!په کرکه کې ګټې

عبدالواحد تابع

53
د نورو هېوادونو ماستران،او پوه وګړي یې خپل وطن جوړوي تر څو یې ولس د سیالانو له کاروان څخه پاتې نه شي.
د افغانستان ماستران او پوه کسان بیا تر ټولو د مخه ځان ته د امتیاز غوښتوکي وي. لکه موټر، ساتونکي، موټروان، دولتي کور، اشپز، سکرتر، یاور د مېرمنۍ لپاره یې موټر، موټروان او داسې نورو امتیازاتو سره په دنده پیل کوي.
کله یې چې دنده باندې پیل وکړ وروسته له هغه یې بیا ټوله هڅه دا وي چې څنګه خپله دنده وساتي.
د افغانستان چارواکو هېڅکله نه دي غوښتي وطن او ولس ته یې کار وکړي د دوی هر یوه کوښښ دا کړی خپل ورکړل شوي پوست وساتي،هغه که په هر ډول او قیمت سره وي.
دوی د خپلې بقاء لپاره خلک په ډلو سره وېشلي دي.
دوی تل د قوم، سمت، مذهب او ژبۍ په نوم سره له خلکو څخه قرباني اخیستې او د خپل اقتدار لپاره یې خلک په خپلو کې سره په جګړه بوخت کړي دي.
همدوی بیا د خپلو بجو د خوښیو لپاره له نورو قومونو سره خېښې او راکړه ورکړې تر سره کړي.
دوی د ځان د ساتلو لپاره خپلو بچو ته له بهرنیانو سره هم د واده کولو اجازه او جواز ورکړی.
دوی د واک نیولو او ساتلو لپاره د غلو،کمیشن کارانو، قاتلینو، مفسیدینو، مدني فعالینو، خبریالانو او ورته کسانو ډلې او ګروپونه جوړ کړي .
دوی د ځان د خوښیو لپاره ډ ځوانانو له احساساتو څخه ګټه پورته کړې.
همدوی دي چې یو ځل ځوانان پر شا ټپوي او د وحشت خپرولو په پار یې تر شا درېږي او بیا همدا ځوانان په یوه بل نوم سره اتلان ترېنه جوړوي چې دوی په واک تکیه وکړي.
د یادولو وړ ده هغه کارونه او نسبي پرمختګونه چې لیدل کېږي د بهرنیو مرستو پر مټ ترسره شوي .تاسو هېڅ داسې څه نشی په ګوته کولی چې د افغانانو د زیار او هڅو سره تر سره شوي وي.
په تېر کې چې هر واکمن لږ او ډېر څه کړي دا یې له وطن او خلکو سره د مینې په پار نه دي تر سره کړي.
د وخت بادار یې مرستې ورسره کړي او پوښتنه ترېنه کېدله نو دوی اړ وو چې لږ خو پوزه توره کړي.
نن که افغانستان کې طالب لګیا دی کار کوي دا په ریښتیا ولس ته ژمنتیا نه ده.
دوی ته په میلیونونو ډالر امریکایان ورکوي او
د وطن ټول معدنیات یې په قرار داد ورکړي.
طالب نه چا ته حساب ورکوي او نه هم داسې نر شتون لري چې ترېنه د حساب پوښتنه وکړي.
نن یې په ټول ولس د پرمختګ مخه ډب کړې.
ښځېنه او نارینه ورته سړي نه ښکاري او هر څه یې چې زړه شي هغه کوي.
نن همدا کبرجن او پوچ سري ماستران او دوکتوران د خپلو عقدو کرارولو لپاره غلط انځور خپروي.
دوی د یو ځل سر ګریوان ته کړي چې څومره فرصتونه یې له لاسه ورکړل او اوس یو ځل بیا لګیا دي کرکو ته لمن وهي.
همدا تاسو وی چې تر پرون مو د ځان لپاره بدماشان ساتل او نن بیا ځلې مقتدیان د هغو جوړ شوي یاست چې د وطن راتلونکي کواښي.
یاددښت:
که چېرته وېره در سره وي نو چپ خو پاتې شې.
هرې ناخوالې ته خو سر مه اچوې،په ګنډ کې خو لرګی مه وهۍ.
زمونږ کوم حاکم زمونږ د سړي زوی تېر شوی چې نن په داسې ناخوالو کې ګیر پاتې یو.
تېر واکمنو یواځې ځان او خپل واک ساته ،که له دوی سره د وطن او ولس غم شتون درلودلی نو قسم په خدای چې یوه خو یې هېواد ژغورلی شوی.
دا څنګه تش په نوم مشران ول چې هر ډول نسخې د حکومتولې افغانستان کې تجربه شوې او یوې یې هم کار ور نه کړ.
اصلآ دوی نه غوښتل او نه غواړي چې وطن جوړ او ولس پرمختګ وکړي.
الله د مونږ ټولو ته هدایت د نیکو وکړي او رب مو د نور له دغو جابرو او ظالمانو څخه په امان کړي.

https://af.dawatmedia24.com/?p=188305

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.