!چټلو اوبو ته لامبوزن زړه نه ښه کوي

عبدالواحد تابع

55
چټلو اوبو ته لامبوزن زړه نه ښه کوي!
د افغانستان تاریخ ته چې ځیر شو او پاڼې یې کله اړوو تل پکې هڅه شوې ولس تیاره وساتل شي.
هر واکمن یواځې هڅه دا کړې چې د مېړانې په نوم سره خلک یواځې دفاع او برید سره عادت وي.
هېڅکله هڅه نه دی شوې تر څو ولس ته مینه،اخلاق،پوهه او د سوله یز ژوندانه ګټې بیان شي.
تل هڅه شوې تر څو ولس کرکجن او عقدوي وي.
تر پرونه ملتپالو همدا نارې او سورې وهلې چې افغانستان کې فرهنګي یرغل روان دی .
ډېرو ستوني شکول چې افغاني تېرمینالوجۍ سره په ښکاره دښمني کېږي.
دوی هېڅ د حل لاره پیدا نشوی کړلی ځکه نه یې غوښتل.
د دوی ګټه د سیاسیونو او واکمنو په څېر همدې کې وه چې یواځې احساساتي نظر ورکړي.
دوی تل اوبه خړولې او ګند یې پکې ډېراوه.
دوی ته د وخت چارواکو پوره امکانات ورکول او د علومو اکادمۍ په څېر ځای یې ورته په اختیار کې ورکړی وو.
دوی نه غوښتل د حل لاره وموندل شي ،ځکه ژمن نه ول.
تر پرونه یې خپل خلک په ډېرو نا چیزو ټکو،جملو او الفاظو سره په کرکه کې ساتل.
پښتو،دري(فارسي) زمونږ د وطن ژبې دي او په همدې ډول سره ازبېکي،ترګمني،بلوڅي،پشه یې او همداسې نورې ژبې چې افغانستان کې دننه یې افغان قومونه کاروي.
هېڅکله د قومونو ملتپالو ونه غوښتل تر څو د ژبو د پرمختګ لپاره لاس په کار شي.
دوی تل عقدوي او سلیقوي حرکاتو سره یواځې او یواځې د کرکو په لټه کې ول او له بده مرغه لا دوام لري.
د یادولو وړ ده نن د تش په نوم ملتپالو له لاسه نوي دود لاره هوارېږي چې په ښکاره ډول ورته فرهنګي یرغل وېلی شو.
دري(فارسي) زمونږ د وطن خپله ژبه ده او دښمني ورسره خپلې پښې په تېشه وهل دي او همدا شان که د نورو قومونو ځینې فرصت طلبه ورته کار کوي .
اوس په وچ ککړ زور سره د پښتو او دري(فارسي) ژبو ځای عربي لغات یې خپلوي.
نن د نظامي قطعاتو نومونه او په همدې ډول سره کرار،کرار لکه د پولیسو(څارندوی) ځای چې شرطۍ خپل کړ نور به هم د توپک په زور سره دودېږي.
مکاره او دروغجنو ملتپالو !
تاسو خو د قلم او منطق استادان او مبارزین یاست ولې نشی کولی خپله دنده تر سره کړې؟
دا ګنده او ککړې اوبه پاکې کړې تر څو په دې روان ګند کې ولس ورک نشي.

!په کرکه کې ګټې

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.