د اشټن، پنجالي او ۵۷ لاریو نوستالژي او د تېرې زمانې خوږې خاطرې
د تېرې لمریزې پېړۍ په پنځمه لسیزه کې د اشټن، پنجالي او ۵۷ ډوله لاریو ځانګړی نوم او شهرت درلود. دغو لاریو به له پکتیا څخه کابل ته لرګي او سکاره لېږدول.
د دغو لاریو یوه په زړه پورې ځانګړنه دا وه چې د ډرېور د سر له پاسه به یې یو لوی هارن نصب و. دا هارن د خدایبښلي استاد فقیرمحمد ننګیالي د ترمپټ په څېر و، چې په پای کې یې له هوا ډک یو ربړي بالون درلود. کله به چې ډرېور دغه بالون ته فشار ورکړ، هارن به په لوړ او دروند غږ «ډغ!» وکړ او سړی به یې له وېرې نږدې له سیټه وغورځاوه!
وايي، یو ځل یوه شپانه پر ډرېور غږ وکړ:
«وا ډرېوره! قرآن ته وګوره، مه مې ډاروه! زما مېږې دې وډارولې!»
په هغو کلونو کې د لارۍ ډرېوري دومره اسانه کار نه و. چا به چې لس کاله له یوې لارۍ سره کلینري کړې وه، نو بیا به د ډرېورۍ وړ ګرځېده او ترافیک ماما به ورته لایسنس ورکاوه. هغه وخت د رشوت او کمېشنکارۍ له لارې د ډرېورۍ لایسنس د چا لاس ته نه ورتله.
د لارۍ کلینر هم د خپل وخت یو زحمتکښ او بېچاره انسان و. دغه خوارکي به د لارۍ په شا پورې ځان نښلولی و او د سفر په اوږدو کې به یې له ډېرو ستونزو سره مبارزه کوله.
کله به چې لارۍ کوم پېچومي ته رسېده، کلینر به له «ډنډه پنج» سره د لارۍ تر شا منډې وهلې.
ډنډه پنج د لرګي یوه درنه وسیله وه، چې غټ، مثلثي او مخروطي شکل یې درلود او یو لاستی هم ورپورې نښتی و. دا وسیله به تل د کلینر پر اوږه بار وه. کلینر به هڅه کوله چې که چېرې لارۍ شاته راښویېږي، نو ژر تر ژره د هغې د وروستي ټایر تر شا ډنډه پنج کېږدي او د لارۍ د شاته تګ مخه ونیسي.
د سالنګ له لارې یوه ډېره دردونکې کیسه هم راپاتې ده.
وايي، یو ځل په سالنګ کې د یوه کلینر ډنډه پنج ونه توانېده چې لارۍ ودروي. کلینر چې د موټر د شاته تګ خطر ولید، په خپله یې ځان د ډنډه پنج پر ځای واچاوه. لارۍ یې ودروله، خو له بده مرغه موټر پرې وخوت او هماغلته شهید شو.
ویل کېږي چې تر اوسه هم خلک هغه ځای د «کلینر قبر» په نوم یادوي.
خو د دغو لاریو له خاطرو سره زموږ د موسهي د سیمې یوه بله ډېره خوږه او نه هېرېدونکې کیسه هم تړلې ده.
زموږ د موسهي د کیشلاق حاجي هاشم د انګورو یو لوی سوداګر و. کله به چې د شمالي د انګورو موسم راورسېد، نو حاجي هاشم به له همدې ډول یوې لارۍ سره موسهي ته راغی.
هغه به له برې موسهي څخه نیولې، تر کته سنګ، پایندهخېلو، حاجيخېلو، حاجي ملنګیانو، شاغاسي کلا، عبدالروف کلا، زړې کلا، مینخېلو او سیدخېلو پورې وزګار ځوانان راټول کړل او له ځان سره به یې شمالي ته بوتلل.
هلته به دغو ځوانانو د انګورو د صندوقونو په جوړولو، چې «کوکه کاري» یې بلله، او د انګورو په ډکولو کې کار کاوه.
دوی به درې میاشتې هلته تېرولې. حاجي هاشم به انګور پاکستان او هندوستان ته صادرول او ځوانانو به د کار ترڅنګ د شمالي له خوږو انګورو هم ښه خوند اخیست.
درې میاشتې وروسته به دغه ځوانان هم د انګورو په خوړلو چاغ شوي وو او هم به یې له ځان سره ښې ډېرې پیسې راوړې وې. په خوشحالۍ به بېرته خپلو کورونو او کلیو ته ستنېدل.
خو تر ټولو په زړه پورې منظره به هغه وخت وه چې د حاجي هاشم لارۍ به موسهي ته راورسېده.
د کلي ماشومانو به چې له لرې لارۍ ولیده، نو په منډو به یې ځانونه وررسول. شور او زوږ به جوړ شو، د ماشومانو خوشحالي به له ورایه ښکارېده او ټولو به په یوه غږ نارې وهلې:
«د انګورو لارۍ راغله! د انګورو لارۍ راغله!»
هغه وختونه تېر شول، هغه لارۍ زړې شوې، هغه لارې بدلې شوې او د هغې زمانې ډېر خلک نور زموږ په منځ کې نشته؛ خو د ماشومتوب هغه خوږې خاطرې، د لاریو د هارنونو درانه غږونه، د کلینرانو زحمتونه، د شمالي د انګورو خوند او د موسهي د ماشومانو هغه له خوشحالۍ ډکې نارې لا هم په یادونو کې ژوندۍ دي.
«د انګورو لارۍ راغله!»
دا یوازې د یوې لارۍ د راتګ ناره نه وه، بلکې د یوې ساده، خوږې او له مینې ډکې زمانې د خوشحالۍ غږ و؛ داسې غږ چې د کلونو په تېرېدو لا هم د خاطرو په غوږونو کې انګازې کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320