یتیم

عبدالرحمن فرقاني

28

دغه کیسه یوه مشهور مصري ادیب او لیکوال «المنفلوطي» لیکلې ده،زما ډېره خوښه شوه او په خپل ادبي سبک او ذوق سره مې تاسو ته پښتو ته واړوله، هیله ده ستاسو هم خوښه شي.
ماښام و.
لمر د لویدیځ په لمن کې ورو ورو ورکېده، د ښار له بامونو یې ورو ورو خپلې زرینې وړانګې ټولولې، او د ښار پر کوڅو یې د سور بخوندو وړانګو وروستۍ شېبې خورولې. بازار لا له خلکو ډک و؛ څوک د ورځې له ستړیا وروسته د کور پر لور روان وو، چا د خپلو ماشومانو لپاره د ماښام ډوډۍ او مېوې پلورلې، او څوک په بیړه کې وو چې د شپې دې تیارې تر خورېدو مخکې خپل کور ته ورسېږي.

د خلکو په دې ګڼه ګوڼه او اړ او دوړ کې، د یوې زړې ودانۍ ړنګ دیوال تر څنګ، یو کوچنی ماشوم پر ډبره غمجن او ناهیلی ناست و.

جامې یې زړې،شلېدلې،پیوند پیوند او له دوړو ډکې وې. پښې یې لوڅې ،ګردجنې داسې ښکارېدې لکه چې ډېره موده یې نه بوټان پښو کړي وو او نه موزې. وېښتان یې ګډوډ وو، مخ یې د لوږې او ستړیا نښې درلودې؛ د هغه په وړې څېره کې د ماشوموالي هغه رڼا او ځلا کمه وه چې د لوبو، خندا او خوبونو له امله ځلېږي. په تندي یې د عمر په پرتله د فکرونو سیورې خورې وې او په شونډو یې نیمه موسکا داسې ښکارېده لکه د غمونو په منځ کې چې یې د خوښۍ وروستی څرک هم په زحمت ساتلی وي، سترګې یې غټې او خاموشې وې؛ داسې سترګې چې ډېر څه یې لیدلي وو، خو د ویلو لپاره یې څوک نه درلودل.

هو، سترګې!

هغه سترګې چې باید د لوبو، خوښیو او راتلونکو خوبونو ډکې وای، د داسې غمونو کیسې یې کولې چې ډېر لویان یې هم د زغملو توان نه لري.

ماشوم به کله خلکو ته وکتل، کله به یې د آسمان پر لور سترګې پورته کړې او بیا به یې ژر ښکته کړې.
لکه چې له آسمانه یې هم د څه غوښتلو جرئت نه درلود.

د ده مخې ته یوه کورنۍ تېره شوه. پلار د خپل کوچني زوی له لاسه نیولی و، مور یې په بل لاس کې د خوراک یوه کڅوړه لرله. ماشوم به کله د پلار لاس ټینګ کړ او کله به یې د مور لمن ونیوله او د دنیا له غمونو او کړاونو بې خبره ورسره روان و.

هغه یتیم ماشوم ورته کتل.

ډېر یې ورته کتل.

تر دې چې کورنۍ د کوڅې په په پای کې له سترګو پناه شوه.

بیا یې خپلې وړې ګوتې سره وتړلې او په ډېرې ټیټې ژړغونې لهجه یې وویل:

— کاشکې زما هم یو پلار وای!

لږه شېبه چوپ شو.

بیا یې سر ښکته کړ او د ډبرې پر سر یې د خپلو اوښکو څو څاڅکي ولیدل.

— هو کاشکې مور مې هم ژوندۍ وای!

د ده د «مور» له نوم سره د هغه زړه لکه د زخم پر سر چې چا لاس ایښی وي، یو ځل بیا ودردېد.

هغه د خپل جیب له تل څخه یوه کوچنی دسمال را وایست.

دا د هغه د مور وروستی یادګار و.

ماشوم به کله کله هغه دسمال له ځانه سره، سترګو ته به یې نږدې کړ او د مور د بوی په لټه کې به یې ساه پرې تېروله.

خو بوی یې له ډېر وخت راهیسې تللی و.

یوازې یاد پاتې و.

هغه ورځ چې مور یې مړه شوې وه، ماشوم لا دومره لوی نه و چې د مرګ په معنا پوه شي.

خلکو ورته ویل:

— مور دې په سفر تللې ده.

ماشوم به هر ماښام د دروازې مخې ته ناست و او انتظار به یې کاوه.

یوه ورځ یې له یوه سپین‌ږیري وپوښتل:

— بابا! مور مې ولې دومره اوږد سفر کوي؟

سپین‌ږیري څه ونه ویل.

ماشوم بیا وپوښتل:

— هغه به بېرته راشي؟

سپین‌ږیري خپلې سترګې له ماشومه پټې کړې او یوازې یې وویل:

— الله دې صبر درکړي، زویه!

ماشوم نه پوهېده چې «صبر» څه شی دی.

هغه یوازې دومره پوهېده چې مور یې نه راځي.

او له هغې ورځې وروسته یې د «مور» کلمه یوازې د خلکو له خولو څخه اورېدله؛ د خپل زړه له تله به یې هم اورېدله.

⸻

شپه خوره شوه.

بازار ورو ورو خالي شو. دوکانونه وتړل شول. د خلکو شور خاموش شو. څراغونه بل شول، خو د هغه ماشوم پر شاوخوا کې بیا هم تیاره وه.

هغه لا هم هلته ناست و.

له لوږې یې ټول اندامونه لړزېد.

ساړه یې هم کېده.

سترګو یې خوب غوښت، خو زړه یې د ویده کېدو اجازه نه ورکوله.

ځکه هغه پوهېده چې که ویده شي، کېدای شي مور یې په خوب کې وویني؛ او چې سهار شي، بیا به پوه شي چې دا یوازې خوب و.

همدا فکر هغه له خوبه وېرولو.

په همدې وخت کې یو سپین‌ږیری سړی له کوڅې تېرېده. ماشوم یې ولید او ودرېد.

ورته یې وویل:

— زویه! دلته ولې ناست یې؟

ماشوم سر پورته کړ.

— هېڅ نه هسې.

سپین‌ږیري ورته وکتل.

— کور دې چېرته دی؟

ماشوم چوپ شو.

سپین‌ږیري بیا وپوښتل:

— پلار دې چېرته دی؟

ماشوم سترګې ښکته کړې.

— نې لرم.

— مور دې؟

ماشوم لږه شېبه چوپ پاتې شو؛ بیا یې په داسې ژړغوني غږ وویل چې زړه به یې هر اورېدونکي ته مات کړی وای:

— هغه هم نه لرم.

سپین‌ږیري د ماشوم تر څنګ کېناست.

لاس یې پر سر کېښود.

ماشوم لومړی لږ شاته شو؛ لکه چې د خلکو له مهربانۍ سره هم نااشنا وي.
خو کله چې یې د سپین‌ږیري لاس د خپل سر پر ویښتانو احساس کړ، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې.

سپین‌ږیري وویل:

— زویه! ولې ژاړې؟

ماشوم وویل:

— زه نه ژاړم.

— نو دا اوښکې څه دي؟

ماشوم خپل مخ په لستوڼي پاک کړ او ویې ویل:

— دا؟ دا خو د سترګو خبرې دي.

سپین‌ږیري سر ښکته کړ.

هغه نه پوهېده چې دې ماشوم ته څه ووایي.

ځینې دردونه داسې وي چې د نړۍ ټولې ویناوې یې پر وړاندې کمزورې شي.

⸻

سپین‌ږیري ماشوم له ځانه سره بوت.

هغه شپه ماشوم د یوه کور په توده کوټه کې ویده شو.

نرم کالي یې ور واغوستل ، ډوډۍ یې ورکړه ، او پر سر یې لاس کېښود او دلاساه یې کړ.

خو ماشوم له خوړلو مخکې وپوښتل:

— بابا! سبا به بیا هم دلته پاتې شم؟

سپین‌ږیري وویل:

— هو، زویه.

ماشوم بیا وپوښتل:

— ایا زه به ستاسې لپاره بار نه شم؟

سپین‌ږیري یې پر سر ښکل کړ.

— نه، زویه!

ماشوم د لومړي ځل لپاره په ډاډه زړه موسکی شو.

هغه شپه یې په کراره او آرام خوب وکړ.
او په خوب کې یې مور ولیده.

مور یې ورته موسکۍ وه.

هغه ورمنډه کړه، غېږ کې یې ونیوله او ورته ویې ویل:

— مورې! زه نور یوازې نه یم.

مور یې ورته وویل:

— پوهېږم، زویه!

کله چې سهار شو، ماشوم سترګې پرانیستې.

مور یې نه وه.

خو دا ځل یې ژړا ونه کړه.

ځکه د لومړي ځل لپاره یې احساس وکړچې په دې لویه او د انسانیت په نړۍ کې لا هم داسې زړونه شته چې د یوه یتیم د کوچني زړه درد اورېدلی او احساسولی شي.
ــــــــــــــــ
موږ ډېر ځله یتیم یوازې هغه ماشوم بولو چې پلار یا مور یې له لاسه ورکړي وي.

خو د یتیمۍ درد تر دې ډېر پراخ او ژور دی.

یتیم هغه ماشوم هم دی چې مور او پلار لري، خو د هغوی په مینه کې برخه نه لري.
هغه ماشوم چې هره ورځ د پلار د بوختیا په سیوري کې لویېږي؛
هغه ماشوم چې د مور د محبت پر ځای یوازې امرونه اوري؛
هغه ماشوم چې د خلکو په منځ کې وي، خو زړه یې د چا په غېږ کې ځای نه لري.

• ماشوم ته یوازې ډوډۍ مه ورکوه؛ مینه هم ورکړه.
• یوازې جامې مه وراغونده؛ عزت هم ورکړه.
• یوازې ښوونځي ته یې مه لېږه؛ هیله هم ورکړه.

او که د یوه یتیم ماشوم پر سر دې لاس کېښود، نو داسې مه کوه لکه پر یوه بېچاره چې احسان کوې؛ بلکې داسې وکړه لکه د انسانیت پر یوه زخمي زړه چې مرهم ږدې.

ځکه کېدای شي هغه ماشوم ستا له یوه کوچني محبت څخه داسې ځواک واخلي چې ټول عمر یې ورسره مل وي او کېدای شي ستا یوه جمله د هغه په زړه کې د ټول عمر لپاره پاتې شي:

«زویه! ته یوازې نه یې.»

او که یوه ورځ د هغه ماشوم سترګې له خلکو نه د څه غوښتلو پرته یوازې تا ته وکتلې، نو مه ترې تېرېږه.

کېدای شي هغه د ډوډۍ غوښتنه نه کوي؛
کېدای شي د جامو غوښتنه نه کوي؛
کېدای شي د پیسو غوښتنه هم نه کوي.

کېدای شي یوازې د یوه زړه سواندي انسان د زړه غوښتنه کوي؛ داسې زړه چې د هغه درد او کړاو وویني، د هغه چوپتیا واوري، او هغه د دنیا په دې لویه ګڼه ګوڼه او بې کسۍ کې یوازې پرېنږدي.

!اصلاح؛شعار که واقعیت

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320