پښتونخوا مستعمره نه ده

لیکوال: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

0 53

پښتونخوا مستعمره نه ده؛

د پاکستان ٬٬مارشال منرال٬٬ تر نوم لاندې د طبیعي شتمنیو د لوټ پر وړاندې د ولس د حق غږ

Related Posts
1 of 63,706

د پې ټې اېم بریتانیا او پې ټې اېم امریکې څانکې اقدامات

سریزه:

د پښتونخوا د طبیعي شتمنیو پر سر نوې سیالي؛ د پاکستان واکمنانو استعماري واک، بهرنیو پانګه ‌والو او د پښتنو د حقونو مسئله. د پښتونخوا طبیعي شتمنۍ د ولس حق دی، ٬٬ د مارشال منرال٬٬ تر نوم لاندې د معاملې وسیله. پښتونخوا د طبیعي شتمنیو له پلوه د پاموړ اقتصادي ظرفیتونه لري. د دې سیمې غرونه او رغونه د بېلابېلو معدني زېرمو، فلزاتو او نورو طبیعي سرچینو کوربه دي. خو د دغو شتمنیو د استخراج، مدیریت او عوایدو د وېش مسئله له اقتصادي اړخه ورهاخوا، ژور سیاسي، حقوقي او ټولنیز اهمیت هم لري.

په داسې حال کې چې د پښتونخوا په ګڼو سیمو کې خلک له بېوزلۍ، بېکارۍ، ناامنۍ او کمزورو عامه خدمتونو سره مخ دي، د سیمې طبیعي شتمنۍ د کورنیو او نړیوالو پانګه ‌والو د پاموړ ګرځېدلې دي.

اساسي پوښتنه دا ده چې د دې شتمنیو له استخراج او سوداګریز ارزښت څخه به څوک ګټه اخلي، پرېکړې به څوک کوي او د ځايي خلکو حقونه به څنګه خوندي کېږي؟

د پاکستان د استثماري سیاستونو، اقتصادي محرومیت او استعماري واکمنۍ پر وړاندې یوه سیاسي او حقوقي مبارزه

پښتونخوا یوازې د جګړو، پوځي عملیاتو، جبري بې‌ ځایه کېدنو، ورکېدنو او ناورینونو جغرافیه نه ده؛ پښتونخوا د یوه تاریخي ولس پلرنی ټاټوبی، د تمدنونو کور او د طبیعي شتمنیو یوه بډایه سیمه ده. د دې خاورې غرونه له معدني زېرمو ډک دي، سیندونه یې د ژوند سرچینې دي، ځنګلونه یې د طبیعي چاپېریال شتمني ده او د ځمکې په تل کې یې داسې اقتصادي ظرفیتونه پراته دي چې د یوه ولس د سوکاله راتلونکي بنسټ جوړولای شي.

خو اساسي پوښتنه دا ده: ولې د دومره پراخو طبیعي شتمنیو خاوند ولس لا هم د بې ‌وزلۍ، بېکارۍ، محرومیت او ناامنۍ په منګولو کې ژوند کوي؟ ولې د پښتونخوا د کانونو، ځمکو، اوبو او نورو طبیعي سرچینو په اړه پرېکړې د همدې خاورې د اصلي اوسېدونکو له خبرتیا، رضایت او اغېزمن ګډون پرته کېږي؟

دا یوازې اقتصادي پوښتنه نه ده؛ دا د سیاسي واک، ملي حقونو، ټولنیز عدالت او د یوې خاورې د خلکو د خپل برخلیک د ټاکلو اساسي مسئله ده.

د پښتونخوا د طبیعي شتمنیو د لوټ پر ضد د پښتنو نړیوال غږ؛ مبارزه له سیمه ‌ییز مقاومت څخه تر نړیوالو بنسټونو ورسېده!

د پښتونخوا د طبیعي زېرمو او معدني شتمنیو د خپلسري استخراج، د پښتنو د ملي حقونو د نقض او د هغوی له سیاسي او اقتصادي ارادې پرته د کان ‌کېندنې د تړونونو پر وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزه اوس نړیوال ډګر ته پراخه شوې ده. په دې لړ کې درې مهم سیاسي او مدني فعالیتونه یا اقدامات د پاموړ دي، چې موخه یې د پښتنو د طبیعي شتمنیو د لوټ پر وړاندې نړیوال حساسیت راپارول او د اړوندو حکومتونو او نړیوالو بنسټونو حساب‌ ورکونې ته اړ ایستل دي.

لومړی: د بریتانیا په کچه سیاسي او حقوقي اقدام

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د بریتانیا څانګه غواړي د پاکستان د صدراعظم او منرال مارشال له سیاستونو سره د مخالفت او د پښتونخوا د طبیعي شتمنیو د استخراج په تړاو خپلې اندېښنې د بریتانیا صدراعظم ته د یوه رسمي غوښتنلیک له لارې وړاندې کوي.

په دې غوښتنلیک کې به د هغو کان‌ کېندنې تړونونو پر وړاندې اعتراض مطرح شي، چې د پښتنو د حقونو، د ځايي ټولنو د رضایت او د هغوی د ارادې په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي، په ځانګړي ډول هغه تړونونه چې بریتانوي شرکتونه او پانګه ‌وال پکې ښکېل دي.

د همدې موخې لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د بریتانیا څانګې اعلان کړی چې د 2026 کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه به د بریتانیا صدراعظم ته رسمي غوښتنلیک وړاندې کړي. د دې اقدام اساسي موخه د پښتونخوا د طبیعي شتمنیو د استخراج په تړونونو کې د پښتنو د حقونو، د ځايي خلکو د اغېزمن ګډون او د سرچینو د عادلانه مدیریت مسئله مطرح کول دي.

همدارنګه، له بریتانیا څخه به غوښتنه وشي چې خپل شرکتونه او پانګه ‌وال په هغو پروژو او تړونونو کې له ښکېلتیا منع کړي; چې د ځايي خلکو مشروع حقوق، اقتصادي ګټې او چاپېریالي خوندیتوب نه تضمینوي.

دویم: د امریکا په واشنګټن کې د نړیوال بانک د مرکزي دفتر مخې ته احتجاجي پرلت

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د امریکا څانګې اعلان کړی چې د 2026 کال د ډسمبر په 18 مه به د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د نړیوال بانک د مرکزي دفتر مخې ته سوله ‌ییز احتجاجي پرلت ترسره کړي.

د دې اعتراض اساسي غوښتنه دا ده، چې نړیوال بانک دې د پښتونخوا د معدني سرچینو په اړوندو پروژو کې خپل احتمالي رول او مالي ښکېلتیا په ډاګه کړي، له هغو مشارکتونو څخه دې ډډه وکړي چې د ځايي خلکو مشروع حقونه او ګټې نه تضمینوي، او د معدني زېرمو د استخراج ټول اړوند تړونونه دې د خلکو پر وړاندې شفاف او علني شي.

درېیم: د نړیوال غوښتنلیک پیل

د دې ترڅنګ، یو نړیوال غوښتنلیک (International Petition) هم پیل شوی، څو د پښتونخوا د طبیعي شتمنیو د استخراج مسئله د نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو د مدافعانو، مدني ټولنو او نړیوال افکارو تر پام پورې ورسوي. د دې نوښت موخه دا ده چې د پښتنو د خپل برخلیک د ټاکلو او د خپلو طبیعي سرچینو د مدیریت حق په نړیواله کچه مطرح او ملاتړ یې راجلب شي.

د درې واړو اقداماتو ګډ سیاسي او حقوقي اهمیت

دا درې واړه اقدامات په حقیقت کې د یوې ګډې مدني او سیاسي مبارزې بېلابېلې لارې دي: په بریتانیا کې د سیاسي او حقوقي غوښتنو مطرح کول، په امریکا کې د نړیوال بانک پر وړاندې د سوله‌ ییز اعتراض له لارې د مالي بنسټونو مسوولیت غوښتل، او د نړیوال غوښتنلیک په وسیله د نړیوالو بنسټونو او مدني ټولنو ملاتړ ترلاسه کول.

