ستا د هردرد پر هر زړه کي
لکه څړيکه قرارهم زه
د خوبونو تعبيرو ته
د ګډ ژوند په اوږده لاره
هر تيندک هم کږليچو ته
ګړنګونو نه په ښکته
غورزيدو کي د يو بل هم
لکه تا ک خوروه وره زړه
سوليدلي سينه خپله
د ارمان په غزيدو کي
هره هيله وړانګي وړانګي
لکه لمر په ډوبيدو کي
ولي ورکه ورکه ښکارم
لکه خاوري خاوري ځمکه
ستا نظر ته ځان وربيايم
يا خو ستا حيثت بالا دي
يا که زما احساس همدا دي
يا ته جوړ د اسمان ستورو
يا که زه ګيا خځله باد راوړي د بيدا يم
نه نه زه نوم يم د ميني
هم دا ستا د زړه سکون يم
هم هردرد ته دي تسکين يم
د خوږ ژوند خوږو شيبو ته
هره ساه کې لکه روح هم
ځغليدلي لکه او ښکه
خو زما په ژوند کي ته هم
جوړ سينګار مي د اوربل يي
لکه تاج په سر مي ځل يي
يا په پوزه مي پيزوان سپور
يا که بڼ ته د زړګي مي
د سمسور باغ مي بلبل يي
د يو بل په ژوند کي داسي
لکه جوړه نړي ستره
نيمه زه هم نيم يي ته خوږه دلبره
نيمه زه هم نيم يي ته خوږه دلبره
شفيقه صادقي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320