خپله به ستړی وي خو موږ یې دمه کړو

غلام نبي ګل

56

۲۰/۶/۱۴۰۵

محمد طارق بزګر تقریباً څلور لسیزې پلی خو خورا اوږد او ستونزمن ژورنالیستیکی مزل وواهه. دا چې نوموړی پدې اوږده مزل کې څومره تیندکونه خوړلي او لوړې ژورې یې لیدلي، د قلم سیاهي یې درلوده یا نه درلوده، خیټه یې وږې یا مړه وه خو خپل مزل ته یې دوام ورکړی. او هغه هدف چې د هوسۍ په ښکرونو کې وه، ده ورپسې منډې وهلي. فکر کوم چې د هوسۍ له سرعت نه د بزګر صیب سرعت تیز وه. او هغه هدف چې د هوسۍ په ښکرونو کې وه بزګر صیب تر لاسه کړی. د هوسۍ له ښکرونو یې هغه مرغلرې، جملې او خبرې راویستي چې زموږ نن او سبا جوړولی شي.

هسې خو هم موږ افغانان د لیکلو، لوستلو او مطالعې خلک نه یو. که بل څوک تیاره مړۍ په خوله کې هم راکړي، شخوند پرې نه وهو. خو زه وایم چې راځئ د بزګر صیب په وروستیو دوه لیکنو او مقالو ( افغانستان د ټولو افغانانو وطن او د ټولو راتلونکی ـ افغانستان د واک غمیزه ) په ټکي ټکي له یو سره شخوند ووهو. نه یواځې دا چې شخوند پرې ووهو بلکې هضم یې هم کړو.

بزګر صیب د خپلې یوې مقالې په سر کې لیکي : زه له افغانستان سره مینه لرم؛ د دې له امله نه چې دا بې زخمه، ښکلې خاوره او سیمه ده. بلکې لدې امله چې له ټولو ټپونو، بدرنګیو او ښکلاوو سره سره زما هیواد دی.

د بزګر صیب د کار حجم ته چې د وطن لپاره یې تر سره کوي، سړی وګوري حتمي فکر کوي چې دا به څومره ستړی وي. خو که بل خوا سړی وګوري چې په خپلو ستړیاوو، مطالعې او راټولونو څومره ښکره غوټې پرانیزي نو سړی دمه کړي. نو زه ورته وایم ګران بزګر صیب که تاسو ستړي یاست خو موږ مو دمه کړو.

مینه او مننه

پیراهن چرکین

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.