لومړي برخه/ دوه اوسپنیز سیاستوال، دوه ملتونه؛

لیکوال: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

60

دوه اوسپنیز سیاستوال، دوه ملتونه؛ د امیر او صدراعظم د ځواک، دولت‌ جوړونې او سیاسي واقعیت پالنې یوه تاریخي ـ تحلیلي پرتله

لومړي برخه

سریزه:

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د نړۍ په دوو بېلابېلو جغرافیایي او سیاسي چاپېریالونو کې دوه داسې پیاوړي سیاستوال راڅرګند شول، چې د خپلو هېوادونو د سیاسي جوړښتونو په بدلون کې یې ژور اغېز پرېښود: امیر عبدالرحمن خان په افغانستان کې او په جرمني کې د رایښ چانسلر یا صدراعظم اتو فون بیسمارک و.

عبدالرحمن خان له ۱۸۸۰ څخه تر ۱۹۰۱ پورې د افغانستان واکمن و، د داخلي وېشونو، قومي ـ قبایلي سیالیو او د بهرنیو قدرتونو تر فشار لاندې یې د کابل مرکزي واک په ټول افغانستان کې پیاوړي کړ. د پوهاند حسن کاکړ په څېړنه کې د هغه دوره د افغانستان د عصري، یو موټي ملي دولت د جوړېدو له مهمو پړاوونو څخه بللي شوې ده.

بیسمارک بیا له ۱۸۶۲ څخه په پروشیا کې د لومړی وزیر په توګه او وروسته له ۱۸۷۱ کال د مارچ په ۲۱ مه د امپراتور ویلهلم لومړی لخوا د نوی تاسیس شوي جرمني د امپراتورۍ لومړنی چانسلر وټاکل شو او د لومړني رایښ صدراعظم په توګه د جرمني د یووالي، دولت جوړونې او اروپايي ځواکمن سیاست مهم معمار و. د هغه د دولت جوړونې په بهیر کې قانوني، اداري، اقتصادي او ټولنیز اصلاحات هم شامل ول.

په همدې مانا دواړه مشران د پیاوړي دولت جوړونې سیاستوال وو؛ خو د دوی د دولتونو طبیعت، تاریخي شرایط، سیاسي بنسټونه او د ځواک د کارولو طریقې یو شان نه وې.

د دې موضوع د علمي ارزښت لپاره باید یوه مهمه خبره له پیل څخه روښانه شي: ٬٬اوسپنیز امیر٬٬ او ٬٬اوسپنیز صدراعظم٬٬ د دواړو مشرانو رسمي دولتي لقبونه نه وو؛ بلکې تاریخي ـ سیاسي لقبونه وو، چې د دوی د قوي، متمرکز، سختګره او نه‌ماتېدونکي دولت‌ جوړونې ارادې له سبک او سټایل سره تړل شوي دي. د امیر عبدالرحمن خان په اړه د نړۍ په علمي سیاسي ادبیاتو کې په پراخه کچهThe Iron Amir) ) او د جرمني صدراعظم او تو فون بیسمارک د

(The Iron Chancellor/ Der Eissener Kanzler)په نامه بلل کیږي، چې دا د نړۍ په تاریخ کې ډېر مشهور تاریخي پېژندل شوي لقبونه دي. خو د دوی پرتله باید یوازې د لقبونو پر بنسټ ونه شي. اصلي علمي پوښتنه دا ده:

ولې دواړه ٬٬اوسپنیز٬٬ سیاستوال وبلل شول، د دوی دولتي ځواک پر څه ولاړ و، دولتونه یې څنګه مرکزي کړل، او د دوی د دولت جوړونې ترمنځ اصلي ورته والی او توپیرونه څه ول؟

۱. عبدالرحمن خان د مرکزي افغان دولت معمار

عبدالرحمن خان په ۱۸۸۰ کال کې د دویمې افغان ـ انګرېز جګړې له پای وروسته، د افغانستان واکمني ترلاسه کړه. هغمهال افغانستان له ژورو سیاسي، پوځي او سیمه ‌ییزو وېشونو، د محلي او قبایلي قدرتونو له پراخ نفوذ، او د مرکزي واک د محدود ظرفیت له ستونزې سره مخ و. د همدې شرایطو له مخې، د عبدالرحمن خان د واکمنۍ اساسي ځانګړنه د مرکزي دولت د واک د پراختیا، اداري بنسټونو د پیاوړتیا او د دولت د پوځي ظرفیت د رامنځته کولو هڅه وه.

عبدالرحمن خان هغه افغان واکمن و چې د دویمې افغان ـ انګریز جګړې له پای وروسته یې د افغانستان د سلطنت د یو موټي کولو او د مرکزي واک د ټینګښت په برخه کې مهم رول ولوباوه. د هغه د واکمنۍ په دوره کې د دولت د ادارې، پوځ، مالیې او سیمه ‌ییزې واکمنۍ په جوړښتونو کې پراخ بدلونونه رامنځته شول.

پوهاند حسن کاکړ په خپل مهم اثر٬٬ Government and Society in Afghanistan: The Reign of Amir ‘Abd al-Rahman Khan٬٬ کې د عبدالرحمن خان د واکمنۍ د دولت، ادارې، پوځ او ټولنې د بیا تنظیم او جوړونې بهیر په تفصیل څېړلی دی. دغه اثر په ۱۹۷۹ کال کې د University of Texas Press)) له خوا خپور شوی او د عبدالرحمن خان د دولت‌ جوړونې د سیاستونو د مطالعې له مهمو علمي اثارو څخه ګڼل کېږي.

۲. د عبدالرحمن خان د دولت ‌جوړونې اساسي موخه او نوښت

د عبدالرحمن خان د واکمنۍ بنسټیزه موخه دا وه، چې له یوه محدود او کمزوري مرکزي سلطنت څخه داسې متمرکز، اداري او پوځي دولت رامنځته کړي، چې د هېواد پر پراخو جغرافیایي سیمو د حکومت کولو، مالیې راټولولو، امنیت تأمینولو او سیاسي اطاعت د تأمین وړتیا ولري.

د دې موخې لپاره یې د سیمه‌ ییزو قدرتونو، قبایلي خپلواکو نظامي جوړښتونو او وسله ‌والو مخالفینو پر وړاندې د مرکزي حکومت د واک د پراخولو سیاست غوره کړ. د هغه د دولت‌ جوړونې مهم عناصر په لاندې ډول راټولېدای شي:

  1. د منظم او وفادار پوځ رامنځته کول؛
  2. د مرکزي اداري جوړښتونو پیاوړتیا؛
  3. د مالیاتي نظام پراختیا او د دولت د عوایدو منظمول؛
  4. په ولایتونو او ولسوالیو کې د حکومتي چارواکو او اداري تشکیلاتو پراخول؛
  5. د وسلو او پوځي ځواک کارول دولت تر کنټرول لاندې راوستل؛
  6. د سیمه ‌ییزو او قبایلي قدرتونو د خپلواک پوځي نفوذ محدودول؛
  7. د بهرني سیاست له لارې د افغانستان د سیاسي بقا او ارضي تمامیت ساتنه.

له همدې امله د عبدالرحمن خان لپاره د ٬٬اوسپنیز امیر٬٬ اصطلاح باید یوازې د هغه د شخصي سختدریځۍ یا استبدادي تمایلاتو په مانا تفسیر نه شي. په تاریخي او سیاسي تحلیل کې دا اصطلاح د مرکزي دولت د جوړونې، د دولتي جبر د وسایلو د پیاوړتیا، د پوځ د پراختیا او د سیاسي اطاعت د تأمین لپاره د ځواک د پراخ استعمال مفهوم هم افاده کوي.

۳. ولې عبدالرحمن خان ٬٬اوسپنیز امیر٬٬ بلل کېږي؟

اوسپنه٬٬ دلته یوه استعاره ده. اوسپنه په سیاسي ژبه کې د دې ځانګړنو سېمبول ګرځي:

کلکوالی، سختوالی، نه‌ماتېدنه، ټېنګه اراده، د واک ټینګښت او د مقاومت ماتول.

عبدالرحمن خان په داسې ټولنه کې حکومت کاوه چې مرکزي دولت لا تر اوسه په ټول هېواد کې بشپړ اداري او پوځي نفوذ نه درلود. له همدې امله هغه د دولت د جوړولو لپاره له سخت ځواک څخه کار واخیست.

همدا وجه ده چې په تاریخي ادبیاتو کې هغه د (Iron Amir) په نوم پېژندل کېږي. د هغه د واکمنۍ د دولت‌ جوونې په اړه د حسن کاکړ اثر او د ډیویډ اډوارډز څېړنې د هغه د مرکزي دولت جوړونې اهمیت په تفصیل سره څېړي.

خو دلته یو مهم علمي احتیاط ضروري دی:

د عبدالرحمن خان ټول دولت ‌جوړونه باید یوازې په ٬٬ظلم٬٬ یا یوازې په ٬٬پرمختګ٬٬ کې خلاصه نه شي.

هغه هم د دولت د تمرکز او ادارې بنسټونه پیاوړي کړل او هم یې د خپل واک د ټینګولو لپاره له سختو او تاوتریخوالو ډکو لارو استفاده وکړه.

هو، که د امیر عبدالرحمن خان ارزونه له احساساتي قضاوت څخه وباسو او د هغه وخت له تاریخي شرایطو سره یې وتړو، نو د هغه د واکمنۍ مثبت اړخونه هم باید جدي وکتل شي. ٬٬اوسپنیز امیر٬٬ یوازې د سختدریځۍ مانا نه لري؛ د دولت‌ جوړونې له نظره د مرکزي واک د ټینګولو مفهوم هم لري

د عبدالرحمن خان د ٬٬ اوسپنیز امیر٬٬ یا ) (The Iron Amir لقب تر شا تر ټولو مهم سیاسي مفهوم د مرکزي واک تمرکز او د دولت د جبر او کنټرول د وسایلو پیاوړتیا ده.

کله چې عبدالرحمن خان په ۱۸۸۰ کال کې واک ته ورسېد، افغانستان د اوږدو داخلي شخړو، سیمه ‌ییزو قدرتونو او قبایلي نظامي جوړښتونو له پراخ نفوذ سره مخ و. په داسې شرایطو کې هغه هڅه وکړه، چې د دولت واک د کابل له مرکزه د هېواد نورو برخو ته وغځوي او د سیاسي واک موازي مرکزونه محدود کړي:

د هغه د مرکزي کولو سیاست څو مهمې موخې لرلې:

  • د مرکزي حکومت د سیاسي او اداري واک پراخول؛
  • د سیمه ‌ییزو او قبایلي نظامي قدرتونو محدودول؛
  • د منظم او د مرکزي حکومت تر قوماندې لاندې پوځ رامنځته کول؛
  • د مالیې او دولتي عوایدو د راټولولو سیستم پیاوړی کول؛
  • په ټول هېواد کې د دولتي ادارې حضور پراخول؛
  • د دولت د دفاعي او امنیتي ظرفیت لوړول؛
  • د وسله‌ والو مخالفتونو او سیمه‌ییزو بغاوتونو پر وړاندې د مرکزي حکومت د واک تثبیت.

