د هر افغان ماشوم په لاس کې کتاب

محمد طارق بزګر

53

کله چې د یوې افغانې نجلۍ پر مخ د زده‌کړې یوه دروازه تړل کېږي، یوازې د هغې د ژوند یوه دروازه نه تړل کېږي؛ د یوه ملت د راتلونکي یوه دروازه هم ورسره تړل کېږي.

افغانستان د خپل تاریخ له هغو حساسو پړاوونو تېرېږي چې اغېزې به یې یوازې د نن په سیاسي حساب کې نه پاتې کېږي. د نن پرېکړې به د سبا په ښوونځیو، پوهنتونونو، روغتونونو، اقتصاد، کورنیو او، تر ټولو مهمه، د راتلونکو نسلونو په ذهنونو کې خپل سیوری وغځوي.

د تاریخ په ځینو شیبو کې ملتونه د لویو پروژو، لوړو ودانیو او پراخو اقتصادي پلانونو په اړه فکر کوي؛ خو د ملتونو د بقا اصلي پوښتنه تر دې هم ساده ده:

د خپل ماشوم لپاره مو څه پرېښودل؟

کتاب مو ورکړ؟
پوښتنه مو ورزده کړه؟
د فکر کولو جرئت مو ورکړ؟
که مو د هغه پر وړاندې د انتظار یوه اوږده لاره وغځوله؟

افغانستان نن له همدې پوښتنې سره مخ دی.

د یوه ماشوم پنځه کاله

افغانستان لا هم په نړۍ کې هغه هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي وروسته له رسمي ثانوي زده‌کړو محرومې دي او ښځې له پوهنتوني زده‌کړو منع دي. د یونیسف د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۲.۶ میلیونو څخه زیاتې افغانې نجونې له ثانوي زده‌کړو پاتې شوې دي.

خو د دې شمېر تر شا هره شمېره یو انسان دی.

هره شمېره یوه نجلۍ ده چې ښايي غوښتل یې ډاکټره شي.

یوه بله ښايي د انجینرۍ خوب لري.

یوه ښايي ښوونکې شي.

بله ښايي ساینسپوهه، اقتصادپوهه، څېړونکې، خبریاله یا سوداګره شي.

موږ کله ناکله وایو: «پنځه کاله ډېر وخت نه دی.»

د یوه دولت په تقویم کې ښايي پنځه کاله لنډه موده وي؛ خو د یوه ماشوم په ژوند کې پنځه کاله د شخصیت، پوهې او مسلک د جوړېدو له تر ټولو مهمو پړاوونو څخه دي.

هغه نجلۍ چې نن څوارلس کلنه ده، پنځه کاله وروسته نولس کلنه ده.

د هغې عمر به تېر شوی وي؛ خو هغه فرصتونه چې له لاسه یې ورکړي، بېرته نه راګرځي.

د تعلیم له لاسه تللی وخت یوازې وخت نه دی؛ د انسان د امکان یوه برخه ده.

او کله چې د یوه نسل امکان کم شي، د یوه هېواد راتلونکی هم ورسره تنګېږي.

د افغانستان اصلي پانګه څه ده؟

موږ د افغانستان د ستونزو په اړه ډېرې خبرې کوو.

د سیاست خبرې کوو.

د اقتصاد خبرې کوو.

د فقر، بېکارۍ، امنیت او طبیعي سرچینو خبرې کوو.

خو تر دې ټولو مخکې باید یوه بله پوښتنه وکړو:

افغانستان به په څه شي جوړېږي؟

په طبیعي سرچینو؟

نه، یوازې په هغو نه.

په جغرافیه؟

نه.

په شعارونو؟

هیڅکله نه.

د یوه هېواد تر ټولو ستره پانګه د هغه د ځمکې لاندې نه، د هغه د خلکو په ذهنونو کې پرته ده.

انسان د افغانستان اصلي پانګه ده.

معدن هغه وخت شتمني کېږي چې جیولوجیست، انجنیر، تخنیکر، اقتصادپوه او مسلکي مدیر ولري.

کرنیزه ځمکه هغه وخت څو برابره حاصل کوي چې کرنیز متخصص، اصلاح شوي تخمونه، اوبه، تخنیک او بازار ولري.

روغتون هغه وخت ژوند ژغوري چې متخصص ډاکټر، نرس، لابراتوار، درمل او عصري تجهیزات ولري.

ښوونځی هغه وخت راتلونکی جوړوي چې ښوونکی پکې د ماشوم د ذهن دروازې پرانیزي.

او پوهنتون هغه وخت ملت جوړوي چې یوازې سند نه، بلکې پوهه، مهارت، څېړنه او نوښت تولید کړي.

نو که افغانستان غواړي خپل طبیعي امکانات په واقعي شتمنۍ بدل کړي، لومړی باید خپل انسان جوړ کړي.

علم یوازې معلومات نه دي

جهالت یوازې دا نه دی چې انسان لیکل او لوستل نه شي کولای.

کله ناکله انسان ډېر کتابونه لوستي وي، خو لا هم د فکر له پلوه له جهالت سره مخ وي.

جهالت هغه وخت هم وي چې انسان د پوښتنې کولو جرئت ونه لري؛ د مخالف نظر له اورېدو ووېرېږي؛ هره نیوکه د دښمنۍ په معنا وګڼي؛ او د دلیل پر ځای زور، مقام، دود یا تقلید د حقیقت معیار وګرځوي.

علم انسان ته یو ډېر مهم درس ورکوي:

کېدای شي زه تېروتی یم؛ راځئ چې د دلیل او شواهدو له لارې یې وڅېړو.

همدا جمله د سالم فکر له بنسټونو څخه ده.

علم موږ ته یوازې دا نه وایي چې په څه پوه شو؛ بلکې دا هم را زده کوي چې څنګه فکر وکړو.

له همدې امله، د افغانستان د تعلیمي راتلونکي بحث باید یوازې د ښوونځیو د شمېر بحث نه وي.

موږ داسې ښوونځي غواړو چې ماشوم پکې پوښتنه وکړي.

دلیل وغواړي.

څېړنه وکړي.

له تېروتنې زده کړه وکړي.

د ستونزې لپاره څو حللارې ولټوي.

او له ځانه وپوښتي:

ولې؟

څنګه؟

که برعکس شي، څه پېښېږي؟

ایا بله لاره هم شته؟

همدا پوښتنې ماشوم له تقلید کوونکی/ مقلد څخه څېړونکي ته اړوي.

دین او علم؛ ولې یې باید مقابل لوري ونه بولو؟

افغانستان یو مسلمان هېواد دی. د خلکو د دیني ارزښتونو درناوی د هرې دوامدارې حللارې مهمه برخه ده.

خو باید د دین، د دین د تفسیر او د افراط تر منځ توپیر وشي.

همدارنګه باید داسې مصنوعي تصور جوړ نه کړو چې ګواکې انسان باید یا دین غوره کړي او یا علم.

دا انتخاب له بنسټه ناسم دی.

دیني زده‌کړه خپل ارزښت او ځای لري؛ خو د یوه هېواد ټولې اړتیاوې یوازې په دیني زده‌کړو نه پوره کېږي.

افغانستان عالم ته اړتیا لري؛ خو ډاکټر هم غواړي.

ښوونکي ته اړتیا لري؛ خو انجنیر هم غواړي.

د فقهې عالم ته اړتیا لري؛ خو اقتصادپوه، ساینسپوه، کرنیز متخصص، کمپیوټرپوه، معمار، درمل جوړوونکی، د اوبو متخصص او د مصنوعي ځیرکتیا څېړونکی هم غواړي.

د جومات او مدرسې عالم د ټولنې د معنوي ژوند لپاره مهم دی؛ خو د برېښنا شبکه انجنیر جوړوي، د ناروغ درملنه ډاکټر کوي، د اوبو بند متخصص جوړوي، د کرنې حاصل ساینس زیاتوي، او اقتصادي نظام مسلکي خلک اداره کوي.

هیڅ ملت یوازې په وعظ او دُعا نه جوړېږي؛ ملتونه په پوهه، اخلاقو، تخصص، کار او تولید جوړېږي.

اسلامي تمدن هم هغه مهال خپل ستر علمي پړاوونه ولیدل چې د دیني علومو تر څنګ طب، ریاضي، فلسفه، ستورپوهنه، کیمیا، جغرافیه، ژبه او ادب وده کوله.

نو د علم دروازه تړل د دین ساتنه نه ده.

علم د انسان د عقل وسیله ده چې د نړۍ د پېژندلو لپاره یې کاروي.

هغه ځای چې ناپوهي د دین په نوم خبرې کوي

تر ټولو خطرناک حالت هغه وخت رامنځته کېږي چې ناپوهي د دین په نوم توجیه شي او د علم، پوښتنې او پرمختګ پر وړاندې خنډ وګرځي.

ستونزه د دین په اصل کې نه، بلکې هغه وخت رامنځته کېږي چې ناسم تعبیرونه د زده‌کړې، څېړنې او فکري پوښتنې د بندولو لپاره وکارول شي.

که ماشوم وپوښتي: «ولې؟» او موږ ورته ووایو: «ډېرې پوښتنې مه کوه»، موږ یوازې یوه پوښتنه نه ده بنده کړې؛ د هغه د فکر یوه کړکۍ مو هم تړلې ده.

که ناروغ شي او د علمي درملنې پر ځای یوازې پر ناسم باور، مُلا، پیر او تعویذ تکیه وکړو، ستونزه یوازې روغتیايي نه پاتې کېږي.

که بزګر د وچکالۍ، ناروغۍ او د اوبو له کمښت سره مخ وي، خو د کرنې له عصري علمه بې برخې وي، یوازې د پخوانیو طریقو تکرار به یې ستونزه حل نه کړي.

که ځوان ته وویل شي چې کمپیوټر، انټرنېټ، ټکنالوژي او نوي علوم غیرضروري دي، هغه به له هغې نړۍ وروسته پاتې شي چې هره ورځ په چټکۍ بدلېږي.

په یوه ټولنه کې که عصري علوم مباح وګڼل شي، هیڅکله به د پرمختګ او خوښیو مخ ونه ویني او د مخکې ټګ پرځای به شاتګ ته مخه کړي، چې دا خپله یوه تولنه او یو هېواد د نورو د غلامۍ په لور بیایي.

علم د ژوند له هرې برخې سره تړلی دی.

د یوې نجلۍ کتاب ولې د ټول ملت مسئله ده؟

یوه ښځه ناروغه ده.

په سیمه کې ښځینه ډاکټره نشته.

کورنۍ نه غواړي چې هغه نارینه ډاکټر ته یوسي.

پوښتنه دا ده:

ښځینه ډاکټره به له کومه کېږي؟

له همدې نننۍ نجلۍ څخه.

له هغې نجلۍ څخه چې باید طب ولولي.

له هغې نجلۍ څخه چې باید پوهنتون ته ولاړه شي.

له هغې نجلۍ څخه چې باید سبا د بلې ښځې ژوند وژغوري.

همدا خبره د ښوونکې په اړه هم صدق کوي.

که ښځینه ښوونکې کمې شي، د نجونو د زده‌کړې نظام کمزوری کېږي.

که ښځینه متخصصانې کمې شي، د ټولنې نیمایي برخه د ژوند په مهمو برخو کې له مسلکي خدمتونو محرومېږي.

له همدې امله:

د یوې نجلۍ تعلیم یوازې د هغې د راتلونکي جوړول نه دي؛ د یوه ملت د راتلونکي مسلکي ظرفیت جوړول دي.

ایا افغان ولس د نجونو د تعلیم مخالف دی؟

دا پوښتنه باید د احساساتو پر ځای د شواهدو له لارې وکتل شي.

په افغانستان کې محافظه‌کارې کورنۍ شته. د نجونو د زده‌کړې د چاپېریال، امنیت، جلا ټولګیو، لباس او نورو ټولنیزو مسایلو په اړه بېلابېل نظرونه هم شته.

خو له دې خبرې سره دا یو شی نه دی چې ووایو افغان ولس په عمومي ډول د نجونو د تعلیم مخالف دی.

د ۲۰۱۹ کال د افغانستان د خلکو په یوه پراخه سروې کې شاوخوا ۸۶.۸ سلنه ګډونوالو د نجونو د لیسې له زده‌کړو ملاتړ کړی و او شاوخوا ۷۵.۱ سلنې د ښځو د پوهنتوني زده‌کړو ملاتړ څرګند کړی و.

دا د نن ورځې ټولپوښتنه نه ده او باید د ۲۰۲۶ کال د دقیق نظر په توګه ونه کارول شي؛ خو لږ تر لږه دا ښيي چې محافظه‌کاري په خپله د نجونو د تعلیم مخالفت نه معنا کوي.

د ډېرو افغان کورنیو لپاره د ښځینه ډاکټرې اړتیا یوه واقعي اړتیا ده.

د ښځینه ښوونکې اړتیا یوه واقعي اړتیا ده.

د ښځینه متخصصې اړتیا یوه واقعي اړتیا ده.

نو د نجلۍ تعلیم یوازې د هغې شخصي بریا نه ده؛ د ټولنې د اړتیاوو ځواب هم دی.

زموږ ماشوم او د سیمې ماشوم

د افغانستان ګاونډیان یو شان هېوادونه نه دي. د هغوی سیاسي نظامونه، اقتصادونه، فرهنګونه او د تعلیم کیفیتونه سره توپیر لري.

خو یو حقیقت له پامه نه شو غورځولای:

په سیمه کې میلیونونه نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي، مسلکونه جوړوي او د خپلو ټولنو په اقتصادي او علمي ژوند کې برخه اخلي.

افغانه نجلۍ بیا ډېر ځله د شپږم ټولګي په پای کې د انتخاب پر ځای د انتظار مخې ته درېږي.

د ګاونډي ماشوم او افغان ماشوم ترمنځ تر ټولو دردونکې فاصله په نقشه کې نه ښکاري.

دا فاصله د خوبونو او ارمانونو په اندازه کې ښکاري.

یو ماشوم خپل کتاب پرانیزي او د راتلونکي په اړه فکر کوي.

بل ماشوم کتاب تړلی ساتي او د راتلونکي امرثاني انتظار باسي.

که وضعیت بدل نه شي

که د نجونو ثانوي او لوړې زده‌کړې همداسې محدودې پاتې شي، ستونزه به یوازې د نن په ټولګي کې پاتې نه شي.

سبا به موږ له ښځینه ښوونکو، ډاکټرانو، نرسانو، قابلو او نورو متخصصانو له کمښت سره مخ شو.

د تعلیم کیفیت به کمزوری شي.

د کورنیو اقتصادي ظرفیت به زیانمن شي.

د ماشومانو د کار او د کم عمره نجونو د ودونو د زیاتېدو خطر به لوړ شي.

او د افغانستان او نړۍ ترمنځ به علمي او اقتصادي واټن لا پراخ شي.

تر ټولو لوی زیان به بیا هماغه وي:

د افغانستان د انساني پانګې کمزوري کېدل.

نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا، بایوټکنالوژۍ، روبوټیک، فضايي علومو، عصري طب، نوې انرژۍ او ډیجیټلي اقتصاد پر لور روانه ده.

که افغانستان خپل ماشومان له دې علمي سفره لرې وساتي، سبا به یوازې له نړۍ وروسته نه وي؛ د نړۍ د تولیدوونکو پر ځای به د تولیداتو مصرفوونکی وي.

افغانستان کوم تعلیمي نظام غواړي؟

حل یوازې دا نه دی چې ښوونځي پرانیستل شي.

ښوونځي باید ښه هم وي.

موږ داسې تعلیمي نظام ته اړتیا لرو چې هر ماشوم ته د زده‌کړې فرصت ورکړي؛ نجونې او هلکان له علمي فرصتونو محروم نه کړي؛ د دیني او فرهنګي ارزښتونو درناوی وکړي؛ خو د عصري علومو دروازې هم پرانیزي.

ښوونکي باید مسلکي وروزل شي.

نصاب باید له حفظ او تکرار څخه د فکر، څېړنې او ستونزې د حل پر لور ولاړ شي.

ریاضي، ساینس، طب، انجینري، کمپیوټر، اقتصاد، کرنه او تخنیکي زده‌کړې باید پیاوړې شي.

ماشوم باید یوازې د ازموینې لپاره نه، بلکې د ژوند لپاره زده‌کړه وکړي.

مدرسه او پوهنتون؛ دواړه، نه یو د بل پر ځای

افغانستان باید داسې انتخاب ته اړ نه شي چې یا دین وي یا علم.

موږ دیني مدارس لرلای شو او درناوی یې کولای شو.

خو ورسره باید پیاوړي ښوونځي، پوهنتونونه، طبي پوهنځي، انجینري پوهنځي، لابراتوارونه، څېړنیز مرکزونه او تخنیکي انسټیټیوټونه هم ولرو.

مدرسه کولی شي عالم وروزي؛ پوهنتون باید ساینسپوه، ډاکټر، انجنیر، اقتصادپوه او څېړونکی هم وروزي.

یوه ټولنه چې یوازې د دیني علومو متخصصان ولري، خو د اوبو، برېښنا، طب، اقتصاد، صنعت، کرنې او ټکنالوژۍ متخصصان ونه لري، د خپل ژوند ډېری ستونزې به د نورو د پوهې په وسیله حلوي.

او هغه ملت چې د خپلې بقا لپاره تل د نورو علم ته محتاج وي، په اوږده مهال کې بشپړه خپلواکي نه شي ساتلای.

علمي خپلواکي د ملي خپلواکۍ یوه مهمه برخه ده.

د علماوو، حکومت او ولس ګډ مسؤلیت

دیني عالمان په افغانستان کې د خلکو پر فکر ژور اغېز لري.

له همدې امله، د هغوی مسؤلیت یوازې دا نه دی چې د یوه کار د جواز یا عدم جواز په اړه حکم وکړي.

باید د ټولنې د واقعي پایلو پوښتنه هم مطرح شي:

که ښځینه ډاکټره نه وي، څوک به د ښځې درملنه کوي؟

که ښځینه ښوونکې نه وي، څوک به نجونو ته درس ورکوي؟

که یوه نجلۍ له علمه محرومه شي، د هغې د راتلونکو ماشومانو پر ژوند به څه اغېز وکړي؟

او که یوه ټولنه له عصري علومو وروسته پاتې شي، د هغې اقتصادي او سیاسي خپلواکي به په کوم حالت کې وي؟

د دیني بحث تر څنګ باید د عقل، علم، اخلاقو او ټولنیز مصلحت بحث هم ژوندی وي.

حکومت باید د ښوونځي او پوهنتون دروازې خلاصې او خوندي کړي.

کورنۍ باید د ماشوم د زده‌کړې ارزښت درک کړي.

ښوونکی باید ماشوم ته د فکر کولو هنر ور زده کړي.

علما باید د علم، اخلاقو او ټولنیز مصلحت تر منځ پل جوړ کړي.

ځوانان باید له ناپوهۍ سره د قوم، ژبې او سیاست په نوم ملګرتیا ونه کړي.

او نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره داسې مرسته وکړي چې د افغانانو ظرفیت لوړ کړي، نه دا چې هغوی تحقیر کړي.

افغانستان باید جوړ شي؛ یوازې پرې حکم ونه شي.

د یوې مور زده‌کړه؛ د یوه نسل د راتلونکي بنسټ

د ماشوم لومړنی ښوونځی یوازې ودانۍ نه ده.

ډېری وخت هغه کور دی.

او د کور په منځ کې د ماشوم لومړنۍ ښوونکې مور وي.

مور ماشوم ته یوازې ژبه او چلند نه ور زده کوي؛ هغه د نړۍ په اړه د فکر کولو لومړنی انځور هم ورکوي.

تعلیم‌یافته مور کولای شي ماشوم ته د زده‌کړې ارزښت، د پوښتنې کولو جرئت، د روغتیا او پاکوالي بنسټیز پوهاوی او د ستونزو د منطقي حل لارې ور وښيي.

هغه د خپل ماشوم استعدادونه پېژندلای شي، د زده‌کړې په بهیر کې ورسره مرسته کولای شي او هغه د علم او مهارت پر لور هڅولای شي.

خو باید یوه مهمه خبره هېره نه کړو:

بې‌تعلیمه مور بې‌ارزښته مور نه ده.

ډېری داسې میندې د ژوند، زغم، اخلاقو، کورني مدیریت او انساني اړیکو پراخه تجربه لري.

مسئله د انسان په ارزښت کې نه ده؛ مسئله د فرصتونو په کچه کې ده.

