امریکا يو شمېر افغان کډوال پاکستان ته لېږي

40

امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت په پام کې لري، په دغه هېواد کې د کډوالۍ په مرکزونو کې د نیول شویو یو شمېر افغانانو د ایستلو او پاکستان ته د لېږدولو لپاره پلان عملي کړي.

د «بلومبرګ لا» د راپور له مخې، د امریکا د حکومت یوه چارواکي، وکیلانو او د افغانانو د ملاتړ بنسټونو ویلي، په توقیف‌ځایونو کې یو شمېر افغانانو ته خبر ورکړل شوی، چې ښايي پاکستان ته ولېږدول شي.

د راپور له مخې، د دغو افغانانو د لېږد احتمالي الوتنه لا په رسمي ډول نه ده اعلان شوې، خو تمه ده چې په راتلونکو اوونیو کې ترسره شي.

د افغان‌ایواک په نوم د افغانانو د ملاتړ بنسټ ویلي، په هغو کسانو کې د افغانانو خپلوان هم شامل دي، چې د کابل تر سقوط مخکې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و.

د امریکا حکومت تر اوسه پاکستان ته د افغانانو د لېږد په اړه رسمي اعلان نه دی کړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320