دین، استعمار او سیاست؛ د افغانستان په معاصر تاریخ کې د مشروعیت او قدرت سیاسي لوبه

لېکواله زینب ترکی

52

دین، استعمار او سیاست؛ د افغانستان په معاصر تاریخ کې د مشروعیت او قدرت سیاسي لوبه

سریزه:
د (اسلام مبارک دین) په افغانستان کې یوازې یوه دیني عقیده نه ده بلکې د ټولنیز نظم، ارزښتونو، مشروعیت، مقاومت او سیاسي هویت له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي.
له همدې امله د افغانستان په معاصر تاریخ کې (اسلام مبارک دین) یوازې د مسجد او مدرسې تر حده محدود نه دی پاتې شوی بلکې د دولت جوړونی، جګړې، مقاومت او سیاسي مشروعیت په معادلو کې هم مهم رول لوبولی دی.
خو د (اسلام د مبارک دین) سیاسي کېدل یوازې د بهرنیو ځواکونو د یوې واحدې او منظمې توطیې پایله نه ده.
په دې بهیر کې بهرنیو قدرتونو، سیمه‌ییزو دولتونو او افغان سیاسي لوبغاړو هر یوه خپل هدفونه لرل. ځینو بهرنیو قدرتونو له قومي جوړښتونو، مالي مرستو او سیمه‌ییزو شبکو استفاده کړې ځینو دین ځپلی او وروسته یې د سیاسي مشروعیت لپاره د دین ژبه کارولې او ځینو بیا د دیني احساساتو، جهاد او اسلامي شعارونو له لارې خپلې جیوپولیټیکې موخې تعقیب کړې دی.
د افغانستان د معاصر تاریخ تجربه ښيي چې کله هم کوم دولت کمزوری شي، سیاسي مشروعیت یي له بحران سره مخ شي او بهرني ځواکونه د داخلي شخړو مالي او نظامي ملاتړ وکړي دین په اسانۍ سره له خپل ټولنیز او اخلاقي چوکاټ څخه د سیاسي بسیج، جګړې او قدرت د ترلاسه کولو وسیلې ته اوړي.

لومړی فصل:
بریتانیا، لویه لوبه (Great Game) او د دین پر ځای جیوپولیټیک سیاست:

د نولسمې پېړۍ لویه لوبه (great Game) د بریتانوي هند او تزاري روسیې ترمنځ د مرکزي آسیا د نفوذ د سیالۍ نوم و.
افغانستان د دې سیالۍ په منځ کې د یوه ستراتیژیک حایل یا بفر په توګه مطرح و.
د بریتانیا اساسي اندېښنه دا وه چې روسیه د افغانستان له لارې د هند پر لور خپل نفوذ پراخ نه کړي.
له همدې امله انګلیس هڅه کوله چې افغانستان په بشپړه توګه خپل مستعمره نه کړي بلکې د خپل امنیتي او ستراتیژیک کمربند په توګه یې تر نفوذ لاندې وساتي.

لومړۍ افغان ـ انګلیس جګړه (۱۸۳۹–۱۸۴۲):
د شاه شجاع د واک ته رسولو هڅه وه.
دوهمه جګړه (۱۸۷۸–۱۸۸۰):
د افغانستان د بهرني سیاست د کنټرول لپاره وشوه او د ګندمک تړون د همدې ستراتیژۍ یوه مهمه پایله وه.
په ۱۹۱۹ کال کې بیا د غازي امان الله خان د خپلواکۍ غوښتنې د افغانستان او بریتانیا ترمنځ درېیمې جګړې ته زمینه برابره کړه.
په دې دوره کې بریتانیا تر ډېره له قومي مشرانو، مالي امتیازاتو، سیاسي استازو او سیمه‌ییزو شبکو څخه استفاده کوله.
د دین مستقیمه ایډیالوژیکه کارونه د بریتانوي سیاست اصلي وسیله نه وه بلکې د بفر دولت ساتل، نفوذ، مالي امتیازات او د سیمه‌ییزو جوړښتونو مدیریت د دوی مهمې وسیلې وې.
خو د بریتانوي حضور پر وړاندې مقاومت په پراخه کچه د دیني مشروعیت له ژبې سره تړلی و.
د «جهاد» مفهوم د بهرني اشغال پر وړاندې د خلکو د بسیج یوه مهمه وسیله وه.
په دې توګه که څه هم بریتانیا په مستقیم ډول د اسلامي ایډیالوژۍ د جوړولو پروژه نه لرله خو د افغانستان مقاومت دې تجربې ته زمینه برابره کړه چې دین په سیاسي مقاومت کې څومره ځواکمن بسیج کوونکی عامل دی.
ډیورنډ کرښه په ۱۸۹۳ کال کې د سیمې قومي او ټولنیزې اړیکې ووېشلې او د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ یې نوې سیاسي جغرافیه رامنځته کړه. دغه وېش وروسته د سیمې په سیاست کې د قومي، امنیتي او هویتي شخړو یوه مهمه سرچینه وګرځېده.

