!قالب چې له کاره وغورزي بیا یې پښتون غواړي

عبدالواحد تابع

19
قالب چې له کاره وغورزي بیا یې پښتون غواړي!

 

پښتانه په هر څه کې افراط کوي او همدا یې لامل ده چې تل له خپلو سیالانو شاته غورزېدلی دي.
په تشه کوپړۍ د دین څخه دفاع ته راوزي.
په پوچ سر به د دین په نوم خلک ګواښي او ژوند به یې ترېنه اخلي.
په هېڅ به تر هر چا ځان ورته پوه او میړني ښکاري.
تل د پردیو چک چکو ته توره تېره ساتي او د خپلو وینې پرې تویوي.
پښتون په هره زمانه کې په کلونو،کلونو له خپلو سیالانو شاته پاتۍ وي.
پښتون زنګ وهلی، زوړ، مات او له کاره غورزېلي قالب پسې منډې وهي.
پښتون چې ګوډ، مات، ټپي او شل شي بیا هغه قالب پسې ګرزي چې نور یې د کار وخت نه وي.
پښتون تل زاړه قالب پسې جرګې لېږي چې تر لاسه یې کړي خو بې خبره له دې چې نوی قالب د وخت له غوښتنې سره جوړ شوی او بازار کې خلک ترېنه ګټه اخلي.
پښتون ته له پلاره په میراث ورپاتې دین نن د عربي شېخانو،ایراني اخوندانو او پاکستاني مفتیانو په فیصلو مخ ته وړي.
پښتون د خپل ورور، تربور او خپلو وژل د زنګ وهلي قالب ترلاسه کولو لپاره تر سره کوي.
پښتون د تکنالوژې په عصر کې لا د حجر زمانه کې بند پاتې ده.
پښتون اوس هم اوسنې پرمختللې نړۍ کې د (دیو او میو) افسانې غږوي.
پښتون اوس هم ښځې د مینځو په شان ساتي.
پښتون څخه د ژوندانه اصلي قالب ورک دی .
د وخت قالب پیدا کول او خپل سیال ته ور رسېدل پوهه او ظرفیت ته اړتیا لري چې له بده مرغه رسېدلو ته یې پښتون لا جوګه نه دی .
پښتانه اوس هم د زنګ وهلي قالب په لټه کې دي .
تر څو به پښتانه له زنګ وهلو قالبونو زنګونه پاکوي؟
پښتون پرېږدې چې د نورو په شان نوي قالبونه جوړ کړي او یا یې توان ومومي چې تر لاسه یې کړي.

!نور به د پولیس نوم شرطه وي

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.