!نور به د پولیس نوم شرطه وي

عبدالواحد تابع

53
نور به د پولیس نوم شرطه وي!
د بېلګې په توګه یوه ثانیه له ځان سره دا ومنې که چېرته اسلام له افغانستان څخه پیل شوی وی او محمد(ص) افغان وی ،تاسو کولی شوی چې عربان،ایرانیان،ازبېکان،ترکمنان او د نورو هېوادونو خلک پښتانه کړې؟
ځواب یې نه ده.
هغه ځکه چې دوی خپل دود، رواج، فرهنګ او خپل تاریخ ته ژمن دي.
دا مونږ پښتانه یو چې د علم او پوهې سره په جګړه کې یو. بل څوک چې د خپلې ژبۍ د پیاوړتیا لپاره کار کوي مخ نیوی یې کوې او د فرهنګ دښمنان یې بولې خو چې ته په خپله لګیا یې او خپله ژبه او دود ورکې سره مخ کوې بیا نو خیر او خیریت دی.
د ژبۍ ، دود، رواج، فرهنګ او تاریخ ساتلو کار پوهه او ظرفیت غواړي.
د زده کړو ور مو وتاړه.
شعر، سندره، فلم، تیاتر، سینما، موسیقي یو نه منې نو په څه وساېلو تاسو کولی شې د اوسني عصر مبارزه کې ځان پیدا کړې.
خلک غواړي تر څو د خپلو سیالانو په کاروان کې ورګډ شي خو له بده مرغه چې ورځ تر بلې له سیالیو غورزي.
هغوی چې پوهنتون ته دانشګاه وایي مخ نیوی یې کوې خو تاسو چې د ټولو پوځي بنسټونو نومونه عربي کړل او اوس مو د پولیس نوم شرطه کوې بیا نو د نورو د مخ نیوي حق هم ځان ته مه ورکوې.
حماسي صېب ته خو پوسونه هم له هوا را غورځېدل او نوموړی حق لري چې نن شرطه ووایي.
حماسي صېب دا مني چې علماء د انبیاوو وارثین دي خو دا بیا نه مني چې محمد (ص) درویشت کاله نبوت کړی او یوه ورځ هم له خپل ولس څخه نه ړی پټ شوی.همدا عربان چې نن یې تقلید د ژوندانه د دین تر نامه لاندې پلي کېږي د نجونو پر مخ د ښوونځیو ور خلاص ده او انساني حقوقو څخه برخمنې دي.
ایا ښاغلی حماسي صېب به دا جرآت وشي کړلی تر څو پر خپل مشر غږ وکړي چې راووزي خپلو خلکو سره چې پرې واکمن دی وویني او ستونزې یې واوري. ایا حماسي صېب دا وکولی شي چې د نجونو پرمخ د زده کړو تړلې دروازې خلاصې کړي.

!د وطن لپاره یې هر وګړی مسولیت لري

 

(تابع)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.