دوهم فصل: د ( شوروي اتحاد) یرغل او د «جهاد» نړیوال کېدل:

په (۱۹۷۸) کال کي د ثور انقلاب افغانستان یو نوی سیاسي او ایډیالوژیک پړاو ته داخل کړ.
د خلق دیموکراتیک ګوند د مارکسیستي نظریاتو پر بنسټ د ټولنې د چټک بدلون هڅه وکړه.
د ځمکو اصلاحات، د دودیزو ټولنیزو جوړښتونو کمزوري کول او د دیني بنسټونو سره ټکر په کلیوالي او محافظه‌کارو ټولنو کې پراخ مقاومت راوپاراوه.
په (۱۹۷۹) کال کي د شوروي اتحاد پوځي مداخلې دغه داخلي بحران نړیوال کړ.
شوروي پلوه نظام په لومړیو کې دین د خپل ایډیالوژیک سیال په توګه لید خو وروسته په ځانګړي ډول د (ډاکټر صیب نجیب الله) د واکمنۍ پر مهال د اسلامي ارزښتونو او ملي پخلاینې ژبه یې د خپل مشروعیت د پیاوړتیا لپاره وکاروله.
له بلې خوا د شوروي ضد مقاومت په چټکۍ سره د «جهاد» په نړیوال سیاسي شعار بدل شو.
امریکا د (Operation Cyclone) له لارې د افغان مجاهدینو د ملاتړ یوه پراخه پټه شبکه رهبري کړه.
سعودي عربستان د مالي ملاتړ په برابرولو کې مهم رول ولوباوه او پاکستان د استخباراتي، نظامي، لوژستیکي او روزنیز ملاتړ اصلي مرکز و.
په دې مرحله کې جهاد نور یوازې د یوه دیني حکم یا داخلي مقاومت مفهوم نه و بلکې د نړیوالې جیوپولیټیکې مبارزې په بڼه بدل شو.
د شوروي پر وړاندې جګړه د امریکا لپاره د شوروي د کمزوري کولو ستراتیژیک فرصت و.
د سعودي عربستان لپاره د اسلامي نفوذ د پراختیا زمینه وه او د پاکستان لپاره د افغانستان د ستراتیژیک نفوذ د پراخولو وسیله وه.
همدلته د (دین) وسلې، پیسو او جیوپولیټیک ترمنځ یوه داسې اړیکه رامنځته شوه چې د افغانستان پر راتلونکي یې ژور اغېز وکړ.

درېیم فصل:
د جهاد له مقاومت څخه د «جهاد صنعت» ته:

د شوروي اتحاد ضد جګړې په اوږدو کې افغان مجاهدین یو واحد سیاسي جریان نه وو.
جمعیت اسلامي، حزب اسلامي، اتحاد اسلامي او نورې ډلې د شوروي پر وړاندې ګډه مبارزه کوله خو د افغانستان د راتلونکي نظام، قدرت او سیاسي مشروعیت په اړه یې ژور اختلافات لرل.
بهرني تمویل د همدې ډلو ترمنځ د قدرت توازن هم بدل کړ.
هغه ډلې چې د پاکستان، سعودي عربستان او نورو تمویلوونکو له سیاسي او ایډیالوژیکو محاسبو سره نږدې وې په پراخه کچه مالي او نظامي امکانات ترلاسه کړل.
په همدې دوره کې د سیمې په مدرسو او دیني شبکو کې د سختدریځو تعبیرونو نفوذ هم زیات شو.
په دې توګه جهاد ورو ورو له یوه دفاعي او دیني مفهوم څخه په یوه پراخه سیاسي ـ نظامي جوړښت بدل شو.

دا بدلون یوه مهمه تاریخي پایله له ځان سره لري:
وسلې او پیسې د دیني مشروعیت له شعار سره یوځای شوې او داسې شبکې رامنځته شوې چې وروسته یې د مرکزي دولت پر ځای خپلواک سیاسي او نظامي قدرت غوښته.

څلورم فصل:
کورنۍ جګړه؛ د مجاهدینو وېش او د طالبانو راڅرګندېدل:

په (۱۹۸۹) کال کې شوروي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل خو جګړه پای ته ونه رسېده.
په (۱۹۹۲) کال کې د (ډاکټر صیب نجیب الله) حکومت سقوط وکړ او هغه سیاسي او نظامي ډلې چې د «جهاد» په نوم یې کلونه مبارزه کړې وه د کابل او نورو سیمو د واک پر سر په جګړه واوښتې.

دلته د دین یوه ستره سیاسي ستونزه ښکاره شوه:
هغه شعار چې د بهرني اشغال پر وړاندې د ګډ مقاومت وسیله و.
د کورنۍ جګړې پر مهال د مختلفو ډلو د مشروعیت نښه وګرځېده.
دین د ټولنې د ګډ چوکاټ پر ځای د ګوند، قوماندان او نظامي سازمان نښه شو.
په همدې شرایطو کې طالبان د ۱۹۹۰مې لسیزې په منځ کې راڅرګند شول.
هغوی د «شریعت» امنیت او د جګړه‌سالارۍ د پای ته رسولو شعارونه وړاندې کړل او په (۱۹۹۶) کال کې یې کابل ونیو.
د طالبانو د مشروعیت یوه مهمه سرچینه (دین) وه خو د دوی سیاسي او نظامي وده یوازې د داخلي عواملو محصول نه وه.
د پاکستان د ستراتیژیک ملاتړ سرحدي شبکو او سیمه‌ییزو اړیکو رول هم د طالبانو په راڅرګندېدو کې مهم رول درلود.
په دې مرحله کې دین یو ځل بیا د سیمه‌ییزې سیالۍ ژبه وګرځېد.
ایران له شیعه او هزاره ډلو سره اړیکې لرلې، پاکستان د طالبانو ملاتړ کاوه، او نورو سیمه‌ییزو قدرتونو هم د افغانستان د مختلفو ډلو له لارې خپل نفوذ تعقیباوه.
افغانستان یو ځل بیا د خپلواک دولت پر ځای د سیمه‌ییزو قدرتونو د سیالۍ ډګر شو.

پنځم فصل:
د (۲۰۰۱) کال وروسته د تروریزم ضد جګړه او د «اشغال» روایت:

د سپټمبر د ۱۱مې نیټي له بریدونو وروسته امریکا او متحدینو یې په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کي پوځي مداخله وکړه.
د امریکا رسمي روایت دا وه چې هدف یې د القاعدې له منځه وړل او د هغې د پناه ځایونو ختمول وو نه د اسلام پر وړاندې جګړه.
خو د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د بهرنیو ځواکونو حضور د طالبانو لپاره د تبلیغاتي بسیج یوه مهمه وسیله وګرځېده.
طالبانو بهرني حضور د «اشغال» په توګه وړاندې کړ او خپل وسله‌وال مقاومت یې د «جهاد» په ژبه توجیه کړ.
په دې توګه د ۲۰۰۱ کال وروسته هم دین د جګړې له سیاسي معادلې څخه ونه وت.
له یوې خوا نوی جمهوري نظام د اساسي قانون، ټاکنو، دولت او نړیوال مشروعیت پر بنسټ د خپل ځان د مشروع کولو هڅه کوله له بلې خوا وسله‌والو مخالفینو د دین، مقاومت او بهرني اشغال له مفاهیمو څخه د خپل بسیج لپاره استفاده کوله.
د شل کلنې جګړې یوه مهمه ستونزه دا وه چې دولت، نړیوال ځواکونه او وسله‌وال مخالفین هېڅ یو ونه توانېدل چې د دین، دولت او سیاسي مشروعیت ترمنځ یوه داسې ګډه اجماع رامنځته کړي چې د ټولنې پراخ اکثریت پرې توافق وکړي.

اسلام دین څنګه سیاسي شو؟

د افغانستان د معاصر تاریخ له کتنې څخه لږ تر لږه درې تکرارېدونکي عوامل څرګندېږي.

۱. مشروعیت:

کله چې یو حکومت یا سیاسي حرکت له مشروعیت سره مخامخ بحران ولري دین د خلکو د بسیج لپاره تر ټولو چټکه او اغېزمنه ژبه ګرځي.

۲. بهرنی تمویل:

کله چې بهرني قدرتونه د داخلي ډلو له لارې خپلې جیوپولیټیکې موخې تعقیبوي هغوی هغو شبکو ته مالي، نظامي او سیاسي امکانات ورکوي چې د دوی له ستراتیژۍ سره سمون ولري.

۳. د سیاسي شخړو ساده کول:

کله چې یوه پیچلې سیاسي جګړه یوازې د «اسلام او کفر»، «مؤمن او بې‌دینه» یا «جهاد او اشغال» په دوه‌قطبي ژبه تعریف شي نو قومي، اقتصادي، سیاسي او شخصي عوامل تر شا پټ پاتې کېږي.
همدا ځای دی چې دین له یوې ټولنیزې او اخلاقي عقیدې څخه په سیاسي هویت او د قدرت په وسیله بدلېږي.

اساسي ستونزه یوازې بهرنی استعمار نه دی:
د افغانستان د تاریخ د تحلیل پر مهال یوازې پر بهرنیو قدرتونو تمرکز کول هم بشپړ تصویر نه وړاندې کوي.
افغان سیاسي او مذهبي لوبغاړو هم په بېلابېلو دورو کې له دین څخه د دولت، قدرت، جګړې او مشروعیت لپاره استفاده کړې ده.
بهرنیو قدرتونو په ډېرو مواردو کې موجودې داخلي کمزورۍ پیاوړې کړې خو هغوی له صفر څخه ټولې شبکې نه دي جوړې کړې.
اصلي ستونزه هغه مهال رامنځته شوه چې کمزوری دولت، بهرنی تمویل، وسله‌وال سیاست، قومي سیالي او دیني مشروعیت یو له بل سره وتړل شول.
د شوروي ضد جګړې لنډمهاله جیوپولیټیکه پایله دا وه چې شوروي له افغانستان څخه ووت خو اوږدمهاله پایله یې د وسلوالو شبکو، کمزوري دولت او د سیاسي اسلام د سختو تعبیرونو پراخېدل وو.
د (۲۰۰۱) کال وروسته نړیواله مداخله هم ونه توانېده چې دغه جوړښتونه په بشپړ ډول له منځه یوسي.
د جګړې بڼه بدله شوه خو د دیني مشروعیت او وسله‌وال سیاست اړیکه پاتې شوه.

پایله:
د دین له سیاسي انحصاره تر ملي سیاست پورې:

د افغانستان معاصر تاریخ دا نه ثابتوي چې اسلام دین د کوم بهرني قدرت لخوا «اختراع» شوی دی. اسلام د افغان ټولنې له تاریخي، فرهنګي او معنوي جوړښت سره ژور تړاو لري.
خو تاریخ دا هم ښيي چې بهرنیو قدرتونو او داخلي سیاسي لوبغاړو په بېلابېلو دورو کې د همدې دیني احساساتو له سیاسي ظرفیت څخه استفاده کړې ده.
بریتانیا تر ډېره د بفر دولت، مالي امتیازاتو او سیمه‌ییزو وېشونو له لارې نفوذ ساته.
شوروي اتحاد لومړی دین وځاپه او وروسته یې د خپل نظام د بقا لپاره د اسلامي مشروعیت ژبه وکاروله امریکا، سعودي عربستان او پاکستان د شوروي ضد جګړه د جهاد له نړیوال روایت سره وتړله او د (۲۰۰۱) کال وروسته د بهرني حضور پر وړاندې مقاومت بیا د «اشغال» او «جهاد» په ژبه مطرح شو.
له همدې امله د افغانستان اصلي ستونزه یوازې دا نه ده چې «څوک دین کاروي؟
بلکې دا ده چې ولې دین د سیاسي مشروعیت تر ټولو قوي بدیل ګرځي؟

تر هغه چې په افغانستان کې د مشروعیت سرچینه د حساب‌ورکوونکي دولت، قانون، سیاسي مشارکت او ملي اجماع پر ځای وسله، قوماندان، مدرسه او بهرنی تمویل وي، دین به بیا بیا د قدرت د مبارزې په مرکز کې پاتې کېږي.

د افغانستان د راتلونکي لپاره اساسي اړتیا دا نه ده چې دین له سیاست څخه په زور جلا کړاي شي.
بلکې اړتیا دا ده چې دین د سیاسي انحصار له وسیلې څخه د ټولنې د اخلاقي او معنوي ارزښت په توګه خپل ځای ومومي او سیاست د قانون، ولسي ارادې، حساب ورکونې او ملي اجماع پر بنسټ جوړ شي.
افغانستان هغه وخت له دې تاریخي کړۍ څخه وتلی شي چې مشروعیت د ټوپک، مدرسې او بهرني تمویل له لارې نه، بلکې له ولس، قانون او حساب‌ورکوونکي دولت څخه سرچینه واخلي.
د افغانستان د ژغورنې لاره «د دین له منځه وړل نه دي د دین سیاسي انحصار ماتول دي».
د دولت کمزوري کول نه دي د قانون حاکمیت پیاوړی کول دي.
او د بهرني ځواک ځای په بل بهرني ځواک بدلول نه دي بلکې د خپلواک، مشروع او ولس‌محور افغانستان جوړول دي.
لېکواله زینب ترکی (د زینب ترکی له X پاڼې)

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320