د عبدالرحمن خان د واکمنۍ د مرکزي کولو بهیر له بلې خوا له پراخو مقاومتونو او وسله‌ والو پاڅونونو سره هم مل و. حکومت د دغو مخالفتونو د ځپلو لپاره له پوځي ځواک څخه په پراخه کچه کار واخیست. له همدې امله، د „اوسپنیز امیر“ اصطلاح د هغه د واکمنۍ دوه متقابل اړخونه راڅرګندوي: له یوې خوا د دولت د بنسټونو او مرکزي واک پیاوړتیا، او له بلې خوا د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د زور او جبر کاروال و.

څېړنوال ښاغلی ډیویډ اډوارډز هم د عبدالرحمن خان د واکمنۍ په اړه په خپلو څېړنو کې دIron Amir) (The مفهوم ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. د هغه تحلیل د عبدالرحمن خان د واکمنۍ د جوړښت، سیاسي اطاعت، ځواک او سخت مرکزي حکومت پر څرنګوالي تمرکز کوي.

په دې توګه، د عبدالرحمن خان ٬٬اوسپنیز٬٬ لقب باید د یوه څو اړخیز تاریخي مفهوم په توګه وکتل شي؛ داسې مفهوم چې استبدادي واکمني، مرکزي دولت ‌جوړونه، پوځي تمرکز، اداري پراختیا او د سیاسي اطاعت د تأمین لپاره د زور استعمال په یوه واحد تحلیلي چوکاټ کې سره نښلول شول.

د اوسپنېزه امیر عبدالرحمن خان مهم مثبت اړخونه

  • د مرکزي دولت پیاوړتیا

هغه د افغانستان د ګڼو سیمه ‌ییزو او قبیلوي واکمنیو پر وړاندې مرکزي دولت پیاوړی کړ او د کابل د حکومت اداري نفوذ یې تر ډېرو سیمو وغځاوه.

  • د دولتي ادارو رامنځته کول او تنظیمول

د هغه په دوره کې د ولایتونو، ولسوالیو او حکومتي ماموریتونو اداري جوړښت منظم او پراخ شو. دولت له شخصي او سیمه‌ ییزو اړیکو څخه ورو ورو د یوې منظمې ادارې پر لور حرکت وکړ.

  • د پوځ منظمول

هغه هڅه وکړه چې پوځ له سیمه ‌ییزو او شخصي وسله‌ والو ډلو څخه په یوه مرکزي، منظم او د دولت تابع ځواک بدل کړي. دا د دولت د بقا لپاره مهم ګام و.

  • د مالیې او عوایدو د سیستم پیاوړتیا

د مالیاتو راټولول او دولتي عواید یې تر ډېره د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې راوستل، چې د منظم دولت لپاره بنسټیز اهمیت لري.

  • د قانون او نظم ټینګول

د هغه د واکمنۍ یو اساسي هدف د مرکزي نظم ټینګول وو. که څه هم د دې لپاره یې ډېرې سختې او ځینې ظالمانه لارې هم کارولې، خو د دولت د نظم او امنیت د رامنځته کولو هڅه د هغه د دولت‌ جوړونې مهمه برخه وه.

  • د بهرني سیاست او دولت د بقا لپاره توازن

د بریتانوي هند او روسیې ترمنځ د سترې سیالۍ په دوره کې یې هڅه وکړه، چې افغانستان د یوه مستقل دولت په توګه وساتي او له بهرنیو قدرتونو سره د اړیکو له لارې د خپل سلطنت بقا تضمین کړي.

  • د دولت د حاکمیت مفکورې پیاوړتیا

تر ټولو مهم میراث یې شاید دا وي، چې د افغانستان د دولت د مرکزي حاکمیت تصور یې پیاوړی کړ: یعنې مالیه، پوځ، اداره او سیاسي پرېکړه باید د یوه مرکزي دولت تر واک لاندې وي.

د عبدالرحمن خان د دولت ‌جوړونې مثبتې پایلې باید د هغه له سختو سرکوبو، اجباري سیاستونو، پراخو مجازاتو او بشري تلفاتو له بحث څخه جلا نه شي. د دولت پیاوړتیا په خپله د هرې وسیلې توجیه نه ده:

عبدالرحمن خان د افغانستان د مرکزي دولت یو پیاوړی جوړوونکی و؛ خو د هغه دولت‌ جوړونه د سخت ځواک، جبر او سرکوب له سیاستونو سره هم ژوره تړلې وه.

همدا دوه اړخونه یو ځای د ٬٬اوسپنیز امیر٬٬ لقب تاریخي مانا روښانوي: اوسپنه هم د دولت د ستنو د ټینګولو وسیله وه، او هم د مخالف مقاومت د ماتولو وسیله.

۴. اوتو فون بیسمارک اوسپنیز صدراعظم

د عبدالرحمن خان د ٬٬اوسپنیز امیر٬٬ له مفهوم سره د نولسمې پېړۍ د اروپا د یوه بل مشهور جرمن سیاستوال، اوتو فون بیسمارک، د ٬٬اوسپنیز صدراعظم٬٬ یا (The Iron Chancellor) لقب په ډېرو برخو کې د مقایسې وړ دی.

بیسمارک د پروشیا او وروسته د متحدې جرمني په سیاسي تاریخ کې له تر ټولو اغېزناکو دولت ‌پالو سیاستوالو څخه و. د ٬٬اوسپنیز صدراعظم٬٬ لقب تر ډېره د هغه د سیاسي دریځ، د قدرت د کارونې د سبک او د ۱۸۶۲ کال له هغې مشهورې وینا سره تړاو لري، چې د پروشیا د پوځ د پیاوړتیا او د اساسي قانون د شخړې په شرایطو کې یې وړاندې کړه.

بیسمارک په خپله مشهوره وینا کې استدلال وکړ، چې د وخت سترې سیاسي مسئلې به یوازې د ویناوو او اکثریتي پرېکړو له لارې حل نه شي، بلکې د ٬٬ وینې او اوسپنې٬ له لارې به پرېکړه کېږي. له همدې امله، د ٬٬اوسپنیز صدراعظم٬٬ لقب په تدریج سره د هغه له سیاسي شخصیت او تاریخي میراث سره په کلکه وتړل شو.

خو د بیسمارک د ٬٬اوسپنیز٬٬ سیاست مانا یوازې په پوځي ځواک او جګړه کې نه راټولېږي. د هغه د دولت‌ جوړونې او بهرني سیاست یوه مهمه ځانګړنه (Realpolitik)یا ٬٬ سیاسي واقعیت پالنې٬٬ وه. په دې تګلاره کې سیاسي پرېکړې تر ډېره د ایډیالوجیکو شعارونو پر ځای د قدرت د واقعي توازن، ملي ګټو، ائتلافونو، پوځي ظرفیت، اقتصادي امکاناتو او نړیوالو شرایطو پر بنسټ ارزول کېږي.

له همدې امله، بیسمارک د دولت د پیاوړتیا او ملي یووالي لپاره له پوځ، ډیپلوماسۍ، ائتلافونو او سیاسي محاسبې څخه په ګډه استفاده وکړه. د هغه سیاست د دې څرګندونه کوي چې ٬٬اوسپنیز٬٬ سیاستوال الزاماً یوازې د زور له لارې عمل کوونکی شخصیت نه وي؛ بلکې کولای شي زور، سیاسي محاسبه، اداري ظرفیت او ډیپلوماسي د دولت‌ جوړونې د یوې ګډې ستراتیجۍ په توګه وکاروي.

۵. د عبدالرحمن خان او بیسمارک د ٬٬اوسپنیز٬٬ مفهوم مقایسوي تحلیل

د عبدالرحمن خان او بیسمارک ترمنځ تاریخي، سیاسي او ټولنیز شرایط یو شان نه وو؛ له همدې امله د دوی د ٬٬اوسپنیز٬٬ لقبونو ترمنځ باید مستقیمه او بشپړ مشابهت فرض نه شي. دواړه په جلا تاریخي چاپېریالونو کې فعالیت کاوه او د دولت‌ جوړونې بېلابېلې ستونزې یې لرلې. سره له دې، د دواړو د واکمنۍ په تحلیل کې یو ګډ ټکی د قوي دولت د جوړولو او د مرکزي سیاسي واک د پیاوړتیا هڅه ده. عبدالرحمن خان په افغانستان کې د سیمه‌ ییزو او قبایلي قدرتونو د محدودولو، د مرکزي ادارې د پراختیا او د پوځ د پیاوړتیا له لارې د دولت د واک د تمرکز هڅه وکړه. بیسمارک بیا د پروشیا د دولت د ځواک، پوځ، ډیپلوماسۍ او سیاسي ائتلافونو په کارولو سره د جرمني د یووالي او د نوي لوی جرمني دولت د پیاوړتیا په بهیر کې مرکزي رول ولوباوه.

په دې اساس، د دواړو شخصیتونو لپاره د ٬٬اوسپنیز٬٬ صفت په یوه پراخ تحلیلي مفهوم کې د قوي دولت، د سیاسي واک د تمرکز، د دولتي ظرفیت د لوړولو او د ملي اهدافو د تحقق لپاره د سختو سیاسي وسیلو د کارونې استازیتوب کوي؛ خو د دواړو د دولت‌ جوړونې لارې، سیاسي چاپېریال، مشروعیت، ټولنیز جوړښت او د قدرت د استعمال بڼې له یو بل سره اساسي توپیرونه لري.

له همدې کبله د عبدالرحمن خان او بیسمارک مقایسه هغمهال علمي ارزښت پیدا کوي، چې د ٬٬اوسپنیز٬٬ لقب پر ظاهري مشابهت بسنه ونه شي، بلکې د دولت ‌جوړونې، مرکزي کولو، پوځ، ادارې، سیاسي اطاعت، ډیپلوماسۍ او د زور د مشروع استعمال له زاویو څخه په تحلیلي ډول وڅېړل شي.

۶. ولې اوتو فون بیسمارک ٬٬اوسپنیز صدراعظم٬٬ بلل کېږي؟

د اوتو فون بیسمارک د ٬٬ اوسپنیز صدراعظم (Iron Chancellor) ؛ جرمني ژبه کې( Eiserner Kanzler) لقب تر ډېره د هغه د سیاسي دریځ، د قدرت د کارونې د سبک او د ٬٬وینې او اوسپنې٬٬ له مشهورې وینا سره تړاو لري.

په ۱۸۶۲ کال کې، هغه مهال چې په پروشیا کې د پوځ د اصلاحاتو، د بودجې او د اساسي قانون پر سر له لیبرال پارلمان سره جدي سیاسي شخړه روانه وه. بیسمارک د خپلې مشهورې وینا له لارې د خپل سیاسي لید څرګندونه وکړه. هغه استدلال وکړ، چې د جرمني د وخت سترې مسئلې به یوازې د ویناوو او اکثریتي پرېکړو له لارې حل نه شي، بلکې د ٬٬وینې او اوسپنې٬٬ له لارې به پرېکړه پرې کېږي.

وروسته دغه تعبیر د بیسمارک له سیاسي شخصیت سره دومره نږدې وتړل شو، چې د هغه د تاریخي هویت یوه مهمه برخه وګرځېد. له همدې امله، د ٬٬اوسپنیز صدراعظم٬٬ لقب یوازې د هغه د سخت سیاسي دریځ د بیان لپاره نه، بلکې د قوي دولت، پوځي ځواک، سیاسي محاسبې او د ملي اهدافو د تحقق لپاره د ځواک او ډیپلوماسۍ د ګډ استعمال د نښې په توګه هم کارول کېږي.

په هر حال، د بیسمارک د ٬٬اوسپنیز٬٬ سیاست مانا یوازې په جګړه او پوځي ځواک کې نه راټولېږي. د هغه د سیاست یوه بنسټیزه ځانګړنه (Realpolitik)یا ٬٬سیاسي واقعیت پالنه٬٬ وه. په دې مفهوم کې سیاسي پرېکړې تر ډېره د ایډیالوجیکو شعارونو پر ځای د قدرت د توازن، ملي ګټو، اقتصادي امکاناتو، پوځي ظرفیت، ائتلافونو او نړیوالو شرایطو پر بنسټ تنظیمېږي.

له همدې امله، د بیسمارک سیاسي شخصیت باید د پوځي ځواک، ډیپلوماسۍ، سیاسي محاسبې، اداري دولت‌ جوونې او واقعیت پالنې د ګډ ترکیب په توګه وڅېړل او وپېژندل شي.

۷. د دواړو ٬٬اوسپنیزو٬٬ سیاسي مشرانو ترمنځ بنسټېز ورته والی

د عبدالرحمن خان او اوتو فون بیسمارک ترمنځ، سره له دې چې تاریخي او ټولنیز شرایط یې توپیر درلود، د دولت ‌جوونې په برخه کې مهم ورته‌ والی موجود و. دواړو هڅه کوله چې کمزوری او متفرق سیاسي واک په یوه قوي او متمرکز دولت بدل کړي. عبدالرحمن خان په افغانستان کې د پوځ، مرکزي ادارې او مالیې له لارې مرکزي حکومت پیاوړی کړ او له سیمه ‌ییزو او قبایلي قدرتونو سره یې مبارزه وکړه. بیسمارک هم د پروشیا د پوځ، ډیپلوماسۍ او سیاسي محاسبې په وسیله جرمني متحد او یو پیاوړی دولت یې رامنځته کړ. له همدې امله دواړه د قوي مرکزي دولت د جوړولو او د سیاسي واک د تمرکز له امله د ٬٬اوسپنیزو٬٬ مشرانو په توګه یادېږي.

۸. اوسپنه د دې ځانګړنو سېمبول ګڼل کېږي:

سختوالی، کلک هوډ، مقاومت، نه‌ماتېدنه، د واک ټینګښت او د مخالف مقاومت ماتول.

د بیسمارک لپاره (Iron Chancellor) په نړیوال تاریخي حافظه کې تثبیت شوی لقب دی.

د عبدالرحمن خان لپاره بیا (Iron Amir) د انګرېزي او نورو علمي ادبیاتو په ګډون د افغانستان د دولت‌جوونې د مطالعې یوه پېژندل شوې اصطلاح ده. حتی په معاصرو علمي اثارو کې د عبدالرحمن خان د واکمنۍ لپاره په مستقیم ډول (The Reign of the Iron Amir)د اوسپنې امیر واکمنې اصطلاح کارول شوې ده.

خو له علمي پلوه مهمه خبره دا ده، چې د دواړو لپاره د ٬٬اوسپنیز٬٬ صفت موجودیت په خپله د دوی د سیاستونو د یو شان والي ثبوت نه دی. دا یوازې د سیاسي سختۍ او د قوي دولت د جوړونې د ارادې یو ګډ استعاري تعبیر دی؛ د دې تعبیر تاریخي محتوا بیا په هر مورد کې د هغه دولت د ځانګړو شرایطو له مخې ټاکل کېږي.

۹.٬٬اوسپنیز٬٬ مفهوم په دواړو مشرانو کې یو شان مانا نه لري

د دې مقایسې تر ټولو مهم علمي ټکی دا دی، چې د ٬٬اوسپنیز٬٬ صفت باید په دواړو شخصیتونو کې په یوه واحده مانا ونه کارول شي. که څه هم دواړه د قوي دولت او متمرکز واک له مفهوم سره تړاو لري، خو د هغوی د ٬٬اوسپنیز سیاست٬٬ تاریخي زمینه او عملي بڼه له یو بل سره توپیر لري.

عبدالرحمن خان په افغانستان کې د مرکزي دولت د واک د ټینګولو لپاره له داخلي وسله ‌والو مقاومتونو، سیمه ‌ییزو قدرتونو او قبایلي خپلواکو جوړښتونو سره مخ شو. له همدې امله، د هغه د ٬٬اوسپنیز٬٬ سیاست تر ډېره د داخلي دولت ‌جوونې، اداري تمرکز، پوځي کنټرول او د سیاسي اطاعت د تأمین له مسئلې سره تړاو لري.

بیسمارک بیا د پروشیا د دولت د ځواک، پوځ او ډیپلوماسۍ په کارولو سره د جرمني د یووالي پروژه پر مخ یووړه او وروسته یې د نوي جرمني دولت د نړیوال موقعیت د ساتلو لپاره د ائتلافونو او ډیپلوماتیکو تګلارو پراخ استعمال وکړ.

له همدې امله، په تحلیلي تعبیر کې ویلای شو:

عبدالرحمن خان د داخلي دولت‌ جوونې او مرکزي واک د تمرکز ٬٬اوسپنیز٬٬ سیاستوال و؛ بیسمارک بیا د دولت د یووالي، قدرت د توازن او ستراتیجیکې ډیپلوماسۍ ٬٬اوسپنیز٬٬ سیاستوال و.

۱۰. وسله وال پوځ رول؛ د دواړو دولتمشرانو د دولت ‌جوونې یوه مهمه ستن

پوځ د عبدالرحمن خان د دولت ‌جوونې په نوښت کې اساسي اهمیت درلود. د هغه په اند، تر هغه چې سیمه ‌ییز او قبایلي وسله‌ وال ځواکونه د مرکزي حکومت له کنټرول څخه بهر وي، د کابل حکومت نه شي کولای په ټول هېواد کې مؤثر حاکمیت رامنځته کړي. له همدې امله، د منظم پوځ رامنځته کول، د هغه پراختیا او د مرکزي حکومت تر قوماندې لاندې راوستل د هغه د دولت‌جوونې له مهمو برخو څخه وو.

د مرکزي پوځ پیاوړتیا د عبدالرحمن خان لپاره یوازې د بهرني دفاع وسیله نه وه؛ بلکې د داخلي واک د تثبیت، د سیمه ‌ییزو قدرتونو د محدودولو او د دولت د پرېکړو د عملي کولو یوه مهمه وسیله هم وه. په دې مانا، پوځ د هغه د مرکزي کولو د سیاست له بنسټیزو ستنو څخه ګڼل کېږي.

بیسمارک هم د پروشیا د پوځ سیاسي او ستراتیجیک اهمیت په بشپړه توګه درک کړی و. د هغه د واکمنۍ پر مهال د پروشیا پوځ د ډنمارک، اتریش او فرانسې پر وړاندې په جګړو کې مهم رول ولوباوه، او دغو پوځي بریاوو د پروشیا تر مشرۍ لاندې د جرمني د یووالي لپاره زمینه برابره کړه.

خو د دواړو د پوځونو د استعمال په موخه کې مهم توپیر موجود و. عبدالرحمن خان پوځ تر ډېره د داخلي حاکمیت، مرکزي کولو او د دولت د واک د تثبیت لپاره کاراوه؛ بیسمارک بیا پوځ د جرمني د یووالي، د پروشیا د برترۍ غوښتنې او د اروپا په ستراتیجیک نظام کې د جرمني د موقعیت د پیاوړتیا لپاره د ډیپلوماسۍ تر څنګ استعمال کړ.

له همدې امله، د دواړو مشرانو په سیاست کې پوځ مهم و، خو د پوځ وظیفه او ستراتیجیکه مانا یې په بشپړه توګه یو شان نه وه.

۱۱. ٬٬وینه او اوسپنه٬٬ د بیسمارک د لقب فلسفه

د بیسمارک نوم له مشهورې اصطلاح سره تړل شوی: (Blut und Eisen – Blood and Iron)

یعنې:وینه او اوسپنه. د دې مفهوم دا و، چې د جرمني ستره سیاسي مسئله یوازې په پارلماني ویناوو او نظریاتي بحثونو نه حل کېږي؛ د دولت ځواک، پوځ او عملي سیاست هم اړین دي.

له همدې ځایه د (Iron Chancellor / Eiserner Kanzler) تاریخي تصور پیاوړی شو.

د هغه اصلي ځانګړنه (Realpolitik) ـ سیاسي واقعیت پالنې وه:

د سیاست پر مهال د واقعیت، قدرت، ملي ګټې، ائتلافونو او موجودو امکاناتو پر اساس تصمیم نیول.

همدا وجه ده، چې هغه کله جګړه کاروله، کله ډیپلوماسي، کله ائتلاف او کله داخلي اصلاحات.

د ٬٬اوسپنیز٬٬ لقب فلسفه ولې دواړه ٬٬اوسپنیز٬٬سیاستوال شول؟

ځکه چې اوسپنه د سیاسي استعاري ژبې په توګه د سختۍ، ثبات، کلک هوډ او نه‌ماتېدونکي ځواک سېمبول ده.

خو د لقب سرچینه په دواړو کې یوه نه ده.

د بیسمارک لپاره: (Iron=Eisen+Blut und Eisen+Realpolitk) پوځ+ د جرمني یووالی

د عبدالرحمن خان لپاره: ( د سیمه ییزو قدرتونو تابع کول+ اطاعت، سختی سزاوې+ پوځ +مرکزي واک (Iron +

نو په دې اساس باید وویل شي: دواړه ٬٬اوسپنیز٬٬ وو، خو د دوی د اوسپنې تاریخي کارکردګي یو شان نه وې.

۱۲. بیسمارک یوازې ٬٬د جګړې سیاستوال٬٬ نه و

د بیسمارک د شخصیت په اړه یو عام تصور دا دی، چې هغه یوازې د ٬٬وینې او اوسپنې٬٬ د سیاست استازی و. خو معاصرې تاریخي څېړنې دا تصویر ډېر ساده بولي. که څه هم پوځي ځواک د هغه د دولت‌ جوونې په ستراتیجۍ کې مهم ځای درلود، خو د هغه سیاسي میراث یوازې په جګړو نه محدودېږي.

له ۱۸۷۱ کال وروسته، کله چې د جرمني یووالی تر ډېره بشپړ شو، د بیسمارک د سیاست مهمه برخه د نوي جرمني دولت د ثبات، داخلي نظم او نړیوال امنیت ساتلو ته متوجه شوه. هغه هڅه وکړه چې د اروپا د قدرتونو ترمنځ داسې ډیپلوماتیک توازن رامنځته کړي، چې نوی جرمني دولت له لویو اروپایي شخړو څخه وساتل شي.

د بیسمارک د دولت ‌جوونې په میراث کې اداري او حقوقي اصلاحات، اقتصادي سیاستونه او ټولنیز اقدامات هم شامل وو. په ځانګړې توګه، د کارګرانو لپاره د روغتیايي بیمې، د کاري پېښو د بیمې او د زړښت اړوند ټولنیزو بیمو د رامنځته کولو اقدامات د هغه د حکومت له مهمو ټولنیزو سیاستونو څخه ګڼل کېږي.

له همدې امله، د بیسمارک ٬٬اوسپنیز٬٬ شخصیت باید یوازې د جګړې او زور له زاویې ونه ارزول شي؛ بلکې د سخت سیاسي دریځ، ستراتیژیکې محاسبې، دولت‌ جوونې، ډیپلوماسۍ او واقعیت پالنې د ګډ ترکیب په توګه باید تحلیل شي.

۱۲. عبدالرحمن خان هم یوازې ٬٬ظالم واکمن٬٬ نه و

په ورته ډول او په مقابل کې ، د عبدالرحمن خان د واکمنۍ تحلیل هم یوازې د ٬٬استبداد٬٬ یا ٬٬ظلم٬٬ تر مفاهیمو محدودول تاریخي تصویر نیمګړی کوي. د هغه د واکمنۍ یوه مهمه ځانګړنه د دولت د اداري، پوځي او مالي ظرفیتونو د پراختیا هڅه وه.

د هغه د واکمنۍ په دوره کې:

  • مرکزي اداري جوړښتونه پراخ شول؛
  • منظم پوځ د دولت تر مرکزي قوماندې لاندې پیاوړی شو؛
  • د دولت اداري حضور په پراخو جغرافیایي سیمو کې وغځول شو؛
  • د مالیاتي او عوایدو د راټولولو د نظام د تنظیم هڅې وشوې؛
  • د سیمه ‌ییزو قدرتونو خپلواک پوځي نفوذ محدود شو؛
  • د مرکزي دولت د حاکمیت او اطاعت مفهوم پیاوړی شو.
  • د ښځو د میراث حقونه د دولت په عدلي او قضایې چوکاټ کې په رسمیت وپیژندل.
  • ټکنالوجي او پرمختک ته یې ډېر اهمیت ورکړ، بهرني انجینران، ډاکټران، جیولوجیستان او چاپګران راوستل، د چاپ ماشین وارد کړ، همدارنګه اروپايي تولیدي ماشینونه وارد کړل او د صابون، شمعو او څرمنې د تولید لپاره یې وړې فابریکې جوړې کړې. د مخابراتو، ترانسپورټ او اوبو لګولو په برخه کې یې د اروپا تخنیکي مشورې هم وغوښتې.
  • افغان وسله وال پوځ په اروپایې توپکو او ټوپخانې ډېر ښه سمبال کړ. سره له دې اقداماتو د عبدالرحمن خان د دولت بهرنۍ پالیسي په بشپړه توګه د انګرېزانو په لاس کې وه.

د حسن کاکړ څېړنې د عبدالرحمن خان دوره د افغانستان د دولت‌ جوونې له مهمو پړاوونو څخه ګڼي او د مرکزي ادارې، داخلي یووالي، سرحدي وضعیت او د دولت د حاکمیت د پراختیا مسئلو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

خو د دې ادارې او دولت‌ جوونې لاسته راوړنې باید د هغه د واکمنۍ له تاوتریخوالي ډکو اړخونو څخه جلا ونه ګڼل شي. د مرکزي دولت د واک د پراختیا بهیر په ګڼو مواردو کې له پوځي زور، جبر، جبري اطاعت او د سختو مجازاتو له استعمال سره مل و.

له همدې امله، د عبدالرحمن خان د واکمنۍ علمي ارزونه باید دواړه اړخونه په پام کې ونیسي: له یوې خوا د دولت د اداري او پوځي ظرفیتونو پراختیا او له بلې خوا د دې دولت‌ جوونې انساني، سیاسي او ټولنیز لګښتونه.

په همدې اساس، د عبدالرحمن خان تاریخي میراث نه یوازې د ٬٬اوسپنیز امیر٬٬ په توګه د هغه د سختې واکمنۍ له مخې، بلکې د افغانستان د مرکزي دولت د بنسټونو د جوړولو، د واک د تمرکز او د دولت د حاکمیت د پراختیا له نظره هم باید وارزول شي. د دې دوو اړخونو یو ځای تحلیل کول کولای شي د هغه د واکمنۍ په اړه له ساده ستاینې یا ساده او لوده غندنې څخه ورهاخوا یو متوازن تاریخي انځور وړاندې کړي. د عبدالرحمن خان او بیسمارک د دولت ‌جوونې د ماډلونو اساسي توپیرونه.

