د حوثیانو،عربو او ایرانیانو له کرکېچه د سترو قدرتونو ګټه!
ایران له پیل څخه خوښ نه وو چې اسلامي باور د هلته ځای خپل کړي خو د عربو پر وړاندې له ناکامۍ سره مخ شول او دوی اړ شول تر څو مسلمانان شي.ایرانیانو د عربو تر ولکې او اغېزې لاندې ایران د ننګ خبره ګڼله.
حال دا چې په همدې وخت کې ابراهیمي ادیانو بازار خپل کړی وو او هرې سیمې د ځان او خپل ولس د بقاء لپاره یو له دغو باورنو څخه خپلاوه.
د ایرانیانو کرکه ورځ تر بلې د عربو پر وړاندې مخ په ډېرېدو وه او دوی کوښښ کاوه تر څو د عربو له اغېزې څخه ایران وژغوري.
ایران ناچاره وو چې د سیمې هېوادونو او د نړۍ له حرکت سره ځان ته ځای پیدا کړي.
د عربو واکمني ورځ تر بلې مخ په پراخېدو وه او ډېرې سیمې یې تر خپل کنترول لاندې راوستلې وې.
عرب پوهېدل چې ایرانیان ترېنه کرکه کوي او نه غواړي تر څو دوی پرې واکمن وي.
عربو یوه زړه تګلاره مخ ته وړله چې تر ډېره بریالۍ او ګټه وره تمامه شوې وه.
عربو به چې کومه سبمه ونیوله نو ډېر ژر به هلته د دیني علماوو په نوم ځینې عرب ورتلل او د اسلام دین به یې خلکو ته ورښود.
دغو عربو تر څنګ د دین ښودنې او بلنې خپل ځانونه د پیغمبر د کورنۍ غړي،لکه سادات،پاچایان،هاشمیان،قریش او ورته نومونو سره یادول.
د وخت عربي واکمنو به مشران د حکومتونو اړ کول تر څو دغو عربو ته په وړیا ډول ځمکې ورکړي.
دوی به ځانونه د اهل بیت ځای ناستي بلل او خپل لاسونه به یې په عام وکړو ښکلول او د تقدس او تبرٌک په نوم به یې ځانونه تر نورو اوچت او غوره بلل.
ایرانیانو دا کار نشوی زغملی او هڅه کېدله تر څو مخنیوی یې وکړي ،خو دسیمې او وخت حالاتو اړ کړي وو تر څو هر څه ومني.
عربو دومره خلکو کې ځای پیدا کړی وو چې هېچا به پر خپل ماشوم پرته د دوی له اجازې نوم نه کېښود او دوی به هم کوښښ همدا کاوه تر څو په ماشومانو عربي نومونه کېښودل شي.
کرکه زېږېدلې وه او نسلونو ته په میراث پاتې کېدله.
د وخت په تېرېدو سره عربي واکمني په ایران او سیمه کې له منځه ولاړه او ډېر ژر یې ترکانو د عثماني خلافت په نوم حرکت پیل کړ.
عثمانیانو هم د عربو په څېر يواځې د کرکو،جبر او ظلم له لارې خپله واکمني مخ ته وړله.
د عثماني خلافت سره د مسیحیانو ،یهودو دښمني ایرانیانو ته یو ښه فرصت او چانس وو چې هڅه یې کوله تر څو د ځان په ګټه پکې ځای خپل کړي.
اروپایان پوهېدل چې ایرانیان د خپل هویت د ژوندي کولو لپاره ډېرو څیزونو ته غاړه ږدي تر څو عربو ته یې څاپېړه ورکړي وي.
د عثماني خلافت د مشرتابه د کبر او غرور له وجې ځینو اسلامي هېوادونو په پټه له اروپایانو سره ملګرتیا او د زړه خواله پیل کړل.
د اروپایانو هڅه دا وه چې ځانونه د عثماني خلافت څخه وژغوري او په همدې سره د نویو ملګرو په لڼه کې ول.
د دوی هڅه دا وه تر څو د هېوادونو غوښتنو،جیوپولوتیک ارزښت،نفوس او ورته موضوعاتو ته په کتنې سره د عثماني خلاقت پر وړاندې خنډ رامنځ ته کړي.
ایرانیان وخت ته منتظر ول .
ایران کې د صفویانو حکومت چې په بشپړ ډول صوفیانه او مذهبي ډوله مشرانو مخ ته وړ واکمن ول.
دا هغه وخت دی چې عباسیانو خپله کرکجنه څېره د تاریخ پاڼو ته سپارلې او عثمانیان په کرکو سره خپل خلافت مخ ته وړي.
((دا هغه وخت وو چې په لبنان کې د شیعه په نوم مذهب په ښکاره ډول څرګند شوی وو.
لبنانیانو به دا وېل چې دوی له یهودو او مسیحیانو سره ګډ ژوند لري او په تېر کې د دوی نیکونو چا یهودیت ته او چا مسیحیت ته مخه کړې وه.
د لبنان مسلمانانو به دا وېل سره له دې چې لبنانیان یو خلک دي خو چا چې اسلام منلی له نورو ډېر وروسته پاتې دي او هغوی چې پر یهودي او مسیحي باور کې دي تر دوی یې ژوند ښه او پر مختللی دی.
د لبنان د شیعه ګانو باور دا وو چې د سني مسلمانانو عقیده ډېره وروسته پاتې او له تاوتریخوالي څخه ډکه ده.دوی وېل چې په دې ډول نشي کولی له دوی سره رقابت وکړي.نو لبنانیانو ځکه شیعه مذهب ته مخه کړله تر څو له خپاو سیالانو شاته پاتې نشي.))
دا باور اروپایانو ته د نبلیغ او پروپاګندې لپاره لنګه غوا وه .
ایران کې داسې اساس وخت وو چې ځوارلس کلن اسماعیل شاه صفوي ته واک د هېواد ور په غاړه وو او په نږدې واټن کې د نوي مذهب رامنځ ته کېدل تر ټولو غوره لاره بلل کېدله تر څو ایرانیان د ورک شوي هویت د بیا را ژوندي کولو لپاره نوی فصل پرانیزي.
اسماعیل شاه صفوي مشرانو،دیني علماوو او د پر دو تر شا دباندیني د وخت قدرتونو په ګډه اسماعیل شاه صفوي اړ کړ تر څو ایرانیان سني مذهب ته شا کړي او د شیعه مذهب پیروان وګرزي.
یاد کار ګل وکړ او ټول ولس یې هر کلي ته راودانکل او همدا د ایران هویت یو ځل بیا په نړېواله کچه را ژوندی کړ.
یاد کار ایران د بیا ځلې لپاره د پام وړ وګرزاوو او نړېوالو ورسره د اړیکو ساتلو هڅې پیل کړلې.
ایران وتوانېد د شلمې پېړې تر پای ښه مخ ته ولاړ شي خو له بده مرغه چې یوه تېروتنه د ورکې لامل ګرځي.
د ایرانیانو اوښتل له سني نه شیعه مذهب ته او په پای کې سرلاري جوړېدل د جعفري فرقۍ عربو ته د منلو وړ نه وو.
عربو چې خپل تېر ته کتل نو د کرکو او عقدو بوی یۍ تر سپږمو ور رسېده او هڅه یې کوله ځان ته ملګري جوړ کړي.
عربو ولیدل چې ایران د ځان د بقاء لپاره مذهب پرېښود او له ورکې سره هویت یې خپل را ژوندی کړ.
عربو د ځان د ژغورنې لپاره د پرېمانه باج ورکولو سره ساه باسي.
ننې را برسېره شوې کرکې هغه پخوانې عقدې دي چې دوی کارولي او له ولسونو یې قرباني اخلي.
نن سیمه د سترو قدرتونو د سیالداریو لپاره اور کې سوزي.
د دوی د غلطو لوبو او کاذب غرور له وجې سیمه نارامه او د اور په لمبو کې سوزي او ګټې یې بل وړي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
Comments are closed.