د ملا درد او د ډیسک وتل

34

د ملا جوړښت

په ملا کې پنځه لمبري مهرې (Lumbar Vertebrae) شتون لري.
د هرې دوو مهرو ترمنځ یو نرم نسجي ډیسک وي چې د بالښت په څېر عمل کوي، د مهرې ترمنځ ټکر مخه نیسي او د ملا ازاد حرکت تأمینوي.

د ډیسک وتل څنګه رامنځته کېږي؟

ډیسک د یوې قوي پردې په واسطه پوښل شوی وي چې د هغه د وتلو مخه نیسي.

کله چې لاندې حالتونه موجود وي:
• وزن زیات شي
• چاغوالی وي
• دروند شی پورته شي
• ناڅاپي یا غلط حرکت وشي

نو پر ډیسک فشار زیاتېږي. په دې حالت کې د ډیسک داخلي مواد بهر راوځي او د اعصابو پر ریښو فشار راوړي.

نښې او علایم:
د اعصابو د فشار له امله لاندې ستونزې رامنځته کېږي:
• د ملا درد
• د پښو درد
• بې‌حسي
• کله ناکله د عضلو کمزوري

دا ستونزه په کومو کسانو کې زیاته لیدل کېږي؟

دا حالت زیاتره په لاندې کسانو کې لیدل کېږي:
• د ۳۰ تر ۵۰ کلونو عمر لرونکي
• حامله ښځې
• چاغ خلک
• هغه کسان چې ډېر سګرټ څکوي
• هغه کسان چې تل دروند کار کوي

درملنه:

1. استراحت

د درد په شروع کې څو ورځې استراحت کول ګټور وي.

2. دواګانې

د درد کمولو او د عضلو نرمولو لپاره درمل کارول کېږي.

3. فزیکي تمرین

د ډاکټر او فزیوتراپ په لارښوونه ځانګړي تمرینونه ترسره کېږي.

4. جراحي

کله چې استراحت، دوا او تمرین ګټه ونه کړي، جراحي ته اړتیا پېښېږي.
جراحي باید د تجربه لرونکي ډاکټر لخوا ترسره شي، ځکه که سمه ونه شي د پښو د فلج خطر موجود وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.