د ځیرکې ټکنالوژۍ په زمانه کې د اولاد روزنه او د مصرفپالنې له هوس سره یې مبارزه
نن سبا د ماشومانو د روزنې یوه ستره او تساسي ستونزه دا نه ده چې هغوی له ټکنالوژۍ سره بلد شي، بلکې اصلي ستونزه دا ده چې ټکنالوژي د هغوی پر ذهن، ذوق، غوښتنو او د ژوند پر تصور حاکمه نه شي. ماشوم باید موبایل وکاروي، خو موبایل باید ماشوم ونه کاروي؛ باید له معاصرو وسایلو ګټه واخلي، خو یاوزې د وسایلو په درلودلو او ملکیت سره خپل ارزښت او شخصیت زیانمن نه کړي.
یوه ورځ یو پلار له خپلو اولادونو سره ناست و. د کور د اړتیاوو په اړه خبرې کېدې. زوی یې د یوه نوي موبایل د اخیستلو غوښتنه وکړه او ویې ویل: «پلاره! زما ټول ملګري نوي موبایلونه لري، یوازې زه له زاړه موبایل سره پاتې یم.»
⁃ پلار ترې وپوښتل: «ستا اوسنی موبایل څه ستونزه لري؟»
⁃ زوی لږ چوپ شو او بیا یې ویې ویل: «کومه خاصه ستونزه نه لري؛ خو هغه نوی ډېر ښکلی دی، کمره یې ښه ده او ټول ملګري او همزولی یې لري.»
⁃ پلار ورته وویل: «نو ته موبایل ته اړتیا لرې، چې خپلې ستونزې پې هوارې کړې که د نورو د موبایل په څېر موبایل لرلو ته چې ځان پې همږولو ته وښیې؟!»
همدا یوه ساده پوښتنه د یوې اوږدې روزنیزې خبرې او فلسفې پیل شوه.
ماشومان ډېر ژر زده کوي او متاثره کېږي چې د شیانو ارزښت د هغوی په بیه، نوم، بڼه او د خلکو په نظر کې ولټوي. که مور او پلار د هغوی هره غوښتنه بې له فکره پوره کړي، ماشوم ورو ورو داسې روزل کېږي چې خوښياو سعادت په پیرلو، عزت په ځان ښودلو او بریا په لرلو کې و انګیري.
نن یو نوی موبایل، سبا قیمتي جامې، بل سبا نوی بوټ، بیا موټر، بیا کور او بیا د ژوند هره برخه د سیالۍ میدان ګرځي. انسان د اړتیاوو لپاره نه، بلکې د نورو د سترګو لپاره ژوند پیلوي.
مصرفپالنه یوازې دا نه ده چې انسان ډېر شیان واخلي؛ مصرفپالنه هغه وخت په انسان کې ریښه وهي چې شیان د انسان د شخصیت او ارزښت معیار، اندازه او بیه وګرځي. څوک چې قیمتي موبایل لري، ځان لوړ وګڼي؛ څوک چې ساده لباس اغوندي، ځان کم وګڼي؛ څوک چې ډېرې پیسې مصرفوي، ځان بریالی احساس کړي؛او څوک چې لږ مصرف کوي، د خلکو له نظره د وروسته پاتې انسان په توګه ځان ته و ګوري.
دلته د اولاد په روزنه او لارښوونه کې د مور او پلار ستر مسؤولیت پیلېږي.
اولاد یوازې دې ته اړتیا نه لري چې ډوډۍ وخوري، ښې جامې واغوندي او نوی موبایل ولري. اولاد تر دې وړاندې دې ته اړتیا لري چې سم فکر، سالم شخصیت، قوي اخلاق، د نعمتونو د قدر احساس او د اړتیا او خواهش ترمنځ د توپیر کولو وړتیا زده کړي.
که موږ خپلو ماشومانو ته هر څه ورکړل، خو دا مو ور زده نه کړل چې ولې یې اخلي او څنګه یې استعمال کړي، ښایي ډېر شیان به مو ورکړي وي، خو د ژوند تر ټولو مهم درس مو ترې پټ کړی وي.
موبایل ضرور د اړیکې، زده کړې، مطالعې، خبرتیا او ګټورې تجربې وسیله ده؛ خو کله چې د ماشوم د وخت، فکر او احساساتو مالک شي، بیا وسیله نه پاتې کېږي، بلکې د ژوند یوه بله بڼه جوړوي. ماشوم چې ساعتونه په بېهدفه ویډیوګانو، ګیمونو او ټولنیزو رسنیو کې تېروي، ورو ورو له کتاب، کورنۍ، طبیعت، خبرو، فکر او حتی له خپل ځان سره له ناستې پردی کېږي.
له همدې امله د اولاد روزنه دا نه ده چې ټول وسایل ترې واخلو او هغوی د عصر له پرمختګونو بې برخې کړو؛ بلکې دا ده چې د وسایلو د سم او ګټور استعمال اخلاق ور زده کړو.
په ټول کې ماشوم ته د مه ویل په دې معنا نه دي چې هغه خپله روحیه له لاسه ورکړي ،بلکه ماشوم ته باید وویل شي:
• دا اوبه نعمت دي؛ بې ځایه یې مه ضایع کوه!
• دا ډوډۍ نعمت دی؛ بې قدرۍ ورسره مه کوه!
• دا جامې نعمت دي؛ یوازې د خلکو د نظر لپاره یې مه بدلوه!
• دا موبایل نعمت دی؛ تر ضرورت پرته یې مه استعمالوه او خپل وخت او عقل پرې مه بایله!
• دا پیسې نعمت دي؛ له اړتیا پرته یې بې ځایه مه مصرفوه او هره غوښتنه په پېرلو مه پوره کوه!
• او دا ژوند هم نعمت دی؛ ټول یې په مصرف او سیالۍ کې مه تېروه!
تر ټولو بده خبره دا ده چې ځینې کورنۍ د اولادونو د روزنې تشه په پیسو او وسایلو ډکول غواړي. پلار له سهاره تر ماښامه په کار بوخت وي، مور د کور او اولاد له اصلي مسؤولیت څخه لرې وي، او د ماشوم د شخصیت جوړونه بیا موبایل، تلویزیون، یوټیوب، ټکټاک، ګیمونه ،کوڅه او ملګري پر غاړه واخلي.
بیا حیرانېږو چې زموږ ماشوم ولې داسې فکر کوي او بې ځایه ګرځي او له کوره ورک تمامه ورځ په کوڅه او ښار کې له نا اهله ملګرو سره تېروي؟
هغه خو زموږ له خولې ډېر څه نه دي زده کړي؛ هغه له هغو شیانو زده کړه کوي چې موږ ورته د ساعتونو لپاره د استعمال اجازه ورکړې ده.
اولاد امانت دی، کومه پروژه نه ده!
د اولاد روزنه یوازې د هغه د معدې ډکول او د بدن پوښل نه دي؛ د هغه د عقل جوړول، د زړه روزل، د اخلاقو پالل او د ژوند د سمې مانا ور زده کول هم د دې امانت برخه ده.
موږ باید خپلو ماشومانو ته دا ور زده کړو چې د انسان ارزښت په هغه څه کې نه دی چې په لاس کې یې لري؛ بلکې په هغه څه کې دی چې په زړه، عقل او عمل کې یې لري.
د قیمتي موبایل لرل انسان نه لوی وي؛لوی انسان هغه دی چې موبایل یې په لاس کې وي، خو عقل یې د موبایل په لاس کې نه وي.
د خلکو په څېر ژوند کول تل د سم ژوند معنا نه لري. که ټول خلک د سیالۍ په منډه کې روان وي، هوښیار انسان باید کله ناکله ودرېږي او له ځانه وپوښتي:
زه چېرته روان یم؟ ولې روان یم؟ او هغه څه چې زه او خلک پسې منډې وهي ، رښتیا هم زه ورته اړتیا لرم؟
د روزنې هنر همدا دی چې ماشوم ته د «نه» ویلو او سنجولو او قضاوت کولو دلیل ور زده شي، نه دا چې پرته له دلیله یوازې ورته «نه» وویل شي.که ماشوم د هرې غوښتنې د نه پوره کېدو په وخت کې غوصه کېږي، موږ ښايي هغه ته ډېر شیان ورکړي وي، خو د صبر او قناعت نعمت مو نه وي ور زده کړی.او که ماشوم د لږ لرلو سره هم شکر وباسي، قناعت ولري،د موجود شي قدر وکړي، د نورو له لرلو سره ځان کم ونه ګڼي او د اړتیا او هوس ترمنځ توپیر وکړي، نو موږ ورته داسې شتمني ورکړې ده چې د بازار په هېڅ قیمت نه اخیستل کېږي.
د ټولنې اصلاح له کور څخه پیلېږي؛ او د کور اصلاح د اولاد له ذهن او زړه څخه.
کېدای شي زموږ د تربیې دا لاره د ډېرو خلکو له لارې سره توپیر ولري؛ خو د دې لپاره چې ډېری خلک په یوه لاره روان دي، لازمه نه ده چې هغه لاره سمه وي.که حق راته څرګند شوی وي، ولې یوازې د دې لپاره ترې واوړم چې ډېری خلک بل لوري ته روان دي؟
همدا د سالمې روزنې پیل دی؛اولاد دې د زمانې له وسایلو محروم نه وي، خو د زمانې د هوسونو اسیر دې هم نه وي؛ ټکنالوژي دې وکاروي، خو ټکنالوژي دې د ده فکر او عقل په لاس کې وانخلي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.