د ځوانان ځواک / (دریمه برخه)

شاه‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ولی ارین

53

دا چې د ځوانانو پر ځواک او د هغوي د وجود په وړتیاوو پوه شو، نو په کار ده چې په ټولنه کې ځوان نسل ته ځانګړې پاملرنه وکړو، هغوی ته فرصتونه، امکانات برابر او د چارو په برابرولو او پرېکړو کې ورته پوره ونډه ورکړل شي. د ځوانانو پرځواک او د وجود پر وړتیاوو د ګڼ شمېر لیکوالانو او پوهانو لیکنې او نظرونه شتون لري، چې په دې لیکنه کې به هم ورباندې یوڅه رڼا واچول شي.

له هر څه د مخه باید ځوانان وپېژنو او د هغوي اړتیاوو او غوښتنو ته پوره ځیر شو. ځوانان د هرې ټولنې د پرمختګ، نوښت او بدلون اصلي محور حسابولای شو، چې د ملت د فکري، اقتصادي او کلتوري ودې په پياوړتېا کې نقش لوبولای شي. هر کله چې یو ملت او نظام وغواړي د پرمختګ او ثبات خوا ته ګام پورته کړي، نو اړتیا ده چې د خپلو ځوانانو د روزنې، ملاتړ او ځواکمنتیا ته یې لومړیتوب ورکړي.

په اوسنۍ زمانه کې د ځوانانو د بریا له‌پاره د زده کړې کیفیت او د نوو مهارتونو زده کول خورا اړین بلل کیـږي. یوازې د سند ترلاسه کول بسنه نه کوي، بلکې عملي پوهه، مسلکي وړتیا او همدارنګه د کار وړتیا د ژوند لوری بدلولی شي.

د هېواد د هر اړخیز پرمختګ له‌پاره مسئولین باید د ځوانانو د زده کړې او کارموندنې په برخه کې هڅه وکړي، څو دوي وشي کولای د خپل هېواد دننه د ځان او نورو له‌پاره کاري او پرمختیایي چانسونه او فرصتونه برابر کړي. که د ځوان نسل انرژي او ځواک د هېواد د جوړونې په لار کې وکارول شي، نو نه یوازې اقتصادي ثبات راځي، بلکې ټولنه له فقر، بېکارۍ او نا امیدۍ څخه ژغورل کېـږي.

ځوان نسل د هر ملت د پرمختګ او نوښت اصلي ځواک بلل کېـږي او دا هغه قشر دی چې، د فکر، انرژۍ، استعداد او احساس له پلوه پیاوړی او غني وي.

د ځوانانو د انرژي په سمه لاره رهبري، د یو ملت له وروسته پاتې حالت څخه د پرمختګ او ثبات لور ته د تللو لامل ګرځي. خو له بده مرغه باید ووایو چې، زموږ په ټولنه کې د ځوانانو دا ځواک ډېری وخت یا ناسم لوري ته تللی وي، یا هېڅ ترې ګټه نه وي اخیستل شوې او دا هغه حالت دی چې، کورنۍ او مسئول کسان یې باید ژر درک کړي او د بدلېدو په فکر ژر تر ژره پرې عمل وکړي، ځکه ملتونه هغه وخت پرمختګ کوي کله چې خپل ځوان نسل د ودې، کار او مسؤلیت پر لور وهڅوي. ملت هغه وخت پیاوړی کېږي، چې د هغه وګړي د خپل هېواد د ودې، پرمختګ او ثبات په موخه، په ګډه کار وکړي. د ملت پیاوړتیا یوازې په دولت یا رهبرۍ پورې تړاو نه لري، بلکې دا د هر ځوان، هر ښوونکي، هر بزګر او هر کارکوونکي ګډ مسئولیت دی. یو ملت هغه وخت ځواکمن وي، چې د ټولنې هره برخه خپله ونډه د صداقت، مینې او خدمت پر اساس تر سره کړي.

په اوسنیوشرایطو کې د پرمختللو تکنالوژیو پرمټ او د ټولنیزو رسنیو اغېز د ځوانانو په ژوند کې ډېرې ژورې اغیزې تر سره کړي دي او کوي یې.

همدا ډول په اوسني عصر کې ټولنیزې رسنۍ د انسان د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده، په ځانګړي ډول د ځوان نسل له‌پاره. دا رسنۍ د اړیکو، زده‌کړې، خبرتیا او د فکر د څرګندولو یوه مهمه وسیله ده، مګر په خواشینۍ سره یو شمېر ځوانان یې دومره بې ځایه مصروف ساتلي، چې که ورته زېر شو د ځوانانو په هر جمعیت کې، هر محفل کې او حتا پر ځینو تفریحي پروګرامونو کې د هر چا په لاس کې تیلیفون او پر بې ځایه پروګرامونه خپل قیمتی وخت ضایع کوي.

فېسبوک، اېکس (ټوېټر)، انسټاګرام، ټېک ټاک، یوټیوب او نورې برېښنایې رسنۍ اوس د ځـوانانو د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ده چې د هغوی د فکر، چلند او مهارتونو په جوړولو کې مهم رول لوبوي.

ځوانان کولای شي د نړۍ له بېلابېلو خلکو سره د ټولنیزو رسنیو پر مټ اړیکه ټینګه کړي، چې دا اړیکې نه یوازې د پوهې د پراخېدو لامل ګرځي، بلکې د زغم، تفاهم او ګډ فکر کلتور هم پیاوړی کوي. د بېلګې په توګه، یو ځوان کولی شي د انټرنېټ له لارې له نورو هېوادونو د زده‌کړې برنامو، علمي لیکنو او مهارتونو څخه ګټه واخلي، چې دا چاره یې د فکري ودې او مسلکي پرمختګ لامل کېـږي.

باید وویل شي چې، که دا وسایل په سمه توګه وکارول شي، د پوهې، اړیکو او پرمختګ وسیله ګرځي، خو که بې ځایه وکارول شي، نو د وخت ضایع، فکري ګډوډي او رواني فشارونه رامنځته کوي.

له همدې امله، د ځوانانو له‌پاره اړینه ده چې د رسنیو کارونه د مثبت بدلون، زده کړې او سالمې تفریح په موخه ترسره کړي.

په پای کې باید وویل شي چې، اسلامي لارښوونې هم پر دې ټینګار کوي چې د ځوانۍ وخت د الله تعالی یو امانت دی او د هر انسان څخه به پوښتنه کېږي چې دا عمر یې په څه تیر کړي دی، نو که یو ځوان له خپل ځواک، عقل او احساس څخه د خیر، زده‌کړې او د ټولنې د خدمت په لاره کې کار واخلي، نو نه یوازې خپل راتلونکی جوړوي، بلکې د ټول ملت د راتلونکي بنسټ هم پياوړی کولاي شي.

نور بیا

د ځوانانو ځواک/ (دویمه‌برخه)

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320