د لنډیو اصلي منابع خلک دي
۴۵مه برخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۹۴مه برخه
«د لنډیو اصلي منابع خلک دي» په دې برخه کې په داسې سندرغاړي باندې خبرې کوم چې خوږ غږ لري، رباب غږوي او په سندرو کې ډېره سلنه لنډۍ زمزمه کوي. دا سندرغړی جابرشاه نومېـږي او له خپل نامه سره لیکي چې ټیکټاکر جابرشاه.

جابرشاه په ټولنیزو رسنیو ډېرفعال دی او له نورو سره یې توپیر همدا دی چې ډېر ښه رباب غږوي او ورسره ډېر خوږغږ هم لري او د فعالیت ډېره سلنه یې پښتو لنډیو ته وقف کړې ده.
دا لاندې یې د فیسبوکپاڼې لینک دی:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100057587133958&sk=reels_tab
د ۲۰۲۶ ام کال د جون میاشتې پر ۲۹مه نېټه ما ښاغلي جابرشاه ته د ډنمارک په وخت ماخوستن مهال (۲۱ بجې او اتلس دقیقې) د مسنجر له لارې یو وړاندیز ورولېـږه، دا یې متن دی:
«سلامونه!
زما نوم آصف بهاند دی، پخوا په کابل پوهنتون کې استاد وم. غواړم له تاسو سره د پښتو ټپو په باب یو بحث ولرم او د لنډیو په باب او ستاسو د هنري فعالیت (رباب غږول او په ښکلي غږ کې د پښتو ټپو زمزمه کول) په باب څو پوښتنې مطرح کړم. هره لار چې تاسو ته اسانه وي، غواړم له هغې لارې له تاسو سره وغږېـږم. هیله ده چې ماته یې لار راوښیئ.»
ښاغلي جابرشاه د یوه غږیـز پیام په ترڅ کې زما د غوښتنې په ځواب کې داسې راته وویل:
«وعلیکم سلام! مشره څنگه یې، ښه یې، برابر یې، حالات دې ښه دي؟ الله دې خوشحاله که، الله دې کامیابه که جي.
انشاالله انشاالله کوم بې درته ښه!
نور تاسو ښه یئ؟»
بیا مې د ۲۰۲۶ ام کال د جولای پر لومړۍ نېټه څو پوښتنې د ده په مسنجر کې ورولېـږلې، د هغو پوښتنو متن دا دی:
«بیا سلامونه!
هیله ده چې ښه اوسې. زما نوم آصف بهاند دی، پخوا په کابل پوهنتون کې استاد وم او اوس په ډنمارک کې ژوند کوم، لکه د پخوا په څېر په فرهنگي کارونو بوخت یم.
زما د کارونو یوهلویه برخه د پښتو لنډیو په باب څېـړنه، د نویو لنډیو ټولول او راخوندي کول دي. تراوسه مې د لنډیو په باب د پاملرنې وړکار کړی دی. زه په ټولنیزه میډیا کې ستاسو ټولې سندرې گورم، غږ مو حسابي ښکلی او رباب غږول مو بیساری او بېجوړې دي. ستاسو هغه ویدیوگانې ما ته ډېرې جالبې دي چې تاسو په ځانگړي انداز سره لنډۍ په کې زمزمه کوئ. کومې لنډۍ مو چې نوې راته ښکاره شي راخوندي کوم یې.
اوس غواړم چې ستاسو د هنر (رباب غږول او سندرې ویل) په باب یوه مقاله ولیکم. د فرهنگي همکارئ له مخې دا څو پوښتنې راځواب کړئ:
ــ له څه وخته مو د لنډیو زمزمه کول پیل کړل؟
ــ تر اوسه به مو په اټکلي ډول یا دقیقاً څومره لنډۍ په خپل غږ کې زمزمه کړې وي؟
ــ ستاسو د سندرو ویلو ډېره برخه د لنډیو زمزمې ته ځانگړې شوې ده، چې دا ولې؟
ــ رباب غږول مو کله، چېرې او له چا څخه زدهکړی دی؟
ــ ایا په یوتیوب کې چینل لرئ؟ که یې لرئ، لینک یې راته راولیـږئ.
ستاسو په باب زما ترکار لاندې مقالې د لارنگینۍ له پاره ستاسو یوهوړه بیوگرافي په کار ده، د فرهنگي همکارۍ له مخې خپله بیوگرافي ما ته راولېـږئ.
له مرستې نه مو همدا اوس مننه!
آصف بهاند»
څلورورځې یې ځواب رانهکړ، بیا ما داسې ورته ولیکل:
بیا سلامونه!
ته څه شوې؟
ولې ځواب نه کوې؟
زما د پوښتنو ځوابونه که نه لیکې، په غږیز ډول یې لنډ راته ځوابونه ووایه چې زه ستا د هنر په باب یوه مقاله لیکم.
تر دریوو ورځو وروسته یې د یوه غږیز پیام په ترڅ کې داسې وویل:
«وعلیکم سلام!
سرجی ښه یې،
حالات دې ښه دي،
برابر یې؟»
د مقالې د لاغني کېدو په پار د ښاغلي جابرشاه ځوابونه اړین وو، خو مرسته یې یا ونهکړه او یا یې مرسته ونهشوه کولای، په دلیل یې پوه نهشوم. زما له پاره د خوشحالۍ خبره دا ده چې د یوه ښه هنرمند په پېژندلو بریالی شوم او تر دې هم مهمه خبره دا ده چې د ښاغلي جابرشاه سندرې د لنډیو د ارشیف بڼه لري چې دی یې ثبتوي او خپلو مینهوالو ته یې وړاندې کوي او په دې ډول گڼشمیر لنډۍ خوندي کوي.
بیا مې نور تکلیف ورنهکړ، خو هغه څه مې چې په ټولنیزه میډیا کې د ده د دوو هنرونو (سندرې ویل او رباب غږول) په باب لیدلي دي، د هغه په باب به زه د خپلو سترگو لیدلی حال په لنډ ډول له تاسو درنو لوستونکو سره شریک کړم:
جابرشاه ښکلی غږ لري او ښه رباب غږوي، سندرې ویل او رباب غږول یې بیخي ځانگړي دي او داسې بې کبره او عجیب انسان دی چې د هېڅشي او هېڅ ځای خیال نه ساتي؛ هرچېرې چې پېښ شو کینې رباب غږوي او لنډۍ زمزمه کوي.
دا لاندې یې د ځینو سندرو نه راټولې شوې هغه لنډۍ دي چې ده زمزمه کړې دي:
دا لنډۍ مې له داسې یوې ویدیو نه راولیکلې چې ښاغلی جابرشاه مست رباب غږوي او دوه تنه نور سندرغاړي لنډۍ ورسره زمزمه کوي. ویدیو پنځهدقیقې او پنځهویشت ثانیې ده، لومړۍ لنډۍ او بیا د ویدیو لینک راځي:
د یار دیدن راباندې بندشو
لکه چې بند د هریپور په جیل کې یمه
شراب په شرعه ناروا دی
پر ما روا دي زې د یار له غمه څکمه
ما درته وې چې شراب مهڅکه
شیخه زما پر یار دې واچول لاسونه
لیلا د بل کور ته واده شي
زما یادونه به یې خوب ته نهپرېـږدینه
چېـړه مې مه، خوږ مې زیاتېـږي
جانان د زړه په سر په (؟) وهلییمه
زما په زړه کې درته سوال و
ستا له ملالو سترگو ډېروشرمېدمه
https://www.facebook.com/reel/883110244773306
دا به ډولۍ نه وي یارانو
د ارمانونو جنازې به پهکې وړینه
مینه دې گیارههزار لین دی
چې درنږدېشمه، شارتونه راکوینه
یاره رامنډه که اختر دی
دواړهلاسونه مې کولاو نیوليدینه
د چا دادا به ورته ټینگ شي
پر گلابي شونډو د ژبې سر وهینه
دا پاسنۍ لنډۍ مې د ښاغلي جابرشاه له داسې یوې ویدیو نه راخپلې کړې دي چې دوگړهمار هم لنډۍ ورسره زمزمه کوي. ویدیو پنځهدقیقې او شپـږ ثانیې اوږده ده، دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/37485021851111510
په تا اختر دی، گوتې سرې که
پـرمـا سیـلۍ د بـیـابـان راغـلېدیـنـه
زما په دې کلي کې څوک دي
ستا له خاطره په کې عمرتېرومه
په دولتونو پسېورکه
شپـږم اختر دی بې له تا یې تېرومه
ستا به لاکال لا به دې دوه وي
زما یولسکاله وشول، غرک پې یمه
مخې ته مهراځه شرمېـږم
داسې پوهېـږم چې ما تا له درکوینه
ستا په شان ډېر پر ما میٔن دي
زړگی مې یو دی، زه بې چا له ورکومه
د زړه پر سر مې اور بلیـږي
که څوک تودېـږي، زما خواله دې راځینه
یاره، یاري دې کړې نهده
د لرې ـ لرې نه دې رپي اندامونه
پاسنۍ لنډۍ مې د جابرشاه له داسې یوې ویدیو نه راولیکلې چې دی د یودوگړهمار په ملتیا د ځوانانو په یومحفل کې د خپل رباب سره مل پرلپسې زمزمه کوي. ویدیو درېدقیقې او دوهپنځوس ثانیې ده، دا یې لیک دی:
https://www.facebook.com/reel/1602427447492778
جابرشاه له لنډیو وراخوا کله کله ځینې شعرونه هم د موزیک په ملتیا زمزمه کړي دي، په دې لاندې لینک کې یې یوه بېلگه لېدلای شئ:
https://www.facebook.com/reel/2526301737799856
دغهراز جابرشاه کله کله یونیم خوږ غزل هم زمزمه کوي، ما ته یې په ټولنیزه مېډیا کې داسې یوه ویدیو په مخه راغله چې یو غزل یې په خپل ښکلي غږ سره ښه خوند ویلی و، دا یې د پیل څوبیتونه او لینک دی:
خیال رنگین نوي غزل کې رنگیني نهراځي
په اوتوبوتو باندې مینه د زړگي نهراځي
چې ته ښایسته نه وای، نو تا باندې بیا چا څه کول
میـږي خوږو له ځي، ترخو لره میـږي نه راځي
جانانه تا چې به ویل، ما نه زړگی صبر کړه
سوچ به پرې وکړم، خو واره پرې بیخي نهراځي
دا لاندې د بشپـړې سندرې لینکونه دی:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.