په سیاسي بازار کې دود

عبدالواحد تابع

57
یو څه چې په سیاسي بازار کې دود دی هغه دا ده چې سیاسیون د یوه هېواد د بل وطن تشو ته په کتو سره ګام اوچتوي او خپلې ګټو ته په کې ځای پیدا کوي.
له بده مرغه دا ګټې که د وینو تویولو،وطن ورانولو او د خلکو په کډه کېدو هم تر سره کېږي دوی ورته چمتو او غاړه ږدي.
د یوه هېواد ټول سیاسي مشرتابه پر دې پوهېږي چې د دوی نېروتنه او غلطه لوبه وطن یې له ورکې سره مخ کوي.
هوښیار،ویښ او پر وطن مین سیاسیون د خپلو خلکو او د وطن ژغورلو لپاره لاس په کار کېږي او نه پرېږدي چې خلک یې د ناخوالو ښکار شي.
اوس که چېرته مونږ همدا معاصر تا ریخ د افغانستان ته وګورو نو له بده مرغه ویلی شو چې افغان سیاسي چارواکو او په اصطلاح سیاسي مبارزینو وطن او خلک له سیالیو وغورزول.
ظاهر شاه څلوېښت کاله واکمن وو او څلوېښت کاله واکمني ستر فرصت وو چې و نه توانېد څلوېښتو کلونو کې وطن او خپل خلک وژغوري او د سیالانو جوګه یې وګرزوي.
څلوېښت کاله واکمني،اقتدار چې سوله هم ورسره مل وه خو ظاهر شاه داسې څه نه دي تر سره کړي تر څو خلک او تاریخ پرې وویاړي.
ځینې وخت دا هم وېل کېږي چې ظاهر شاه سوله ساتلې وه او د خلکو یووالی یې ستره لاسته راونه یادوي.
((نن په افغانستان کې تر هر وخت سوله ټینګه ده او خلک خپل ژوند مخ ته وړي خو ولس خوښ نه دی او له وطنه د تېښتو لارې لټوي.))
((یوه بله بېلګه یې شل کلن دور د جمهوریت یادولی شو.
په کنډواله بدل افغانستان چې هر څه یې له صفر سره ضرب شوي وو خو چې کله د جمهوریت واکمتو واک خپل کړ په شلو کلونو کې یې وطن په پښو ودراوو او د ډېر ستر پرمختګ په لور روان شو.
دا چې د جمهوریت واکمنان په فساد ککړ ول او وطن ته یې ژمنتیا نه وه که نه نن به افغانستان په پښو ولاړ وی هغه ځکه چې مرسته شوې مرستې حیف او میل شوې او دومره هم چې شوي د خپلو بادارانو له وېرې یې لګولي.))
دا پورته دوه بېلګې مشت نمونه خروار ده چې که سیاسیون خپل ولس او وطن ته ژمن وي نو کولی شي ویې ژغوري او د سیالانو جوګه یې کړي.
د ظاهرشاه ناکامه او په خوب ویده ملکرو یې زمبنه برابره کړله تر څو شرق او غرب ،افراطي او کمونستي افکارو ته میدان خالي شي.
ظاهرشاه څلوېښت کلنه تحربه د حکومت ولې درلودله او تر هر چا یې خپل خلک ښه پېژندل خو له یادې پېژندنې څخه یې مثبته ګټه پورته نشوی کړلی.
په ډېره اسانه د افغانستان له خلکو څخه سر باز ګېري پیل شوه او د افغانستان د ولاړ نظام په وړاندې منفي حرکتونه پیل شول.
د ظاهر شاه څلوېښت کلنې واکمنې او څلوېښت کلن پېژند له خپلو خلکو هېڅ ونشوی کړلی تر څو وطن د بربادیو او ناخوالو خواته ولاړ نشي ،ځکه ژمن نه وو.
ظاهر شاه پوهېده چې نوموړي خپلو خلکو او وطن ته هېڅ نه دي کړي او دوی یې ویده ساتلي چې نن په ډېره اسانه توګه د شرق او غرب او د افراطیت او کمونستي افکارو لمنې ته ور غورځي.
نني مجاهدین، خلقیان، پرچمیان، طالبان او ورته نورې جوړې شوې ډلې د ظاهر شاه د څلوېښت کلن دور محصول دی چې خلک ور سره لاس او ګریوان دي.
ظاهر شاه دومره تشه جوړه کړۍ وه چې د کور دننه یې تر ټولو د اعتماد وړ کس راپاڅېږي او ورته کواښ جوړوي.
داود خان یو څه لیدلي وو چې واک ترېنه خپلوي خو دا چې لوبه نشي قابو کولی اوبه له پولې اوښتې وې او وار دمخه شرق او غرب دلته ځالې جوړې کړې وې.
دلته نور شرقیانو او غربیانو د سیالیو لپاره لاره ځپله کړې وه.
شرقیانو او غربیانو دواړو هغو په کرکو او عقدو ککړو ته د واک رسېدو لپاره کار کاوه چې خپلو هیلو ته د رسېدو خوب یۍ لیده.
د افغانانو د وینو په بیه انډوخر جوړ او وطن شغالي شو.
یوې ډلې ځان ته د پیغمبر وارثین وېل او بلې بیا د کارګر او بزګر د حقوقو مدافعینو دعواوې کولې.
نه وارثین د خپل نبي په لاره خبر وو او نه هم د کارګرو او بزکرو مدافعین پوهېدل چې څه ډول خپل اهداف تر لاسه کړي.
دوی د پردیو د لوبو ښکار ول او د خپلو خلکو د وینو تویولو په بیه یې پردې د رقابت جګړې مخ ته وړلې.
د اسلام پتنګانو به ټول عامه تاسیسات ویجاړول او بلخوا به بیا د شوروي اتحاد پلویانو د خپلو خلکو د وژلو په بیه روسان خوشحاله ساتل.
(مونږ نه د دین شوو او نه هم د سادین)
مونږ لا اوس هم دا نه منو چې په غلطه یو او د پردیو د لوبو ښکار یو.
مونږ اوس هم خپل خلک د پردي او استخباراتي تفسیر په ژباړه کافر بولو او سرونه ترېنه غوڅوو.
د یادولو وړ ده نن د افغانانو د وینو په بیه امریکایان وتوانېدل شوروي اتحاد ړنګ کړي.
امریکایانو او ملکرو ته یې داسې کسانو جګړه مخ ته وړې وه چې نه د دین په مانا پوهېدل ،نه د وطن په مینه او نه هم د حکومت کولو جوګه ول.
مجاهدینو ته واک په لاس ورځي خو د ساتلو ظرفیت یې نه وي ورسره او د تېر په شان د پردیو د دسیسو ښکار ګرځي.
مجاهدین له پیل او جوړښت څخه د افراطیت په روزلو سره یواځې او یواځې د توپګ په ژبه باورمند ول.
دوی کې د وطن ساتلو او د خلکو د ژغورلو وس او توان شتون نه درلود.
دوی ته هغه مدرسې د دین په نوم جوړې شوې وې چې یواځې پکې دښمني،وژل او ورانول تمرین شوي ول.
د دوی د بچو لپاره ځانګړي پروګرامونه وخت ته په کتو په جوړو شویو مدارسو کې تدریسېدل.
د مجاهدینو زامنو څخه یې داسې افراطي جوړ کړل چې د خپلو پلرونو واک یې تر پوښتنو لاندې راووست.
د دوی له زامنو یې ورته طالبان جوړ کړل او یو نوی باب یې د جګړو پیل کړ.
طالبان یۍ داسې وروزل چې یواځې دوی ته ځانونه سړي ا و مسلمانان برېښي.
نن هغه تفسیر چې طالبان او ملکري یې له دین څخه لري دا مانا په دې ده چې یا د ټول انسانان د دوي په څېر وي یا د له تېغه تېر شي.
د پام وړ او خندا خبره خو دا ده هغه هېوادونه چې د طالبانو تر شا په پټه او ښکاره ملګرتیا پالي ،هلته د دین تفسیر په یوه ډول خو طالبانو ته یې بیا په بل ډول ورښودلی دی.
((اې زما بده قسمته زه دې خېزوم په سمه خو ته خوښوۍ کږه لاره.))
ایا طالبان به دا جرآت وکړی شي چې د اسلامي هېوادونو نظام او یا یې حکومتولي تر پوښتنې لاندې راولي. یا په بل عبارت دوی به د اسلامي هېوادونو استازو ته د قران او دین په رڼا کې قناعت ورکړلی شي چې د دوی په څېر حکومتولي غوره کړي.
مسلمانان خو د یوې کلیمې خویندې او ورونه دي نو بیا ړلې طالبان نشي کولی خپل ځان پرې په رسمیت وپېژني.
ولې طالبان نشي کولی د اسلامي هېوادونو اعتماد او باور تر لاسه کړي .
ولې دوی نشي کولی چې یا نور مسلمانان د ځان په څېر کړي او یا دوی د نورو مسلمانانو په شان شي.
رېښتیا خبره دا ده چې طالبان پر دین نه پوهېږي .
له بده مرغه او د افغانانو له بدقسمتې زمونږ او د نورو مسلمانانو اسلام د ځمکۍ او اسمان په څېر توپیر سره لري.
د نورو اسلام د ورورولې په مانا ده او زمونږ افغاني اسلام د وینو تویولو او کرکو په مانا ده.
پرون هم دا خلک مسلمانان ول او نه هم خو پروني مولا ورته یو ډول دین تفسیراوه او ننی مولا یې ورته بل ډول تفسیروي.
پرون هم مولا خلکو په خېټه ساته او نن یې هم موړ ساتي.
نن په نس موړ او جامو پټ ساتلی مولا د هغو خلکو ژوند ګواښي او د پرمختګ مخ یې ور ډب کوي چې دوی د ځان سرلاری کړی وو.
((د بل په ډوډۍ لوی شوی هېڅ کله نشي سیال کېدلی.))

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.