که یوې مور ته علم ورزیات شي، د هغې د ژوند تجربه له علمي پوهې سره یوځای کېږي؛ او دا ترکیب د کور لپاره یوه لویه پانګه ګرځي.

له همدې امله د یوې مور تعلیم یوازې د هغې شخصي بریا نه ده.

دا د یوه ماشوم د ذهن، د یوې کورنۍ د راتلونکي او د یوې ټولنې د فکري ځواک موضوع ده.

یو ملي تعلیمي تړون

افغانستان کولای شي د خپلو دیني، فرهنګي، ټولنیزو او اقتصادي شرایطو په پام کې نیولو سره پر یوه پراخ ملي تعلیمي توافق بحث وکړي.

داسې توافق چې د ټولنې بېلابېل قشرونه پرې ګډه هوکړه وکړي.

داسې توافق چې د هر ماشوم د زده‌کړې حق، د ټولنې ارزښتونه او د هېواد راتلونکي اړتیاوې یو ځای په پام کې ونیسي.

د دې تړون بنسټونه کېدای شي دا وي:

لومړی: د هر افغان ماشوم د زده‌کړې اساسي حق.

دوهم: د نجونو د زده‌کړې له لومړني ښوونځي څخه تر لوړو زده‌کړو پورې روښانه او دوامداره زمینه.

درېیم: د نجونو لپاره خوندي، مناسب او د کورنۍ او ټولنې د باور وړ تعلیمي چاپېریال.

څلورم: د ښځینه ښوونکو روزنه، استخدام او مسلکي پرمختګ.

پنځم: د نجونو لپاره د طب، ښوونې، انجینرۍ، ساینس، ټکنالوژۍ، اقتصاد او نورو مسلکونو د لوړو زده‌کړو زمینه.

شپږم: د دیني او فرهنګي ارزښتونو درناوی، پرته له دې چې د علمي ودې خنډ وګرځي.

اووم: د عصري علومو او ټکنالوژۍ پیاوړتیا.

اتم: له تعلیم څخه تر مسلک، کار، څېړنې او ټولنیز خدمت پورې د نجونو ملاتړ.

نهم: د نصاب داسې علمي اصلاح چې دیني عالمان، ښوونکي، والدین او متخصصان پکې ګډ رول ولري.

د دې توافق موخه یوازې دا نه ده چې:

نجونې ښوونځي ته ولاړې شي.

اصلي موخه دا ده چې:

زده‌کړه وکړي، وده وکړي، مسلک زده کړي او د خپل هېواد په راتلونکي کې ونډه واخلي.

تاریخ زموږ ویاړ دی؛ خو راتلونکی انسان جوړوي

افغانستان باید له یوه خطرناک فکره ځان وژغوري:

«موږ چې څه لرو، همدا کافي دي.»

نه.

هیڅ ملت یوازې د خپل تېر په وسیله ژوند نه شي کولای.

موږ باید د خپل تاریخ درناوی وکړو؛ خو تاریخ راتلونکی نه جوړوي.

انسان یې جوړوي.

کلتور مهم دی؛ خو کلتور باید د پوښتنې او نوښت مخه ونه نیسي.

دین مهم دی؛ خو د دین په نوم د علم دروازې تړل باید د دین او ناپوهۍ تر منځ ګډوډي رامنځته نه کړي.

ملي هویت مهم دی؛ خو هویت باید انسان له نړۍ او د نړۍ له پوهې جلا نه کړي.

افغانستان باید یوه ورځ په ډاډ سره وکولای شي ووایي:

زه مسلمان یم، خو له علمه نه وېرېږم.

زه افغان یم، خو له نړۍ نه ځان نه جلا کوم.

زه خپل کلتور لرم، خو د حقیقت پر وړاندې سترګې نه پټوم.

له خپل تېر سره مینه لرم، خو د خپلو ماشومانو لپاره د راتلونکي حق هم غواړم.

د افغانستان تر ټولو ستره ملي پروژه

که موږ د افغانستان لپاره یوازې یوه لویه ملي پروژه ټاکلای شوای، ښايي هغه سړک، ودانۍ یا لوی اقتصادي تاسیسات نه وای.

هغه به انسان وای.

ځکه انسان سړک جوړوي.

انسان روغتون جوړوي.

