د کونړ زلزلې که له يوه لوري د هغه ځای د درو پر خلکو او کورونو قيامت راوست، نو له بل پلوه يې د ډېرو خواخوږو انسانانو پر زړونو هم، زلزلې راوستې. د سلګونو ماشومانو، نجونو او نورو مړينې د هر پښتون د زړه د خواخوږۍ ور وټکاوه او د چا چې څومره وس و، نو د مرستې درېغ يې و نه کړ.
لږې ورځې وروسته د هېواد د ډېرو ولايتونو پانګوالو او نورو خلکو خپلې مرستې راټولې کړې او دا يې هيله وه، چې بايد پاتې ژونديو ته يې زر ورورسوي. ورپسې ځينو نړيوالو هم خپلې مرستې راولېږلې.
ډېر وخت لا تېر شوی نه و، چې ځوانانو خوراکي توکي، اوبه او د نورو شيانو پيټي په شا کړل او ځپلو سيمو ته روان شول.
د خلکو د مرستو اخلاص تر دې پورې و، چې ځينو ناويانو خپلې ګاڼې وپلورلې او دا يې ښه وګڼله، چې په پیسو يې د اړمنو ستونزې رفع شي.
په لږ وخت کې مرستندويه توکو او پیسو په سيمه کې خپل ځان وښود. په دغو مرستو کې داسې شيان وو، چې په ليدو به يې خلک حیرانېدل. له غوړيو ، د نريو وريجو .او لومړنيو توکو نيولې، تر غوښو او چرګانو پورې د هېڅ شي کمی نه و. کاروانونه، چې به د هوارې او نه زيان ليدونکو کورو ځينو خلکو وليدل، نو د خدای کړو ته به حيران شول. يادو خلکو په خپل ټول عمر کې د ولس داسې خواخوږي ليدلې نه وه، نو ځکه به ورته يو نيم سخت کړېده.
ذکريا خان اکا هم په زړه کې له خدايه دا ارمان کاوه، چې کاشکې يې د کور کوم دېوال لوېدلی وای.
هغه ملامت نه و. د عمر په دې کمزورې برخه کې ورته د دوو شهيدو زامنو نه ګڼ شمېر يتميان پاتې وو. هغه نه د خپلو لمسيانو پالنې نوره لار ورکه کړې وه. بدمرغي دا وه، چې د هغه کور په داسې ځای کې موقعيت درلود، چې د مرستو ټول کاروانونه به يې له نږدې نه ليدل.
بېوزلي بد شی دی. د دې پر ځای، چې له خدای نه يې د خپلې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو شکر کړی وای، له څو ورځو راهيسې يې زړه کې دا ګرځېدل، چې کاشکې يوې وړې غوندې زلزلې د هغه د کور کوم دېوال هم غورځولی وای.
د مرستو د بيا بيا ليدلو يې نور صبر تمام کړ. د زلزلې پر څلورمه ورځ يې دا فکر وکړ، چې د خپل کور زوړ دېوال د شپې له خوا پخپله وغورځوي. هغه د دې کار لپاره کلک هوډ وکړ، خو وروسته يې بيا زړه کې وګرځېدل،چې ښايي د دې کار په بدل کې راسره مناسبه مرسته و نه شي. ښه او مناسبه مرسته له هغو سره کېږي، چې يا مړه او يا هم زخميان وي..
په پای کې يې پرېکړه وکړه، چې ښه خبره دا ده، چې خپله يوه پښه ماته کړم.
د شپې دولس بجې به وې، چې په کرار کرار د مېلمنو د کوټې سر ته په ډېر تکليف د کور په لوی دېوال وخوت. لږ وروسته يې ځان د حوېلۍ انګړ ته برابر کړ. بيا يې سترګې پټې کړې، زړه يې ټینګ کړ او له دې سره يې ځان له بامه راګوزار کړ. د هغه د رالوېدو درز د يوې لويې کړيکې سره په کوټه کې ښځو او ماشومانو واورېد او چې کله يې هغه د حويلۍ په منځ کې نسکور وليد، نو ټولو چغې کړې.
مشر لمسي يې وويل:
ـ بابا ولې، ولې دا څه درباندې وشول.
په داسې حال کې، چې ذکريا خان کاکا فريادونه کول، په وسو وسو يې وويل:
پښه مې ماته ده د درد نه مړ شوم.
هغوی چې د لاټېن په رڼا کې وروکتل، نو رښتيا هم پښه يې په ورون کې چورلټه ما ته وه.
لمسيانو يې په ډېرې وارخطايۍ ځنځولۍ کړ، نږدې کټ کې يې واچاوه، خو يوه ورته وويل:
ـ بابا ولې؟ په سپين ميدان دې پښه ماته شوه؟
د فرياد سر يو ځای يې ځواب ورکړ:
ـ د کوټې د سر نه راپرېوتم.
بل ترې پوښتنه وکړه:
ـ هلته دې څه کول او ولې راولوېدې.
په داسې حال کې، چې درد يې وار په وار ډېرېده:
ـ زلزله وه، زلزله.
ټولو يو بل ته وکتل. يوه په کې وويل:
ـ موږ خو په زلزله پوی نه شو. دا څنګه زلزله وه؟!
ذکريا خان کاکا د فرياد سره يو ځای وويل:
ـ تاسې زلزله څه پېژنئ؟
اوس مې د ماتې پښې غم وکئ.
لمسيان يې د پښې د جوړېدو په فکر کې وو، خو په دې نه پوهېدل، چې هغه خپله پښه ولې ماته کړې وه؟!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.