تر بل هر چا د یوه هېواد اوسیدونکي یې خپل خلک ښه پېژني.
تل پر نړېوالو رسنیو کې د افغانستان په اړه بېلابېل راپورونه،خبرونه او شننې خپرېږي خو هېڅکله یې مثبته اغېزې نه دي راټوکولي.
لومړی خو رسنېو کوښښ کړی تر څو خپلې ګټې پکې ځای کړي،هغه چې په هره برخه کې وي.
دوهم بیا ډیری وخت رسنیو خپل راپورونه له ښارونو څخه جوړ کړي او هېڅ کله کوښښ نه دی شوی تر څو له کلیوالي خلکو سره د افغانستان په اړه وپوښتل شي .
کلیوال د افغانستان هغه اوسیدونکي دي چې په لومړیو کرښو د جګړو کې د هر حرکت لپاره جنګېدلي او بریا یې تر لاسه کړې ده.
کلیوال تر هر چا خپل خلک ښه پېژني او کولی شي ریښتینی انځور د افغانستان خپور کړي.
نن چې ملا واکمن دی دوی د کلیوالو په ژبه مخ ته ځي او له کلیوالي کودونو څخه د خپلې بقاء لپاره کار اخلي.
دوی د پخوا په شان کوښښ کوي تر څو خلک تیارو کې وساتي.
که چېرته خلک پر دې پوه شي چې حاکمان او زمامداران اړ دي تر څو دوی ته د هرڅه حساب ورکړي او له هرې پرېکړې ولس باخبره وي بیا د دوی د حکومتولۍ عمر لنډېړي.
تېرو حکومتونو هم کوښښ کړی تر څو کلیوال همدا د نن په شان له هر څه څخه بې خبره وي.
له کلیوالو څخه په هر وخت او زمان کې د تېر په شان کېدلی شي په ډېره ټیټه او اسانه بیه سرباز ګېري وشي.
نن چې ملا هیبت الله د ملي کلیمۍ سره اساسیت ښیي او نور نه غواړي چې (ملي)کلیمه وکارول شي دا د نوموړي مېږو ته په راتلونکي کې تاوان پېښوي.
د ملت جوړونه او ملي مساېلو کې د ټولو راټول او په ملي تعریف بسبا کول د کلونو،کلونو خواري ده.
دوی د ملي کلیماتو څخه وېره لري او نشي یې زغملی.
همدا نومونه او کلیمات دي چې د یوې جغرافۍ خلک سره ګډ ساتي .
ټول په دې پوهېږو چې د یوه ولایت ډېری خلکو د بل ولایت خلکو سره له نږدې نه وي لیدلي خو همدا کلماتو انځور ورته جوړ کړی چې د یوه هېواد خلک دي او مشترکې ګټې سره لري.
د نجونو ښوونځیو بند ساتل ،د ښځو نه پرېښودل دندو ته،د سینمایي صنعت بندېدل،د موسیقي مخه نېول ،عربي تېرمینالوژۍ راېجول،د بیان ازادي او اوس له ملي کلیمۍ سره دښمني دا په خپله دلالت پر دې کوي چې نور ملت حق د پوښتنۍ نه لري.
کله چې حق د پوښتنو له ملت څخه واخیستل شي بیا هلته د حکومت او نظام په نوم څه شتون نه لري.
اوس وېلی شو چې اوسني واکمنانو ته دا حق ولس ور جوړ کړی تر څو د هېڅ شي په اړه پوښتنه ترېنه ونه شي او دوی هم ورځ تر بلې د ځواب وېلو لارې بندوي.
!قالب چې له کاره وغورزي بیا یې پښتون غواړي
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.