رژېدلې هیلې (لنډه کیسه)

شاه ولی ارین

26

هغه د کورنۍ تر ټولو وروستی اولاد و، د پلار له مرګه درې میاشتې وروسته یې نړۍ ته سترګې پرانیستي، ځکه د کورنۍ پر ټولو غړو خورا ګران و، مور بې بې د خپل خاوند له مرګ وروسته د پښتونولۍ د ناسمو دودونو له امله د خپل خاوند د یوه حریص او ظالم تره تر فشار لاندې راغله، هغه غوښتل چې، د دوي کونډه ده باید ځانته یې نکاح کړي، جایداد او ځمکه یې غصب کړي، چې دغه چاره یې د خپل د یو بل ورور د کونډې په حق کې هم تر سره کړي و.

شیردل ډېرې منډې رامنډې ووهلي، خو خپل دغه شوم پلان ته ونه رسید، ځکه د ګل‌بې‌بې ورونه او خپلوان تکړه او قومي ملاتړ یې درلود، ځکه شېردل خپلو شومو موخو ته ونه رسید.

ګل‌بې‌بې دوې لوڼې او دوه ځامن درلودل، لوڼې یې مشرانې وې دریم اولاد یې ولی‌محمد او تر ټولو کشر نوراني نومېده چې د پلار له مرګه وروسته دونیا ته راغلی و.

ګل‌بې‌بې چې د خاوند د تره زامن یې په ښوونځیو کې زده کړي کولي، هم په دې سوچ کې وه چې کله به ولی محمد شپـږکلن کېـږي چې ښوونځی کې یې شامل کړي.

هو ریښتیا ولی‌محمد شپـږکلن شو، ښوونخۍ یې پیل کړه، مور به تل ورته ویل، چې ګرانه ځویه پام کوه چې سیالانو ته مې کمه رانه ولی، د پلار د تره دې دوې سترګې زموږ لورته دي.

د خدای پاک کاروته وګورئ چې د شیردل څلور ځامن څوک له وار وار ناکامیو وروسته د سن د لوړوالی له امله له ښوونځۍ وویستل شول او چا تر نهم ټولګي وروسته زده کړې پریښوولي، مګر ولی محمد خپلې زده کړې د خپل مور د ارمانو د پوره کولو په خاطر د ماسترۍ تر کچې ورسولې.

نوراني هم تر شپـږمه ټولګي زده کړې تر سره کړي، خو د کورني چارو او ځمکو د کروندو له امله یې نورې زده کړی تر سره نه کړي.

ولي‌محمد د زده کړو له پای وروسته د مور بې‌بې له قوله چې ویل یې:

«هغه په کابل کې چېرې مامور که سرکاتب شو، خدای وشرماوه حزبی هم شو».

هغه وایې:

«انقلاب وشو، خدای دې انقلاب میرات کړي بیا مې نور ولی‌محمد ځوی د کلی مخ ونه لید او نه موږ هم ولی‌محمد، چېرې یې کومه غټه وظیفه لکه چې درلوده، خو تکلیفونه یې موږ تیرول».

هغه زیاتوي:

«دغه ټوپک والا را پیدا شوول چې مجاهدین یې ورته ویل، خو وروسته څرګنده شوه چې جهاد چېرې و، پاک سوتره غله وو».

هغه بیا وایې:

«دغو مجاهدینو او که غلو دومره عذاب کړو، جریمې به یې اخیستيو ډوډۍ، پولاونه به یې جبری له موږ نه خوړلی، چې ځوی دې کافر دی».

هغه زیاتوي:

«له یو خوا د دغو غلو مجاهدینو زجر او تکلیف او له بله خوا د دولتي طیارو ړندو بمونو دې ته اړویستوو چې خپل ټول هست او بود پریږدواو پیښور ته کډه شو، هغه ورځ چې په سرو سترګو مو ژړل او هر څه رانه پاتې شول زموږ د ژوند هغه ترخه وو، چې هیڅکله بیا جبران نه شول».

ولی‌محمد وایې:

په کوچنیوالی کې به کله چې مور رانه په عذاب شوه نو داسې به یې راته ویل:

«خدای دې له تورو اوبو تېر کړه».

دولتي مشغولتیاوو او د هېواد پیچلوشرایطو او ناخوالو، جنګ جګړو ولی محمد د مور او کورنۍ له څنګ نه لری کړ او له تورو اوبو یې هم تېر کړ.

هو، ریښتیا هم ولی‌محمد له تورو اوبو تېر شو پایله یې اروپا ته ورسیده.

اوس نو مور‌بې‌بې ټوله پاملرنه خپل کشرګران ځوی نورانې ته درلوده، هغه ته یې له یوې مخورې کورنۍ نه نجلی واده کړه، دا چې کلیوال یې زیات د ګلب‌الدین په تنظیم کې وو، دوي هم په پیښور کې د شمشتو په کمپ کې دېره شوول.

هلته هم دا چې نوراني د تنظیم غړی نه وه د تنظیم له ټولو مرستو محروم و، دا چئ د کور نازولی لوی شوي و، د کار اوبار هم نه و، یوازې دې ته سترګې په لار و، چې کله به ولي‌محمد ورته له اروپا نه یو څه ورلیږي.

