د باران شیبه توده شوه، د سرلوخې قدمونه لا ګړندي شول، د کلي ستار غږونکي سندریز غږ انګازه یې په غوږو کې وشرنګیدله.
بارانه ورو ورو پرې وریږه جانان مې کډې باروي کلی پریږدینه
بیګاه یې سرلوخې ته وروستی ګواښ ورسیده، د حکومتي زورواکو پریکړه، چې سبا سهار یې پر کور د چاپې وهلو تابیا نیول شوې وه.
پریکړه دا وه چې سرلوخه یې یو تن طالب ته نکاح کوله او رنځور پلار یې بله چاره نه درلودله.
سرلوخې په بیړه ګامونه پورته کول، د ماښام له اذان مخکې، کلي نه د ښار په لور موټر روانیده.
هغې په رنځور پلار او کمزورې مور پسې د کور دروازه وتړله، پرته له دې چې ډیرې خبرې وکړې، ټاکلې ځاې ته یې ځان ورسوو.
د چادرې له جال څخه یې په موټر کې ناست کسان له نظره تیر کړل.
زړه یې درزیده، داسې یې وګڼل،چې ګواکې اوس به یې زړه له کابو وځي.
د موټر په دریم سيټ کې یوه چادري کړې میرمن له دوه و، تنکیو ځوانو ماشومانو سره ناسته وه. په بیړه یې د هغوي په څوکۍ کې ځان ورسره ځاې کړ. ناستې ښځې په کرار ورته وویل:
ځاي کیږې! لکوټې را وړاندې کښینه.
عجیبه وه، هغې ښځې ځاې ورکړ او د موټر تر روانیدلو یې نور هيڅ هم ونه ویل.
موټر په لږه شیبه کې روان شو، سرلوخه دومره اوتره وه، چې هډو پام یې نه شو، چې څومره مسافر په موټر کې کښیناستل.
موټر روان و او لږه شیبه وروسته د کلینډر غږ پورته شو، کرایه!
سرلوخې له مخکې پیسې په لاس کې نیولې وې، هغه یې کلينډر ته په لاس کې کېښودې.
هيڅ یې پام نه وو، چې خواته ناستې ښځې ورته کړل:
د فیروزې خور لورې سرلوخې! داسې ښکارې چې فکر دې بل خوا دی. بیا یې له ځان سره تر شونډو لاندې وویل:
تا خو چادرې نه په سر کوله، د مور له چادري مې وپیژاندې.
سرلوخې لکه چې وانه وریدل، ځان یې وښوراوه، په اندیښنې سره یې په موټر کې مخې او شاته خلکو کې سترګې وګرځولې.
د موټر له کړکۍ یې بهر ته وکتل، چې په تیاره کې پټ و، هغې له دریو کلونو راهیسې خپل تحصیل د کابل په طب پوهنځي کې د چارواکو په امر ځنډولی و، پلار یې متقاعد پوځي افسر و، چې اوس د ناروغۍ پر کټ پروت و.
مور او لور هغه وخت د سرلوخې د ر وانیدلو پریکړه وکړه، چې ګاونډي او د پلار تربور یې، تورګل کاکا ورته د چارواکو د پریکړې په هکله خبر راوړ.
دواړه ورونه یې، له پوهنځیو تر فراغت وروسته د دریو کلونو په موده کې، د بیکارۍ له کبله له هیواده وتلي وو.
اوس سرلوخه حیرانه وه، چې د تورګل کاکا خبره ومني او په کابل کې د هغوي کور ته لاړه شي او که د خپلې مور خور او د دې د ترور کورته ورشي، چې د کابل په پل چرخي کې و.
دوه زړه وه، چې پهً همدې شیبه کې خواته ناستې ښځې په کرار ورته پر اوږه لاس کبښود، وی ویل:
وار مه خطا کوه، د شپې په تیاره کې دې ځانته نه پریږدم.
سرلوخه چوپ پاتې شوه، نه پوهیده چې څه ځواب ورکړي.
بیا یې خپله خوله له چادرې لاندې د سرلوخې په چادري کې پټ غوږ ته نږدې کړه او داسې یې ورته وویل:
زه ستاسې د کلي زرڅانګه کونډه یم. د سرلوخې په بدن کې لکه چې نوې ساه وچلیږي، په بیړه یې خپل لاس ترینه چاپیر کړ، له خولې یې ووتل:
وایې زما خپلې ترورې!
زر څانګه یې د مور نږدې ملګرې وه، چې دوه لوڼه یې ترینه زرواکو په زور نکاح کړې وې. زر څانګې په یو ډول غچ اخیستونکي انداز کې کړل:
که خپلې لوڼه مې ونه شوې ژغورلی، ته مې هم لور یې، ستا خو به د پلو پیڅکه را څخه ونه ګوري.
سرلوخې هڅه وکړه، چې په موټر کې د ناستو کسانو پام نه شي.
بیا یې د زر څانګې دواړو زامنو ته په غور وکتل، ریښتیا دوي یې دا څو میاشتې نه وو لیدلي او د نوي ځوانۍ په موسم کې تنکي ځوانانو څیرې څومره ژر یدلون مومي. ېر زړه یې د بریا سیلۍ وچلیده او دلته یې داسې وانګیرل چې ګواکې، اوس به خوندي شي…
پاې
Our Pashto-Dari Website

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320