انسان په خپل ژوندکې تل د انتخاب پر دوو لارو ولاړ وي؛ یوه لار د عزت، آزادۍ او حق لار ده، او بله د مصلحت، وېرې او ذلت لاره ،که د عزت آزادۍ او حق لاره خپله بیه لري چې انسان یې باید پرې کړي ،همداسې ذلت هم تر دې ډېره او لویه بیه لري چې انسان یې په هر صورت کې ،که غواړي یا نه غواړي دا بیه باید پرې کړي.
د عزت لار ښايي سخته وي؛ په دې لار کې انسان کله ناکله یوازې پاتې کېږي، ملګري او دوستان له لاسه ورکوي، د ډېرو خلکو مخالفت به ویني، دښمنان به یې ورځ تر بلې ډېرېږي ، د ملامتۍ او محرومیت زغم به کوي او ښايي د خپلې یوې رښتینې خبرې په بدل کې ډېر څه له لاسه ورکړي. خو د دې لپاره چې انسان د خپل وجدان په نزد سر لوړ ی او د خدای په نزد محبوب پاتې شي، خپل وجدان د ناچیزه مادي ګټې یا مقام او منصب لپاره باید و نه پلوري او د ظلم په وړاندې سر ټیټ نه کړي ،نو دغه بیه په حقیقت کې تاوان نه بلکې دا د عزت هغه بیه ده چې باید یې انسان پرې کړي!
خو بل لور ته ذلت هم خپله بیه لري.
هغه څوک چې د څو ورځو آرام لپاره خپل وجدان تحقیروي، د یوې ګټې لپاره خپله خبره بدلوي، د مقام د ساتلو لپاره د حق پر وړاندې چوپېږي او د زورور د خوښۍ لپاره د کمزوري حق تر پښو لاندې کوي، ښايي په لومړۍ شېبه کې ځان بریالی وبولي؛ خو ورو ورو له خپل ځان او وجدان په وړاندې سپکېږي او نن سبا خو ځینې خلک همدې کړنې ته د ځیرکتیا او هوښیارۍ نوم هم ورکوي او پرته له دې چې په بیه یې پوه شي دا کار کوي! آن وایي خپل ژوند جوړ کړه ،پیسې پیدا کړه که له حلالې لارې وي او یا له حرامې فرق نه کوي ،مهمه دا ده چې ژوند دې په مادي لحاظ جوړ وي،ښه موټر ولرې،ښه کور او بلند منزل ولرې، په ټولنه کې په مادي لحاظ ښه اجتماعي موقف کې وی!
د دغه ډول خلکو مزل له دې پیل کېږي چې لومړی خپل خبره خرڅوي، بیا خپل وجدان، وروسته خپل اعتبار او په پای کې داسې ځای ته رسېږي چې د خلکو په منځ کې یې نوم شته، خو وزن نه لري؛ څېره یې ښکاري، خو شخصیت یې نه ښکاري ، مادي حیثیت لري خو معنوي حیثیت یې لومړی د خپل وجدان په وړاندې او بالاخره د ټولنې په وړاندې په صفر کې ضرب وي ،یو لوېدلی،سپک او رټلی انسان ترې جوړ شي.
ذلت تل یو دم او سمدلاسه په یوه لویه پېښه کې نه رامنځته کېږي؛ لومړی د حق په وړاندې په یوه کوچني سکوت کې راپیلېږي او بیا کرار کرار وده کوي او پراخېږي:
کله چې انسان د حق خبره کول غواړي، خو د وېرې او مصلحت له امله یې نه شي کولای؛
کله چې د ظلم پر وړاندې درېدلای شي، خو د خپلې ګټې لپاره څنګ ته کېږي؛
کله چې د مظلوم غږ اوري، خو ځان داسې اچوي لکه هېڅ یې چې نه وي اورېدلي.
همدلته د انسان د عزت په څلي کې لومړی درز پیدا کېږي.
او عجیبه بیا دا ده چې انسان د عزت له بیې وېرېږي، او سخته ورته تمامېږي ،خو د ذلت له بیې نه وېرېږي یا په بل عبارت نه یې درک کوي یا اصلا نه پې پوهېږي!
د عزت بیه ښايي یوه شېبه ستونزه وي؛ خو د ذلت بیه کله ناکله ټول عمر پښېماني او زړه خوړینوالی او شرم او خجالت وي.
د عزت لپاره به ښايي یوه دروازه درته وتړل شي؛ خو د ذلت له امله به ډېرې دروازې درته خلاصې شي، داسې دروازې چې د ننوتلو لپاره به ترې خپل سر ټیټوې او د وتلو پر مهال به خپل شخصیت هم له لاسه ورکوې ،په ځان باور به بایلې او خپل وجدان ته به تل پړ وې!
تاریخ د هغو خلکو له نومونو ډک دی چې د قدرت په وړاندې یې سر ټیټ کړی نه دی، ځینې یې زندان ته ولاړل، ځینې له خپلو مقامونو ولوېدل، ځینې یوازې پاتې شول؛ خو د زمانې له تېرېدو سره یې نومونه روښانه کېږي، سر لوړي او باتور پاتې کېږي او د خلکو د درناوي او تقدیر وړ ګرځي.
او داسې کسان هم شته چې د قدرت او واک سیوري او لمن ته ورشي، خپل قلم بدل کړي، خپل دریځ خرڅ کړ ي او د څو ورځو د ګټې لپاره د ټول عمر اعتبار له لاسه ورکړي.
قدرت او واک ډېر وخت د هغه چا احترام کوي چې نه وېرېږي؛ خپل وجدان نه پلوري،حق ته حق وایی او د مظلوم په دفاع کې د مظلوم تر څنګ درېږي ، خو هغه څوک ژر هېرېږي چې د قدرت د خوښۍ لپاره خپل شخصیت قربان کړي،خپل وجدان وپلوري،دحق څخه مخ واړوي،د مظلوم غږ وا نوري د دفاع په خاطر یې تر څنګ ودرېږي..
• عزت دا نه دی چې خلک دې وستایي؛په حقیقت کې عزت دا دی چې وجدان دې ملامت نه کړي.
• عزت دا نه دی چې تل په هر صورت کې بریالی پاتې شې ؛ بلکې عزت دا دی چې د ماتې په وخت کې هم خپل اصول ونه بایلې.
• عزت دا نه دی چې هېڅکله ستونزه ونه وینې،قرباني ورنه کړې؛بلکې عزت دا دی چې د ستونزې له وېرې حق پرېنږدې.
نو که یوه ورځ د ژوند پر سر دوې بیې مخې ته درته کېښودل شوې؛ یوه د عزت او بله د ذلت، نو یوازې د نن ورځې حساب مه کوه.
له ځانه وپوښته:
زه د کومې بیې له ورکولو وروسته کولی شم له خپل ځان سره سترګې په سترګو شم؟
ځکه د ژوند ځینې تاوانونه انسان بېرته جبرانولای شي؛خو هغه عزت چې انسان یې په خپلو لاسونو وپلوري، بېرته اخیستل یې ډېر ګران وي.
او تر ټولو لویه بریا دا نه ده چې انسان هر څه ترلاسه کړي؛تر ټولو لویه بریا دا ده چې د هر څه د ترلاسه کولو لپاره خپل ځان له لاسه ور نه کړي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.