زد کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي، د ۲۰۲۶ کال په درېیمه ربعه کې د افغانستان وګړي په اروپا کې د نویو پناه غوښتونکو په منځ کې لومړی ځای لري.
دغه سازمان د سېشنبې په ورځ، د لېندۍ په درېیمه اعلان کړی چې د جولای او سپټمبر میاشتو ترمنځ په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې څه باندې ۹۹ زره نوې غوښتنې ثبت شوې دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، افغان وګړي د ټولو نویو پناه غوښتونکو ۱۰ سلنه، د بنګلهدېش وګړي اووه سلنه او د سوډان وګړي شپږ سلنه جوړوي.
له دغو هېوادونو وروسته د ترکیې، پاکستان، اوکراین، سوریې او سومالیا وګړي راځي چې هر یو یې د ثبت شویو غوښتنو شاوخوا څلور سلنه جوړوي.
افغانستان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د سیاسي بدلونونو وروسته د کډوالۍ له نوې څپې سره مخ شوی دی. د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار محدودیتونه، اقتصادي ستونزې، د کاري فرصتونو نشتوالی او امنیتي اندېښنې هغه لاملونه دي چې یو شمېر افغانان یې له هېواده وتلو ته اړ کړي دي.
دا بهیر داسې مهال دوام لري چې اروپايي هېوادونو په وروستیو کلونو کې د کډوالۍ په برخه کې خپل سیاستونه سخت کړي او د کډوالو د ایستلو او بېرته ستنولو بهیر یې زیات کړی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320