۱۳. تر ټولو ستر توپیر: د دولت‌ جوونې د جوړښت بنسټ

د عبدالرحمن خان او بیسمارک ترمنځ، سره له دې چې د قوي مرکزي دولت د رامنځته کولو په برخه کې ورته‌والي لیدل کېږي، یو بنسټیز توپیر د هغو تاریخي دولتونو په جوړښت او ظرفیت کې دی، چې دواړو مشرانو ته په میراث پاتې وو.

بیسمارک له یوه نسبتاً منظم، اداري او پوځي پیاوړي پروشیايي دولت څخه د جرمني د سیاسي یووالي پر لور حرکت وکړ. پروشیا لا له وړاندې د پوځ، ادارې او سلطنتي بنسټونو له پلوه د پاموړ دولتي ظرفیت درلود. له همدې امله، د بیسمارک اصلي موخه د یوه موجود دولت له بنسټونو څخه په استفادې د جرمني د بېلابېلو سیاسي واحدونو یو ځای کول او د پروشیا تر مشرۍ لاندې د یوه نوي ملي دولت رامنځته کول وو.

عبدالرحمن خان بیا په داسې افغانستان کې واک ته ورسېد، چې د مرکزي حکومت د اداري او پوځي ظرفیتونو ترڅنګ، سیمه‌ ییزو، قبایلي او دودیزو قدرتونو هم د پاموړ خپلواک نفوذ درلود. د هغه اساسي ستونزه یوازې د هېواد سیاسي یووالی نه و؛ بلکې د دې تر څنګ دا مسئله هم وه چې مرکزي حکومت څنګه کولای شي خپل اداري، مالي او پوځي حاکمیت په ټول هېواد کې عملي کړي.

له همدې امله، د دواړو د ٬٬اوسپنیز٬٬ سیاست مستقیمآً او بشپړه مساوي کول له علمي پلوه لږ ترپوښتنې لاندې دي. ځکه د دواړو دولت‌ جوونې موخې په جلا تاریخي او ټولنیزو شرایطو کې رامنځته شوې وې.

په لنډ ډول، د دواړو اساسي سیاسي موخې داسې بیانېدای شي:

د بیسمارک ستره موخه:
څنګه کولای شم د پروشیا د ځواک پر بنسټ جرمني متحد او د اروپا په نظام کې یې د یوه ستر قدرت په توګه تثبیت کړم؟

د عبدالرحمن خان ستره موخه:
څنګه کولای شم په افغانستان کې مرکزي دولت پیاوړی او د کابل د حکومت اداري، مالي او پوځي واک پر ټول هېواد عملي کړم؟

د همدې توپیر له مخې، د دواړو ٬٬اوسپنیز٬٬ سیاست باید د یوه واحد تاریخي قالب پر ځای د دولت‌ جوونې د دوو متفاوتو مسیرونو په توګه تحلیل شي.

۱۴. ولې په اروپایې انګلیسي او جرمني تاریخي ادبیاتو کې دواړه مشران اوسپنیز٬٬ بلل کېږي؟

د دې پوښتنې لنډ علمي ځواب دا دی، چې (Eiserner/Iron) په دواړو موردونو کې د فلزي اوسپنې لفظي مانا نه لري؛ بلکې د سیاسي او تاریخي تعبیر په توګه کارول شوي استعاري مفاهیم دي.

„اوسپنه“ په سیاسي ادبیاتو کې عموماً د هغو ځانګړنو د بیان لپاره کارول کېږي چې له سختدریځ، کلک هوډ، مقاومت، نه‌ماتېدنې، د واک د ټینګښت او د سیاسي مخالفانو پر وړاندې د سخت چلند سره تړاو لري.

د بیسمارک لپاره د (The Iron Chancellor) لقب په نړیواله تاریخي حافظه کې یو تثبیت شوی تاریخي تعبیر دی. دغه لقب د هغه د سیاسي سبک، د ځواک د استعمال، د پوځ د اهمیت او د ٬٬وینې او اوسپنې٬٬ له مشهورې وینا سره په ځانګړې توګه تړاو لري.

د عبدالرحمن خان لپاره بیا د (The Iron Amir) اصطلاح په انګلیسي تاریخي او علمي ادبیاتو کې د هغه د واکمنۍ، مرکزي دولت‌ جوونې او د سیاسي واک د تمرکز د تحلیل لپاره کارول شوې ده. په ځانګړې توګه، دغه تعبیر د هغه د واکمنۍ هغه اړخ ته اشاره کوي چې د مرکزي دولت د جوړولو لپاره د پوځي ځواک، اداري کنټرول او سیاسي جبر له استعمال سره تړاو لري.

بیسمارک (Iron Chancellor) د هغه له مشهورې (Blood and Iron) وینا او د هغه له ځواکمن، واقعیت پالنې سیاست سره په مستقیم ډول تړاو لري.

عبدالرحمن خان:

(Iron Amir)بیا د هغه د سخت مرکزي واک، پوځ، د پاڅونونو ځپلو او د دولت د حاکمیت د پراخولو له تاریخي تصویر سره تړلی لقب دی.

یعنې: بیسمارک د ٬٬اوسپنې٬٬ سیاستوال په توګه د قدرت او (Realpolitik) له لارې د جرمني د یووالي سېمبول شو؛ عبدالرحمن خان د مرکزي دولت د سختې جوړونې او داخلي مقاومت د ماتولو له لارې د ٬٬اوسپنیز امیر٬٬ په نوم مشهور شو.

د لومړی برخې پای

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320