درې کتابه

حفیظ الله تراب

0 32

د نومبر میاشتې په ۱۳ مه نېټه د جمعې په ورځ د المان د بون په ښار کې د پښتو ژبې د تکړه شاعر او کره کتونکي ښاغلي طائر ځلاند د درېو کتابونو چې دوه يې ژباړې او بل يې خپل و، غونډه تر سره شوه۔
غونډه د کيفيت له پلوه ډېره ښه او مثبت پيغامونه يې لرل۔
ښاغلي ځلاند څه موده مخکې د دري ژبې د مشهور شاعر پرتو نادري صيب شاعري پښتو ژبې ته ژباړلې او د ملي وحدت د رامنځ ته کولو برخه کې يې يو نېک او پر ځای اقدام کړی ۔
د هغه ژباړه وستايل شوه او په دې هکله ګڼو ملګرو خبرې وکړې، چې د ښاغلي ډاکټر صيب خوشال روهي وينا ډېره هر اړخيزه وه ۔
ځلاند صيب نه يوازې چې نوښتګر دی، بلکې تر ټولو ښه وړتيا يې دا ده چې په فرهنګي برخه کې معياري او کمزورې ليکنې پېژني او هم يې د تحليل وړتيا لري .
پرونۍ ناسته د افغاني تفاهم لپاره ښه بېلګه وه او له نېکه مرغه دري ژبو ورونو هم د يوه واحد افغان ملت لپاره خپلې څرګندونې وکړې ۔ داسې وړې ناستې خورا اغېزمنې دي، همدارنګه
افغانانو ته پکار ده، چې له دې وروسته داسې اثار وپنځوي، چې نړيوالو ته د هغوی په ژبو افغانستان او د هغوی ادبيات په ښه توګه وروپېژني ۔
د ځلاند صيب د پنځونو په هيله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply