جنایاتو او بشری ضد اعمالو په باره کی او د هغوې دبشر ضد جنایات اعمال په تفصیلی ډول ولیکل شی نو دالیکنه به ډیره اوږده شی، خو هغه دچا خبره زور قالب نلری.

هره لیکنه په اخر کی یوه نتیجه ګیری یا دانګریزان په اصطلاح (conclusion) لری خو زه په دی باره کی د نتیجه ګیری څخه په مطلق ډول عاجزیم، نه پوهیږم چی اخر به څرنګه وی ځکه تر هغه چی مستبد او ظالم هیوادونه او یا هم اشخاص په دی نړۍ کی موجود وې دا حالت به همداسی روان وی، راځۍ چی په اخرکی دا لیکنه په یوه ټوکه او یا متل پای ته ورسو.

وای چی یوه ښځه اوبو وړی وه یا په سیند که لاهو شوی وه، دکلی تولو خلکو دهغی د پبدا کولو لپاره دسیند تګ یا مسیر په لور روان وو، خو ددغی ښځی زوم یا داماد د سیند په مقابل یعنی بره لور روان وو، یو چا ورڅخه پوښتنه وکړه، چی ای وروره څه خبره ده او ولی بره منډې وهې، هغه ورته وویل چی خواښی می اوبو وړی ده او دهغی په لټه کی یم، سړی ورته وویل خوار شی دهغی مړی خو به ښکته روان وی نو ته ولی بره منډې وهی، زوم ورته وویل وروره ته څه خبر یی زما خواښی ډیره سرزوره ښځه وه، زه فکر کوم چی هغه به په بره روانه وی، نه ښکته.

October 7, 2026

کلیفورنیا امریکا

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320