د دغو نوښتونو اهمیت په دې کې دی چې د پښتونخوا د معدني شتمنیو مسئله د پاکستان له کورني سیاسي بحث څخه د نړیوالو شرکتونو، پانګه ‌والو او مالي بنسټونو د شفافیت، مسوولیت او حساب ‌ورکونې تر کچې رسوي.

طبیعي شتمنۍ د یوه ولس ګډ ملي میراث او د راتلونکو نسلونو امانت دی. هېڅ حکومت، سیاسي اداره یا اقتصادي ځواک باید د ځايي ټولنو د مشروع حقونو، ګټو او اغېزمن ګډون له تضمین پرته د دغو سرچینو د استخراج او مدیریت په اړه پرېکړې ونه کړي.

د پښتنو غوښتنه دا ده چې د خپلو طبیعي سرچینو په اړه یې سیاسي، اقتصادي او قانوني حقونه په رسمیت وپېژندل شي، د استخراج تړونونه شفاف وي او د دغو سرچینو اقتصادي ګټې د سیمې د خلکو د هوساینې، پرمختګ او سوکالۍ لپاره ولګول شي.

د پښتنو مبارزه یوازې د کانونو او معدني زېرمو د عوایدو پر سر مبارزه نه ده؛ بلکې د ولسي واک، خپلواک تصمیم، اقتصادي عدالت، شفافیت او د خپل وطن د راتلونکي په ټاکلو کې د خلکو د حقونو مسئله ده.

اوس چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دا موضوع د نړیوالو سیاسي او مالي بنسټونو تر دروازو رسوي، د مدني ټولنو، بشري حقونو د مدافعانو او د عدالت د پلویانو ونډه د دې غوښتنو په مستند، سوله‌ییز او اغېزمن مطرح کولو کې ارزښت لري.

د پاکستان د معدني سیاست او نړیوالو پانګونو نوی پړاو

د پاکستان حکومت په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د کانونو او معدني سرچینو د استخراج لپاره د نړیوالو پانګه‌ والو پام ځان ته راواړوي. په دې لړ کې د 2026 کال د نومبر په 12مه او 13مه په اسلام‌اباد کې د پاکستان د معدني پانګونې فورم (PMIF 2026) جوړ شو. د پاکستان د رسمي مالوماتو له مخې، په دې نړیوال فورم کې د څه باندې 60 هېوادونو استازو او نړیوالو شرکتونو ګډون کړی و.

د نوامبر په 13 مه د پاکستان د پټرولیم وزارت اعلان وکړ، چې د فورم په ترڅ کې له نړیوالو شرکتونو او بنسټونو سره د معدني سرچینو د اکتشاف، پراختیا او پانګونې په اړه 13 تړونونه او تفاهم ‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

په همدې فورم کې د (خیبر) پښتونخوا د معدني پرمختګ ادارې هم د چټرال اته او د کوهستان دوه معدني بلاکونه د اکتشاف او کان‌ کېندنې لپاره پانګه ‌والو ته وړاندې کړي وو. د اعلان له مخې، دغه بلاکونه د ګټې د شریکولو پر بنسټ د پانګونې لپاره په پام کې نیول شوي دي.

دا ټول پرمختګونه ښيي چې د پښتونخوا معدني سرچینې د پاکستان د اقتصادي او پانګونې د سیاستونو مهمه برخه ګرځېدلې ده. خو اساسي پوښتنه دا ده، چې د دغو پانګونو ګټه به چا ته رسېږي او د استخراج اقتصادي، چاپېریالي او ټولنیز لګښتونه به څوک پرې کوي؟

یوازې د بهرنیو پانګونو اعلان، د تړونونو لاسلیک او د اقتصادي پرمختګ ژمنې د عدالت او ولسي ګټې ضمانت نه شي کېدای. تر ټولو مهمه دا ده چې د سیمې خلک د دغو پرېکړو په بهیر کې څومره ونډه لري، د خپلو شتمنیو په اړه څومره مالومات ترلاسه کوي او د عوایدو له ګټو څخه په کومه اندازه برخمن کېږي.

د بریتانیا او پاکستان ترمنځ د معدني سرچینو همکاري

د دې موضوع بل مهم اړخ د بریتانیا او پاکستان ترمنځ د جیولوجیکي او تخنیکي همکاریو پراختیا ده.

د 2026 کال د نومبر په 18 مه د(Arab News) او د بریتانیا د حکومت د رسمي مالوماتو له مخې، د پاکستان د جیولوجیکي سروې ادارې (GSP) او د بریتانیا د جیولوجیکي سروې ادارې (BGS) د جیولوجیکي نقشو، څېړنو، تخنیکي مهارتونو او مالوماتو د شریکولو لپاره د همکارۍ یو چوکاټ چمتو کړی دی.

دا همکاري په خپله د پښتونخوا د کانونو د استخراج قرارداد نه دی، خو د معدني سرچینو د پېژندنې، تخنیکي ارزونې او راتلونکو پانګونو لپاره مهم مالومات او بنسټونه برابرولای شي.

له همدې امله، د پښتنو اندېښنه یوازې د کان ‌کېندنې د وروستیو قراردادونو په اړه نه ده؛ بلکې د هغې ټولې پروسې په اړه ده چې د طبیعي سرچینو له پېژندنې او ارزونې پیلېږي او د پانګونې، استخراج او اقتصادي ګټې اخیستنې تر پړاوونو رسېږي.

دلته یوه اساسي پوښتنه مطرح کېږي: که بهرني هېوادونه، شرکتونه او تخنیکي بنسټونه د پاکستان له معدني سرچینو سره خپلې همکارۍ پراخوي، نو د هغو سیمو د خلکو سیاسي، اقتصادي او چاپېریالي حقونه به څوک تضمینوي چې دغه شتمنۍ یې په خاوره کې پرتې دي؟

د پښتنو غوښتنه دا ده چې نړیوالې همکارۍ باید یوازې د دولتونو او پانګه ‌والو ترمنځ په تړونونو محدودې پاتې نه شي؛ د سیمې خلک هم باید د خپلو سرچینو په اړه د مالوماتو، مشورې، ګډون او عادلانه ګټې اخیستنې حق ولري.

د پنجابي پاکستان د مرکزي واکمنۍ او استثماري سیاستونو مسئله

د پاکستان د جوړېدو له وخته تر نن ورځې پورې د پښتنو د سیاسي، اقتصادي او ملي حقونو مسئله د دغه هېواد د مرکزي واکمنۍ له جوړښت سره تړلې یوه مهمه لانجمنه موضوع پاتې شوې ده.

د پښتنو سیاسي او مدني فعالان له اوږدې مودې راهیسې نیوکه کوي، چې د هېواد په سیاسي او اقتصادي پرېکړو کې د پوځي او مرکزي واکمنۍ نفوذ د پښتنو د سیمو پر حقونو او ګټو اغېز کړی دی. په ځانګړي ډول د طبیعي سرچینو د مدیریت، د عوایدو د وېش او د سیمه‌ ییزې خپلواکۍ په برخه کې د خلکو غوښتنې تل د جدي بحث وړ پاتې شوې دي.

پښتونخوا د څو لسیزو جګړو، پوځي عملیاتو، ناامنۍ او جبري بې ‌ځایه کېدنو درانه زیانونه ګاللي دي. د دې سیمې ګڼې کورنۍ له خپلو کورونو او کلیو بې ‌برخې شوې، اقتصادي ژوند یې زیانمن شوی او د تعلیم، روغتیا او کارموندنې فرصتونه یې له ستونزو سره مخ شوي دي.

خو د دې ټولو کړاوونو تر څنګ، وسمهال د همدې خاورې طبیعي شتمنۍ د کورنیو او نړیوالو پانګه‌ والو د پاموړ ګرځېدلې دي. دلته د پښتنو لپاره اساسي اندېښنه دا ده، چې د جګړو او ناورینونو زیانونه یې پر اوږو دي، خو د خپلې خاورې د اقتصادي راتلونکي په اړه د پرېکړې کولو ونډه یې کافي نه ده.

د پښتنو په سیاسي ادبیاتو کې دغه وضعیت د د انګرېزي پنجاب استعماري استثمار د دوام په توګه تعبیرېږي؛ یعنې د یوې خاورې له سرچینو اقتصادي ګټه اخیستل کېږي، خو د هغې خاورې د خلکو حقونه، اړتیاوې او غوښتنې په دویمه درجه کې پاتې کېږي.

موږ پوښتنه کوو: که د پښتونخوا غرونه، کانونه، سیندونه او نورې طبیعي سرچینې د اقتصادي پرمختګ دومره لوی ظرفیت لري، نو ولې یې اصلي اوسېدونکي لا هم له بېکارۍ، بې ‌وزلۍ، کمزورو روغتیايي خدمتونو او د تعلیم له محدودو فرصتونو سره مخ دي؟

ولې د دغو سرچینو په اړه پرېکړې باید د خلکو له اغېزمن ګډون پرته وشي؟

هیڅ اقتصادي پرمختګ هغه وخت عادلانه نه شي بلل کېدای، چې د یوې سیمې شتمنۍ ترې نورو ګټه اخلي، خو د هغې سیمې خلک د پرمختګ له اساسي ګټو محروم پاتې کېږي.

طبیعي شتمنۍ؛ د ولس حق او د راتلونکو نسلونو امانت

د طبیعي سرچینو مسئله یوازې د کانونو، پیسو او سوداګریزو قراردادونو موضوع نه ده؛ دا د ځمکې، چاپېریال، معیشت، ټولنیز عدالت او د راتلونکو نسلونو د ژوند مسئله هم ده.

د ملګرو ملتونو د منشور د خود ‌ارادیت اصل او د مدني او سیاسي حقونو او اقتصادي، ټولنیزو او کوولتوري حقونو د نړیوالو میثاقونو ګډه لومړۍ ماده د ولسونو د خپل برخلیک د ټاکلو حق او د خپلو طبیعي شتمنیو او سرچینو پر وړاندې د هغوی د ګټو د خوندیتوب اصل په رسمیت پېژني.

له همدې امله، د پښتونخوا د طبیعي سرچینو په اړه هر ډول لوی اقتصادي تړون باید لاندې اساسي معیارونه ولري:

۱. د ځايي خلکو مشروع حقوق او اقتصادي ګټې باید خوندي وي.

۲. د قراردادونو، پانګونې، عوایدو او مالي شرایطو په اړه باید بشپړ روڼتیا موجوده وي.

۳. ځايي ټولنې باید د پرېکړو په بهیر کې اغېزمن ګډون ولري او د هغوی نظرونه باید په جدي توګه واورېدل شي.

۴. د کان‌ کېندنې د پروژو چاپېریالي او ټولنیزې اغېزې باید په خپلواکه توګه وارزول شي.

۵. د طبیعي سرچینو عواید باید د سیمې د ښوونځیو، روغتونونو، سړکونو، کارموندنې او اقتصادي پرمختګ لپاره عادلانه ونډه ولري.

۶. د کارګرو، د ځمکې د مالکانو او د هغو ټولنو حقوق باید خوندي شي، چې د کان ‌کېندنې له پروژو اغېزمنېږي.

۷. د اوبو، ځنګلونو، کرنیزو ځمکو او طبیعي چاپېریال ساتنه باید د اقتصادي ګټې قرباني نه شي.

زموږ غوښتنه دا نه ده چې طبیعي سرچینې دې له اقتصادي پرمختګ څخه لرې وساتل شي؛ بلکې غوښتنه مو دا ده چې اقتصادي پرمختګ باید د خلکو په ګټه، د هغوی په ګډون او د هغوی د حقونو په خوندیتوب ترسره شي.

بریتانیا او د خپل استعماري تاریخ پر وړاندې تاریخي مسوولیت

بریتانیا په دې سیمه کې اوږد استعماري تاریخ لري. له همدې امله، د بریتانوي شرکتونو او پانګه ‌والو ونډه باید یوازې د سوداګریزې ګټې له نظره ونه ارزول شي؛ د هغوی د فعالیتونو بشري، ټولنیزې او چاپېریالي پایلې هم باید په پام کې ونیول شي.

هر شرکت، که کورنی وي او که بهرنی، مسوولیت لري چې د بشري حقونو، چاپېریالي خوندیتوب، شفافیت او د ځايي ټولنو مشروع ګټو ته درناوی وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د بریتانیا څانګه له همدې امله د بریتانیا له حکومت څخه غواړي، چې د خپلو شرکتونو او پانګه‌ والو د فعالیتونو په اړه خپل قانوني او سیاسي مسوولیتونه جدي ونیسي، له پاکستان سره د پښتونخوا د طبیعي سرچینو د قراردادونو موضوع مطرح کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې بریتانوي پانګونه د بشري حقونو او چاپېریالي معیارونو خلاف نه کارول کېږي.

زموږ غوښتنې په مشخص ډول دا دي:

بریتانوي شرکتونه دې په هغو کان ‌کېندنې پروژو کې له ګډون څخه منع شي، چې د بشري حقونو، چاپېریالي خوندیتوب او د ځايي خلکو د مشروع حقونو معیارونه نه رعایتوي.

د پښتونخوا د طبیعي سرچینو د قراردادونو په اړه دې له پاکستانه د بشپړ شفافیت او حساب‌ ورکونې غوښتنه وشي.

د ځايي ټولنو د مشورې، اغېزمن ګډون او عادلانه اقتصادي ونډې حقونه دې تضمین شي.

د کان‌ کېندنې پروژې دې د خپلواکو چاپېریالي او ټولنیزو ارزونو تابع وي.

بریتانوي شرکتونه دې د اقتصادي ګټې لپاره د بشري حقونو د احتمالي سرغړونو په برخه کې له هر ډول ونډې څخه ډډه وکړي.

د سپین‌ انګرېز استعماري میراث؛ نن تور پنجابي پوځي واکمنۍ په لاس کې نیولي.

د تاریخ یوه ترخه طنزي پېښه دا ده، چې هغه استعماري ذهنیت چې پرون برېتانوي استعمارګرو د پښتنو د ځپلو، سیاسي کنټرول او د هغوی د طبیعي شتمنیو د لوټلو لپاره کاراوه، نن د پاکستان د پوځي واکمنۍ په سیاستونو کې ورته بڼې موندلی شي. پرون برېتانوي استعمار د تمدن، امنیت او د پښتنو د “سمولو” تر نامه لاندې خپل واک توجیه کاوه؛ نن د پاکستان پوځي واکمني هم د امنیت او ملي ګټو په نوم د پښتنو پر سیاسي اراده، ځمکو او طبیعي سرچینو د کنټرول هڅې کوي.

توپیر یوازې په واکمن او زمانه کې دی؛ خو د استعماري ذهنیت د ځینو کړنو ورته ‌والی د پاموړ دی. پرون برېتانوي استعمار د (FCR) پوځي پوستو، ډله ‌ییزو سزاګانو او استثنايي قوانینو له لارې پښتانه تر خپل کنټرول لاندې ساتل؛ نن هم د پوځي عملیاتو، امنیتي محدودیتونو، جبري بې‌ ځایه کېدو او د طبیعي شتمنیو د مدیریت په نوم د خلکو د حقونو د محدودېدو په اړه جدي پوښتنې راپورته کېږي.

د پښتنو پر خاوره د یرغلګري واکمنۍ دا منطق د ٬٬سپین‌پوستي انسان دنده٬٬ له استعماري مفکورې سره یو تاریخي فکري ورته ‌والی لري: واکمن ځان د خلکو د برخلیک ټاکلو حق ‌لرونکی ګڼي، خو د هماغو ولسي خلکو اراده، مالکیت او مشروع غوښتنې له پامه غورځوي.

برېتانوي نړیوال ښکېلاک استعمار لاړ، خو که استعماري ذهنیت همداسې ژوندی وي، یوازې د واکمن نوم بدلول د ازادۍ مانا نه لري.

پښتونخوا د یرغلګرو اقتصادي معاملاتو میدان نه دی

موږ د پاکستان له واکمنو سیاسي او پوځي جوړښتونو څخه څو اساسي پوښتنې لرو:

که د پښتونخوا طبیعي سرچینې د هېواد د اقتصادي پرمختګ مهمه برخه وي، نو ولې د دغو سرچینو د استخراج، مدیریت او عوایدو په اړه د سیمې د خلکو حقونه او ونډه په عادلانه توګه نه تضمینېږي؟

ولې د کانونو د قراردادونو پر مهال د ځايي خلکو اقتصادي راتلونکی، چاپېریالي خوندیتوب او ټولنیزې اړتیاوې د پرېکړو په لومړي سر کې نه وي؟

ولې هغه ولس چې د جګړو، پوځي عملیاتو او بې‌ ځایه کېدنو درانه زیانونه یې ګاللي، باید د خپلو طبیعي شتمنیو د ګټو او مدیریت له بهیره هم محروم پاتې شي؟

د پښتنو غوښتنه د بل قوم یا د پاکستان د نورو سیمو د خلکو د حقونو پر ضد نه ده. موږ د ټولو ولسونو لپاره د برابرۍ، عدالت، قانوني حقونو او عادلانه اقتصادي مشارکت غوښتونکي یو.

موږ داسې اقتصادي نظام غواړو، چې د سرچینو د مدیریت په اړه د سیمې خلکو ته واقعي ونډه ورکړي، عواید یې په عادلانه توګه ووېشي او د کان ‌کېندنې ګټې د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره ولګوي.

د طبیعي شتمنیو ارزښت یوازې په دې نه سنجول کېږي چې څومره کانونه استخراج شول او څومره پیسې ترلاسه شوې؛ اصلي معیار دا دی چې د دغو شتمنیو په بدل کې د خلکو ژوند څومره ښه شو.

زموږ مبارزه؛ د حق، عدالت او ولسي واکمنۍ مبارزه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزه د بشري حقونو، سیاسي عدالت، قانوني حساب‌ ورکونې او د ولس د مشروع حقونو پر بنسټ ولاړه ده.

موږ جګړه نه، سوله غواړو؛ بې‌عدالتي نه، قانوني برابري غواړو؛ جبري بې ‌ځایه کېدل نه، په خپل کور او وطن کې د عزت ژوند غواړو؛ بې ‌وزلي نه، اقتصادي عدالت غواړو؛ او پټ قراردادونه نه، شفافیت او ولسي ګډون غواړو.

زموږ غوښتنه دا نه ده چې د طبیعي شتمنیو واک دې له یوه ځواکمن لوري څخه بل ځواکمن لوري ته ولېږدول شي. زموږ غوښتنه دا ده چې د پښتونخوا خلک د خپلو سرچینو د مدیریت، عادلانه ګټې اخیستنې او اقتصادي راتلونکي په ټاکلو کې خپل مشروع حق ترلاسه کړي.

دا مبارزه یوازې د پښتونخوا د غرونو او کانونو په اړه نه ده؛ دا د بشري حقونو، نړیوال قانون، اقتصادي عدالت او د شرکتونو او حکومتونو د حساب‌ورکونې مسئله هم ده.

پښتونخوا مستعمره نه ده!

پښتونخوا د هېڅ پوځي بنسټ شخصي اقتصادي زېرمتون نه دی، د هېڅ بهرني شرکت د بې‌ قیده ګټې اخیستنې میدان نه دی او د هېڅ واکمن د پټو معاملاتو ملکیت نه دی.

دا د یوه تاریخي ولس پلرنی ټاټوبی دی. د دې خاورې طبیعي شتمنۍ باید د همدې خلکو د عزت، سوکالۍ او روښانه راتلونکي د جوړولو وسیله وي.

موږ داسې پرمختګ نه غواړو چې غرونه مو تش کړي، سیندونه مو ککړ کړي، ځنګلونه مو له منځه یوسي، خو ماشومان مو له ښوونځیو، ناروغان مو له روغتونونو او ځوانان مو له کار او اقتصادي فرصتونو محروم پرېږدي.

موږ داسې تړونونه نه منو، چې د خلکو له سترګو پټ لاسلیک کېږي، خو د هغوی د ځمکې، معیشت، چاپېریال او راتلونکي برخلیک ټاکي.

د پښتونخوا خلک د خپلو طبیعي شتمنیو په اړه د مالوماتو، مشورې، اغېزمن ګډون او عادلانه ګټې حق لري. هېڅ اقتصادي پروژه باید د دې حقونو په بیه عملي نه شي.

پښتونخوا د جګړو د قربانیانو خاوره نه ده؛ د ژوند، تمدن او راتلونکي خاوره ده.

پښتونخوا د پنجاب مستعمره نه ده؛ پښتونخوا د پښتنو پلرنی لرغوني ټاټوبی او د ټولو پښتنو ګډ کور دی!

طبیعي شتمنۍ د ولس حق دی، نه د واکمنو او پانګه ‌والو شخصي ملکیت!

زموږ غوښتنه روښانه ده: سوله، عدالت، شفافیت، حساب ‌ورکونه، د طبیعي سرچینو عادلانه مدیریت او د خپل راتلونکي په اړه د خلکو اغېزمنه پرېکړه.

زموږ خاوره، زموږ شتمنۍ، زموږ حقونه او زموږ راتلونکی باید د همدې خاورې د خلکو د ارادې او مشروع حقونو له مخې وټاکل شي. پښتونخوا زموږ ګډ کور دی، شتمنۍ یې زموږ ګډ حق دی او راتلونکی یې باید د همدې خاورې د خلکو په اراده جوړ شي.

وروستۍ خبره: طبیعي شتمنۍ د ولس حق دی!

طبیعي شتمني هغه وخت نعمت دی چې ګټه یې ولس ته ورسېږي، نه دا چې غرونه یې تش شي، خو خلک یې په بې‌وزلۍ او محرومیت کې ژوند وکړي.

د پښتونخوا د کانونو او طبیعي سرچینو په اړه پرېکړه باید د خلکو له خبرتیا، رضایت او ګډون پرته ونه شي. هېڅ حکومت، پوځي اداره، پانګه‌ وال یا بهرنی شرکت حق نه لري چې د دې خاورې د خلکو حقوق او اراده له پامه وغورځوي.

موږ د داسې پرمختګ غوښتونکي یو چې ماشومانو ته ښوونځي، ناروغانو ته روغتونونه، ځوانانو ته د کار فرصتونه او خلکو ته د عزت ژوند برابر کړي؛ نه داسې اقتصادي معاملې چې شتمنۍ ترې نورو ته رسېږي او زیانونه یې زموږ ولس زغمي.

د کان‌ کېندنې هر تړون باید شفاف وي، د ځايي خلکو حقوق او رضایت په کې خوندي وي، عواید یې عادلانه ووېشل شي او د چاپېریال ساتنه په کې تضمین شي.

د پښتونخوا د شتمنیو په اړه اساسي پوښتنه دا ده: څوک یې استخراجوي، د چا په اجازه، د کوم قانون له مخې او ګټه یې چا ته رسېږي؟

د2025 کال د خیبر پښتونخوا د وړاندیز شوي کانونو او معدني سرچینو قانون کې هم د پخوانیو قبایلي سیمو د خلکو د رضایت، ځمکې د مالکیت او ګډون موضوع مطرح شوې وه. دا په ډاګه کوي چې د ځايي خلکو حقونه باید د معدني سرچینو د هرې پرېکړې بنسټ وي.

موږ د خپلو شتمنیو لوټ نه، د خپلو حقونو خوندیتوب غواړو؛ د پردیو معاملې نه، د ولس ګډون غواړو؛ او د محرومیت پر ځای عدالت او پرمختګ غواړو.

پښتونخوا یوازې د کانونو او معدني زېرمو نوم نه دی؛ دا زموږ پلرونو او نیکو ټاټوبی، زموږ د ژوند چاپېریال او د راتلونکو نسلونو میراث دی.

پښتونخوا مستعمره نه ده! طبیعي شتمنۍ یې د خلکو حق دی، او د خپل وطن د راتلونکي په اړه د پرېکړې حق د همدې ولس دی!

پای

د یادونې وړ ده: د دې لیکنې له هر لوستونکي او د هر بل خېرخوا وګړي څخه هیله کوو، چې دغه لاندې Petition لاسلیک کړي. (https:corg/mZy2Fwmd2K)

#PTM #PashtunRights #OurLandOurWealth #JusticeForPashtuns #StopResourceExploitation

#StopLootingPashtunMinerals #دپښتونخوا_شتمنۍ_دپښتنو_حق_دی.

. (https://c.org/mZy2Fwmd2K)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply