موبي ګروپ

عبدالواحد تابع

38
د موبي ګروپ مشر د پردیو استخباراتو پر مټ یواځې او یواځې د خپل جېب ډکولو په لټه کې وو او ده.
له بده مرغه دا په ټوله نړۍ کې دود ده چې ورته څېرې له تشو څخه د ځان په ګټه کار اخلي.
د طلوع تلویزیون له پیل څخه د افغانستان ولس ته ژمن نه وو او د څو استخباراتي ډلو پروګرام او اجندا یې مخ ته وړله.
د ازادۍ د بیان او دېموکراسۍ په نوم به تاسو په ټول جمهوریت کې چې دوی خپرونې درلودلې داسې څه به پیدا نه کړې چې د افغانستان په خیر تر سره شوي وي.
همدوی په مستقیم او غیر مستقیم ډول د جموریت نظام بدنامولو پروګرامونه مخ ته وړل او په تدریجي ډول یې قومي او مذهبي کرکو ته لمن وهله.
دوی زمینه دې ته چمتو کړې وه تر څو په کرکو ککړ کسان د څو محدودو فرصت غوښتونکو لپاره افغانان په کرکو اخته کړي.
دوی بریالي شول هغه ځکه چې د جمهوریت ولاړ نظام یې دومره ټیټ کړ تر څو په نړېواله کچه ټول افغانستان قرباني شي او دوهم په ډېره اسانه توګه طالب میدان خپل کړي.
دوی د خپلو هر ډول خپرونو له لارو چې خپرېدلې افغانان په خپلو کې سره په دښمنیو اخته کړل.
نن د دوی روزل شوي کسان یو ځل بیا د ورته څېرو د استخباراتي لوبو برخې مخ ته وړي.
ننې ناخوالې چې افغانان ورسره لاس او کرېوان دي او د افغانستان ولس یې انزوا سره مخ کړی دا د هغو ناځوانو خبریالانو او مدني فعالانو لاس وو چې د پردیو د لوبو به چوپړ کې ول.
نن یو ځل ببا همدا خبریالان او مدني فعالان په ډېره بې شرمې او سپین سترګې سره د کرکو او نفرتونو لړې تازه ساتي او د سریال لپاره نوي ډیالوکونه لیکي تر څو یې زاړه ممثلین په یوه بل نوم مخ ته یوسي.
نن یو ځل بیا هغه طالبان چې دوی ورته د جمهوریت ستنې ونړولې د خپل جېب ډکولو او بادار د خوښیو لپاره ورته ډول ډنکوي.
هېره د نه وي چې نن یو ځل بیا دوی د افغانانو د عدالت او زړه سوي په نوم له هېواد دباندې پردي ساز ته ځڼې غورزوي.
پرون جمهوریت نظام کې همدا رسنبو د ازادۍ د بیان په نوم او نن په یوه نوي نوم سره په افغانستان کې دننه او دباندې بل شوی اور تازه ساتي.
پر سعد (محسني) او یا د نورو پردي پالو رسنیو په چلونکو نیوکه بې مانا ده هغه ځکه چې دوی جوړ همدې ته دي تر څو د خپل جېب لپاره کار وکړي.
اړینه خبره حاکم نظام پورې اړه لري چې څه ډول وتوانېږي خپل ولس د دوی له کرکجنو لوبو څخه وساتي.
یاددښت:
ولس هم باید نور خپل شعور لوړ کړي او د دوی د پروپاګنډا څخه ځانونه وژغوري.
پنځوس کلن ناورین او خپل منځي جګړه ډېره ستره تحربه ده مونږ باید و نه غولېږو.
د دوی خلقي ،اسلامي ،امارتي او دېموکراسي نظامونه ټول ولیدل.

 

خپل خلک او خپل یې هېواد

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.