جرمني: د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د پښتنو د یووالي ورځ ولمانځله

0 28
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ۲۰۲۶ کال د نوامبر پر ۱۴مه د جرمني په هورت ښار کې د پښتنو د یووالي ورځ د یوې  سترې تاریخي غونډې په ترڅ کې ولمانځله.
ګوند له ۱۹۹۳ کال راهیسې هر کال د نوامبر دولسمه د «پښتنو د یووالي د ورځې» په توګه لمانځي.
په غونډه کې د جرمني او نورو اروپايي هېوادونو مېشتو لرو او برو پښتنو او افغانانو، پوهانو، ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو او سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو ګډون کړی و.
غونډه د مازیګر په شپږو بجو د ښاغلي سید هاشم پاچا له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. ورپسې ملي سرود او د غني خان قومي ترانه «ای زما وطنه، د لالونو خزانې زما» واورول شول.
د ګوند د مشرانو جرګې غړي، ډاکټر شیرولي شیر، چې د دریځ (سټیج) چارې یې پر مخ وړلې، له هرکلي ویلو وروسته وویل چې د لرو او برو پښتنو یووالی یوازې یو تاریخي یاد، احساساتي شعار یا فرهنګي غوښتنه نه ده، بلکې یوه ملي، سیاسي او تاریخي اړتیا ده.
د ګوند مشر قانونپوه علي خان محسود، په خپله وینا کې پښتنو ته پر ورپېښو ستونزو رڼا واچوله او د افغانستان له واکمنو یې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه او پر اوسنیو واکمنو یې غږ وکړ چې خپلې پالیسۍ سمې کړي، تر څو افغانستان بیا د جنګ په ډګر بدل نه شي. د ګوند له اړخه یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ ژمنه تازه کړه.
ورپسې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین انلاین وینا وکړه. منظور پښتین وویل چې د دې غونډې عنوان، «د پښتنو د یووالي ورځ»، د استعمار پر ضد ستر شعار دی. نوموړي پر پښتنو د روانو ظلمونو او بې‌عدالتیو یادونه وکړه او د پښتنو د یووالي پر اړتیا یې زور واچاوه.
د ګوند لومړي مرستیال، محمدشیرین ګردیوال، وویل چې په یوویشتمه پېړۍ کې نړۍ د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او سیمه‌ییزو بدلونونو پر لور روانه ده او د پښتنو په سیمه کې بدلونونه راروان دي.
د تاریخي افغانستان او پښتونخوا پښتانه په دې نړۍ کې خپل ځای لري. په اوسني وخت کې پکارده، چې تاریخي افغانستان او پښتونخوا پښتانه د خپلو ارزښتونو، خپل هویت، خپل ولس او خپلې جغرافیې پر وړاندې خپل رسالت درک کړي او د ساتنې لپاره یې یو غږ او یوه خوله شو.
تاریخپوه استاد شهسوار سنګروال د ډیورنډ لاین پر تاریخي شالید وینا واوروله. نوموړي وویل چې د انګرېزانو له وتلو سره سم د بنو قامي جرګې او بیا په بېلابېلو وختونو کې نورو ملي او قامي جرګو هم د ډیورنډ توافق‌لیک نه دی منلی.
نوموړي وویل چې یو شمېر بهرنیو سیاستوالو هم د پښتنو پر سینه راښکل شوې کرښه غیرعادلانه او د استعماري قوتونو د سیاستونو پایله بللې ده.
د ګوند جنرل سکرټري نصیر ستوري د ګوند له جوړېدو راهیسې تر اوسه د  ګوند فعالیتونو او هلو ځلو ته لنډه ځغلنده کتنه وړاندې کړه.
د فرانکفورت د څانګې مشر، محمداقبال لالا، پر هېوادوالو غږ وکړ چې د لرو او برو پښتنو د نږدېوالي او یووالي لپاره لاس په کار شي او د پښتنو د اوسني وضعیت پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي.
ښاغلي محمدابراهیم سپېڅلي دا ډول غونډو پر جوړېدو ټینګار وکړ او د پښتو ژبې پر ارزښتونو یې رڼا واچوله او د ښاغلي عبدالباري جهاني صیب یو شعر یې ولوست.
Related Posts
1 of 63,719
ښاغلي عبدالحنان زاهد د پښتو ژبې د پرمختګ د لارو چارو په اړه خپل نظر ګډونوالو ته وړاندې کړ.
دغه راز د پښتنو د یووالي د ورځې په مناسبت یو شمېر کولتوري او ادبي ټولنو، سیاسي ګوندونو او خوځښتونو پیغامونه رالېږلي وو. د دغو پیغامونو له ډلې د میشنیش د افغانانو د کلتوري ټولنې مشر ډګروال احمدشیر ساپي، د خپلې ټولنې پیغام واوراوه.
د ګوند د مشرانو جرګې غړي، ښاغلي اسدالله شیر، د ګوند د مشرانو د هلو ځلو لنډه یادونه وکړه او د داسې غونډو جوړول یې د وخت اړتیا وبلله او له ګډونوالو یې خوښنه وکړه، چې خپل کارونه یې پرېښي او پدې تاریخي غونډه کې یې ګډون وکړ.
د غونډې بله برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه، چې چارې یې انجنیر مطیع‌الله روفي پر مخ وړلې.
په مشاعره کې هر یو ښاغليو محمداجان یار، بازمحمد عابد، نسیم ستوري، صاحبزاده ځواک وطنیار، شکرالله پاڅون او ډاکټر خسرو سنګروال خپل شعرونه واورول.
د غونډې جشني برخه د خوږ غږي سندرغاړي همایون انګار په ټنګ ټکور، ملي ترانو او اتڼونو ښکلې شوې وه.
غونډه د شپې په دولسو بجو پای ته ورسېده.
مننه او خوښنه:
د ښاغلي غلام رسول همت او ښاغلي اسدالله شیر څخه ډېره مننه کوو، چې د تل په څېر یې د ایونټ پلاسټ تالار په وړیا توګه زموږ په واک کې راکړی دی.
دغه راز له انجنیر طارق امین او خوشال اپریدي او نورو تخنیکي همکارانو څخه د زړه له کومې مننه کوو.
 د ټولو کور ودان ودان
په درنښت
16.11.2026
یادونه: د غونډې ویډیو به وروسته پرلیکه خپره شي.

 

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply