د وریښمو تاریخي لار او د واخان کریدور (لومړۍ برخه)

شاه‌ولی ارین

0 58

د وریښمو تاریخي لار او د واخان کریدور

(لومړۍ برخه)

د ورېښمو تاریخي لاره یوه مهمه سوداګریزه لار وه، چې چین یې د آسیا له لارې له منځني‌ختیز، اروپا او حتا له افریقا سره وصل کاوه.

دا لاره تقریباً پیړۍ مخکې له میلاده د چین د هان کورنۍ په وخت کې د ورېښمو د سوداګرۍ له‌پاره پرانستل شوه، ځکه چې ورېښم د دې لارې تر ټولو مهم او لومړني صادراتي توکي و، نو ځکه خلکو ورته د «ورېښمو لار» وویل.

دا لاره شاوخوا ۸۰۰۰ کیلو متره اوږده وه او په زرهاو کاروان سرایونه او تمځایونه یې درلودل. سوداګرو پرې د ورېښمو تر څنګ سپک توکي، قیمتي ډبرې او داسې نور د هغه وخت د اړتیا وړ څیزونه وړل راوړل.

د دې لارې په واسطه د ختیځ او لویدیځ ترمنځ پوهه، هنر، او مذهبونه تبادله شول چې د ملتونو ترمنځ یې پرمختګ چټک کړ.

د افغانستان ونډه او رول په دې لاره کې په خاص ډول هغه مهم او لوی ښارونه چې پر دې لاره پراته وو د هغه وخت خورا د اهمیت وړ و.

د غه لار د سوداګریزو لارو یوه مهمه شبکه وه چې ختیځ او لویدیځ یې تقریباً پیړۍ مخکې له میلاده تر ۱۸ مه پیړۍ پورې سره نښلولي وې. دا د دغو سیمو ترمنځ د اقتصادي، کلتوري، سیاسي او مذهبي معاملاتو مرکزي برخه وه.

د ورېښمو لارمعمولا ځینو ځمکنیو لارو ته اشاره کوي، خو کېدای شي سمندري لارو ته هم اشاره وکړي چې ختیځه آسیا او سویل ختیځه آسیا له سویلي آسیا، فارس، عربي ټاپووزمې، نږدې ختیځ، ختیځې افریقا او سویلي اروپا سره نښلوي، په بر کې نیولي وې.

د ورېښمو د لارې نوم د ورېښمو له ګټور تجارت نه اخیستل شوی چې په چین کې د هان کورنۍ په وخت کې (۲۰۷ له میلاد مخکې تر ۲۲۰ له میلاد وروسته) پیل شوی و. په ۱۱۴ له میلاد مخکې شاوخوا، د هان کورنۍ د منځنۍ آسیا ځینې برخې د ورېښمو تر سوداګریزو لارو پورې وغځولې.

داسي ویل کیږی، هغه لار چی افغانان او نړیوال یې د وریښمو د لارې په نامه پيژني ، په خپله ټوله ۸۰۰۰ کیلو میتره فاصله کي یې( ۹۷۰ ) کاروان سرایونه درلودل، دا اوږده او تاریخي لاره چي د ختیځي اسیایې هیوادو څخه بیا تر افریقا او اروپا پوري غځېدلې وه، پر همدې لارې نه یوازې سوداګرو سفر کاوه ، بلکې پر همدې لار به د دریو لویو وچو د هیوادو شاهانو، د هیوادونو استازو او د هنر او ادب څښتنانو هم سفر کاوه، هر هغه هیواد به مکلف و چي همدا لار به یې په خپله جغرافیه کي تیره شوې وه د مسافرو له‌پاره ښکلي کاروان سرایونه جوړ کړي، تر څو له همدې ادرسه د نړۍ د تمدنونو سره اشنا او په اقتصادي لحاظ وصل وي.

Related Posts
1 of 63,752

دغه کاروان سرایونه به په ځینو جغرافیو کې دومره ښکلی او په یوه خاصه پاملرنه جوړ شوي وو، چی کټ مت به د یوه بادشاه ارام سرای ته ورته و، همدغو کاروان سرایونو به ښکلي حمامونه درلودل. کاروان سرایونو به د خاصو میلمنو له‌پاره ځانګړي خونې درلودي.

د هغه وخت د موجوده وسایلو سره سم به په ځینو کاروان سرایونو کې د تماس په خاطرد ټیلګراف سیستمونه هم موجود وو.

په دغو کاروان سرایونو کې به د مریضانو د درملنې په‌خاطر طبیبان موجود وو، دوکانونو، رستورانونو هم شتون درلود، چې د انسانانو او حیواناتو له‌پاره به یې هر ډول خواړه برابرول، ځینو کاروان سرایونو به حتا د شاهانو د زرګونو میلمنو له‌پاره لوی پخلنځي او د گډا او موسیقي له‌پاره ځایونه او خانقاوي لرلې.

افغانستان د وریښمو د لارې د تجارت په برخه کې له ډېرې اوږدې مودې راهيسې د خپلو لاجوردو، زراعتي محصولاتو، مجسمه جوړولو، لاسي صنايعو، مالداري او ساختماني چارو له امله شهرت درلود. د تاريخي اريانا ځمکنۍ لارې د ورېښمو تر لارو وړاندې هم د تګ او راتګ له‌پاره کارېدلې.

اريايانو ۵۶۹۶ کاله وړاندې د بلخ ښار جوړ او په کرنه، لاسي صنايعو، او طبيعي منابعو څخه په ګټې اخېستنې يې پيل وکړ. له مېلاد څخه ۲۰۰ کاله وړاندې اريايان د افغانستان، ايران، پاکستان او هند په سيمو کې خپاره شول او د يادو سيمو تر منځ د ځمکنيو لارو په جوړولو سره يې خپلمنځې اړيکې او راکړه ورکړه پيل کړه.

د چين هان امپراطوري د ۲۰۶ قبل المېلاد او ۲۴ مېلادي کلونو تر منځ د مرکزي آسيا او اريانا لور ته تجارتي لارې وغزولې او په بلخ، بدخشان، کابل، باميان او نورو ښارونو کې يې له افغانانو سره د ورېښمو، اوسپنې، لاسي صنايعو، منسوجاتو، شرابو، اوښانو، او نورو تجارتي اموالو راکړه ورکړه پيل کړه.

د آی خانم، بودا، تخت رستم، هډې، او نورو تاريخي سيمو څخه ښکاري چې د ورېښمو لار د افغانستان او د ورېښمو پر لار پرتو نورو هېوادونو ترمنځ يوازي د تجارتي اموالو د تګ او راتګ لاره نه، بلکه د تمدنونو، دينونو، کلتورونو، مهارتونو، او کسبونو د تبادلې وسيله هم وه.

بلخ، کندز، کابل، غزني، هرات او باميان د پېړيو له‌پاره لوی تجارتي مرکزونه وو، چې د ختيځ او لوېديځ تجارتي اموال به پکې پلورل کېدل او د ورېښمو پر لارو به له چين څخه مرکزي آسيا او وړاندې د هند لويې وچې او له هغه ځايه د مديترانې سمندرګي، افريقا او اروپا ته لېږدول کېدل.

وروسته له هغې چې عربو افغانستان اشغال کړ، د افغانستان د ګاونډيانو تر منځ تجارتي راکړه ورکړه او اړيکې لا پراخې شوې. تجارتي کاروانونه غټ او خوندي شول. افغانستان د نړيوال تجارت دهلېز جوړ شو.

له يو څه مودې وروسته (۵-۶) مېلادي پېړيو کې، په مروه او ايټاليا کې د ورېښمو د صنعت رواجېدل او پيلېدل د دې لامل شول چې په مرکزي آسيا او اروپا کې د چين د ورېښمو مارکيت کمزوری شو، خو د افغانستان له لارې د هنديانو، عربو، چينايانو، فارسیانو، روسانو او اروپايانو تر منځ د نورو تجارتي توکو راکړه ورکړه د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ پرزياتېدو شوه.

نوربیا

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply