په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو او د سیاسي ټیکاو نه شتون، تل د دغه هېواد د پوهنې او تحصیلي نظام په وړاندې د هېواد د نارینه او ښخېنه ځوان نسل، تنکیو ځوانانو لهپاره یو ستر ګواښ او د سترو ستونزو په توګه د یادولو وړ ګڼل کېږي.
سیاسي تحولات او د سیاستوالو د اېډیولوژیو بدلون خپلې ژورې اغیزې نه یوازې په ټولو متعلمینو او محصلینو باندې پریښي، بلکې د افغانستان د پوهنې او تحصیلي نظام ټولې چارې ېې ټکنۍ کړې دي. په ځانګړې توګه د دغه تحول لمن علمي او تخصصي کادرونه، روزنیزه زیربناوې، روزنیز نصاب او حتی د متعلمینو او محصلینو شتون ېې هم له سترو ګواښونو سره مخ کړي دی.
پوهنې او روزنې ته د پام وړ لاسرسي په برخه کې د خنډونو او ستونزو سربېره، د افغانستان روزنیز نظام د درسونو د زده کړې له بحران سره مخامخ و او دی. یو شمېر نور لاملونه او فکتورونه، چې د درس د زده کړې د کموالي او په پایله کې د زده کړو د بحران سبب ګرځي، هغه د ښوونکو د تحصیلي سويې ټيټوالۍ، د زده کړو لهپاره ناسم روزنیز چاپېریال په وسایلو مجهز د درسي خونو نه شتون او د هغه شمېر ښوونکو شتون، چې اکثره ېې د تدریسي چارو پوهه او تخصص نهلري او له علمي اړخه په شرایطو برابر نهدي، د یادولو وړ بولم.
د امریکا د شل کلن استعمار په موجودیت کې په لوړه کچه د خصوصي مکتبونو او پوهنتونونو د پرانستلو په موجودیت کې بیا هم له پخوا نه تعلیمي نصاب او د زده کړو کیفیت بې خونده وګرزید، ځکه د وخت د تحصیلي موسساتو په تناسب د مسلکي او تخصصي استادانو نه شتون، بې کیفیته زده کونکي او محصلین ټولنې ته استخدام کړل، چې دا په خپله یوه نه جبرانیدونکی ستونزه وه.
په دغه موده کې د ټولو امکاناتو په شتون کې بیا هم د ځوانانو له ځواک نه د هېواد په اساسي او بنیادي برخه کې ګټه وا نه خستل شوه، په زرګونو ځوانان د کار د نه شتون، تربیتي او ورزشي امکاناتو ته د نه لاس رسي له امله مخدره توکو او نورو غېر اخلاقي اوغیر اسلامي کړنو ته مخه کړه، په خاص ډول د ځوانو نجنو او ښځو نه د ناوړه استفادې مرکزونه پرانستل شول چې حتا د پارلمان د یوشمېر ښځینه وکیلانو له خوا په ډېره بې شرمانه توګه بهرنیو او د دولت عالي رتبه کسانو ته ځوانې نجونې د ډالیو په توګه د فحش او فحشا لهپاره وړاندې کېدې، زه نه غواړم چې نومونه یې واخلم خو هېوادوالو ته دغه څېرې ښې معلومي دي، چې دا اوس هم په بهرنیو هېوادو کې په ډېره بې شرمانه توګه د هېواد د ازادۍ او هېوادوالو ته د خدمت چېغې وهي.
د تېر شل کلن ناورین تحمل د طالبانودوم ځل راتګ افغان ولس ته نوي امیدونه او هېلې ور په برخه کړی، داسې سوچ کېده چې د طالبانو هغه تعهد او وعدې چې د دوحې د تړون په وخت کې یې کړي وي هغه به عملي شي، د یو اسلامي نظام په راتګ سره به د افغانانو هېلې او مشروع حقونه تر لاسه شي، په خاص ډول د ځوان نسل مشروع حقونه او له دغه ځواکمن ځواک نه به د هېواد د پرمختګ په لار کې موثره ګټه پورته شي.
په ډېره خواشېنۍ سره چې ځوان نسل ته، نه دا چې مؤثر امکانات برابر نهشول، بلکه د ځوانو نجنو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوي د زرګونو دیني مدرسو په پرانستلو سره د عصري علومو د زده کړو چې د یوې ټولنې او نظام اساسي او د اوسني وخت ستره اړتیا ګڼل کېـږي مخه ډب کړل شوه، په دې کې شک نه شته چې دیني او اسلامي زده کړې هم د یوې ټولنې اړتیا ده، خو نننۍ نړۍ تر هر څه ډېر عصري علومو اوتکنالوژیو ته اړتیا لري چې ځوان نسل یې د خپل مؤثر ځواک له امله ژر او په سیستماتیک ډول تر لاسه کولای شي او د ښه عملي کیدو ځواک یې هم لري.
که څه هم د طالبانو له راتګ سره په هېواد کې عمومي امنیت تر ډېره حده ښه شوی، خو د کار د نشتوالي د لوړو زدهکړو، مسلکي پرمختګ او په ادارو کې د کار کولو په برخه کې ځوانان له سترو خنډونو او سختو شرایطو سره مخ شول، همدا لامل دی چې ګڼ شمېر افغان ځوانان هېواد پرېږدي او د قاچاقي لارو د سختو شرایطو په ګاللو سره کډوالۍ ته مخه کوي، چې د نجنو پر مخ د ښووننځیو د دروازو تړل د کډوالی پروسه نوره هم ګړندی کړه او زیات شمېر هېواد وال هېواد پریښودو ته اړویستل شول.
درنو لوستونکو افغان ځوانان د خارق العاده استعداد او بې سارې ځواک لرونکي دي ، په ډېره خواشېنۍ سره چې د هېواد په تېر تاریخ کې د هېواد د اقتصادي کمزورتیا او د وخت د مشرانو ورته د نه پاملرنې له امله له دغه سرشاره ځواک نه د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په لار کې سمه استفاده نه ده تر سره شوي او نه دغه ځواک ته د ښه ژوند او زده کړو شرایط برابر شوي دي.
لیدل کېږي هغو نارینه او ښخینه ځوانانو ته چې په هېواد او یا د هېواده بهر د مهاجرت په شرایطو کې امکانات برابر شوي د نړۍ په کچه یې د افغانستان نوم لوړ ساتلی دی، د مثال په توګه عایشه وهاب د خپل لیاقت له مخې د امریکا کانګریس ته لار پیدا کړه، سمېرا نوا امیني په دنمارک کې د اقلیم، انرژي وزارت ته ورسیده، هوسۍ ظریف اندړ په المان کې وکیله شوه، راشد خان، صدیق اتل، ابراهیم ځدران، رحمن الله ګربز په نړۍ کې د کرکیټ برجسته ستوري شمېرل کېږي، ندیم امېري د فوتبال ستوری، علی اکبر امیري، محسن رضایې، امید سهاک، روح الله نیکپا، هارون فیضي، یاقوت شاه حکیمي، بازمحمد مبارز د تکوناندو، بوکس او رزمی هنرونو قهرمانان دي چې تل یې خپل هېواد ته ویاړونه په برخه کړي او د نړۍ په هر ګوټ کې یې د افغانستان ملي بیرغ رپولی او د هېواد ملی سرود یې غږولی دي، لیدل کېږي چې په پورتني ترکیب کې د هېواد د ټولو قومونو استازي شتون لري خو ټول د افغان په نوم او د ویاړلی افغانستان په نوم خپل افتخارات د خپل هېواد ولس ته ګټلي دي.
نصیبالله یو بل د ستر استعداد لرونکی ځوان دی چې په خپل ابتکار یې د لومړی ځل لهپاره په نشته امکاناتو کې یو محاربوی ټانک جوړ کړ.
فاطمه غوري هم هغه یوه افغانه پښتنه ده چې په نیوزیلند کې د انجینرۍ او تکنالوژۍ په نړیواله سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.
پورتني استعدادونه دا په ډاګه کوي که افغان ځوانانو ته امکانات او شرایط برابر شي ډېر ژر کولای شي چې د هېواد په رغاونه او پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي.
غواړم یو ځل بیا ټینګار وکړم چې، افغانستان داسې نوي نسل، سیاسي مشرانو ته اړتیا لري چې له تېرو ناکامیو یې درس اخیستی وي؛ داسې مشران چې ملي ګټې د شخصي، قومي او ډلهیزو ګټو پر ځای لومړیتوب وګرځوي او وکولای شي د افغانستان د خلکو، سیمهیزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې تر منځ اغېزمنه او متوازنه سیاسي اړیکه رامنځته کړي. نو ځکه له طالب چارواکو نه د افغانانو اساسي غوښتنې همدا دي.
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