انسان پوهنتون جوړوي.

انسان صنعت جوړوي.

انسان اقتصاد جوړوي.

انسان دولت اداره کوي.

او انسان د یوه ملت د تاریخ لوری بدلوي.

له همدې امله، د افغانستان تر ټولو مهمه پانګونه باید په انسان کې وي:

په ماشوم کې.

په ښوونکي کې.

په ډاکټر کې.

په انجنیر کې.

په ساینسپوه کې.

په څېړونکي کې.

او په هغه ځوان کې چې سبا به د دې هېواد د ستونزو لپاره د حللارې لټوي.

موږ داسې نسل ته اړتیا لرو چې یوازې د تېرو کیسې ونه وایي؛ د راتلونکي وسایل هم جوړ کړي.

راتلونکی د نن په ټولګي کې جوړېږي

پنځه کاله وروسته به افغانستان څه ډول وي؟

د دې پوښتنې ځواب ښايي له نن څخه ډېر لرې نه وي.

که نن د یوې نجلۍ کتاب وتړو، پنځه کاله وروسته یوازې یوه نجلۍ نه ده له زده‌کړې پاتې شوې؛ موږ د یوه احتمالي ډاکټرې، ښوونکې، انجنېرې، ساینسپوهې یا څېړونکې د جوړېدو یوه لاره هم بنده کړې ده.

خو که نن د علم دروازې پرانیزو، پنځه کاله وروسته به زرګونه نوي انسانان د افغانستان د بیا جوړېدو لپاره ولاړ وي.

راتلونکی له آسمانه نه راکوزېږي.

راتلونکی د نن په ټولګي کې جوړېږي.

له یوه افغان ماشومه که وپوښتل شي:

«ته په راتلونکي کې څه کېدل غواړې؟»

د افغانستان د راتلونکي تر ټولو مهمه پوښتنه دا نه ده چې هغه ماشوم هلک دی که نجلۍ.

اصلي پوښتنه دا ده:

ایا موږ به هغه ته فرصت ورکړو چې خپل استعداد په علم بدل کړي؟

هغه هېواد چې له خپلې لور څخه ډاکټره، له خپل زوی څخه انجنیر، له خپل ځوان څخه ساینسپوه او له خپل ښوونکي څخه د فکر روزونکی جوړوي، یوازې افراد نه روزي.

هغه خپل راتلونکی جوړوي.

او هغه هېواد چې د خپل نفوس یوه لویه برخه له علمه محروموي، ښايي نن ارام ښکاره شي؛ خو د تاریخ په اوږده حساب کې د خپل راتلونکي یوه لویه برخه پخپله له منځه وړي.

نو که د افغانستان د ژغورنې لپاره یوه داسې پانګونه وي چې نه دروند لګښت غواړي، نه لویه وداني، نه اوږد سړک او نه لویه پروژه؛ هغه پانګونه د یوه ماشوم په ذهن کې ده.

یو کتاب.

یوه پوښتنه.

یو ښوونکی.

یو پرانیستی ټولګی.

یو فرصت.

او د راتلونکي لپاره یو باور.

له همدې ځایه باید زموږ ملي شعار پیل شي:

د هر افغان ماشوم په لاس کې کتاب.

نه یوازې د دین کتاب.

نه یوازې د تاریخ کتاب.

بلکې د ساینس، ریاضیاتو، طب، انجینرۍ، اقتصاد، ادب، فلسفې، ټکنالوژۍ او ژوند کتاب هم.

موږ داسې افغانستان غواړو چې ماشوم یې د خپل ایمان د پوښتنو لپاره کتاب ولري، او د خپل جهان د پېژندلو لپاره هم.

چې عالم ولري، خو ساینسپوه هم ولري.

چې مدرسه ولري، خو ښوونځی او پوهنتون هم ولري.

چې تاریخ ولري، خو راتلونکی هم ولري.

او بالاخره داسې افغانستان ولري چې هر ماشوم وکولای شي خپل کتاب پرانیزي او په ډاډ ووایي:

«زما راتلونکی لا هم زما په لاس کې ده»

او:

د هر افغان ماشوم په لاس کې کتاب

 

نه افراط، نه تفریط؛ یوازې منځنۍ لار

 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320