وار وار د ښځینه ماشوم خاوند شو، په کورکې ټول سره اندیښمن و، خیراتونه، تعویضونه او نورې ټولې ټوټکې به یې کولې چې خدای تعالی ځوی ورپه برخه کړي، دا د کورنۍ د ټولو غړوهېله او اومېد وو، حتی د ولي‌محمد په ګډون.

هو خدای تعالی مهربان شو پس له ډېر وخته کورکې نارینه ماشوم نړۍ ته سترګې پرانیستې، ټول ورته خوشاله وو، پر هر چا خورا ګران و، خو په خپل مور نازنېنې تر هر چا لا ډېر، نیا یې نوم پرې عبدالله کیښود.

عبدالله د کور نازولی و، وروـ ورو غټیده له کوچنیوالی نه یې د کور د غړو په نا فرمانۍ پیل وکړ، هر څه چې به یې کول که نیا، یا پلار ورته قاریدل، مور به یې ورغږ کړ زما پر دې یو ځوي هم ستاسو لورینه نه شته، څه مه ورته وایې، چې غټ شي ښه به شي، عبدالله په کور کې د هیچا پروا نه درلوده یوازې د خپل نیا نه یو څه ډاریده، ځکه هغه د کور مشره وه او د کورنۍ غړو یې هم عزت کاوه او هم ترې ډاریدل.

عبدالله په کور کې د خپل ظلم او استبداد لړي په خپله خویندو پیل کړه وروسته بیا پرخپلې هغې مور چې عبدالله تل له بل هرچا ورته ګران و.

کله چې ځوان شو په قمار، چرسو او بدماشي یې لاس پورې کړ، پلاریې چې د عزت خاوند و، دسترخوان یې درلود په خپل هېواد او د اوسیدو په محیط کې د ښه شخصیت او اتبار خاوند و، د خپل ځوی عبدالله د اعمالو له امله خپل ځان ډېر ټیټ او ناتوان احساسوه، بلاخره مریض شو او تل به یې ويل چې:

«دا ټول د عبدالله له لاسه دي».

نوراني د ډېرو تشویشونو له لاسه خورا سخت بیمار شو، په داسې سختو شیبو کې عبدالله خپل پلار یوازې پریښود او ایران ته ولاړ، هلته په عیاشئ بوخت و، خو نورانې چې په روغتون کې بستر و، خوریانو او نورو نږدی خپلوانو به یې پالنه او خدمت کاوه.

ورور یې ولی‌محمد هم له اروپا نه پیښور ته ورغي یوه میاشت یې خورا منډې رامنډې وکړي نه یې شخصي روغتون پریښود او نه دولتي، خو خدای چې پوره کړي وي بله نه کېږي.

نوراني چې په کټ کې روغتون ته راوړل شوي و له خورا ډېرې درملنې وروسته په خپلو پښو کور ته راستون شو، خو دا خبره یې تل کوله چې:

«خدایه عبدالله مې مخې ته مه راوله، هیڅکله به ښځه ورته ونه کړم، ځکه چې بیا به همداسی ځوی ورپه برخه شي لکه دی، او زما په مړي یې هم پرینږدي».

نوراني د خورا ډېرو اندیښنو او ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ، جنتونه یې ځای شه، عبدالله هم کله چې خبر شو پلار یې وفات شوي له ایران نه راستون شو، خپلې نیا او مور ته یې توبه و کښله چې ما وبښئ زه به وروسته تر دې هر څه سم کړم. هغه له خپل تره سره هم رابطه وکړه.

نیا یې هم پر ولي‌محمد ټینګار وکړ چې عبدالله توبه وکښله اوس سم شوی واده ورته وکړه، د کورنۍ، جایداد مشرئ او صلاحیت ورته ورکړه.

تره یې د خپل مور خبره ومنله، دوی یې له پیښور نه خپل کلی ته وغوښتل له اروپا نه ولاړ ښه شانداره واده یې ورته وکړ، ښه کور یې ورته جوړ کړ، هر څه یې په اختیار کې ورته ورکړل، خو په خواشینۍ سره چې که پخوا لیوه و اوس نو پړانګ ترې جوړ شو.

تر څو چې مور‌بې‌بې ژوندی وه، ولي‌محمد به مرسته کوله، خو له هغو پیسو به ډېرې لږ په کور کې مصرفیدي او نورې به د عبدلله چرس او چلم کېدې، همداسې چې یې پلارد ده له غمه مړ شو، نیایې هم خپل امید او ارمان ګور ته ویوړ.

د نیا تر مرګه وروسته یې د پلارنۍ ځمکو په خرڅلاو پیل وکړ يو په بل پسې یې خرڅوله، خپله برخه یې ټوله وپلورله، د خویندو، مور او نیا برخي یې هم وپلورلې، یو څه چې یې د تره برخه پاتې وه په هغې یې هم سرفه نه کوله، بلاخره تره یې اړویست چې د هغه ځای خپله ټوله شتمني په ډېره کمه بیه او یا رایګان د نورو اختیار کې ورکړي او ځان د عبدالله له ناورین نه وژغورې.

عبدالله له خپلې کورنۍ سره داسې کردې وکړي چې هم یې پلار، هم یې مور، هم یې نیا او هم یې خپل مهربانه تره ناهېلې او نا اومېده کړل او په وروستیو کې حتی خپله مېرمن او ماشومان هم د ده له کړاو نه بې برخې پاتې نه شول.

پای

د ولسونو ملاتړ د نظام بقا ده

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.