د مرگ په باره کې ډیرې خبرې لرم
خو اوس د یو بلې خبرې لپاره همدا پرېږدم لږ وروسته به د هغه په باره کې وغږیږم.
اکثره ملګري راته ووایي ولې جدي لیکل نه کوې، ولې قولونه شریکوې؟ ولې شکایت کوې؟ ولې فریاد کوې؟
اوله خبره خو داچې په اوس وخت کې زما په نظر تر ټول ممکن کار همدا دی.
بله داچې بنیامین وايي د هیله مندئ تر ټولو غوره لار نقل قول دی. نقل قول مو له ناهيلئ او ناامیدئ څخه ژغورلی شي. (کله چې تاسو خفه او ناهیلئ یاست او یو څوک راځي تاسو ته د یو فلاسفر یا یو پوه یوه خبره یا جمله وايي دا ستاسو د غم او ناهيلئ د را کمېدو او ترې د خلاصېدو لامل ګرځیدلی شي)وايي؛ نقل قول دوه قدرت لري. یو یې تخریبي قدرت دی؛ بسته تاریخ نابودولی شي. او بل یې خوښئ تولیدونکی قدرت دی. کولی شي ښادي، خوښي او امید تولید کړي. بله خبره د شکایت ده، وايي «شکایت کول، زما په نظر په دنیا کې تر ټولو بې فایدې کار ده. خو سره له دې، همدا یوازینی کار ده چې پوره انرژي ورته لرم» خو شکایت دومره هم بې فایدې کار نه ده لکه څنګه چې په دې قول کې ویل شوي. همدا شکایت کولی شي ډیر واټنونه لري کړي، ډیر دیوالونه ونړوي. زه چې شکایت کوم خو د ژوند شرایط مې نه دي جوړ، ژوند، ژوند نه ده. هغه د ادرنو خبره چې؛ ژوند ژوندی نه ده. که ژوند، ژوندی وی اصلاً شکایت ته ځای نه پاتې کېده. څوک چې شکایت نه کوي هغه د هغه چا ملګري دي چې په دې شرايطو کې لاس لري. داچې زه داسې یم ددې وجه ناسم شرایط او ناسمه زندګئ ده. زه نه غواړم چې دروغ ووایم، زه نه غواړم چې ریا وکړم. زه نه غواړم د دروغو او ریا په دایره کې ژوند مخته یو سم.
داستایوفسکي د خپل کتاب ځمکتلې يادښتونه په یوې ډیرې بې رحمې او ټکان ور کوونکې جملې پیل کوي؛ «زه یو خبیث انسان یم، محترمو!… اصلاً آرام مو کړم؛ زه مریض یم. چندان شی نه یم. ځیګر مې ښه نه ده. سره له دې ټولو، یوه ذره هم په خپلو دردو او غمو نه پوهېږم، حقیقت داده چې نه پوهېږم څه بلا وهلی یم…» داستایوفسکي نه غواړي چې د نور غوندې په خپل مخ باندې د ښه سړیتوب نقاب را کش کړي. داستایوفسکي له نقاب څخه بد راځي. نه غواړي ځان کلک سړی وښي، نه غواړي ځان پاک سړی وښي. نه غواړي په خپل مخ باندې د شرافت وغیره نقاب را خپور کړي بلکې، هغه ډول چې دی ده هغه شان صفا وايي چې، خبیث یم. دی د نورو له نقاب، مکارئ، ښه سړیتوب په تنګ دی.
زه د نورو غوندې په نقاب کې خوښ او آرام نه یم، زه د نور برعکس په نقاب کې شرمیږم او نا آرام یم.
څومره چې ټولنه مستبده وي هغومره خلک ریا کار، دوه مخي او دروغجن وي. د توتالتیر ټولنې انسان دوه مخی، ریاکار، مفسد او وغیره ده. کله چې توتالیتاریزم په دې وتوانیږي چې خپل مخالف له منځه یوسي، دوهم قدم کې د ټولنې د وګړو په شخصي ژوند باندې یرغل پیل کوي او د خلکو د ژوند د مختلفو اړخونو کنترول او اختیار په لاس کې اخلي. هغوئ ته ویل کیږي چې څه باید وکړي او څه نه. توتالتیر ته د ځان د حفظ همدا لارې چارې ښکاري. کله چې داسې کیږي یا سکوت ته خلک مخه کوي یا هم دروغو، ریا او دوه مخئ ته مخه کوي. هاول په دې باور دی، چې توتالیتاریرم د وګړو ژوند د سکوت، ریا او دوه مخۍ په دایرې باندې اړوي. د توتالیتاریزم وګړي په ریا او دوه مخۍ کې ژوند کوي، دوی خپلې اصلي څېرې نه شي ښکاره کولای، ځکه خو په ریا او دوه مخۍ کې ژوند کوي. دوی هغه څه ښکاره کوي، څه چې د توتالیتاریزم ته مطلوب وي. ځکه دوی مجبور وي چې ځان توتالیتر ته ښه خلک کړي. که ځان ورته مطلوب خلک نه کړي، له حذف کېدو ډارېږي. تاسې به ډېرې داسې خبرې اورېدلې وي؛ هغه خلاف ده؛ خو ملاتړ خبرې ددې لپاره کوي چې څه تکلیف ورته ونه رسوي، په داسې حال کې چې دا ملاتړ به ده ته همدا ګټه هم نه رسوي، یعنې د تکلیف له خطر څخه به یې هم نه ساتي. هاول په خپل کتاب کې د یو سبزي پلورونکي مثال راوړي، چې هغه په توتالیتر باندې هېڅ باور نه لري، نه یې خوښېږي، د سرکوب وغیره له وېرې په حقیقت سترګې پټوي او دا چې ځان له کوم جنجال وغیره څخه وساتي، څه چې د مستبد شعار وي، څه چې د هغوی غوښتنه وي او که لنډ ووایم څه چې د هغو مطلوب وي، په هغه ځان برابروي یعنې باوجود د هېڅ ډول باور بیا هم داسې کارونه کوي، چې په هغه کې د د توتالیتر ملاتړ وي بیا هم دی نورو ته ویل غواړي چې زه یو سبزي پلورنکی یم. زه پوهېږم چې څه وکړم، زما چلند ستاسې له تمې سره سم دی، د باور وړ یم، څه مو چې ویلي، کړي مې دي… هاول د دې سړي اخلاق د ټولې ټولنې اخلاق بولي، د ټولو هغو خلکو چې هغو د ریا په دایره کې يې ژوند پیل کړی دی، د هغو ټولو اخلاق به داسې وي لکه د دې سبزي پلورنکي. وتسلا هاول په دې باور دی چې د توتالتیاریزم تر ټولو غټه وسله ټوپک، ټانګ وغیره نه دي؛ بلکې هغه وګړي دي چې د دروغو او ریا په دایره کې یې ژوند پیل کړی دی.
اصلي خطر دا دی چې وګړي د ټولنې په نظام یا حقیقت باور ونه لري، خو داسې ښکاره کړي چې موږ باور لرو، دا ډول تظاهر دی چې د وګړو ترمنځ اړیکې له وړاندینې باسي، په داسې حال کې څوک اړیکې نه شي جوړولی. دده په باور د توتالیتاریزم ريښه هغه ټولنه ده، چې له اخلاقو يې لاس مینځلی وي، کومې چې له صداقت او رښتینولي لاس اخیستی وي او وګړي په دوه مخۍ، ریا وغیره کې ژوند کوي. که په ډیرې ساده ژبې ووايو؛ نو ویلی شو چې ریا، دوه مخي، دروغ او وغیره یعنې استبداد یعنې توتالیتري.
هغه څه چې د توتالیتاریزم ريښې ورغوڅوي، هغه طیارې او ټانګونه نه دي بلکې د حقیقت په دایره کې ژوند دی. څومره چې توتالیتاریزم له حقیقت څخه ویره لري، له بل څه یې نه لري. د توتالبتاریزم د مخالفت او مقاومت لومړی قدم د صداقت او حقیقت په دایره کې ژوند دی. که له صداقت او حقیقت فاصله اخیستل کېږي؛ نو دا د توتالیتاریزم خدمت دی او د توتالیتاریسم په خدمت کې د واقع کېدو په مانا دي. هاول وايي، کوم چې څه چې په دروغو ولاړ وي، د هغه مقابله یوازې او یوازې په حقیقت کیدای شي. دروغ ویل، شکایت نه کول، فریاد نه کول، دوه مخي کول د توتالیتاریزم خدمت دی. برعکس د توتالیتري د مقابلې لومړی او مهمه وسله د حقیقت، صداقت وغیره په دایره کې ژوند او له دروغو او ریا څخه فاصله اخیستل دي.
د داستایوفسکي په شان نقاب له مخې لرې کول، له دروغو فاصله اخیستل، حقیقت په ژبه جاري کول دي. کله چې مستبده ټولنه تاته د حقیقت اجازه نه در کوي مجبورېږې چې سکوت وکړې، ځکه که سکوت ونه کړې د سر له خطر سره مخامخ کې کېږې. خو سکوت سمه لاره نه ده. باختین وايي، که ټول ځایونه له استبداده ډک وي یا ټولو ځایونو کې استبداد وي، دوو ځایونو کې استبداد ناممکن دی. يو په کلمه کې او بل هم په رومان کې. کلمې څو غږه دي، امکان نه لري چې تک صدا یا یو غږ دې شي. په کلمه کې ټولې او ګڼې معناوې حضور لري. د مثال په توګه، د ازادۍ کلمه، د عدالت کلمه، د عشق کلمه او داسې نورې کلمې ګڼې معناوې لري. هيڅوک یې نه شي یو معنا او یو غږ کولای. بل ځای چې استبداد او یو غږتوب پکې ممکن نه دی، هغه رومان دی، کیسه او داستان دی. په رومان کې ټوله ټولنه حضور لري، نه شي کیدای چې یو غږ دې شي. توتالیتاریزم یعنې دا خبر منل چې، د تفسیر حق نه لرم، د درک حق نه لرم، د خبرې حق نه لرم، د کیسې حق نه لرم، د روایت حق نه لرم، لنډه داچې د بې ژبي حیوان غوندې چپ اوسېدل. که چیرې استبداد دا وي، ددې ضد څه شی کیدای شي؟ یا د استبداد مقابله په څه شي کیدای شي؟ د استبداد ضد، خپله خبره کول، خپل تفسیر واړندې کول، خپل روایت وړاندې کول، خپله کیسه کول، لنډه داچې ژبه په خپله خوښه چلول.
کافکا په دې باور و، که چیرې په ژوند کې له ژوند سره نه شوی جوړېدی نو دوو لاسو ته ضرورت دی: داسې لاس چې ناامیدي پرې لږ له خپل برخيلک څخه پورې وهئ. دوهم داسې لاس چې په شاه او خوا وارنيو ( مصیبتونو، غمونو او بحرانونو) باندې تند تند ليکل پې وکړی. دی باوري و چې داسې یو کس واقعي ژوندی او هم محاله مړ دی. وايي هانا ارنت هم له کافکا سره هم عقیده ده هغه هم په دې باور ده چې که چیرې موږ له ظلم او شر څخه په یو ډکه زمانه کې ژوند کوو دغسې دوو لاسو ته ضرورت لرو، داسې لاس چې موږ ژوندي وساتي او له ځان وژنې مو وژغوري او بل داسې چې په ورانیو کې وګرځو او پاتې ښه څیزونه پکې پیدا کړو او هغه د خپل ځان د امید مایه او سرچینه کړو. په ویرانه کې ژوند یعنې هم محاله ژوند او مرګ.
دا یوازینی شیان دي چې له ژوند او نورو سره مې اړیکه جوړوي. دا یوازیني ممکن شیان دي چې تک صدايي، د ټولنې استبداد پرې ماتوم. دا یوازیني شیان دي چې ما انزوا ته نه لیږي، له نورو سره مې په تعلق کې ساتي. توتالیتاریزم لږ تر لږه دوه کاره کوي یو د معنا بحران زېږوي او بل هم ارتباط ناممکن کوي. توتالیتاریزم انسان منزوي کوي انسان تنها کوي. که چېرې زه دا کارونه ونه کړم تنها او منزوي کېږم. دا او دې ته ورته کارونه باندې د تنهايي شر ته نه وایم. زه له دوه مخئ فریاد کوم، زه له تنهايي فریاد کوم زه له مهربانئ فریاد کوم. زه د مینې خبرې کوم ځکه دا زموږ د ټولنې ستر بحرانونه بولم. زموږ د ټولنې اصلي بحران د مینې، شفقت، مهرباني، همدردي وغیره بحران بولم. زموږ ټولنه کې رحم، شفقت، مینه او مهرباني نشته. حتا ویلی شم چې د فقر، استبداد، اقتصاد او وغیره بحرانونو لامل د مینې بحران دی.
زموږ ټولنه او فرهنګ کې د مینې لپاره کوم ځای نشته. مینه له رحم، مهرباني، زغم، وغیره سره بې اړیکې نه ده، بلکې یوه قوي اړیکه ورسره لري. مینه ده چې رحم، زغم، مهرباني، ژمنتوب وغیره زېږوي. ویلی شم چې زموږ اړیکې د مهربانئ، رحم او مینې اړیکې نه دي. زموږ اړیکې د بې احساسئ اړیکي دي نو ویلی شم چې موږ د بې احساسئ له بحران سره مخامخ یوو. زموږ اړیکو کې مهرباني، مینه، رحم، همدردي وغیره نشته، زموږ اړیکې د یو بل په حذف ولاړې دي، ځکه خو مو سیاستونه هم د یو بل په حذف ولاړ دي. سیاست خو څه له بل جای نه راځي، زموږ د اړیکو، رفتارونو، کړوړو، اخلاقو… وغیره پیداوار دی. که موږ اړیکو کې مهربان، ژمن، رحیم… وی، سیاستونه به مو هم مهربانه، رحیم، ژمن وغیره وی. زموږ سیاستونه مهربانه، ژمن، رحیم او زغمونکي نه دي. ددې وجه له یو بل سره زموږ اړیکې دي موږ د اړیکو په سطحه کې مهربانه نه یوو. نو ځکه خو موږ د تاریخ په اوږدو کې یو له زغمه ډک، مهربانه، ژمن، او صادق سیاست نه دی تجربه کړی.
هو زه د بې احساسئ شر ته نه ویل غواړم، د مرستې، مهربانئ او مینې دنیا ممکن کول غواړم.
وايي؛ خپل مشکلات او ستونزې بیان کړئ، او یوازې د جهان راز تکثر کړئ: پرېږده چې نور پوی شي چې تاسو هم ددوئ غوندې یاست، تاسو هم مرستې ته اړتیا لرئ، تاسو هم ددوئ غوندې ستونزې لرئ، تاسو هم ددوئ غوندې ژوبل یاست، او پرېږده چې دوئ مرسته درسره وکړي تر څو دوئ هم بل وخت بې له کومې وېرې له تاسو مرسته وغواړي. تاسو ته چې اړتیا لري ډاډه غږ در باندې وکړي. بې نیازي د متکبرو ذهنونو صفت دی. بې نیازي یعنې فاشیزم، حقیقت اصولاً مرستې ته اړ، تږئ، توجو ته محتاج، تکثر او خبرې دي.
له مرستې غوښتلو مه ویرېږئ، مرسته غوښتل جهان پراخي او د جهان د راز(عشق) پراخي ده. جعلي حصارونه له ځانه مه تاووئ، دا کاذب شخصیت، دا نقابونه چې د نورو لپاره مو اچولي له مخ
څخه لرې وغورځوئ.
له نورو مرسته وغواړئ او هم له نورو سره مرسته وکړئ. مرسته ښه شی ده خو کافي نه ده. کمک تاسو د انساني اړیکې په معراج کې واقع کوي. نور ستاسو مرستې ته اړتیا لري، د خپلو ضرورتونو او مشکلاتو لپاره تاسوته اړتیا لري او په همدې خاطر تاسو ته سر را کږوي او خپله ژبه نرموي. له دې طرفه د نړئ ورونه همیشه ستاسو په مخ پرانیستي دي خو له بله طرفه بند او تړلي دي ځکه څومره چې تاسو له نورو سره مرسته کوئ همداشان تاسو هم د نورو مرستې ته اړتیا لرئ. خبرې او مینه د دوه اړخیزو اړیکو څخه لاسته راځي. داسې نه ده چې زه او تاسې به همیشه د جنټلمین رول لوبو او له خلکو، ماشومانو، بېوزلو او اړمنو سره به په کلي، کوڅو او لارو کې مرسته کوو. کله چې تاسو اړتیا ولرې د کمزوئ او ضعف احساس کوئ، پیسې نه لرئ، ستړی یئ، لاړشئ ګاونډي ته مو ووایئ، لاړشه خپلوان ته، ملګري ته، او همکار ته مو ووايئ، له خپل تربور مرسته وغواړئ…
وايي؛ د نورو خواته لاړ شئ، مه پرېږدئ چې څوک د تنهايي احساس وکړي او مه پريږدئ چې څوک له ستونزو سره په مخامخ کېدو کې پاتې راشي او ژوند ته د پای ور کولو په فکر کې ولوېږي. کوچنئ مرستې وکړئ. یوازې ستاسو په شتون او د اړیکې ایجاد او د کوچني کومک کولو سره په انسانانو کې د ژوند شوق او میل غوړيږي او هغوئ د انسان په نوم څه ته هيله مند کیږي. خير له انسانانو سره له اړيکې او له یوبل سره د مینې پرته بل شی نه دی. دغه مینه تجربه کړئ او هم نور او هم دا خاورینه ځمکه له نابودئ څخه وژغورئ…
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.